د زده کړې ستراتیژي
د نړۍ مشهور دیني عالم، د قرآن حافظ، مفسر، فیلسوف او طبیب علامه ابن سینا بلخي د لسو کلو په عمر وه چې قرآن یې حفظ کړ او وروسته له هغه یې د منطقو، ریاضياتو، ستورپیژندنې، فلسفې، طبي او نورو علومو زده کړې ته مخه ګړه. ابن سینا د ۱۸ کلو په عمر وه چې د هغې زمانې یعنې له نن نه څه دپاسه ۱۰۰۰ کاله مخکې د هیواد په کچه او وروسته دنړۍ په کچه یو لوی عالم جوړ شو. له ۴۰۰ آثارو یې زیاتې لیکنې کړي تر ټولو مشهور آثار یې د طبابت په برخه کې دهغه کتابونه د القانون فی الطب او الشفاء ترنامه لاندې دي چې د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې له تیرو څو پیړیو را په دې خوا تدریسیږي. په طبابت کې یې لوېې لاسته راوړنې درلودې چې یوه له هغونه په حاضر وخت کې له کرونا نه د خپریدو د مخنیوي په خاطر د قرنطین نظریه ده چې له ابن سینا څخه نړۍ ته را پاتې ده. په مختلفو هیوادونو کې ډیر روغتونونه او پوهنتونونه د هغه په نامه نومول شوي. په طبابت کې د هغه د لویو لاسته راوړنو له کبله، نړیوال یې د طبابت رئيس بولي. د ابن سینا په اړه ډیرڅه شته چې باید ولیکل شي خو هدف د لېکنې داده چې ایا یواځې ابن سینا ته الله تعالی دغه ذهني پیاوړتیا ورکړې وه او که نور انسانان هم په دغه ډول ذهني توانايي سمبال دي.
ډاکټر جو ډسپینزا ډي سي Dr. Joe Dispenza D.C چې په نړۍ کې له مشهورو نیورالوجستانو څخه دی، په خپل کتاب Evolve Your Brain کې لیکلي چې د انسان د سترګو لپاسه د تندي تر شا د مغز دغه برخه د فرنټل لوب Frontal Lobe په نامه یادیږې چې په ټوله کې د زده کړې، نوښت، یادښت او تصمیم ګیري یا هوډ او په هوډ دعمل دنده په غاړه لري. د مغز دغه برخه دانسان له زیږیدنې وروسته په چټکۍ سره وده کوي، او د همدغې ودې په لړۍ کې ماشوم په لنډ وخت کې نه یواځې مورنۍ ژبه زده کوي بلکه ټول هغه عادتونه چې د ماشوم تر سترګو کیږي، ماشوم یې په چټکۍ سره ذهن ته سپاري. دغه ډاکټر زیاتوي چې په دغه برخه د مغز کې یوه خاصه برخه چې د ګرې مټر Grey Matter په نامه یادیږي لزجي او ربړي خاصیت لري چې د زده کړې له دوام سره پراختیا مومې چې په نتیجه کې ذهني پیاوړتیا رامنځ ته کیږي او د لا زیاتې زده کړې بستر په مغز کې آماده کوي. ډاکټر لا زیاتوي چې د زده کړې دکیفیت دغه پیاوړتیا په مغز کې تر هغه دوام مومې تر څو پورې چې زده کړه دوام ولري او که چېری د زده کړې لړۍ ودریږي، د مغز دغه کیفیت هم په تدریجي ډول کمیږي.
د قرآن کریم زده کړه او حفظ له تجوید سره د یو ماشوم، ځوان او یا پیغلې لپاره د مغز یادې برخې ته تر هرې زده کړې زیاته پراختیا ورکولی شي او د نورو زده کړو لپاره د چټکې ودې بستر په مغز کې برابرولی شې. لمړی د قرآن کریم د حروفو زده کړه او له تجوید سره لوستل یې د زوَر، زیر، پیښ، غړوندي، شد، قلقَله، غُونه او دا سې نورو مشخصاتو زده کړه اوپه هرحرف کې یې مراعت او وروسته د ۳۰ سپارو حفظ د یوه منظم ۱۴۰۰ کلن قانون مطابق ، د مغز لپاره د نوموړي ډاکټر د وینا مطابق یوه منظمه او دوام داره لړۍ ده چې د ګری مټر Gray Matter عضلې په مغز کې پیاوړې کوي او ساحه یې تر بل هر څه زیاته پراخه ولې شي چې د راتلونکې لپاره د زده کړې پروسه په مغز کې لا زیاته چټکه او مثمره کولی شي.
د دغې طبي پلټنې مطابق ډیر امکان شته چې ابن سینا او هغه ته ورته نورو د اسلامې زده کړې او ساینس پوهنې نومیالیو پوهانو لکه مولانا محمد بلخې، سید جمال الدین، امام ابو حنیفه، البیروني، عبدالله انصاري،محمد بن موسی او داسې نورو له همدغه میکانیزم نه په استفادې سره د کمال منصب ته رسیدلي وي. د یا دونې وړ ده چې د نړۍ په ساینس، ټکنالوجي، طبابت او ستور پیژندنه کې لمړي ګامونه مسلمانانو اخیستي او په نړۍ کې لمړی پوهنتون هم مسلمانانو جوړ کړی. دا ټول هغه څه دي چې مسلمانانو به د قرآن د حفظ نه وروسته د زده کړې د دوام په پایله کې لاس ته راوړل.
امید ده چې زموږ هغه تنکي ځوانان چې قرآن یې حفظ کړی وي یواځې د روژې د میاشتې د قرآن عظیم ایشان د ختم په تمه نه وي. لکه څنګه چې ابن سینا د خپل پلار عبدالله لارښوونه په خپلو لمړنيو زده کړو کې له ځانه سره درلوده، هر نوی ځوان د کورنۍ د مشرانو له لار ښوونې سره او له دغه میکانیزم نه په استفادې سره کولې شې چې په راتلونکي کې لویې لاس ته راوړنې ولري.
مننه.
حسیني