د رومانتسيزم ادبي ښوونځی

کله چې موږ په ادبياتو کې د رومان يا رومانټيک کلمې اورو، نو سملاسي مو سترګو ته مينه، خيال او عشقي کيسې ودرېږي؛ځکه چې دا کلمه له همداسې زړه راښکوونکو نومونو سرچينه اخلي، د نړيوالو او پښتو ادبياتو د بېلابېلو نثري او شعري ادبي ژانرونو لمن له همداسې خيالي، عشقي او په زړه پورې کيسو او داستانونو ډکه ده، خيال، احساس، عاطفه او نور توکي د شعر او نثر تومنه ده،

همدارنګه رومان هم په دواړو برخو ( نظم او نثر ) کې مهم نقش لوبوي، د ادبي سبکونو په دې پراخ او جامع مضمون کې د نړۍ او پښتو ادبياتو بېلابېل سبکونه او ګڼ ادبي مکتبونه شته، چې د هر سبک او مکتب څېړنه او سپړنه ډېر وخت او کار ته اړتيا لري،زه په دې لنډه ليکنه کې يوازې ديوه ستر نړيوال ادبي ښوونځي ( رومانتسيزم ) په پېژندنه،ځانګړنو او بېلګو غږېدلی يم،چې لږه خواري او نيمګړې هڅه يې بولم.

تر دې مخکې چې ادبي سبک او ادبي  ښوونځی وپېژنو اړينه ده، چې لومړی د ښوونځي له نامه سره اشناشو. ښوونځی عربي کلمه ده چې د ليک ـ لوست زده کړې او ښوونې ځای ته ويل کېږي، د ښوونځي په تعريف کې داسې ويل کېږي، چې د ټولنې د مخکينيو انسانانو د تجربو، څېړنو، پنځونو، مفکورو او بنسټونو څخه يو جوړ شوی ښوونيز نظام دی.

دلته زموږ بحث پر ادبي ښوونځي راڅرخي، ادبي ښوونځی هغه پراخ ادبي جريان او لار ده، چې د ډېر شمېر اديبانو ( ليکوالو او شاعرانو ) د سبکونو له ګډون څخه منځته راغلی وي. سيد محی الدين هاشمي په خپل کتاب ادبپوهنه کې په دې اړه ليکي : (( ادبي مکتب د هغو نظريو، ادبي او فرهنګي ځانګړنو ټولګه ده، چې د يو يا څو هېوادونو د فرهنګي، ټولنيزو او سياسي اوضاع په بهير کې رامنځته شوی وي. ))

نن سبا ډېر خلک ادبي سبک، ادبي ښوونځی او ميتود  سره ګډوي، چې دا يوه تېروتنه ده؛ ځکه ادبي سبک د ادبي طرزونو ټولګه ده او ادبي مکتب د ادبي سبکونو؛ خو ميتود بيا يوناني کلمه ده، چې معنا يې تتبع او څېړنه ده. ددې موضوع د ښه روښانه کولو لپاره به دلته په لنډه توګه لومړی د ادبي سبک او ادبي ښوونځي ترمنځ توپيرونه په ګوته کړو.

لومړی : ادبي سبک تر ادبي ښوونځي ځانګړی او محدود دی، يا په بله وينا: سبک فردي بڼه لري او مکتب عامه او پراخه بڼه.

دويم : سبک په خپله ذاتي برخه کې يوازې د يوه تن ( پنځوونکي ) څېره څرګندوي ، خو مکتب بيا د يوې ډلې ( پنځوونکو ) د ادبي ځانګړنو څرګندونه کوي.

درېيم : سبک د مکتب په چاپيريال کې ځان څرګندوي او مکتب بيا د څو سبکونو له ګډون منځته راځي.

څلورم : سبک د يوې ټاکلې تاريخي دورې څرګندونه کوي او مکتب يوه ډېره پراخه دوره په خپله لمن کې رانغاړي. ( ۱ م ۸۲ ـ ۸۳ )

سرڅېړونکی دوست شينواری دا موضوع په خپل اثر د ادب د تيورۍ اساسونه کې له يوې بېلګې سره په لنډه توګه ښه روښانه کوي او وايي چې: سبک د انفراديت صفت دی او مکتب د جمعيت. لکه :

الف : خيرالبيان د بايزيد روښان په ځانګړي سبک ليکل شوی دی. دغه سبک بيا په روښاني رساله کې تکرار شوی دی، دا او هغه د يوه سبک زېږنده دي.

ب : د پښتو په کلاسيک ادب کې بايزيد روښان د يوه خاص مکتب بنسټګر دی، ميرزاخان انصاري، دولت لواڼی، واصل، ملا ارزاني او نور ددغه مکتب پيروان دي، چې دا د روښانيانو د مکتب په نامه يادېږي، نه د روښانيانو د سبک.

پوهاند صديق الله رښتين په خپل لنډه کي اثر د پښتو ادبي مکتبونه کې د سبکونو په اړه ليکلي : (( په غربي نړۍ کې د ادبي سبکونو لمن ډېره پراخه او زيات ډولونه لري، مګر په شرقي دنيا کې يې دومره پراخي نه ده موندلې، موږ دلته يوازې د غربي لړۍ هغه سبکونه ښيو چې په پښتو ادب کې يې مثالونه پيدا کېږي او هغه دادي: کلاسيزم، رومانتسيزم او رياليزم. )) مګر څېړندوی محمد صديق روهي بيا په خپل اثر ادبي څېړنې کې په لويديځ ادب کې کلاسېزم لرغونې دوره بولي او ليکي چې: (( له کلاسېزم وروسته، ځينې نورې ادبي دورې لکه :

 

رومانتسيزم، رياليزم، سورياليزم سمبوليزم ، نيچراليزم او داسې نورې منځته راغلې، دغه ادبي دورې که څه هم ظاهرا په مختلفو وختونو کې د هنري تحولاتو له جريان او څرنګوالي څخه نماينده ګي کوي، مګر په حقيقت کې د بشري تحولاتو او اجتماعي موسسو څېره ده، چې د ادب په هېنداره کې منعکسه کېږي.))که پورته څرګندونو ته ځير شو، نو پوهاند صديق الله رښتين کلاسيزم، رومانتسيزم او رياليزم ادبي سبکونه بللي، خو څېړندوی محمد صديق روهي يې بيا د ادبي دورو په نامه يادوي، د دواړو پوهانو د نظرونو  په پايله کې ويلای شو، چې لومړی سبک رامنځته کېږي او بيا سبک د يوې ادبي دورې ( جريان ) په لړ کې د يوې ډلې ليکوالو په ټولګي بدلېږي او دغه ټولګی د يوه ادبي ښوونځي نوم خپلوي.

اوس غواړو چې ميتود په لنډ ډول روښانه کړو، مخکې مو وويل چې ميتود يوناني کلمه ده، چې معنا يې تتبع او څېړنه ده، خو په ادبي تيورۍ کې ميتود د هغو پرنسيپونو څېړنې ته ويل کېږي، چې په يوه يا بل تاريخي پړاو کې د ادب د څېړنې بنسټ ګڼل کېږي. دغه بنسټ بېلابېل ډولونه لري لکه : د بيوګرافۍ ميتود، مقايسوي ميتود، علمي ميتود، ادبي ميتود او نور…

د رومانتسيزم پېژندنه :

د رومانتسيزم نوم د رومانتيک له صفت څخه اخيستل شوی او ددې کلمې ريښه بيا د فرانسوي ژبې له رومانس څخه مشتق شوې ده، چې معنا يې رومان ياناول دی او تر ډېره  خيالي، افسانوي او عشقي موضوعګانې په خپله لمن کې رانغاړي.  ( ۲م ۳۸۶ )

د رومانتيسزم کلمې د پېژندنې تر څنګ اړينه بولم، چې په دا ډول نورو ادبي او سياسي اصطلاحاتو هم پوه شو؛ ځکه چې دې ته ورته ډېر نور اصطلاحات شته، چې موږ يې په خپل ورځني ژوند کې وخت ناوخت نومونه اورو لکه :

رياليزم ـ رښتينولي

سمبوليزم ـ په رمزونو څرګندونې

کلاسېزم ـ پخوانی ادب

نيچراليزم ـ طبعيت

نشنليزم ـ ملت پالنه

هيومانيزم ـ بشر پالنه

فيوډاليزم ـ خاني

سورياليزم ـ فکري څرګندونه

کيپيټليزم ـ پانګوالي

فورماليزم ـ شکل پرستي

ليبراليزم ـ فردي ازادي

ريفورمېزم ـ اصلاحات او نور …

د رومانتيزم نړيوال ادبي د رومانتيزم ښوونځي رامنځته کېدو لاملونه:

رومانتيزم د اتلسمې پېړۍ د وروستيو او د نولسمې پېړۍ د لومړيو وختونو يو غورځنګ دی، چې په ادب، فلسفه، هنر، مذهب او سياست کې د پخوانيو بڼو پر ضد يو غبرګون بلل کېږي.

دا مکتب داسې مهال منځته راغی، چې غربي نړۍ د اشرافو او فيوډاليزم په لاس کې وه او ټول انسانان يې لکه څرنده حيوانات په خپله ګټه کارول. دوی به په خپلو غړېدلو سترګو ليدل ، چې څنګه د کارخانو خاوندان د خپلو ماشينونو پرزې ته د يوه انسان له روح څخه ډېر اهميت ورکوي، د پيسو له ټولولو پرته بل هدف نه لري، رومانټيسټانو غوښتل چې له سرمايه دارو او زرپرستو نه انساني کرامت وژغوري، نو ځکه يې ددې ښوونځي دروازې پرانيستې،

دا يو مطلق انقلابي خوځښت و، چې شعار يې تر ډېره سياسي او فلسفي خبرې دي. ددې خوځښت بنسټ يوازې او يوازې د کلاسيزم پر خلاف مبارزه وه. دا ښوونځی په اتلسمه پېړۍ کې د لومړي ځل لپاره په انګلستان کې ويليم بليک، ورد زورث، ګالريچ ، په المان کې ګويته او په نولسمه پېړۍ کې د فرانسې ويکتور هوګو او يو شمېر نورو پوهانو پرانيست. که څه هم دا ښوونځی په اتلسمه پېړۍ کې خپل اوج ته رسېږي،

خو ادبپوهان يې ريښه تر دې هم زړه او پخوانۍ بولي، ادبپوهان په دې باور دي، چې ددې ښوونځي په رامنځته کېدو او بسټ ايښودو کې د فرانسې وتلی ليکوال  ژان ژاک روسو ښکاره ونډه لري. همدارنګه د کلاسيزم ښوونځي پير ارسطو ګڼل کېږي او په رومانتيزم کې شکسپېر ته پير وايي. ( ۳ م ۱۳۳ )

د رومانتيزم په اړه د بېلابېلو پوهانو نظريې:

د رومانتيزم په ښوونځي کې شاعر او ليکوال له ټولو قيدونو او ځنځيرونو ځان خلاصوي او د ازادۍ غلام ګرځي، دوی غواړي، چې هنر ازاد کړي او (( هنر د هنر لپاره )) خپل شعار وګرځوي، دغه نوی هنري بدلون چې د خيال او ازادۍ په مدار څرخي د رومانتسيزم په نامه يادېږي. د فرانسې مشهور شاعر الفرد دوموسه د رومانتيسزم په اړه وايي : (( رومانتيزم نه د کلاسيکې دورې د يووالي سپکاوی دی، نه له تراژيدي سره د کوميډي يو ځای کول، رومانتيزم يو ژړېدونکی ستوری دی، يوه ناڅاپي رڼا او د ناروغۍ سر مستي ده. ))

يو بل نوموتی ليکوال او شاعر ويکټور هوګو وايي : (( زه پوره نه پوهېږم، چې کلاسيک ادبيات او رومانټيک ادبيات څه ته وايي، دومره پوهېږم چې ځينو کره کتونکو تصميم نيولی دی، چې د لرغونو پېړيو اثار کلاسيک وبولي او هغه اثار چې په نولسمه پېړۍ کې منځته راغلي او په دې پېړۍ کې به وده ومومي د رومانټيک په نوم ياد کړي. ))

دامريکايي ليکوال ډاکټر هېج په عقيده د رومانتسيزم جوهر الهام دی، چې سرچينه يې په رمز او حيرت کې ده.

د فرانسې مشهوره ليکواله مېرمن ژرژساند د رومانتسيزم په اړه خپل نظر داسې بيانوي : (( موږ يو بدبخت نسل يو، د خپلې بېوزلۍ له امله مجبور يو، چې د هنر د دروغو په مرسته خپل ځان د ژوند له واقعيت څخه لرې وساتو. ))

ددې ښوونځي يو بل بنسټګر شلګل په دې اړه وايي : (( رومانتيک ذوق د اضدادو تر منځ يو خاص تړون دی، په دې ښوونځي کې طبعيت او هنر، شعر او نثر، خاطره او وړاندوينه، پټ عقايد او ژوندي احساسات، هغه څه چې اسماني دي او هغه څه چې ځمکني دي او بالاخره مرګ او ژوند سره ګډېږي.))  ( ۴ م ۱۳۵ )

دوست شينواری په خپل اثرد ادب  د تيورۍ اساسونه کې د رومانتسيزم د پيروانو په اړه ليکي: (( دوی ژوند داسې تمثيلوي، لکه څنګه چې بايد وي او لکه څنګه چې يې دوی غواړي، نه داسې لکه څنګه چې دی. ))

له پورته نظرياتو او څرګندونو دې پايلې ته رسېږو، چې د کلاسيزم پيروان تر ډېره ايډياليستان دي او غواړي چې يوازې د هنر ښه اړخونه راوسپړي او خلکو ته يې وړاندې کړي، خو د رومانتسيزم پيروان بيا هڅه کوي، چې د ښکلا تر څنګ بدرنګي هم خلکو ته وښيي.

د رومانتيزم ادبي ښوونځي ځانګړنې:

۱ ـ د خيال او فکر ازادي او بې پروايي.

۲ ـ لوړ تخيل او الوت.

۳ ـ د ښکلا او جمال ستاينه.

۴- د لغاتو او ژبنيو تعبيرونو پراختيا.

۵- له ادبي قيد وبند نه ځان خلاصول.

۶ ـ د احساس او تخيل لوړتيا.

۷ ـ د ژبې او ادب وده.

ددې ښوونځي يوه  پياوړي لاروي ويکتور هوګو به ويل : (( رومانتسيزم يعنې د شرايطو له بې ځايه قيدونو څخه د ادبياتو ازادي. )) ( ۵ م ۹۹ )

د رومانتيزم پيروانو د کلاسيزم پر وړاندې قوي مبارزه وکړه او بالاخره بريالي شول، کلاسېزم يې شاته پرېښود او رومانتيک غورځنګ د پرمختګ لوړې پوړۍ ته ورسېد،دا غورځنګ لومړی په انګلستان کې څرک وهي او بيا ورو ورو ايټاليا، هسپانيا، المان او روسي ادبياتو ته ننوځي، په فرانسه کې ډېره وده کوي او ځانته ګڼ پلويان پيدا کوي، ددې غورځنګ مشهور ليکوال مارتين، ويکټور هوګو، الفرد دوويني، الفرد دوموسه، تنوفيل، ګويته، مېرمن ژرژ ساند، سنت بوستاندال او داسې نور دي.

په پښتو ادب کې د رومانتيزم ښوونځی په شلمه پېړۍ کې عام شو، ډېرو ليکوالو او شاعرانو پکې د خپل قلم زور و ازمايه، پر ۱۳۷۷ کال عبيدالله محک د لومړي ځل لپاره په پښتو ژبه کې د زمرده په نامه رومان وليکه، له نورو بهرنيو ژبو هم پښتو ژبې ته ډېر رومانونه راو ژباړل شول، خو د رومانتسيزم د ادبي ښوونځي په اړه کوم جامع کار نه دی شوی. موږ دلته له دې پراخ بحث څخه تېرېږو او يوازې د دوو بېلګو په راوړلو سره چې يو يې د بهرني ليکوال لا مارتين نثر او بل يې د پښتو ژبې شاعر او ليکوال عبدالغفور لېوال ازاد شعر دی بسنه کوو.

د هغې ياد:

ليکوال ـ لا مارتين

ورېځې يو په بل پسې پرته له دې چې له ځانه کومه نښه پرېږدي؛ بې ګټې تېرېږي او له منځه ځي؛ مګر ستا مينه ما سره ملګرې ده، زما پر  روح واکمني کوي او زوال نه مني.

څنګه چې د چينار ونه خپلې زېړې پاڼې پر خپله شا او خوا پاشلې ويني، زه هم همداسې د خپل عمر ژر تېرېدونکي کلونه تر شا وينم !

تقدير مې وېښته سپين او توان په ناتوانۍ بدل کړی دی،په رګونو کې مې توده وينه داسې په يخېدو ده،لکه پر اوبو چې د ژمي يخ باد لګېږي او اوبه کرار کرار په کنګل بدلوي؛ مګر ستا د ښکلې او ښايسته څېرې له امله مې زړه هېڅ بوډاتوب نه مني او د خزان سپېره بادونه پرې هېڅ اغېز نه کوي.

ته اوس زما د سترګو د رڼا سرچينه يې او سر له اوسه زما د سترګو په درسته نړۍ کې يوازې ته ورکه شوې يې او زما سرګردانه سترګې اوس په درسته نړۍ کې يوازې تا پلټي. اه ! څومره ښه شوه، چې مې پيدا کړې،هو ما ته پيدا کړې؛ مګر په ځمکه نه ،په اسمانونو کې، هو په اسمانو کې هغه وخت چې د سحر له سپېدو سره دې د خپلې اسماني ارامګاه پر لور پرواز کاوه،

ته په دې وخت کې زما د سترګو په وړاندې وځلېدې، ستا بې مينې او زړه وړونکې ښکلا په اسمان کې هم تاسره بدرګه وه، ستا سترګې چې نور د ژوند ډيوه پکې خاموشه شوې ده، دادې نور په تلپاتې او لا فاني نړۍ کې ځلېږي. اوس هم شوخ باد ستا په سپېڅلو وېښتانو لوبې کوي او لکه د پسرلي د نويو غوړېدلو ونو او څانګو په څېر يې ستا پر اوږو په غير منظمه توګه يوې او بلې خوا ته ځنګوي.

ددې ښايسته انځور سپېڅلی سيوری تا تر پخوا څو چنده ښايسته، ښکلې او مهربانه ښکاره کوي. د سهار سپېدې د شپې له وروستيو تروږميو او نيمه تيارې څخه سر راپورته کوي، د لمر ملکوتي څېره د تل په څېر د زوال پر لور ځي او دسبا روښانه کولو ته چمتو والی نيسي، ورځې تېرېږي او شپه راښکاره کېږي، ولې زما مينه هېڅکله بدلون نه مني او ته په پرلپسې توګه زما د يادونو پر لمحه لمحه را وورې !

***

يوه  شېبه مينه

شاعر ـ عبدالغفور لېوال

ستنه شوې ودې خندل

سردې زماپر ټټر کېښود

زما دزړه درزادې وا ورېدله

اې!

دې ماشوم بيا درته غوږ کې څه ويل؟

زه خو  دده خبرې نه منمه

دی چې له ما خپه شي

په پټه، ټولې ګيلې تاته کوي

پام  کوه!

دالېونی هرڅه وايي

ګوره خپه چې نه شې !

ستنه شوې ودې خندل

زما تاوده نفس

داستا پر ښکلي وچولي را پروت وربل دانه وانه کړ

ستا د بدن عطرو مې ذهن  ته جنت وښوده

مګر رښتيا ووايه!

چې زما د مټو منځ کې

ولې د پاڼې په څېر ورېږدېدې؟

ستنه شوې ودې خندل

چوپتيا خو ره وه

او ما وتا دخپلې مينې لاره ونيوله

دواړه سوچونو کې ډوب

خداى خبر څومره ډېر مزل مووكړ

چې ستا د ښكلي غږ خوږې زمزمې

د سکوت سپينه آيينه ماته کړه

پوه شوم ګيله دې وکړه ودې ويل:

چې ستا د ګوتو د شوخۍ له لاسه

زما غوږ والۍ خدای خبر چېرې رانه ولوېدله

وګوره غوږ مې تش دی

زه بې ځوابه هک حيران پاتې شوم

خدايزده زما سترګو کې دې څه ولوستل

چې را ستنه شوې راته ودې خندل

***

موږ په دې لنډه څېړنيزه ليکنه کې دې پايلې ته رسېږو، چې رورمانتسيزم ادبي ښوونځی د کلاسېزم پر ضد رامنځته شو او په لږ وخت کې يې ډېر پلويان پيدا کړل، اوسمهال پر نړيوالو ادبياتو سربېره  پښتو ادبيات هم په نثر او نظم دواړو کې د رومانتسيزم ادبي ښوونځی ګڼ پلويان لري،په پښتو ژبه کې دا ښوونځی ډېر نه دې څېړل شوی،

موږ ولوستل چې د رياليزم د پلويانو په څېر د رومانتسيزم پلويان غواړي چې په هنري بڼه د ښکلا تر څنګ بدرنګي هم خلکو ته وښيي، همدارنګه دا ادبي ښوونځی تر نورو ادبي ښوونځيو جلا ځانګړنې لري،چې موضوع يې  تر ډېره د تخيل، احساس، بې پروايۍ او ښکلا ستاينې په اړه راڅرخي.موږ په پښتوژبه کې د نړيوالو ادبي ښوونځيو ( کلاسيزم، رومانتيزم، رياليزم او نورو په اړه  کوم ځانګړی اثر نه لرو چې محصلين ،

د ژبې او ادب مينه وال او لاروي ترې ګټه واخلي،زما وړانديز دادی، چې د نړيوال او لويديځ ادب په څېر دې په پښتو ادب کې هم ددې ادبي ښونځيو او په ځانګړې توګه د رومانتسېزم په اړه يو ځانګړی او هر اړخيز اثر وليکل شي، د پښتو ادب له لرغونې دورې رانيولې تر ننه دې پکې د نوموتو ليکوالو او شاعرانو د اثارو رومانټيکي خواوې رابرسېره شي، چې دا به د پښتو ژبې او ادب لپاره يوه لاسته راوړنه او ګټور کار وي.

اخځليکونه :

۱ـ روهي، محمد صديق ( ۱۳۸۶ ل ) ادبي څېړنې ، دانش خپرندويه ټولنه ، پېښور.

۲ ـ هاشمي ، سيد محی الدين ( ۱۳۸۱ ل ) ادبپوهنه، د اريک ګرځنده کتابتونونو اداره.

۳ ـ شينواری، دوست ( ۱۳۹۳ ل ) د ادب د تيورۍ اساسونه، يار خپرندويه ټولنه.

۴ ـ مرهون ، محمود ( ۱۳۹۳ ل ) د پښتو شعر مانوي توکي، مستقبل خپرندويه ټولنه.

۵ ـ رښتين، پوهاند صديق الله ( ۱۹۸۸ ز ) د پښتو ادبي مکتبونه، يونيورسټي بک ايجنسي پېښور.

۶ ـ روهي، محمد صديق ( ۱۳۸۴ ل ) د پښتو ادبياتو تاريخ، دانش خپرندويه ټولنه.

۷ ـ لېوال، عبدالغفور ( ۱۳۸۴ ل ) نه، ته مې هېره نه وې، ميوند خپرندويه ټولنه.

نقیب احمد اتل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب