د زېږون کچې ټیټېدل؛ هېوادونه یې د لوړولو لپاره څه کولای شي؟

د زېږون کچې ټیټېدل؛ هېوادونه یې د لوړولو لپاره څه کولای شي؟

که د پرمختللې نړۍ یو هېواد غواړي د خپلو وګړو شمېر ډېر کړي یا یې ثابت وساتي، په منځني ډول د هرې ښځې لپاره باید د ماشوم د زېږون کچه پکې دوه عشاریه یو وي.‌

چین، جاپان او جنوبي کوریا د ماشوم زېږون په تر ټولو ټیټه کچه کې دي. څېړنو ښودلې، چېن کې د ماشوم د زېږون کچې د راټیټېدو یو لامل د ډېر عمره ښځو زیاتوالی دی چې شمېر یې د نارینه و پرتله زیات دی او د هغو ښځو شمېر هم پکې لوړ ښودل شوی چې ماشومان نه شي زېږولی.

د بریتانیا په وېلز او انګلنډ کې بیا وروستۍ شمېرې ښيي، چې د زېږون دا کچه یو عشاریه ۴۹ ته راټیټه شوې. په سکاټلنډ او شمالي ایرلنډ کې هم دا توپیر ورته دی.

امریکا کې تېر کال د زېږون منځنۍ کچه یو عشاریه ۶۲ په ریکارډ کچه راټیټه شوې وه. په ۱۹۶۰ کې دا اندازه درې عشاریه ۶۵ وه.‌

“د نړۍ له درېیو دوه برخې هېوادونه د زېږون له کمښت سره مخ دي”

د بریتانیا اکسفورډ پوهنتون کې د جیرونټولوژي (د عمر د اغېز څېړنې) پروفیسره سارا هاریر وايي: “د نړۍ له درېیو دوه برخې هېوادونه د زېږون له کمښت سره مخ دي، جاپان هم ټیټه کچه کې دی، چین هم او جنوبي کوریا بیا تر ټولو په ټیټه کچه کې ځای لري.”

د چین نفوس سږ کال بیا هم راکم شوی دی او د نړۍ د دویم لوی اقتصاد لرونکي هېواد په توګه یې اندېښنې زیاتي کړې دي.

د چین د وګړو شمېر د ۲۰۲۳ کال پای کې ۱،۴۰۹ میلیارد ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۲ کال پرتله ۲،۰۸ میلیونه کمښت پکې لېدل کېږي.

د سږ کال شمېر یې د تېر کال پرتله دوه برابره کم یاد شوی دی، چې تېرو ۶۰ کلونو کې د وګړو د تر ټولو ټیټ شمېر و.

ولې د زېږون کچې ټيټېدو په اړه اندېښنې شته؟

نن سبا د وګړو د شمېر لوړوالی یوازې د افریقا جنوبي صحرايي هېوادونو کې ډېر دی. خو ولې نړۍ کې د زېږون د کچې ټیټېدو په اړه اندېښنې دي؟ اقتصادي ستونزې چې د همدې کموالي له امله رامنځته کېږي، ډېرې مهمې بلل کېږي. ځکه هېوادونه د کاري ځواک کمښت او د عمر خوړلیو کسانو زیاتوالي سره مخ دي.

د بېلګي په ډول، که یو شرکت د اړتیا تر کچې کارمنان و نه لري، د یوه هېواد اقتصاد به څنګه پرمختګ وکړي؟ او څنګه کم شمېر کاري ځواک د لوی شمېر کسانو د تقاعد لګښت پوره کولی شي؟ دا هغه پوښتنې دي، چې اقتصاد پوهان یې اندېښمن کړي دي.

اقتصاد پوهان وايي، هېوادونه کولی شي د مالیاتو په معاف کولو، میندو ته د ماشوم له زېږون وروسته د اوږدې رخصتۍ په ورکړې او د ماشومانو د پالنې برخه کې د خدمتونو په وړاندې کولو سره میندې وهڅوي چې ماشومانو وزېږوي او له دې سره د زېږون کچه لوړه کړي. له دې سربېره شرکتونه اړ دي، چې میندو او پلرونو ته په کاري ساعتونو کې له انعطافه کار واخلي.

د دې ټکو په پام کې نیول ښايي د زېږون کچې په لوړولو کې مرسته وکړي، خو د دې شونتیا هم شته چې پایله یې معکوسه وي.

د دوی په وینا، د ډېرو تحصیل کړیو میندو پام پر خپل کار او عاید ورټول وي، دوی نه غواړي ماشوم یې ورته زیان ورسوي، همدا لامل دی چې دوی د ډېرو ماشومانو زېږولو ته زړه نه ښه کوي او یا هیڅ ماشوم نه غواړي.

ممکنه حل لارې

پوهان وايي، دوه لارې دي چې هېوادونه پرې د زېږون کچې راټیټېدو سره مبارزه کولی شي، لومړی دا چې خپل وګړي روغ او خوندي وساتي چې تر ډېره په کار پاتې شي او کاري ځواک یې فعاله وي. دویم یې د کډ‌والۍ منل دي.

سينګاپور د نړۍ په کچه هغه هېواد دی، چې د ډېر عمر وګړو شمېر یې زیات دی او لومړۍ لاره یې غوره کړې ده. سینګاپور کې د عمر خوړلیو کسانو د مرکز اجرایوي مشره پروفیسره انجلیک چان وايي: “د تقاعد عمر د لوړولو لپاره د شرکتونو د هڅولو برخه کې هڅې روانې دي، چې که تاسې وغواړئ تر ۶۹ کلنۍ کار وکړی شئ.”

تر اوسه سينګاپور کې د تقاعد لپاره عمر ۶۳ کاله دی، خو تمه ده چې تر ۲۰۲۶ کاله ۶۴ کلنۍ ته لوړ شي او تر ۲۰۳۰ کاله ۶۵ کالونو ته ورسېږي.

پروفیسره چان وايي، د سنګاپور دولت همدا راز هڅه کوي چې ډاډ ترلاسه کړي، هر اوسېدونکی یو ډاکټر ولري”چې له پالنه وکړي او ستاسې روغتیايي وضعیت وڅاري او ډاډه وي چې روغتیا مو ښه ده او کار ته دوام ورکولی شئ.”

نوموړې وايي، مونږ دې برخه کې ډېرې پیسې لګوو “ځکه مو وګړي روغ دي او خلکو ته دا فرصت برابروي چې په ډېر عمر کې هم کار وکړي.”

کلفورنیا کې د اقتصاد پوهنځي تقاعد شوی استاد رونالد لي وايي، په امریکا کې د ډېر عمر زیات اوسېدونکي اړ دي چې د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره کار وکړي.

هغه وايي: “داسې کسان شته چې په ډېر عمر کې هم روغ او ځواکمن دي او ذهن یې ډېر تېز کار کوي. دوی کولی شي چې په هغه عمر کې هم ښه کار وکړي. تمه لرم چې د تقاعد عمر د ډېروالي شاهد و اوسم.”

اوس مهال امریکا کې خلک په ۶۶ کلنۍ کې تقاعد کېږي، دا شمېر به ډېر ژر ۶۷ ته لوړ شي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب