د خپلواكې نړۍ ارزښتونه (سيد قطب)

ليکوال :سيد قطب.

ژباړه: فرقاني.

(خپلواكه نړۍ…) دا هغه نوم دى چې استعمارګران يې په انګلستان – فرنسا – امريكا كې په خپله استعماري ډله باندې ايږدې، هغه ډله چې د زمانې په ضد په جګړه كې بوخته ده، هغه ډله چې د انسانيت په ضد په جګړه كې اخته ده، هغه ډله چې د خپلواكۍ او آزادۍ په ضد جنګ كوي او بيا هم په ځان باندي د (خپلواكې نړۍ) نوم ايږدي!

خپلواكه نړۍ اوس مهال په تونس، مراكش، كېنيا، ويتنام… او نوره نړۍ كې د خپلواكۍ د جامى په څيرولو مشغوله ده، او د نړۍ په مخ د خپلواكي غوښتونكو د ساه ايستلو مخه نيسي، ځكه چې د دغى خپلواكه نړۍ زيرى نورې نړۍ ته دا دى چې د خپلواكۍ په ځپلو داسې خلاص لاس لري لكه څنګه چې غواړي!
خپلواكه نړۍ د دې لپاره چې د لوديځ نړۍ ارزښتونه نورې نړۍ ته وغزوي، داسي جرمونه تر سره كوي چې د بشريت ضمير لړزوي او كه چيرې دا هيوادونه ونه غواړي چې د عيسويت د تبشيري ډلو په لاس پرمختګ وكړي نو د توپونو، الوتكو او بمونو په زور يې غربي پرمختيا ته چمتو كوي، او دا راز جګړه ايزه تګلاره بيشكه كولاى شي تر څو د دغى پرمختللې ټولنې د تهذيب او تمدن ارزښتونه وروسته پاتې ټولنو ته وغزوي!

خپلواكه نړۍ اولسونه له خپلو استوګنځايونو څخه كوچوي لكه چې په فلسظين كې يې دا راز كړنلاره تر سره كړه، ترڅو بي وطنه او بي پناه خلك پيدا كړي، او بيا يې پالنه او روزنه په غاړه واخلي او په دښتو كې كيږدۍ ورته ودروي، ځكه چې د خپلواكې نړۍ ارزښتونه په ليږدول شويو خلكو باندي د زړه سوي او عطف ټينګار كوي. هغه خلك چې بې وطنه دي او په دې كړيدلى ځمكه باندې ځاى نلري!
خپلواكه نړۍ د دې لويې لاسته راوړنې لپاره يو له بل سره يو ځاى كېږي او يو له بل سره كمك كوي. آيا ډالر په افريقا كې د فرانسې خوځښت نه پياوړى كوي، همدا راز د نړۍ په نورو ملكونو كې د انګلستان خوځښت؟ آيا ډالر د نړۍ په پراخه ملكونو كې د ورځپانو او قلمونو او سياسي او ټولنيزو ډلو د اخيستلو كوښښ نكوي؟

او زه خپلواكه نړۍ نه ملامتوم چې د آزادۍ د جامى د څيرولو كوښښ كوي، او د ريښتينې خپلواكۍ په لاره كې د قربانيانو په مړو تيرى كوي، او سپين ژيري، ښځې، او كوچنيان وژني، او د وحشت نه ډك جرمونه په نړۍ كې تر سره كوي. له دې وحشتناكى تګلارې څخه يې موخه روښانه ده لكه چې وړاندى مو وويل: دغربي نړۍ د تمدن او تهذيب ارزښتونه وروسته پاتې ولسونو ته غزول، هغه ولسونه چې د دوى په اند پكار نده چې همدارنګه وروسته پاتې وي.

زه دا خپلواكه نړۍ په خپله دغه خپلواكۍ كې نه ملامتوم – د ځنګل خپلواكي، د څيرونكو حيواناتو خپلواكي چې په ځنګل كې پلې شوي وي، ځكه چې د دې خپلواكې نړۍ د تمدن او پرمختګ ارزښتونه نورې نړۍ ته غزول د ځنګل تګلارې ته ورته تګلاره ده، او همدا راز به وي تر څو چې الله سبحانه وتعالى يې نابوده كړي.

چيرې دي هغه قلمونه؟

خو كله چې زه خپلو حكومتونو، ولسونو، پوهانو، ليكوالانو او شاعرانو ته متوجه كېږم غواړم وګورم چې آيا هغه لاسپيكرونه چپ شوي چې د غربي تمدن او پرمختګ ستاينه يي كوله؟

او آيا هغه ژبې ګونګى شوې دي چې د امريكا، فرانسې او انګلستان سره يې د دوستۍ خبرې كولې؟

آيا هغه ډلې چې د لوديځ ټولنيز او پوهنيز او كلتوري مركزونه او وسايل يې ستايل د لوديځ له دوستي نه لاس په سر شوي دي.

يو ځل بيا مخ را اړوم چې وګورم چې آيا دا لاسپيكرونه لا تر اوسه پرانيستي دي… غواړم وګورم چې لا تر اوسه دا ژبې خبرې كوي او زموږ په ټولنه كې د لوديځ اعلان په بي ساره لګښت خپروي، او دالر ورپسې  د دوى خوځښت پياوړى كوي.
خپلواكه نړۍ زموږ سره په ټاكل شويو وختونو كې د توپونو- الوتكو- بمونو په ذريعه جګړه كوي خو په اساسي او دوامداره شكل زموږ سره د قلم او ژبى په ذريعه جنګ كوي. زموږ سره د هغو كلتوري او ټولنيز پوهنيز مركزونو له لارې جګړه كوي چې زموږ په ټولنه كې يې ځاى پر ځاى كړي دي، او د هغه ډلو له لارې جګړه كوي چې زموږ په ټولنو كې مهمو او حساسو مركزونو ته رسيدلي دي، په هغه دولت او مال زموږ سره جګړه كوي چې زموږ قلمونه او ورځپاڼې او فكري ډلې ورباندي اخلي.
زموږ مسوليت او وجيبه دا ده چې مبارزه وكړو، زموږ مسوليت دا دى تر څو د لوديځ د استعماري وسايلو په وړاندي مقاومت او مبارزه وكړو، او د هغو ټولنيزو، كلتوري او فكري ډلو په وړاندي مبارزه وكړو چې د استعمار خوځښت شونى كوي، هغه كه تر هر نامه لاندى وي،

روحي استعمار تر نظامي نه ډير خطرناك دى

يقيناً چې روحي او فكري استعمار ډير خطرناك استعمار دى، جګړه ايز استعمار خود بخوده د مقاومت احساس را پاروي او هغه قومي انتقام او غڅ را ژوندى كوي چې د استعمار ريښى له بيخه غوڅوي، خو فكري او روحي استعمار هغه نرم او بي هوشه كونكى او خطرناك استعمار دى چې خلك ويده كوي.
د استعمار په وړاندې مبارزى او مقاومت ته پكار ده چې په لومړني ګام كې د خلكو ضميرونه له فكري او روحي استعمار څخه وژغوري، او هغه وسايل له منځه يوسي چې خلك بې هوشه كوي، او موږ ته پكار ده چې له هغه قلمونو – ژبو او ډلو نه ځان وساتو چې د استعمار په پلي كولو كي زيار باسي، او دا ټول د يوې موخې او مصلحت لپاره كاره كوي، هغه ځانګړي ارزښتونه… د خپلواكې نړۍ ارزښتونه او مصلحتونه!

خپلواكه نړى او ختيځواله ډيموكراسي!

په لوديځ كې خپلواكه نړۍ او په شرق كې ولسي ديموكراسي (ولسواكي) دواړه يو مفهوم لري، ولسي ديموكراسي هغه ديموكراسي ده چې په
حكومت كولو كې ديكتاتوره تګلاره خپلوي، او كلك او ډاروونكى جاسوسي سيستم يې د ساتنې مسوليت په غاړه لري او د ټولنې وګړو ته د فكري خپلواكۍ حق نه وركوي!
كه خپلواكه نړۍ خپل قلمونه او ژبي او ډلې لري نو همدارنګه ولسي ديموكراسى هم خپل قلمونه ژبي او ډلي لري، او په ګډه زموږ په چاپيريال كې كار كوي، او دا ټول زموږ څخه د هغې مبارزى او مقاومت غوښتنه كوي كومه چې د استعمار په وړاندي ضروري ده، خو استعمار نن زموږ په سينه باندي فشار راوړي تر څو زموږ نفس تنګ كړي، او زموږ مسوليت دا دى چې د استعمار په وړاندې مبارزه او مقاومت وكړو لكه چې مخكى مو وضاحت وكړ، او د هغې ولسي ديموكراسۍ په وړاندې مقاومت وكړو چې له استعمار څخه په مفهوم او دلالت كې توپير نلري!

يوازينۍ بيرغ

هغه يوازينى بيرغ چې موږ د مقاومت يو ځاى كوي هغه د اسلام بيرغ دي.
زموږ بعضي كسان غواړي چې د عربي بيرغ لاندي راټول شي، او زه د دغې موقتي ډلې د جوړيدلو مخالف نه يم، چې په نتيجه كې يوې لويې ډلې ته لاره اواره كړي چې اسلامي ډله ده، د عربي قوميت او اسلامي وطنيت تر منځ ريښتينى مخالفت نشته. كه چيري موږ دا عربي خوځښت د اسلام په لاره كې په كار واچوو، د عربو ټوله ځمكه د اسلام د ځمكى يوه برخه ده، كه چيرې موږ وتوانيږو چې د عربي ځمكې خپلواكي وګټوو په حقيقت كې به موږ د اسلامي وطن يوه برخه آزاده كړې وي، چي د ټول اسلامي وطن د خپلواكۍ لپاره ورڅخه ګټه واخلو.

موږ لره پكار ده چې د خپلواكې نړي په څير سره يو ځاى شو، لكه چې دوى زموږ په ضد سره يوځاي شوي دي.

په جلا توګه يو كوچنى هيواد نشي كولى چې په نړيواله كچه له يوې لويې نړۍ سره مقاومت وكړي. هغه لنډ نظره سياست چې غواړي موږ په هغه پيدا شوي جغرافيايى چاپيريال كې چې د موږ لپاره تعين شوى دى محاصره كړي يو احمقانه سياست دي. نړۍ په شرق او غرب كې د ډلى جوړولو خوا ته روانه ده، موږ ته هم پكار ده ترڅو سره يوځاى شو او لږ تر لږه خو بايد د زمانې د منطق سره تګ وكړو، سره لدي چې دا به د اسلام له منطق سره تګ نه وي.

زموږ ډله را روانه ده

د آسيا او افريقا ډله غواړي يوه ناپيلى ډله وي، له دې ډلى سره تګ زيان نلري، سره لدې چې زه د دغې ډلې ريښنيني او دايمي بنسټونه نه وينم، ځكه چې دا ډله مختلف حركتونه ځانته ور اړولى شي، او هغه مصلحتونه چې نن د دغې ډلې د غړيو تر منځ دي موقت مصلحتونه دي، خو هغه ډله چې د ريښتينو او دايمي بنسټونو په اساس رامنځ ته كيدى شي هغه اسلامي ډله ده، او پدي كې شك نشته چې دا ډله را روانه ده، سره لدې چې په نامه خپلواكه او ولسي ديموكراسي يې په مخ كې ولاړه ده، نو بايد جوړول او راتګ يې ګړندى كړو ځكه چې دا زموږ يواځينى سند دى.

منبع/ اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب