د زکات اجر اوثواب
دالله تعالى بل ډيرلوى کرم،احسان اوښيګڼه داده چې هغه ذات دزکات،خيرات اوصدقې ډيرلوى اجر او ثواب ټاکلى دى، حال داچې دزکات ياصدقې ورکوونکي چې څه ورکوي نوهغه دالله تعالى له خپل ورکړي مال څخه ورکوي نو له دې کبله که چيرې الله تعالى په دې کوم اجر او ثواب نه ورکولاى نودابه په کامله توګه حق واى خو دا د الله تعالى ډيره زياته مهرباني اوکرم دى چې دهغه دراکړي مال څخه مونږ څه شى دهغه په حکم دزکات يا خيرات په توګه دهغه په لاره کې مصرفوو، نو الله تعالى په دې ډېرخوشحاليږي اوپه دې دډيرو سترو اجرونو او ثوابونو ژمنه فرمايي ! لکه چې په قرآن مجيد کې راغلي دي:
مَّثَلُ الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنبُلَةٍ مِّئَةُ حَبَّةٍ وَاللّهُ يُضَاعِفُ لِمَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿261﴾الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ ثُمَّ لاَ يُتْبِعُونَ مَا أَنفَقُواُ مَنًّا وَلاَ أَذًى لَّهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿262﴾ [البقرة: ٢٦١ -٢٦٢]
(( مثال دهغوکسانوچې خپل مالونه دالله په ليارکې لګوي ديوې دانې په شان دى چې اووه وږي ترې رازرغون اوپه هروږي کې سل دانې وي، اود الله پاک چې چاته خوښه شي نور يې هم ور ډيروي، الله پاک دپراخ رحمت څښتن اوپه هرڅه ښه پوه دى. هغه کسان چې خپل مالونه دالله په ليارکې مصرف کړي اوبيا دخپل خيرات پسې احسان اوضررنه تړي نو رب به يې پوره بدله ورکړي، هيڅ ډار به پرې نه وي اونه به غمژن کيږي)
په دې آيت شريف کې دزکات ورکوونکو اودالله په ليار کې دمصرف کوونکولپاره دالله تعالى له لوري درې ژمنې اووعدې فرمايل شوي دي: يوه داچې څومره هغه مصرفوي نوالله پاک ورته ددې په بدله کې په سلګونو چنده زيات ورکوي، دويم داچې هغه ته به ډير زيات اجر او ثواب په برخه او د لويو لويو نعمتونو څخه به برخمن شي اودريم داچې دقيامت په ورځ به په هغه هيڅ ډول ويره، خطر ،غم اوانديښنه نه وي. سبحان الله!
وروڼو! اصحابو کرامو دالله تعالى پردغوژمنو کامل اوپوره باوراويقين درلوده نوله دې کبله دهغوى حال داوو:
أُمِرْنَا بِالصَّدَقَةِ قَالَ كُنَّا نُحَامِلُ اوقَالَ كُنَّا نُحَامِلُ عَلَى ظُهُورِنَا (صحيح مسلم )
څه مهال به چې مونږ ته دصدقې اوخيرات امر او حکم وشونو مونږ به بارونه وړل يا داچې په خپلو شاګانو به مو دخلکوبارونه وړل( مزدوري به موکوله او هغه به موبياخيرات اوصدقه کوله).
کله به چې دالله تعالى په لاره کې دخيرات کولو دغوره والي اوثواب آيتونه پر رسول اللهﷺ نازل شول اودنبي کريم ﷺ څخه به يې واوريدل نوپه هغوى کې به چې څوک بيوزلي يا دصدقې لپاره مال نه درلوده نوهغوى به هم دخيرات کولو په اراده دمزدورۍ لپاره له کورونو څخه وتل او پرخپلو شاګانو به يې بارونه اوبوجونه وړل اوکومې پيسې به يې چې وګټلې دالله په لاره کې به يې مصرفولې.
دزکات داهميت،غوره والي اوفضليت په باره کې مونږ دلته د رسول الله ﷺ يو مبارک حديث ليکو:
(( ثَلَاثٌ مَنْ فَعَلَهُنَّ فَقَدْ طَعِمَ طَعْمَ الْإِيمَانِ مَنْ عَبَدَ اللَّهَ وَحْدَهُ وَأَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَعْطَى زَكَاةَ مَالِهِ طَيِّبَةً بِهَا نَفْسُهُ)) (سنن ابوداؤد)
(درې خبرې دي هر څوک چې هغه غوره او اختيار کړي نوهغه دايمان خوند اولذت وڅکلو: يو داچې يواځې دالله تعالى عبادت وکړي،دويم داچې پر لااله الاالله دهغه ريښتونې ايمان ،عقيده اوباور وي اودريم داچې هر کال دزړه په پوره خوښۍ سره دخپل مال زکات اداکړي.
نوکوم بنده ته چې دغه درې خبرې په برخه شي نوهغه به دايمان له لذت څخه برخمن شي. الله تعالى دې مونږټولو ته دايمان لذت اوخوند را په برخه کړي.
دزکات اوخيراتونو دنياوې ګټې:
دزکات اوخيراتونوکوم اجر، ثواب او انعام چې دالله تعالى له لوري په آخرت کې بنده ته ورکول کيږي ددې برسيره په دې دنيوي ژوندکې هم له دې څخه سترې اولويې ګټې لاسته ته راځي، دمثال په ډول:لومړې داچې دزکات اوخيرات ورکوونکي مومن زړه ډيرخوښ اوډاډمن وي، بيوزلي وګړي ورسره رخه اوحسد نه کوي بلکې هغوى دده ښه والى اوبهتري غواړي، دهغه لپاره دعا کوي،دمينې اومحبت په نظرورته ګوري، دنورو عامو وګړو په نظرونو کې هم ددغه انسان ډير قدر او درناوى وي، دټولو وګړو مينه اوخواخوږي ددغه انسان په برخه کيږي اوالله تعالى دهغه په مال کې ډيربرکتونه اچوي. په يو حديث شريف کې راغلي دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې الله تعالى فرمايې:
:أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ قَالَ اللَّهُ أَنْفِقْ يَا ابْنَ آدَمَ أُنْفِقْ عَلَيْكَ (بخاري)
(( رسول الله وفرمايل چې الله تعالى فرمايي: اي دادم ځويه! ته زما په اړمنو اومحتاجو بنده ګانو اود نيکۍ په نورو کارونو کې زما له لوري درکړى مال ولګوه نو تاته به پرلپسې نورمال هم درکوم).
په يو بل حديث شريف کې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
((إِنْ كُنْتُ لَحَالِفًا عَلَيْهِنَّ لَا يَنْقُصُ مَالٌ مِنْ صَدَقَةٍ فَتَصَدَّقُوا )) (مسنداحمد)
(زه په دې باندې لوړه اوقسم کوم چې دخيرات اوصدقې په ورکولو مال نه کميږي نوتاسې صدقه کوئ.
(يعنې دالله پاک په لياره کې دمصرفولو په وجه) به کوم انسان بيوزله ،تش لاسې اومفلس نه شي). الله تعالى دې مونږ ته د رسول الله ﷺ پر دغو سپيڅلولارښوونو حقيقي ايمان اويقين راپه برخه کړي اوپه ډيرذوق اوشوق سره دې دعمل کولو توفيق راکړي. امين .
اسلام څه شی دی له کتاب څخه