د زکام په مخنیوي کې د اوبو رول

په ژمي کې ډیر کله موږ د تندې احساس نه کوو، نو ځکه کمې اوبه څښو؛ خو خبره دا نه ده، چې موږ اوبو ته اړتیا نه لرو، بلکې خبره دا ده، چې موږ يې احساس نه کوو!

تازه څیړنې ښيې، چې د ابو دا ډول کم استعمال زموږ د وجود مقاومت کموي.

ډاکتران وايې، چې د ورځې له ۱۰ څخه تر ۱۲ ګیلاسه اوبه څښل د باکتریايي او ویروسي ناروغۍ پر وړاندې زموږ د وجود مقاومت زیاتوي.

د اوبو سربیره، نور مایعات لکه سوپ او یا هم د ځینو بوټو اوبه د زکام مخنیوی کوي.

ډاکتران وايې، ویټامین سي درلودونکي میوجات او سبزیجات لکه لیمو، نارنج او کیوي هم د زکام په مخنیوي کې مهم رول لري. ددې سره په خوا کې،  پروتین لرونکي سبزیجات او غذا د زکام پر وړاندې د بدن مقاومت زیاتوي او د زکام مخنیوي کوي.

د ښوونکي لارښود کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب