د ذبيحې حكم چې د الله نوم نه وي پرې اخيستل شوى

پوښتنه:
زه په يوه شيعه ميشته سيمه كې هستوګنه لرم، آيا زه د هغوى په لاس حلاله (ذبيحه) خوړلاى شم او كه نه، حال دا چې هغوى د حيوان د حلالو په وخت كې د الله اكبر پر ځاى نور څه وايي؟
ځواب
نحمده و نصلى على رسوله الكريم
مفتي: دوكتور رفيع الله عطاء
و بعد:
شرعا مسلمانان هغه ذبيحه نه شي خوړلاى چې د حلالولو پر وخت ور باندې د الله پاك نوم ياد نه كړاى شي. يعنې شيعه څه چې سني هم د حلالولو په وخت كې پر حيوان باندې د الله نوم ياد نه كړي، هغه ذبيحه حرامه ده.
الله تعالى فرمايي:
و لا تاكلوا مما لم يذكر اسم الله عليه.  الانعام ۱۱۸
ژباړه: د هغه (څاروي) څخه مه خورئ چې د الله نوم ورباندې ياد شوى نه وي.
بل ځاى فرمايي:
…و ما اهل لغير الله به    المائده ۳
ژباړه: (او حرامه شوې ده پرتاسې مومنانو) هغه ذبيحه چې د غير الله لپاره ورباندې غږ شوى وي (د غير الله په نوم ذبحه شوې وي.)
منابع
البدايع ۴۴۶ ، تكملة فتح القدير ۸۵۶ تبين الحقايق ۵۳۸۸ الدرالمختار مع رد المختار ۵۳۱۰

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب