د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اړخه لیکل شوي تړونونه
د مهاجرت نه وروسته د مدینی د خلکو سره یو تړون وکړل شو چې په هغې کې دمهاجرینو او انصارو نه اخوا ، د ښار ټول یهود ، نصارا او مشرکینو هم ګډون درلود.
بسم الله الرحمن الرحیم
دا د مدینی د لاندې یاد کړل شوو ډلو تر منځ لیکل شوې تړون دې :
الف – محمد، نبی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم .
ب- په مدینی کې دمکې د قریشي مسلمانانو اوسیدونکو .
ج- په مدینې کې داوسیدونکو مسلمانانو .
د- په مدینی کې د اوسیدونکو یهودانو .
ه – په مدینی کې د اوسیدونکو نصرانیانو ، ( او)
و- په مدینی کې د اوسیدونکو غیر مسلمانانو . (ترمنځ ).
لمړۍ ماده :
پورته یادکړل شوې ټولې شپږ ډلې په سیاسي توګه د یوې ډلې (جماعت ) حیثیت لري .
دویمه ماده :
ددوې څخه هره ډله په ځانګړې توګه دلاندې امورو مسؤلیت په غاړه لري :
قریش به دخپلو قبایلو له اړخه دپخوانیو کار دودونو او د اسلام له لورې د مصدقه دیت په ورکولو کې د انصاف اوعدل سره یو ځاې مسؤل وي .
په دې ماده کې په مدینی کې اوسیدونکې دغه لاندې ډلې هم شاملې دي :
1- بنوعوف ،
2- د خزرج د قبیلې بنوحارث .
3- بنوساعده ،
4- بنو جشم .
5- بنونجار،
6- بنو عمروبن عوف ،
7- بنونبیت ،
8- بنو اوس .
دریمه ماده :
1- هیڅ ډله به د دیت په ټاکل شوو حددودو کې کموالې نه کوی .
2- هیڅ مسلمان به د بل مسلمان د مظلوم حلیف په مقابل کې دخپل حلیف څخه په ناحقه ملاتړ نه کوی .
3- هغه وګړې چې دخپل منځې دیت په ورکولو کې د سپارښتنې د لارې دپیدا کولو هڅه وکړي نو دهغه وګړي پر خلاف به نورو مسلمانانو ته د( وژل شوې وګړي) د وارثینو سره ملاتړ کول اړین وي .
4- که کوم مسلمان پخپله او یا دهغه زوې په جماعت ( ډله ) کې د فساد او تفرقې د راپیدا کیدو هلې ځلې وکړی ، نو دهغه پر خلاف به تاسې ټول مسلمانان یو ځاې کیږئ او دا فتنه به له منځه وړئ .
5- که چیرې د کوم مسلمان په لاسو کوم کافر ووژل شي نوپه بل مسلمان به دکافر په ملاتړ کې په مسلمان باندې زور زیاتې کول د تړون خلاف (عمل ) ګڼل کیږي .
6- که چیرې کوم کافر د مسلمان (د زورولواو یا هغه ته د اذیت ور رسولو ) پسې وي نو هیڅ مسلمان به دداسې کافر ملاتړ نه کوی .
7- دمسلمانانو هر وګړې په یوه ډول د الله تعالې په پناه کې دې او ټول مسلمانان یو دبل خواخوږي دي.
څلورمه ماده :
1- د یوه مسلمان له پاره د یوه یهودي سره په داسې راکړه ورکړه کې هیڅ ډول حرج نه شته ، چې په هغې کې هغه یهودې دمسلمان د انصاف او عدل څخه اطمینان او ډاډ تر لاسه کړي .
2- په جنګ کې دیوه مسلمان د شهید کیدو وروسته دهغه مسؤلیت په بل مسلمان باندې نه اچول کیږي .
3- ټول مؤمنین په اسلام باندې په ډیره ښه توګه ثابت قدمي اوسي.
4- هیڅ مسلمان به دبل مسلمان پر خلاف کوم مشرک ته پناه نه ورکوي ، او نه به دکوم داسې مال ضمانت کوي چې کوم مشرک په ناروا توګه د کوم مسلمان دمال څخه تر لاسه کړې وي ، او نه به کوم مسلمان دکوم مشرک په ملاتړ د بل مسلمان پسې ځي.
5- که چیرې د یوه مؤمن په ناحقه وژلو سره ، دهغه وارثین په خپله خوښه دیت اخستلو ته غاړه نه ږدي نو قاتل به جلاد ته حواله کیږي .
6- هغه مسلمانان چې په دې تړون کې شامل دي ، که چیرې هغوې د زړه نه په الله تعالې او د محشر په ورځې ایمان راوړې وي ، نوهغوې به دهیڅ مفسد ملاتړ نه کوي . مفسد ته پناه ورکول هم دهغه په ملاتړ کې شامل دي ، په داسې بې انصافه مسلمان باندې په دنیا او اخرت دواړو کې د الله تعالې لعنت او عذاب دې ، چې ددې عذاب په بدل کې به دهغه څخه هیڅ ډول معاوضه او بدله و نه منل شی .
(دغه لاندې اومه ماده ، پرته له استثناء څخه ، ټول مسلمانان په خپل ځان کې را نغاړي )
7- مسلمانان به په خپل منځي شخړو کې دالله تعالې او محمد صلی الله علیه وسلم لورې ته د رجوع کولو پابند وي .
د تړون کونکو یهودانو له پاره :
1- په هر یهودی واجب دي چې د مسلمانانو په جنګونو کې دهغوې سره مالی بسپنه وکړي.
2- دبنوعوف د قبیلي ټول یهود به دمسلمانانو سره دیوې ډلې (فریق ) په څیر اوسیږي ، مسلمانان اویهودان دواړه به دخپلو خپلو مذهبونو پابند وي .
3- د بنوعوف په غلامانو باندې هم دهغوې د بادارانو په څیر، دا مسؤلیت عائدیږي ، او د نه مراعات کولو په صورت کی به یی باداران ځواب ورکونکي اوسي ، د بغاوت او سرکشۍ په وخت کې به نه یواځې د بنوعوفو نارینه بلکه دهغوې دښځو او کوچنیانو سره هم حساب کتاب کیږي .
4- په دې (پورته یادکړل شوې ) ماده کې دمدینی اوسیدونکې لاندې یهودان هم شامل دي :
(1) بنونجار.
(2) بنوحارث.
(3) بنوساعده .
(4) بنو جشم.
(5) بنوثعلبه اودهغوې (حلیفان ) .
(6) جفنه ( چې د بنوثعلبه یوه څانګه ده )
(7) بنوشطبیه .
(یعنې دا چې دا ماده ټولې یهودي قبیلې او دهغوې دوستان او حلیفان په خپل ځان کې را نغاړی .)
5- ددې مادو څخه ، ددوې څخه هیڅ یوه ډله یا څانګه ، دمحمد صلی الله علیه وسلم د اجازې پرته مستثنې کیداې نه شی .
6- او نه به دهغوې څخه کوم وګړې یا کومه ډله د یوچا په زخمې کولو سره دمواخذې څخه برې الذمه کړل شي .
7- که چیرې ددوې نه کوم وګړې یا کومه ډله د ناحقه وژلو مرتکب شي نو دهغې جزا د هغه په ذات او دهغه په کورنۍ ټولو باندې را ځي ( د لته د ذات نه مقصد (قصاص ) دې ، او دهغه کورنۍ باندې ځکه راځې چې ددیت د ورکولو په وخت کې د کورنۍ ټول غړي د ستر مالي بار لاندې راځي . )
8- د هغو ( یهودانو ) له اړخه په چا باندې دداسې نا حقه تهمت په لږولو سره به، دهغه کس حامي اوملاتړې الله تعالې وی .
9- مسلمانان او یهودان دواړه به دخپل(ورځني ) ژوند د مصارفو په خپله مسؤل وي .
10- که ددواړو څخه کوم وګړې ددې تړون څخه انحراف وکړي نو هغه بله ډله به ددې منحرف او باغي وګړي د لارې ته راوړلو په هڅو کې دهغې بلې ډلې سره بسپنه او معاونت کوي .
11- یهودان او مسلمانان دواړه به، هم په ډلېزه توګه او هم په وګړيزه توګه، یو دبله سره په سوله او نصیحت باندې کار کوي. دوې به د سولې او نصیحت په لاره کې هیڅ ډول درز را پیدا کیدو ته لاره نه ورکوي .
12- ددواړو ډلو څخه به هیڅ یوه ډله یا دکومې ډلې اړوند وګړې د بل لورې دحق تلف کیدل نه زغمي ، بلکه یو دبل دډلې د مظلومو خلکو ملاتړ به په دوې فرض وي .
13- تر هغو چې مسلمانان دخپلو دښمنانو د ځپلوله پاره په جنګ کې بوخت وي ، یهودان به دهغوې سره مالي بسپنې ته دوام ورکوي .
14- د مدینی په ښار کې یو دبل پر خلاف جنګ کول حرام دي .
15- هر وګړې به دخپل ګاونډی سره دخپل نفس (ځان ) په څیر خواخوږي کوي .
16- په دې تړون کې را نغښتې وګړي او ډلې به خپل منځې اختلافات او شخړې دالله تعالې او دهغه د رسول صلی الله علیه وسلم تر مخ وړاندې کوي .
17- دتړون دګډون کونکو څخه به هیڅ لورې ، وګړي یا ډلې ، دمکې قریشو ته په خپلو ځایو کې پناه نه ورکوي او نه به د مکې دقریشو دکومې ډلې سره ددوستۍ لاس ورکوي .
18- په مدینی باندې د یرغل او حملې په وخت کې به دتړون د کډونکونکو هر وګړې او ډله د یرغل کونکو پر خلاف دخپلې بلې ( ژمن کونکې) ډلې ملاتړ کوي.
19- د تړون دګډون کونکو ډلوڅخه به دکومې ډلې له اړخه ددښمن سره د سولې په وخت کې ، دبلې ډلې سره نه شریکیږی .
20- ددښمن سره د سولې په وخت کې که کوم ډول ګټه تر لاسه کیده نو دمسلمانانو په څیر به د تړون نور ګډون کونکې هم ترې همغه ډول ګټه اخلي .
21- خو که چیرې کوم وګړې د خپل دین څخه منحرف شي نو دهغه له پاره به دا دروازه تړلې وي .
22- دجنګ په حالت کې به د تړون ګډونکوډلو هر وګړي خپله مالي ونډه ورکوي .
23- د اوس د قبیلي یهود او دهمدې (یهودانو) دوستان (حلیفان ) به ددې تړون همداسې پابندي کوی لکه څنګه یی چې هغه قبایل کوي چې نومونه یی وړاندې یاد کړل شو.
اخري ټکي:
1- دظالم او مفسد پرته به بل هیڅوک ددې تړون خلاف ورزی و نه کړاې شي .
2- هر هغه څوک چې په مدینه کې د امن او سکون نه ډک ژوند کوي اویا هغه څوک چې په پوره خلوص او امن سره د مدینی څخه بل لورې ته لیږد کوي ، ددوې دواړو څخه به هیڅ ډول پوښته ګرویزنه و نه کړل شي. خو دشر او فساد له پاره په مدینه کې اوسیدل او یا د همدې کار له پاره د مدینی د پریښولو په اړه به سخته نیونه وکړل شي.
3- هر هغه څوک چې د نورو سره د ښیګڼې غوښتونکې وي نو الله تعالې او محمد رسول الله به هم دهغه له پاره د خیر غوښتونکي وي .
دسراقه بن مالک مدلجې له پاره لیکل شوې امن لیک :
(( د رسول الله صلی الله علیه وسلم دهجرت په وخت کې ، سراقه د قریشو څخه د انعام د اخستو د لالچ له پاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم تعاقب کړې و ، کله به چې هغوې ته رانژدې شو نواسپ به یی و نښت ،د سراقه اسپ دوه ځلې و نښت ، سراقه په خبره و پوهید او دخپل راتولونکې وخت له پاره یی د امن لیک (دترلاسه کولو )غوښتنه وکړه ، چې هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په امر د رسول الله صلی الله علیه وسلم دسفر ملګري عامر بن فهیره د څرمنې په یوې تکړې ولیکه او سراقه ته یی ورکړ . سراقه د مکې د فتحې او دحنین نه وروسته د جعرانه په سیمه کې درسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شو او هغه امن لیک یی ورته وړاندې کړ. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : « نن دامن اوسلامتۍ ورځ ده » سراقه ددې خبرې په اوریدو سره اسلام ته را وګرزید « بخاري او فتح الباري ، د هجرت النبي علیه السلام په باب کې ))