د درې جمع يو فارمول سره پرمختګ وکړئ

د هر مهارت د لوړولو لپاره د درې جمع يو فورمول په کار دی. دغه فورمول ساده او هر وخت د کارېدو وړ دی.

لومړی: د خپل مسلک په اړه هره ورځ لږ تر لږه له ۱۵ تر ۳۰ دقیقو مطالعه وکړئ. پوهه د ساتلو وړ شی ده؛ څومره چې ډېره زده کړه کوئ، همدومره ډېر به ډاده شئ چې خپله دنده تر ټولو په سمه بڼه ترسره کولی شئ.

دویم: په خپل موټر کې د مسلک اړوند غږیز پروگرامونه وآورئ. په منځنۍ کچه هر چلوونکی په کال کې له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ ساعتونو په موټر کې تېروي. د چلولو وخت مو د زده کړو پر وخت بدل کړئ, حتی يوازې په موټر کې د خپل مسلک اړوندو غږیزو پروگرامو په اورېدلو سره
په کافي اندازه پرمختگ کولی شئ.

درېیم: د خپل مسلک اړوند په روزنیزو پرواگرمو او سیمنارونو کې گډون وکړئ. د ډېری خلکو ژوندونه د خپل مسلک اړوند پر مهمو موضوعاتو په جوړو شویو یوه یا دوو پروگرامونو کې تر گډون وروسته په بشپړ ډول بدل شوي دي.

څلورم: په دې پړاو کې پر هغه څه تمرین وکړئ, چې په پورتنيو دريو پړاوونو کې مو زده کړي دي. هر کله چې يوه ښه نظریه آورئ، سملاسي عمل ورباندې وکړئ. هغه کس چې يوه نظريه اوري او عمل ورباندې کوي, په ځلونو تر هغه کس غوره دى چې سلګونه نظريې اوري؛ خو پر يوه يې هم عمل نه کوي.

سرچینه:
کتاب: موخې

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب