د روژې احکام او مسایل | پيل په خ، څ، ځ توري

پيل په خ توري:

خامه غوښه خوړل:

که چا روژه کې په لوی لاس خامه غوښه وخوړه، روژه يې فاسده شوه، کفاره او قضا به دواړه ورکوي.([1])

خاوره خوړل

که څوک په روژه کې هغه خاوره وخوري چې سر ورباندې پرېول کيږي، روژه يې فاسديږي، يوازې قضا به يې راوړي او کفاره پرې نشته.

او که چا د دغې خاورې خوړل عادت و، او په روژه کې يې وخوړه روژه يې فاسده شوه، قضا به  يې راوړي او کفاره به هم ورکوي.([2])

خوارځواکي پاتې ده (کمزوري پاته ده):

که يو څوک په ناروغۍ کې روژې ونه نيسي او بيا روغ شي؛ خو دومره خوارځواکی وي چې که د پاتې شويو روژو قضا راوړي بيا ناروغه کيږي، هغه ته اجازه شته چې تر ښه روغېدو انتظار وکړي او چې بدن يې ځواک پيدا کړي بيا دې قضا را وګرځوي .([3])

خواړه ژوول:

روژه نيوونکې مېرمنې ته له اړتيا پرته روا نه ده چې په خوله کې يو شی وژويي او ماشوم ته يې ورکړي؛ خو که اړتيا وه، يعنې هلته بل داسې څوک نه و چې روژه يې نه وي نيولې او ماشوم له ژوولو پرته خوراک نشي کولای، بيا پروا نه کوي. ([4])

که څوک بل چاته يو شی په خپله خوله کې ژويي او څه برخه ترې ستوني ته تېره شي، روژه يې فاسديږي، يوازې قضا به يې راوړي.([5])

[irp][irp][irp]

خوله ، يا عرق:

که د روژه نيوونکي خولې ته يو-دوه قطرې عرق يا خوله راشي، روژه نه ورسره ماتيږي؛ خو که له دې زيات وي او ستوني ته تېر شي روژه فاسدوي، قضا يې لازمه ده . ([6])

خوله کنګالول:

له پېشلمي وروسته ښايي له سپېدو وړاندې خوله کنګال کړل شي څو له سپېدو وروسته په خوله کې د ډوډۍ خوند او اجزا پاتې نشي.

که چا له سپېدو وروسته د غاښونو ترمنځ پاتې شوې غوښه يا نور خواړه را ووېستل او له تو کولو وړاندې يې تېر کړل؛ نو که د نخود له دانې کم و، روژه يې نه فاسديږي او که د نخود د دانې هومره يا تر هغې زيات و، روژه يې فاسده شوه، د دې ورځې په اوږدو کې به هم څه نه خوري او له رمضان وروسته به يې قضا هم راوړي.([7])

او که د غاښونو له منځ نه يو شی را وباسي او له توکولو وروسته يې بيا خولې ته ننباسي او تېر يې کړي؛ نو که د نخود د دانې هومره وي او که کم وي، په دواړو صورتونو کې روژه فاسدوي، قضا يې لازمه ده.([8])

خوشبويي کارول:

د عطرو په کارولو سره روژه نه ماتيږي.([9])

په خوله اوبه تېرول:

روژه کې په خوله اوبه تېرول سهي دي  او د جنابت غسل کې په خوله اوبه تېرول فرض دي.

دغه راز که څوک د ګرمۍ له امله په روژه کې غسل کوي، هم په خوله اوبه ګرځولای شي، البته غرغره دې نه کوي هسي نه ستوني ته يې اوبه تېرې شي.([10])

[irp][irp][irp]

که د خولې مينځلو پر وخت د چا ستوني ته اوبه تېرې شوې، روژه يې فاسده شوه، يوازې قضا به يې راوړي کفاره پرې نشته، او که د خولې مينځلو پر وخت يې روژه ياده نه وه او ستوني ته يې اوبه تېرې شوې، روژه يې نه فاسديږي.([11])

له خولې مينځلو وروسته په خوله کې اوبه پاتې کېدل

که له اوداسه يا غسل وروسته د چا په خوله کې د اوبو اثرات پاتې وو او هغه يې تېر کړل  روژه يې نه فاسديږي؛ خو په دې شرط چې يو-دوه ځله يې تو کړي وي؛ ځکه چې په يو-دوه ځله توکلو سره د اوبو اجزا له منځه ځي او کوم لوندوالی چې محسوسيږي هغه يوازې د اوبو اثر وي چې روژه نه پرې فاسديږي.([12])


پیل په څ توري:

څکل:

که څوک په ژبه يوشی وڅکي او بېرته يې توکړي، روژه يې نه فاسديږي خو داسې کول مکروه دي . ([13])

او که د يوې مېرمنې خاوند بدخويه و او د خوړو د مالګې د نه برابري په صورت کې مېرمنې ته خوشکه کوي، مېرمن کولای شي له کراهيت پرته د خوړو خوند وڅکي؛ خو په دې شرط چې ستوني ته يې تېر نه کړي .([14])

څملاستل:

ښځه او خاوند کولای شي په روژه کې يو ځای څملي، لوبې  او مينه وکړي؛ خو په ځوانۍ کې يا شهوت د زياتوالي پر وخت داسې کول مکروه دي؛ هسې نه خبره د کوروالي يا انزال تر بريده ورسېږي.([15])


پيل په ځ توري:

ځان غوړول:

د روژې په حالت کې ټول بدن غوړولو سره پر روژې هيڅ اغېز نه کيږي.([16])


([1]) فالصائم اذا اكل الخبز…عليه القضاء والكفارة عندنا هكذا في فتاوى قاضي خان….. وكذا اذا اكل لحما غير مطبوخ او شحما غير مطبوخ على المختار كذا في خزانة المفتين.(عالمكيري:1/205).

ولكن يشكل على ذلك وجوب الكفارة باكل اللحم التي….(شامي: 2/410).

([2]) ولو اكل الطين الذي يغسل به الرأس فسد صوما وان كان يعتاد اكل هذا الطين فعليه القضاء والكفارة.(عالمكيري: 1/202).

فالصائم اذا اكل الخيز…عليه القضاء والكفارة عندنا….وكذا اذا اكل طينا يوكل للدواء كالطين الأرمني او الطين الذي يقلى فيوكل.(عالمكيري: 1/205).

([3]) والصحيح الذي يخشى ان يمرض بالصوم فهو كالمريض.(البحرالرائق:2/281, وشامي: 2/163)

([4] ) ولابأس للمرأة أن تمضغ لصبيها الطعام اذا لم يكن لها بد منه. (تاتارخانية 2/380).

([5] ) ولاكفارة في الظاهر في ابتلاع اللقمة الممضوغة لغيره كذا في الوجيز للكردري (الفتاوى العالمكيرية 1/203).

([6] ) وفي واقعات الصدر الشهيد: الدمع الذا دخل فم الصائم اذا كان قليلا كالقطرة وجميع فمه وابتلعه يفسد صومه وكذا الجواب في عرق الوجه. (فتاوى التاتارخانية 2/369)

([7] ) اكل ما بين أسنانه لم يفسد إن كان قليلا و إن كان كثيرا يفسد والحمصة وما فوقها كثير وما دونها قليل(عالمكيرية: 1/202).

([8] ) و أخرجه و اخذه بيده ثم أكل ينبغي أن يفسد…. قال الفقيه رحمه الله: والأصح أن لا تجب الكفارة كذا في الخلاصة(عالمكيري: 1/202).

وفي الدرالمختار: الا اذا أخرجه من فمه فأكله ولاكفارة, لأن النفس تعافه (شامي: 2/415).

[9] : الفتاوى القاضيخان ۱/۲۰۸

([10]) وليس المبالغة في المضمضة وهي ايصال الماء لرأس الحلق والمبالغة في الاستنشاق وهي ايصاله مافوق المارن لغيرالصائم والصائم لايبالغ فيهما خشية افساد الصوم لقوله عليه الصلوة والسلام: بالغ في المضمضة والاستنشاق الا ان تكون صائما.(مراقي الفلاح, كتاب الطهارة فصل في سنن الوضوء)

([11])وَإِنْ تَمَضْمَضَ أو اسْتَنْشَقَ فَدَخَلَ الْمَاءُ جَوْفَهُ إنْ كان ذَاكِرًا لِصَوْمِهِ فَسَدَ صَوْمُهُ وَعَلَيْهِ الْقَضَاءُ وَإِنْ لم يَكُنْ ذَاكِرًا لَا يَفْسُدُ صَوْمُهُ كَذَا في الْخُلَاصَةِ وَعَلَيْهِ الِاعْتِمَادُ.(عالمكيري:1/202).

([12]) او بقي بلل في فيه بعدالمضمضة وابتلعه من الريق…لم يفطر.(شامي:2/396). وينبغي أن يبصق بعدالمضمضة قبل أن يبتلع ريقه ولايشترط المبالغة في البصق.(الفقه على مذاهب الأربعة:1/566).

([13] ) ويكره للصائم أن يذوق شيئا بلسانه….. إنما يكره إذا كان له منه بد أما إذا لم يكن له منه بد بأن احتاج الى شراء شيئ ماكول وخاف أنه إن لم يذق يغبن فيه او لايوافقه لايكره(تاتارخانية: 2/380, فتاوى شامي: 2/416).

([14] ) و في فتاوى النسفي إن كان زوجها سيئ الخلق بذي اللسان يضايقها في ملوحة الطعام فلا بأس به. (تاتارخانية: 2/380, فتاوى شامي: 2/416).

([15]) وكره قبلة ومس ومعانقة ومباشرة فاحشة ان لم يامن المفسد, وان امن لا بأس به. (شامي: 2/417, البحرالرائق: 2/272).

([16] ) او ادهن او اكتحل….. لم يفطر (شامي: 2/395).

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب