د رسول الله د ژوند لنډ انځور
راځئ چې د تاريخ دېوالونه ونړوو تر څو د هغه ستر پيغمبر تر وخته ځانونه ورسوو او له سرښندنې او نارينتوب ډکې هغې ټولنې کې يې د ځلانده ژوند ننداره وکړو
محمد د خدای بنده او استاځی
هغه د الله استاځی دی، نه څوک ور سره په فکر کې سيالي کولای شي او نه هم څوک ور سره د روح په سوچه توب او له ملکوت اعلی سره په اړيکو او د وحې په موندلو کې نژدې دی. څوک نه شي کولای د هغه پښو ته هم ورسيږي. د هغه مقام ته نږدې هم نه شي ورتلای. ځکه چې الله د نبوت لړۍ په هغه بشپړه کړه او د هغه شریعت يې وروستی شريعت وګرځاوو. حضرت محمد هغه څوک دی چې ټول مسلمانان هيله لري د هغه په څېر اخلاق ولري او د هغه له لارښوونو سره سم لاړ شي. د هغه له صبر، جهاد، زُهد، عبادت او سرښندنې څخه يې برخه په برخه شي او په خوراک، څښاک او پوښاک کې هغه د ځان له پاره بېلګه وګرځوي. هغه، هغه څوک دی چې الله د خلق عظيم (سترو اخلاقو) په نښان نازولی.
راځئ چې د تاريخ دېوالونه ونړوو تر څو د هغه ستر پيغمبر تر وخته ځانونه ورسوو او له سرښندنې او نارينتوب ډکې هغې ټولنې کې يې د ځلانده ژوند ننداره وکړو.
د رسول الله اخلاقي ځانګړتياوې:
د ځلانده څېرې او نوراني مخ څښتن وو. د داسې نور څښتن وو چې پر نورو ټولو يې برتري ورکوله. د اړتيا په اندازه قدمونه يې اخيستل او پر لاره يې له توازن ډک مزل کاوو، داسې چې سترګې به يې ښکته وې او د پورته په پرتله به يې ځمکې ته ډېرپام کاوو.
له چا سره به چې مخامخ شو، په سلام اچولو کې به ترې ړومبی کيده. بې اړتيا خبرې به يې نه کولې. خبرې يې د خدای په نوم پيلولې او د خدای په نوم يې پای ته رسولې. خبرې يې شمېرلې شمېرلې او غوڅې وې چې نه له اړتيا څخه زياتې او نه له اړتيا څخه کمې وې. له فصاحت او بلاغت ډکې خبرې يې کولې. له بې ځايه او بې مورده خبرو څخه يې ځان ژغوره او له بې ګټې خبرو څخه يې ډډه کوله. هيڅ خوراک ته يې بد نه ويل. هيڅکله هم د دُنيوي امورو او یا د ځان له امله نه په غوسه کيده. د ځان غچ يې له څخه نه اخيست. د خوښۍ پر وخت به يې ښکته کتل او پر شونډو به يې موسکا وه.
تر ټولو ښکلې څېره يې درلوده چې په ليدو به يې سترګې خوښېدې. تر ټولو زیات سخي او د ورکړې څښتن وو او ځوانمردي يې تر ټولو زياته وه. په ورکړه کې له بېوزلۍ څخه نه ويريده. څه به چې ترې غوښتل کېدل، د هو ځواب به يې ور ته ویل او چې په دوو کارونو کې به خوښه ورکړل شوه، چې د خدای نافرماني به پکې نه وه، اسان به يې ترې غوره کاوو.
حضرت عايشه رض وايي چې اخلاق يې قرآن وو.
حضرت علي رض يې په اړه ويلي چې که ناڅاپه به چا وليد، هغه کس به په وېره اخته کيده او چې ور سره بلد به شو، خوښيده به يې.
د رسول الله شخصي ژوند
د پوښاک او خوراک په ټاکنه کې يې سختي نه کوله. هر ډول کالي به يې چې په مخکې وو، اغوستل به يې. زياتره وخت به يې له دوديزو کاليو ګټه اخيسته مګر د هیئتونو د ښه راغلاست يا د اخترونو پر وخت به يې غوره کالي اغوستل. هر خوراک به چې تيار وو، خوړ به يې. که غوښه يا خواږه څه شی به وو هم خوړل به يې، که يوازې ډوډۍ او غوړي يا سرکه به وه هم نه يې نه ويل. که څه به پيدا نه شول، په لوږه او نهاره به ویده کيده، تر دې چې د لوږې له زوره به يې له نس پورې تيږې تړلې. د ويده کېدو له پاره يې له څرمنيز توشک څخه چې د خُرماوو له پاڼو ډک وو کار اخيست. پر پيزي کښېناسته او د ويده کېدو له پاره يې هم پرې بسوالی کاوو.
په کور کې د رسول الله ژوند:
له خپلو مېرمنو سره يې خوږ ژوند تېراوو او په خوږه ژبه يې ور سره خبرې کولې. له هغوی سره يې ډېرې خبرې کولې او له اخلاقو او کړو وړو څخه يې خوښ وو. د هغوی حساسيتونه او ځانګړي طبيعتونه يې په پام کې نيول او ويل به يې چې:
خيرکم خيرکم لاهله
(له تاسي څخه غوره هغه دی چې له خپلې کورنۍ سره ښه چلن کوي)
حضرت عايشه وايي چې هيڅکله هم د رسول الله کورنۍ دوه پرله پسې ورځې د غنمو په ډوډۍ نه ده مړه شوې. کله به داسې وخت هم راته چې دوه مياشتې به يې په کور کې اور نه بليده او خوراک به يې يوازې اوبه او خُرما وې.
انس رض وايي چې رسول الله به خپله زغره د ضمانت په ډول ايښوده تر څو د خپلې کورنۍ له پاره څه اوربشې پيدا کړي.
په کور کې د رسول الله کار کول:
له حضرت عايشې رض څخه وپوښتل شول چې رسول الله په کور کې کوم کارونه کول؟ هغې وويل: رسول الله د نورو انسانانو په څېر انسان وو. خپلې پڼې به يې جوړولې، خپل کالي به يې ګنډل. خپله مېږه به يې لوشله او نور هغه کارونه به يې کول چې نور نارينه يې په کور کې کوي. د لمانځه وخت به چې راورسېده له کوره به ووت.
له ملګرو سره د رسول الله چلن:
د رسول الله خادم انس رض وايي چې لس کاله مې د هغه خدمت وکړ مګر په دې لسو کلونو کې يې هيڅکله هم را ته و نه ويل چې آه! دا ستا له لاسه. هيڅکه يې هم د يوه کړي کار په هکله را ته و نه ويل چې ولې دې داسې کړي؟ او هيڅکله يې د يوه کار له امله چې نه به مې وو کړی، را ته و نه ويل چې ولې دې نه دی کړی؟ د مزدورۍ په را کولو کې يې را باندې ظلم نه دی کړی.
حضرت عايشه رض وايي چې رسول الله هيڅکله هم له خپلو لاس لاندې کسانو سره توند چلن نه کاوو او هيڅکله هم خپلو ښځو او خادمانو ته نه دی په غوسه شوی.
ابوهريرة وايي چې له رسول الله سره بازار ته لاړم تر څو پرتوګ وپيري. خرڅوونکی را وړاندې شو او غوښتل يې چې لاس يې ښکل کړي مګر هغه خپل لاس شا ته کړ، هغه يې له دغه کار څخه منع کړ او ويې ويل:
دا کار عجميان له خپلو بادشاهانو سره کوي، زه بادشاه نه يم، زه ستاسي په څېر سړی يم.
پرتوګ يې را واخيست، ما وغوښتل زه يې يوسم مګر اجازه يې را نه کړه او ويې ويل: د هر شي د وړلو له پاره تر ټولو مناسب کس د هغه څښتن دی.
يو وار رسول الله له يوې ډلې سره په سفر لاړ. د خوراک وخت را ورسېد. هغوی وغوښتل د خوراک له پاره پسه تيار کړي. يوه يې وویل حلالول يې پر ما. بل وويل پوستکی اېستل يې پر ما. درېيم وويل پخول يې پر ما. رسول الله وويل چې خس به زه در ته را ټول کړم. هغوی وويل ای رسول الله مونږه ستا برخه کار هم کوو. مګر رسول الله وويل: زه پوهېږم چې تاسې زما برخه کار هم کوئ مګر زما نه خوښيږي چې له تاسي څخه ځان جلا کړم. ځکه چې د الله نه خوښيږي چې کوم بنده يې ځان له خپلو ملګرو جلا کړي.
د رسول الله يو عادت دا وو چې د خطاکار عذر به يې مانه او هيچا ته به يې په هغه نوم چې بد به يې راته، اواز نه کاوو. له چا څخه به يې چې بد کار وليده يا به يې بده خبره ترې واورېده پرته له دې چې نوم يې واخلي ويل به يې: د هغه خلکو حال به چې دا ډول کارونه کوي څه ډول وي؟
په همدې توګه رسول الله نه خوښول چې څوک ور ته له ځايه پاڅيږي. هر ځای به چې خالي وو هلته به کېښناسته. بازار ته به ته، خلکو ته به يې د امانتدارۍ سپارښتنه کوله او په راکړه ورکړه کې به يې له تېر اېستنې او درغلۍ څخه منع کول.
يو بل عادت يې دا وو چې هر څوک به چې ور سره په مجلس کې ناست وو، هغه به يې دومره خوښ او خندان وليد چې فکر به يې کاوو دی رسول الله ته تر ټولو نږدې او د هغه خوښ کس دی. په سياسي، جنګي، او دُنيوي امورو کې به يې د نظر له څښتنانو سره مشوره کوله او د هغوی خبرو ته به يې غوږ ايښوده که څه هم چې له نظر سره به يې مخالف وو.
د رسول الله عبادت او له خدایه وېره:
د خدای څارنه او نظارت يې ډېر احساساوو او د هغه وېرې يې په زړه کې ځای نيولی وو. د خدای يې ډېر عبادت کاوو، په شپو به ويښ او د رکوع او سجدې په حال به وو. حضرت عايشې په دې اړه ور ته وويل چې دومره ډېر عبادت ولې کوې په داسې حال کې چې تېر او راتلونکي ګناهونه دې بخښل شوي؟ په ځواب کې يې ور ته وويل: آيا د خدای شکر کوونکی بنده و نه اوسم؟
رسول الله خدای ډېر ياداوو. خوراک، څښاک، کښېناستل، جګېدل او ټول کارونه يې د الله په نوم او بسم الله الرحمن الرحيم پيلول او له بشپړولو وروسته به يې په الحمدلله رب العالمین پای ته رسول. هيڅکه د خدای له راز او نيازه نه ستړی کيده. دايې هم د دُعاګانو څو نمونې:
– اللهم انی اعوذ بک من علم لا یَنفع و عمل لا يُرفع و دعاءٍ لا يُسمع
خدایه! له هغه علم څخه چې ګټه و نه رسوي، له هغه عمل څخه چې قبول نه شي، او له هغه دُعا څخه چې قبوله نه شي ستا لور ته پنا وړم.
– اللهم انی اسئلک من الخیر کله، ما علمتُ منه و مالم اعلم و اعوذ بک من الشر کله ما علمتُ منه و مالم اعلم
خدایه! هر خیر له تا څخه غواړم چې را ته معلوم وي او که نه، او له هر شر څخه ستا لور ته پناه وړم چې را ته معلوم وي او که نه.
– اللهم انی اعوذبک من زوال نعمتک و تحول عافیتک و فجاءَة نقمتک و جمیع سخطک
خدایه! ستا د نعمت له زوال، ستا د عافیت له بدلون، ستا له ناڅاپي عذاب او ټولې غوسې څخه ستا لور ته پناه وړم.
– اللهم انی اعوذبک من منکرات الاخلاق والاعمال والاهواء والادواء
خدایه! له بدو اخلاقو، ناخوښو اعمالو، د نفس له بدو غوښتنو او ټولو دردونو او رنځونو څخه ستا لور ته پناه وړم
ورزش او بدني ښېګڼې ته د رسول الله پاملرنه:
رسول الله د پاک او ژوندي زړه څښتن وو. له حضرت عايشې سره يې مسابقه کوله، له «رکانه» سره يې غېږه نيوله، په جشنونو او مېلو کې يې د حبشيانو ننداره کوله. خپل شخصي لباس او ښېرازۍ ته يې هم زياته پاملرنه کوله. حمام به يې ډېر کاوو او عطر به يې کارول. چې په لاره به تېر شو، خلک به پوهېدل چې رسول الله پرې تېر شوی. که چا به لاس ورکړ، تر ډېره وخته به يې له لاس څخه خوشبويي تله.
د رسول الله ټوکې:
رسول الله سالمې ټوکې خوښولې او ښايسته لطیفو ته به يې خندل. له خپلو ملګرو سره به يې ټوکې کولې مګر ټوکې به يې ريښتينې وې.
له انصارو څخه يوه زړه ښځه رسول الله ته راغله او ور ته يې وويل چې دُعا ور ته وکړي تر څو يې الله ګناهونه وبخښي. رسول الله ور ته وويل چې ته په دې نه پوهېږې چې زړې ښځې جنت ته نه ځي؟ بوډۍ په ژړا شوه. رسول الله وخندل او ويې ويل: په هغه ورځ به ته بوډۍ نه يې. ايا د خدای جل جلاله هغه وينا دې نه ده په زړه چې وايي:
انا أنشأناهن انشاءً فجعلناهن ابکاراً عربا اتراباً (واقعه ۳۵- ۳۷)
يوه ورځ يو صحراميشتی رسول الله ته راغی او د سفر له پاره يې د هغه اوښ ترې وغوښت. رسول الله وفرمايل زه غواړم تا د اوښ بر بچي سپور کړم، صحرايي وويل د اوښ په بچي څه وکړم؟ هغه ور ته وويل: آيا اوښ هم د اوښ له بچي پرته بل څه شی زېږوي؟
د اُم ايمن په نوم يوه ښځه د خپل ميړه د څه اړتيا له پاره رسول الله ته راغله. هغه پوښتنه ترې وکړه چې مېړه دې څوک دی؟ هغې وويل فلانی. رسول الله وفرمايل هماغه چې په سترګو کې يې سپينوالی دی؟ هغې وويل ای رسول الله په سترګو کې يې سپينوالی نشته. هغه وفرمايل چې شته. ښځه په منډه لاړه او د خپل ميړه سترګو ته ځېره شوه. ميړه يې ترې وپوښتل څه شی ګورې؟ ويې ويل: رسول الله ستا په هکله وويل چې په سترګو کې دې سپينوالی دی. ميړه يې وويل: نه ګورې چې د سترګو سپين مې له تورو څخه زيات دي؟
جابر بن عبدالله وايي: يوه ورځ رسول الله ته ورغلم ومې ليدل چې حسن او حسين يې پر شا سپاره دي او هغه په دواړو لاسونو او پښو روان دی او وايي چې ستاسې اوښ څومره ښه اوښ دی!
د رسول الله له ملګرو څخه يو کس د نعيمان په نوم وو چې ډېر شوخ او خوږ ژبی وو. له رسول الله سره يې شوخي کوله. يوه شوخي يې دا وه چې هر کله به مدينې ته راته څه شی به يې له ځان سره رسول الله ته راوړل او ور ته ويل به يې چې دا مې ستا له پاره ډالۍ راوړې. ناڅاپه به د هغه مال څښتن راغی او له نعيمان څخه به يې د هغه پيسې غوښتې. نعيمان به هغه رسول الله ته راووست او ور ته وبه يې ويل چې د نوموړي جنس پيسې ورکړي. رسول الله به ويل چې دا دې زما له پاره ډالۍ نه وه راوړې؟ هغه به ور ته ويل چې ارمان مې وو چې ته يې وخورې مګر پيسې مې نه درلودې. رسول الله به وخندل او امر به يې وکړ چې پيسې يې ورکړئ.
د رسول الله تواضع او تېرېدنه:
له خلکو سره يې د يوه ستر پيغمبر، او زړه سوانده او متواضع لارښود په څېر چلن کاوو. سترتوب يې د سترو اخلاقو له کبله وو، نه د جاه، مقام او نفوذ له کبله. تل او د دعوت په ټولو پړاوونو کې متواضع پيغمبر وو. په هغه وخت کې هم چې ظلم او تېری به پرې شوی وو، او له برياليتوب او سوبې وروسته او په يوازيوالي کې هم. د ستونزو او سختيو په وخت کې هم زړه سواند او متواضع وو او د برياليتوب په اوج کې هم چې په ټوله عربي ټاپووزمه يې برياليتوب تر لاسه کړ او د ده د امر تابع وه.
کله چې الله د مکې د فتحې برياليتوب ور په برخه کړ او قریش ور ته له درويشت کلنې دُښمنۍ وروسته په ګونډو شول، په هغه وخت کې هم په داسې حال کې مکې مکرمې ته ننوت چې خپل سر يې د تواضع د نخښې په توګه د خدای د ستاينې په موخه ځوړند نيولی وو.
قریش يې مخې ته له وېرې ډک راغلل. يوه ته يې چې له وېرې څخه لړزيده رسول الله وويل: ارام شه، زه د هماغې قريشې ښځې زوی يم چې وچه غوښه به يې خوړله!
رسول الله له مريانو، زړو ښځو، کونډو او بې څوکه خلکو ته په پوره پام غوږ ايښوده. د لارې پر سر هر هغه چا ته دريده چې له ده سره يې خبرې کول غوښتل. له هر چا سره به چې مخ شو لاس به يې ورکاوو، او تر هغه به يې د نوموړي سړي لاس نه خوشي کاوو تر څو به چې هغه خپل لاس شا ته نه کړ. اصحابو او ملګرو ته يې سر ښکاره کاوو او د رنځورانو پوښتنه يې کوله. په جنازو کې يې ګډون کاوو. د خلکو ستونزې يې اورېدې او د هغوی په غم او ښادۍ کې شريک وو.
د رسول الله زړه سوی او مهرباني:
رسول الله پر کوچنيانو، ښځو او بېوزلو وګړو ډېر مهربان وو. يو وار يې د لمانځه پر مهال د يوه کوچني ژړا واورېده چې مور يې د ده تر شا په لمانځه مشغوله وه. رسول الله خپل لمونځ لنډ کړ.
په يوه جنګ کې يې د ښځې پر جنازې سترګې ولګېدې. ډېر نا ارامه شو او ويې فرمايل: تاسې مې د ښځو له وژلو څخه نه وی منع کړي؟ دې ښځې خو له تاسي سره جنګ نه کاوو؟
په حيواناتو دومره مهربان وو چې د اوبو لوښی به يې د پيشو مخې ته نږدې کاوو. يو وار چې يې يو خوار اوښ وليده ويې فرمايل: د دغو څارويو په هکله له خدايه ووېرېږئ او ماړه يې کړئ.
دا ټولې د هغه د رحمت، مهربانۍ او زړه سوي نخښې وې چې د هغه ستر باطن ترې ډک وو.
له خلکو سره د رسول الله همدردي:
يوه ورځ يې لور حضرت فاطمې ور ته د کور د کار د زياتوالي او ستونزو له کبله ګيله وکړه او د خادم غوښتنه يې ترې وکړه. رسول الله و نه منله او ور ته يې وويل چې څنګه تا ته خادم ونيسم په داسې حال کې چې د اهل صفّه(يوه ډله بېوزله وو چې د نبوي مسجد تر څنګ اوسېدل) له کولمې له لوږې تاويږي.
د رسول الله زُهد او نيکي:
يوه ورځ حضرت عمر د رسول الله کور ته لاړ، ګوري چې رسول الله پر پيزي پروت دی چې چاپونه يې د هغه پر بدن ښکاري. د هغه کور ته يې وکتل، له يوې ځوړندې بوجۍ او لږو وربشو پرته يې بل څه تر سترګو نه شول. عمر په ژړا پيل وکړ. رسول الله ور ته وويل څه شی دې ژړوي؟ هغه وويل ای رسول الله ولې و نه ژاړم؟ دا دې پيزی دی چې ستا پر بدن يې چاپونه ښکاري او هغه دې هم خزانه. ټول شته دې دا دي چې زه يې وينم. او بل لور ته د ايران او روم شاهان دي چې په ناز او نعمتونو کې ژوند تېروي، هغه هم په داسې حال کې چې ته د الله پيغمبر او غوره کړی يې. رسول الله وفرمايل ای د خطاب زويه! په دې کې دې څه شک دی؟ هغوی هغه څوک دي چې خپل هر څه يې په دې دُنيا په برخه شوي.
عبدالله بن مسعود هم په همداسې يوه حال کې رسول الله وليده. ور ته يې وويل: ولې مې نه پرېږدې چې پر پيزي دې څه شی در ته خپور کړم؟ هغه وفرمايل: زما له دُنيا سره څه دي؟ زما او د دُنيا مثال د هغه مسافر دی چې د ونې خوا ته کښيني او له لږې دمې وروسته ترې لاړ شي.
زمونږ کار په دُنيا څه دی؟
مونږه ستړي لارويان يو
لږ کښينو د ونې خوا ته
چې دمه شو ترې روان يو
د رسول الله ورکړه او بخشش:
د رسول الله ورکړې او سخاوت بريدونه نه لرل. هيڅکله يې هم څه شی نه زېرمه کول. ان کله کله خو به يې له نورو پور کاوو تر څو يې اړو او بېوزلو ته ورکړي. په ورکړه او بخښنه کې له بېوزلۍ او تنګلاسۍ څخه نه ويريده. له نړۍ څخه د تلو پر وخت يې يوه روپۍ نه درلوده. په دې اړه يې فرمايلي چې زمونږ پيغمبرانو ميراث چا ته نه رسيږي او هغه څه چې را څخه پاتې کيږي، هغه صدقه دي. د هغه اصحابو د ده د ورکړې په اړه څومره ښه مثال ورکړی چې ويلي يې دي: رسول الله له خوځنده باد څخه ډېر سخي وو!
د حق په تر سره کولو کې د رسول الله عدالت او قاطعيت:
رسول الله د حق په وړاندې خپل خپلوان نه پېژندل. ټول يې په وړاندې برابر وو او ټول وګړي د خدای او شريعت په وړاندې د خپلو کړو وړو مسؤل وو. د بني مخزوم د ټبر يوې ښځې چې له مشهور نسب څخه وه، غلا وکړه. خبر رسول الله ته ورسيد او هغې ښځې هم اعتراف وکړ. د ښځې خپلوان ووېرېدل چې که پېغمبر هغې ته د غلا جزا ورکړي، دوی به رسوا شي. اُسامه بن زيد ته لاړل او ورڅخه يې وغوښتل چې رسول الله ته د هغې ښځې په حق کې سپارښتنه وکړي. هغوی ځکه اُسامه ور وليږه چې دی او پلار يې د رسول الله ډېر خوښ او ور ته نږدې وو. اُسامه په دې اړه له رسول الله سره وغږېد. رسول الله ډېر نا ارامه شو او ويې فرمايل: ايا د خدای له حدودو څخه د يوه حد د پلي کولو مخنيوی غواړې؟ بيا يې خلک را ټول کړل او په خُطبه کې يې ور ته وويل: ای خلکو! له تاسي څخه مخکې اُمتونه له دې کبله هلاک شول چې که کوم وتلي او مشهور کس به غلا وکړه پرېښوده به يې، او که کوم ناتوانه او ضعيف سړي به غلا وکړه، سزا به يې ورکوله. قسم په خدای که لور مې فاطمې هم غلا کړې وای، لاس به مې ترې پرې کړی وای.
په جنګونو کې د رسول الله زړورتوب:
د دغه حيرانوونکي زوړرتوب له مخ څخه به پرده هغه وخت پورته کېده چې په خپله به يې د جنګ مشري په غاړه واخيسته. د جنګ ډګر ته به يې ودانګل او مسلمانان به يې د خدای په لاره کې جنګ او د هغه رسالت په برياليتوب سره تر سره کولو ته هڅول چې ايمان يې پرې درلود.
هيڅکله يې هم د جنګ له ډګر څخه تېښته نه کوله. ان د اُحد په جنګ کې هم چې زیاترو مسلمانانو ماتې خوړلې وه، رسول الله هماغه شان ثابت قدم ولاړ وو او د دُښمنانو په وړاندې يې مبارزه کوله. په دې اړه حضرت علي چې په خپله هم يو تکړه جنګيالی وو، وايي چې کله به جنګ زور واخيست مونږ به رسول الله ته پناه ور وړله او له مونږ څخه هيڅ يو هم له رسول الله څخه د دُښمن لور ته نږدې نه وو.
د خپل مسؤليت له تر سره کولو او د خپل رسالت له رسولو سره د رسول الله مينه:
رسول الله د خپل رسالت په تبليغ او رسولو کې هيڅ روا وسيله پرې نه ښوده، او دُښمنانو يې هم د دغه دعوت د مخنيوي په لاره کې له هيڅ وسيلې څخه درېغ و نه کړ. د هغو ټولو چلونو، توطئو، او ګواښونو سره سره د غره په څېر ودرېد او خپل تره ته يې هغه مشهور ځواب ورکړ: قسم په خدای که لمر په ښي لاس او سپوږمۍ په چپ لاس کې راکړي تر څو له خپل دعوت څخه لاس واخلم، هيڅکله به يې پرې نه ږدم تر څو مې يا خدای برياليتوب په برخه کړي او يا يې په لاره کې ووژل شم.
کله يې چې د اُحد په جنګ کې مخ زخمي او غاښونه مات شول، ور ته وويل شول چې ولې دې ور ته ښېرا و نه کړې؟ رسول الله وفرمايل: زه د لعنت ويلو او ښېرا کولو له پاره نه يم را ليږل شوی بلکې د خير او رحمت بلونکی يم. بيا يې وويل: خدايه! زما قوم ته بخښنه وکړه ځکه چې دوی نه پوهيږي.
په پای کې:
بايد په ياد ولرو چې دا څو نمونې د هغه د اخلاقو انځور وو چې د هغه د شخصيت حقيقت پکې ګورو. د هغه د نورو اخلاقي اړخونو لکه وفادارۍ، امانتدارۍ، حياو اخلاص، ريښتينولۍ، پاک لمنۍ، سياستمدارۍ، له ګاونډيانو سره نېک چلن، فصاحت… او نورو په اړه د وينا مجال نشته چې دې ځانګړتياوو يې هم د خير، حقيقت، کرامت او نېکمرغۍ په لور د وګړو په هدایت او لارښوونه کې خپل نقش لوبولی.
ليکنه: دکتور مصطفی سباعی
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان