د رابندرناته ټاګور ژوندلیک
رابندرناته ټاګور Rabindranath Tagore ؛ د نړۍ ټولمنلى ليکوال او سترګور شاعر.
شاعري او ليکوالي د رابندر راناتهـ ټاګور له لوړ نوم سره داسې اخښل شوې لکه څنګه چې د ګل د يادون پرمهال زموږ په ذهن کې وږمې په څپو شي او زړه ته مو پسرلنۍ خوښۍ ورکوي. د دغه ستر شاعر او هنرمند شاعري او سرودونه هم د ګل په پاڼو کې پټو وږمو ته ورته دي، چې هر څوک يې په مينه بويوي او د يوه رنګين ټاپو په لور يې له ځان سره بيايې.
مخکې له دې چې د نړۍ د دغه ستر شاعر او سندربول شاعرژوند ته راشو، پيل به د يوې اروپايي سيلانۍ له نظره وکړو، چې د ټاګو په اړه يې ورکړى دى.
ماريالسکوني په هندليد مجله کې چې له نوي ډهلي نه په يوه وخت په دېرشو نړيوالو ژبوخپرېږي، د هند او سيلانيان برخې په پاڼوکې کاږي :” زه لسګونه کاله پخوا چې شل کلنه پېغله وم اوهرچا به مې ښکلا ته ګوته په غاښ اېښوده، ډېرو ښاغلو راسره واده او خبرې کول د خپل ځان لويه نېکمرغي ګڼله، خو زه په ادبياتو کې ورکه وم .
ما په کتابونو کې د هندد ادبياتو او فلمونو ښکلې کيسې لوستې وې او دا هغه څه وو، چې زه يې په هند مينه کړې وم اوهندي اثار به مې په مينه لوستل، يو وخت داسې هم راغى چې هند ته مې د تلو شوق وکړ، او همداسې وشول.
لاړم، د هند په ډېرو هغه ځايونو وګرځېدم، چې مايې په ژوند کې د ليدلو ارمان درلود، خو يوه خبره، چې ډېره د پام وړ وه، هغه دا وه، چې چا به وليدم؛ نو بيا به راپسې ولاړ و، چې دغه اغېز زما د بې ساري ښکلا او ځانګړي نوي غربي سټايل وو، چې ډېره ښه ورسره ښکارېدم.
په هندکې له ګرځېدو ورسته مې بنګال ته د تلو نيت وکړ، هلته مې لوستي وو، چې د بنګال د علومو اکاډمۍ او حکومت د ستر ليکوال رابندر راناتهـ ټاګور نوم ته په ناروي د هغه په نوم يو پوهنتون جوړکړى.
هغه د چا خبره زما لپاره خپل حسن غم وو، چې هرځاى به يې ځورولم، بنګال ته ورسېدم، د هغه ځاى خلک هم هندوانوغوندې وو، يوازې په طبعيت کې يې يوڅه بدلون وو، زه په بنګال کې مخامخ هماغه پوهنتنون ته لاړم خو دلته خبره بله وه، چا هم زما په خوا دومره نه راکتل، زه د بنګال پوهنتون د ادبياتو پوهنځي يوې ليليې ته لاړم، خو هلته خبره بل ډول وه، يوه ډله کسان په يوه کتاب راغونډ او په ارام سره يې د هغه کتاب ليکنې لوستې.
سره د دې چې ځوانان وو، خو زما ښکلا ورته کوم اهميت نه درلود، حتى د سلام ځواب يې هم رانه کړ، زه حيرانه شوم، چې دا د کوم کتاب اثردى، چې زه يې دومره بې ارزښته کړم، خو وروسته مې چې وکتل نو هغه د ټاکور يوه شعري ټولګه وه، چې دوى يې زما له ياغي حسن بې پرواکړې وو، ما هم يو څه شعرونه ورسره ولوستل خو ماتې خوړلي راستنه شوم او وپوهېدم، چې د ټاګور شعرونو زما ياغي حسن څنګه را مات کړى دى.”
دا خو د يوې سيلانۍ خبرې وې، اوس به راشم ټاګورته او په سرکې بايد ووايم چې د هغه پوره نوم رابندر راناتهــ ټاګوردى، چې گيت انجلي( د سندرو نذرانه) اثر يې چې شعرونه دي او د سندرو نذرانه مانا لري، د نوبل نړيواله جايزه په لوړو سترګو ګټلې ده، چې نه يوازې د بنګال او هند د ادبياتو لپاره وياړ دى، بلکې د ټول ختيځ شمله يې د لوديځ ادب پر وړاندې لوړه کړې ده.
د هغه اثار اوس مهال د نړۍ هرې ژوندۍ ژبې ته ژباړل شوي او خلکو يې په مينه درنښت او خورا هرکلى کړى دى. د ټاګورد ژوندپيل او پاى له عجيبه رازونواورنګينونه ډک دى، ډېر ځله د لويو انسانانو او مفکرينو ماشتوب او تنکي ځواني هم د هغوى د ستروالي او شخصيت شاهده وي او روښانه راتلونکى يې په کړو، کردار او چوپتيا کې هم حس کېږي.
دا خو د هغه کورنۍ وه، چې هندي موسيقي يې په خپلواستادانه کمپوزونو او شعرونو په نړۍ وپېژنده، چې دلته به په لنډ ډول ورته ځغلنده کتنه وکړو او د هغه په ډرامو، نندارليکونو، ناولو او کيسو به خبرې وکړو.
ټاګور په ١٨٦١زېږديزکال د مې مياشت کې د کلکتې ښار په اومه ناحيه کې د دوارکاناتهـ ټاګورلين د يوې بډايې برهمن مېشتو کوڅې په يوه بډايه او مشهوره کورنۍ کې چې په علم ادب، هنر او موسيقۍ کې يې نړيوال شهرت درلود، سترګې وغړولې.
د هغه کورنۍ له يو نيم سلو کلونو راپه دېخوا له لوديځ فرهنګ اوکلتور سره نه شلېدونکې اړيکه لرله، خو د هند او هندويزم سره يې هم نه شلېدونکى تړاو درلود او د خپلو نيکونو په څېر يې په درنه سترګه ورته کتل او خپل زاړه روايات يې نه وو هېرکړي، نوله دې امله د ټاګور په شخصيت کې زاړه کړه وړه او نوي ښايستونه دواړه ليدل کېږي.
هغه بې تعصبه ژوند وکړ، ټوله ته يې مينه ورکړه، خلک يې يوازې د انسان او بشريت په نامه وپېژندل. د دين، هېواد او نژاد له اړخه، ليکنې يې د لوديځ کلتور له زړه وړونکي رنګ سره سره د ختيځ ادب په زړه پورې خوشبويي هم له ځان سره لري.
ټاګور په ديارلس کلنۍ کې مهاريشي ياد هندوانو په وينا لوى لارښود له ځان سره د معرفت په لټون د هماليې غرونوته بوته، په اولس کلنۍ کې بيا خپل مشر ورور جيوتندرناتهــ، چې په تاريخ کې په جيوتي بابومشهور و، په ده د لندن ډېرى کلبونه اوکالجونه وليدل.
د هماليې غرونوپه لمنو کې يې له خپل پلاره بهګوتهـ ګېتا او کرشنا نصحتونه اورېدل او په لندن کې يې د انګريزي زده کړې ترڅنګ لوديځوال ساز او اواز او د نڅا نندارې په نصيب شوې.
هغه د وارک انتاهلين په درې پوړيزه ودانۍ کې د ژوندله ښو اسانتياوو څخه برخمن وو او د بنګال د پدما سيند په غاړه يې د ځوانۍ او د شاعرۍ د پيل خوندور سيلونه او چکرونه ووهل، خو د دومره لوړ ژوند سره سره يې د دې سيند په غاړه په کښتۍ کې څو ورځې د يوه مزدور په توګه تېرې کړې.
د لندن له سفروروسته يې د شلډا د بزګرانو په کلي کې د استوګنې پر مهال د بېوزلانو له ترخه اوستونزمن ژوند نه هم پوره خبر شو، د نړۍ په دري څلوېښتوهېوادونو کې به مشرانو د سفر پر مهال ګلان اوهارونه په غاړه وراچول او سلګونو کمرو به يې تصويرونه اخيستل.
د ژوند دغه رنګا رنګينو او متضادو اړخونو د ټاګور په شخصيت کې د يوه لوړانسان په نوم وده وکړه او له هغه نه يې يو لوى سترګور انسان جوړکړ.
په سرکې يې په ډرامو پيل وکړ او په ټوله نړۍ کې يې ډرامې مشهورې شوې، تر دې چې د فوست افس، راجه اورراني، او نورې ډرامې يې په لندن، روسيه، اېرلنډ او نورو هېوادونو کې د نړۍ پياوړو ممثلينو په کورټ تياتړکې په خوښۍ تمثيل کړې، چې ګڼ مينه وال يې درلودل او د ليکوال عظمت يې په کې حس کړ، ډېرو پرې د لوديځ د نوماند ډرامه ليکوال شکسپير د هېښوونکو ډرامو تنده ماته کړه.
د همدې په سبب لوديځوالو د هغه زماني د شکسپير او هندوانو ګردو لقب ورکړ، چې د لوى مر شد يا لارښود مانا لري .نوموړى داسې شاعر دى، چې د کميت له اړخه د نړۍ ډېر کم شاعران ورسره سيال دي او د ده غوندې ټولمنلى شخصيت او اثارلري.
ده تر زرو زيات شعرونه تر دوه زرو زياتې ترانې، لنډ نکلونه، رومانونه، ډرامې مقالې او ادبي ټوټې وليکلې. د هند ځنې شاعران چې په تاګور يې زړه بايللى وايي، چې :”رابندرناتهـ ټاګور د هند ځمکې ته د يوه اسماني پيغمبر په څېرراغی” له ژبې يې د لفظونو په ځاى اورشيندل کېده، هره خوايي د ادب او هنر لمبې وشيندلې او د هندوستان ټولې خامۍ او پستۍ يې په کې لولپه کړې، خو دا بايد ووايو، چې هغې يوازې د دې ډګر اتل نه وو، په موسيقۍ، تمثيل اوکمپوز جوړونه کې يې هم له ډېرو هنرمندانو ميدان ګټلى وو.
په دغه تمثيلونو اکثره يې د يوه ړانده ساده و تمثيل په غاړه وو، په دې سربېره، هغه په شپېته کلنۍ کې انځورګرۍ ته هم مخه کړه او په ١٨٤٠کال کې يې د چتراليبي په نامه د خپلوانځورونو لومړۍ البم خپورکړ، خو کله يې چې په په ١٩١٣کال ګېټ انجلي ( د سندرو نذرانه) اثر خپور کړ، شور او غوغا يې را وپاروله، د نوبل نړيوالې جايزې مستحق وبلل شو. ياد اثر خپله ټاګور په انګريزي وژباړه او په انګلستان کې يې له خپرېدو سره شور جوړ کړ.
د دې کتاب انګريزي ژباړې نړۍ حيرانه کړه، له ګوټ ګوټه ورته د مبارکۍ پيغامونه راغلل، ګڼ سفرونه يې وکړل او نږدې په ټوله نړۍ کې د ده له خوا د هندي فلسفې شرحې ته زمينه مساعده شوه، تر دې، چې په ١٩١٥کال کې انګرېزانود (sir) ياني ښاغلى لقب هم ورکړ، خو کله چې انګريزانوپه امرتسرکې په بې ګناه هندي وګړو مرمۍ وچلولې او عام وژنه يې وکړه، نو دغه لقب يې ورمسترد کړ او دايې د ځان سپکاوى وګاڼه.
هغه به چې د نړۍ کوم هېواد ته سفروکړ، نو د يوه ولسمشرغوندې هرکلى يې کېده او خلکوبه يې د د نندارې لپاره ځاى نيوه. په دغه سفرونو کې د هغه ناسته پاسته له وزيرانو او ولسمشرانو سره وه، په ګڼو ادبي جايزو وياړل شو، په بنګال کې په ده يوه نيوکه دا وه ، چې بنګالي سمه نه ليکي، نو ځکه د بنګال پوهنتون ورته افتخاري دوکتورا منظوره نه کړه.
خو کله يې چې هغه د ګيتا نجلي په خپرېدو د نوبل جايزه واخيسته، نو د بنګال پوهنتون سترګې وغړولې، چې د خپل هېواد د ستر ليکوال په باب يې لويه جفاکړې، د ده عظمت ته يې غاړه کېښوده او د ډاکتراف لېټرېچر ياني د ادبياتو ډاکتر دوکتورا سند يې ورکړ، خو ټاګور يې په اخيستو کې دوه زړى و او ګيله يې په دې وه، چې دوى زه د خپل هېوادوال په توګه نه، بلکې د نورو د صفتونو او ستاينو په سبب پېژندلى يم او خبره يې تر ډېره پر ځاى وه.
ټاګور ورو ورو د خپلو ليکنو سره د خيال او فکرمالګه ګډه کړه، خپل مکتب يې رامنځ ته کړ، چې د غربي زړه وړونکي کلتور او ختيځې بې سارو ښکلاګانو څخه ګډ يو درېيم ترکيب وو، چې هر چا په کې خپل ځان موندلى شو.
آثار:
د ټاګور ټول تاليفات راټول دومره اسانه نه دي، ځکه به نه وي، چې د هند يوه مشر رومن لال او د هغه پيروانو دى د خپل وخت افلاطون بللى، خو ځيني مشهور اثار يې په لاندې ډول دي، چې لوى استاد اروښاد بېنوا يې نوملړ چمتو کړى دى:
١- ګېټ انجلي (دسندرو نذرانه ): نوبل ګټونکى اثر دى، چې د نړۍ په هره ژبه کې يې ژباړې شته او په پښتو کې هم په منظوم او منثور ډول پيداکېږي.
٢- باغوان : ناول
٣- چترارنګدا: منظومه ډرامه
٤- چهوټوګلپا: دپنځلسوافسانوټولګه
٥- سناسي : ياني دزړ ه غوښتنه
٦-. پربهات سنګېهېت : ياني د سهارسندرې
٧-. چټهي پاتر: د هغه ادبي ليکونه
٨- .چترا:د نکلونو ټولګه
٩- ګلپاڼه : د نظمونو ټولګه
١٠- شانټي نېکټن : د هغه ويناوو مجموعه ده چې هغه په خپل پوهنتون کې خپلو زده کوونکوته اورولي دي
١١- ګورا: د ټاګور لومړى سياسي ناوول
١٢- ټېشردېش : تمثيلي ډرام
١٣- spring circle ياني د پسرلي کړۍ، د انګريزي شعرونو ټولګه
١٤- چيتاپترا(څيرې شوي ليکونه ) د مينې د ځانګړو ليکونو ټولګه
١٥- کرم پهل (دکارمېوه ) د بزګرانو د ژوند انځوونکى ناول
١٦- يورپ جايتراډايري (داروپايي ګرځندوى ليکونه (
١٧- راج رشي (دعالمانوپاچا) ناول
١٨- سونرتاري (زرينه کښتۍ ) چې د هغه د ځوانۍ د وخت شعرونه په کې راغلي دي
١٩- ان ډرک (په تياره کې )ناول (همدا ناول پښتو ژبې ته هم ژباړل شوى دى.)
همداسې دې ته ورته په سلګونونور په زړه پورې کتابونه او انفرادي ليکنې، چې دلته يې د ټولو راوړل ناشوني دي او ډېرۍ يې هغه په لسګونو مستعارو نومونو خپاره کړي، هغه خپل ټول مستعار نومونه له مړګ نه وړاندې په ډاګه کړل، چې بيا تاريخ ته کومه ستونزه پاتې نه شي.
بالاخره يوه ورځ داسې راغله چې دغه نړۍ ليدلى شاعرپه کې له نړۍ نه مخه ښه وکړي او د بنګال له شنو درونه يو لوى انسان کډه وکړي. هغه په ١٩٤١زېږديزکال د اګسټ په اومه د اتيا کالو په عمر په کلکته کې له نړۍ سترګې پټې کړې اونوم يې د نړۍ د ادبياتو د يوه خواږي پلار په توګه د تاريخ په پاڼه پاتې شو او د مينه والو له سترګو يې د اوښکو بهيرونه رامات شول .
په وروستيو کې تاسې ته د هغه له کېټ انجلي څخه د پنځه شپېتم سرود ژباړه وړاندې کوو، چې د هغه د جادوګرانه الفاظو او غښتلي نثر له اوچت مقام څخه ستاينې او اقرار ته مو اړ باسي او پوهوي مو، چې له خپل خدايه د معشوق جوړول څومره لوړ کار دى.
٦٥م سرود، ګيتا نجلي:
څه خو شته، چې تازه دومره خوشحاله ساتلې يم دا هم بې څه نه ده، چې ماته راښکته شوى يې، خو اې داسمانومالکه! که زه نه وى، نو ستا مينه به چېرته وه، تازه په دې خپل دولت کې له ځان سره شريک کړى يم او زما زړه دې له خپلې تلپاتې مينې نه ډک کړى دى.
ستارضا زما په ژوندکې تل مختلف سردونه غوره کوي، په همدې عرض اې پاچاهانوپاچا! زما د زړه د اسيرولو لپاره خپل ځان په بهترين حسن اوجمال سينګارکړيدى او د دې غرض لپاره تا د خپلې مينې غوښتونکي، په مينه کې ورکوي او بيا د دې دواړو له منځه د بشپړ يووالي په صورت ښکارېږي.
ګل رحمن رحماني