د خوښ ژوند ۱۰۰ رازونه

دا څو وم کال دی چې فکر کوئ نور به څوکاله ژوند وکړئ؟ په همدې څو کلونو کې مو ځان څنګه تصور کړی؟ آيا اراده لرئ چې بايد څنګه ژوند وکړئ؟ حال مو ښه دی؟ خوشحاله ياست؟ راتلونکې څنګه تصور کوئ؟ چېرته ياست؟ آيا تاسې يو خوښ کس ياست که يو غمګين چې تنهايي مو خوښه وي او غم ته مو غېږه پرانيستې وي؟ پدې څو کلونو کې ستاسې د خوشالۍ پله درنه وه که د غم؟ تر ننه مو څنګه ژوند کړی؟ څومره خوشاله ياست او خوشالي ستاسې په ژوند کې څومره برخه لرلي…؟

د خوښ ژوند ۱۰۰ رازونه:

خوښي هغه څه دي چې ستاسې ژوند بهتره کولی شي؛ خو پوښتنه داده چې خوښي څنګه تر لاسه کېدای شي؟ که خوشالي ستاسې هيله وي نو دلته به تاسې د همدې هيلې د پوره کېدو په موخه ۱۰۰ سل رازونه زده کړئ.

۱ ـ کله چې له يو چاسره د کومې مهمې موضوع په اړه خبرې کوئ او هغه نوبت نه درکوي چې خپل نظر وړاندې کړئ… نو که پداسې مواردو غواړئ خپل نظر حتمي څرګند کړئ بښنه وغواړئ او د خبرو کولو وار ونيسئ.

۲ ـ پرته له مننې، مادياتو او ياهم کومې بلې توقع د نورو لپاره کار وکړئ.

۳ ـ هره ورځ له خپلو ملګرو د مننې کولو يو لېست جوړ کړئ، مثلا له خپلو هغه ملګرو چې ستاسې په خاطر ستاسې د ذوق قدرداني کوي مننه وکړئ.

۴ ـ هره ورځ ورزش وکړئ، آن که پنځه پنځه د قيقې هم وي کاپي دی.

۵ ـ هره ورځ ځان د پنځو د قيقو لپاره يوازې کړئ، مثلا د يوې کوټې ور په ځان پسې بند کړئ او د هېڅ شي په اړه فکر مه کوئ، يانې ماغذو ته مو دمه ورکړئ.

۶ ـ د نفس مه منئ، کله نا کله د انسان نفس غواړي له نورو ځان بېل کړي، يا ناسم خيالونه درسره وي چې له ځينې خلکو سره په خيال کې تشدد کوئ همدې خيال او نفس ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسې د وجدان خلاف و اوسي.

۷ ـ هره ورځ يو مثبت ليکنه ولولئ، خو چې بيخي اوږده نه وي، د يوه پاراګراف په اندازه کاپي ده.

۸ ـ خپل وخت په بې ګټې او غير علمي مطالعه او خبرونو مه تېروئ، بلکې پر ځای کره کتابونو او خبرونه ولولئ.

۹ ـ هره ورځ څو د قيقي د خپلې کورنۍ لپاره بېلې کړئ او پوښتنه يې وکړئ، که چېرته مسافر واست نو ټليفون ورته وکړئ او د کور د ټولو غړو پوښتنه وکړئ.

۱۰ ـ هره ورځ څو د قيقې پلی مزل مه هېروئ.

۱۱ ـ هره ورځ له هغه شخص سره چې ستاسې ډېر صميمي وي خبرې وکړئ.

۱۲ ـ جزيات ډېر مهم ندي، مثلا که مو کومه شپه وخت نه درلود چې خپل غاښ و مينځئ تر سهاره سوچ مه پکې کوئ او وجدان مو مه پازابوئ.

۱۳ ـ په آوازو پسې مه ګرځئ، پخوانو خلکو به ويل چې که په آوازو پسې وګرځئ نو نيم عمر مو په ښکنځلو تېريږي.

۱۴ ـ څه چې لرئ په هغه شکر وکړئ، هڅه ښه ده او بايد تل هڅاند و اوسئ مګر کله نا کله سړی خپلې موخې ته نه رسيږي او نا کام پاتې کيږي خو بايد پوه شئ چې نا کامي د کاميابئ مور ده.

۱۵ ـ هغه کتابونه، سايټونه، مقالې، شعرونه … ولولئ چې تر اوسه مو ندي لوستي، يانې د هغه مطالبو لوستل هم ګټه کوي چې تاسې فکر کوئ ښه ندي يا ستاسې له نظر سره جوړ ندي.

۱۶ ـ ورځپاڼه ولولئ او په هغه پاڼه کې چې ستاسې پکې خوښه ده د خپلې خوښې يو جمله وليکئ.

۱۷ ـ هر کار چې تاسې کوئ په مينه او علاقه يې وکړئ آن که مو هغه کار په طبعيت برابر هم نه وي، هڅه وکړئ په مينه يې تر سره کړئ، دا چلند به تاسې ورو ورو له همدې کار سره ستاسې مينه زياته کړي او که بيخي نه کېده ښه داده چې بيا يې د ټول عمر لپاره له مخې لرې کړئ .

۱۸ ـ سالمه او ګټوره ډوډۍ وخورئ که امکان وو له بل څاښت پاتې ډوډۍ مه خورئ.

۱۹ ـ له نورو سره مرسته وکړئ او دا هېره کړئ چې ستاسې مرسته بايد بېرته تاسې ته در وګرځي، له نورو سره بېدون له کومې طمعې مرسته ستاسې د خوشالۍ لامل کيږي، د هرې ورځې لپاره برنامه جوړه کړئ ورځ چې په مهال وېش پيل شي په خوښئ پای ته رسيږي.

۲۰ ـ له مثبتو خلکو سره ملګري وکړئ، قدم ووهئ او با مفهومه فلم وګورئ.

۲۱ ـ سها وختي پاڅيږي خدای ياد کړئ، وختي چای خوړل يا دنده ته ځان رسول هم خوشالي را کولی شي.

۲۲ ـ کار د انسان جوهر دی، دا ښه خبره ده خو بېخي زيات کار هم ښه ندی، ښه داده چې کوم کار کوئ له عوايدو يې هم خوند واخلئ ، ډېری خلک د ځان کندن په وخت وايي کاش ژوند مې ډېر کولی او کار لږ.

۲۳ ـ ډېره موسکا وکړئ، کله چې له نورو سره مخ کيږي … او

۲۴ ـ له نورو سره د مرستې کولو وړانديز وکړئ، مثلا له هغه سپين ږيري سړي سره مرسته وکړئ چې تر موټر ښکته کېدل ورته ستونزمن دي، يا له هغه ماشوم سره کومک وکړئ چې په سړک نشي پورې وتلی.

۲۵ ـ په دې اړه چې نور ستاسې په اړه څنګه فکر کوي کمه پلټنه وکړئ او يا يې مه کوئ.

۲۶ ـ مه واخطا کيږئ، ټولې هغه پېښې چې زموږ د عمر په اوږدو کې رامنځته کيږي موږ يې په اړه وار له مخه وارخطا يو خو دغه پېښې يا بيخي را منځ ته کيږي نه يا پداسې بڼه وي چې موږ هغسې نه وي تصور کړې.

۲۷ ـ داسې مه واياست چې ناوخته ده، بلکې د نېک کار لپاره هېڅ وخت ناوخته نده.

۲۸ ـ دا مه واياست چې دا کار ځکه نشم کولی چې زه نور بوډا يم نه تاسې بوډاګان نه ياست.

۲۹ ـ هېڅ وخت دا مه واياست چې تر اوسه لا ځوان يم تر اوسه وخت شته. نه تاسې بايد خپل وخت مهم وبولئ او سمه ګټه ترې واخلئ .

۳۰ ـ امکان لري ستاسې ذهن په يوه خطرناک مکان تبديل شي، دي مکان ته يوازې مه ورځئ، کله مو چې احساسات نورمال نه وي نو خپل حال له نورو سره شريک کړئ.

۳۱ ـ ډار يوه فطري غريزه ده چې د هر چا په وجود کې ځای لري، ډار درک کړی خو اجازه مه ورکوئ چې په تاسې غلبه وکړي، کله چې خپل ډار يا يې عامل و پيژنئ بيا کولی شئ هغه تر خپل کنټرول لاندې راولئ.

۳۲ ـ له نورو توقع هېره کړئ، توقع ستاسې د غوسې او خپګان لامل کيږي.

۳۳ ـ له دې چې وواياست نه پوهېږم مه وېريږئ، پوښتنه کول ښه دي مګر داچې بايد په هرڅه پوه شئ نا ممکنه ده.

۳۴ ـ د ژوند کولو راز ته په ځير وګورئ. د حيواناتو ژوند ته کتنه او د هغوی د ژوند څرنګوالي ته فکر کول د انسان د خوښۍ لامل کېدای شي.

۳۵ ـ له بې ګټې او بې معنا کليمو ځان وساتئ .

۳۶ ـ يو څوک وستاييۍ آن که هغه کس د ستاينې هم نه وي. البته پدې برخه کې پام پکار دی که څوک جرم کوي د ستاينې پرځای چې وغندل شي بهتره ده.

۳۷ ـ کوم کس چې له تاسې وروسته کوټې ته د ننه کيږي دوازه ونيسئ تر څو ستاسې سره يوځای اوطاق ته داخل شي.

۳۸ ـ له هغه کس چې ستاسې لپاره يې ور پرانيستی مننه وکړئ.

۴۰ ـ مثبت و اوسئ که څه هم چې ستاسې حال به ښه نه وي او که څه هم چې فکر کوی مثبت پاتې کېدل ګټه نلري.

۴۱ ـ کله چې يوه ډله همغږي وي نو تاسې هم بايد مخالفت پرېږدی او جز تابع د کل فورمول تطبيق کړئ.

۴۲ ـ که په شاوخوا محيط کې له ملګرو يا د دفتر له همکارانو سره خاندئ نو په خپله کورنۍ کې هم همدا رويه و پالئ او غوسې هېرې کړئ.

۴۳ ـ د خپل اولادونو د ژوند په خاصو ورځو د هغوی څنګ مه خوشې کوئ، مثلا که مو ماشوم په لومړي ځل ښوونځي ته ځي نو تاسې يې تر لاس ونيسې او ښوونځي ته ورسره لاړ شئ.

۴۴ ـ خپل ګاونډيان او ملګري واړه مه معرفي کوئ تر څو تاسې لوی ښکاره شئ، نور کوشني بلل ګټه نه بلکې تاوان لري.

۴۵ ـ د چاپه اړه چې ښه نظر لرئ هماغسې و اوسئ، يانې ستاسې وينا بايد ستاسې له عمل سره همغږې وي.

۴۶ ـ سهار وختي په تلوار خپل ايميل،فسبوک … مه چکوئ بلکې صبر وکړئ، ښه خبر ژر تر تاسې رسيږي.

۴۷ ـ نصحت وکړئ خو ريا او افراط مه پکې کوئ، او هغوی چې تل يوازې نصحتونه کوي غوږ مه ورته نيسئ.

۴۸ ـ په نورو زړه بدکړئ زړه سوی ښه دی خو داسې نه چې يوکس ته دومره خواشيني شئ چې د هغه هم خپل ځان ته ورپام شي او له ژوند نور لاس هم واخلي.

۴۹ ـ خپل اولادونه بد آموخته کوئ مه، دا سمه ده چې مور و پلار غواړي د خپلو ماشومانو ټولو اړتيا وې پوره کړي مګر د تل لپاره دا کار کول ماشوم بېلارې کوي او بيا درته په يوه جنجالمن سر خوږي بدليږي.

۵۰ ـ مسډ کالونه يا هغه اړيکې چې ستاسې موبايل ته راغلې خو ځواب کړې مو ندي يوه يوه له سره ځواب کړئ.

۵۱ ـ هر ورځ لږ خواږه او لږ ترخه وخورئ.

۵۲ ـ دې نن کار سبا ته مه پرېږده .

۵۳ ـ نرم، پوست، خاکسره… و اوسېږئ .

۵۴ ـ په ژوند کې خامخا يو لوی او مهم هدف د ځان لپاره و ټاکئ ، مثلا زه غواړم پيسې ولرم، يا شهرت ولرم …

۵۵ ـ هر وخت خپل واقعي احساسات اظهار کړئ، که څوک درته وايي حال د ښه دی او حال د ښه نه وي، مه ورته وايه چې ښه يم بلکې خپل احساسات ورسره شريک کړئ.

۵۶ ـ له تېروتنو مه وريږي، که وډار شئ چې غلط نشم هېڅ کار به هم ونشئ کړای.

۵۷ ـ بايد خپل ځان قانع کړئ او آماده يې کړئ چې يوه تېروتنه دويم ځل نه کوي.

۵۸ ـ کله چې يو چاته زده کړه ورکوي نو ټولې مهمې نقطې يې ورته واضح کړئ .

۵۹ ـ زړه سوی در خپل کړئ او بښل عادت و ګرځوئ.

۶۰ ـ اړينه نده چې د تل لپاره په ټولنيزو شبکو کې ځان بوخت کړئ، بلکې د ژوند تازه لحظې په بېلا بېلو بڼو تجربه کړئ.

۶۱ ـ څوک چې له تاسې بښنه غواړي نو تاسې ورته وواياست هيله کوم او دا کليمه ( هيله کوم ) زياته وکاروئ.

۶۲ ـ خوشالۍ ته تر نورو بوختياوو لومړيتوب ورکړئ .

۶۳ ـ پېښې و منې او تحمل يې کړئ، د پېښو منل او هغه هضم کول غم لرې کوي او استقامت زياتوي.

۶۴ ـ اجازه مه ورکوئ چې ماغزه مو تل د يوه بې ګټې او نابودې پديدې په اړه و انديږي، که تاسې تر اندازې زيات چاغ ياست د چاغښت په اړه تشويش مه کوئ چې بيا نور هم چاغيږئ او خپګان مو زياتيږي.

۶۵ ـ هره ورځ يو نوی کار تر سره کړئ، مهمه نده چې هغه کار د خامخا لوی او مهم وي،

۶۶ ـ مخکې تر دې چې يو کار تر سره کړئ اول څېړنه وکړئ چې دغه کار څومره ستاسې له روحيې او ذوق سره همغږی دی او کومې کومې ګټې درته لرلی شي.

۶۷ ـ د کرکې، غوسې، چورت وهنې … وخت را کم کړی، سمه ده چې غوسه انسان يوه غير اختياري حالت ته وړي خو انسان کولی شي هغه کارونه تر سره کړي چې د غوسې لامل نه کيږي او بل د غوسې په اړه زيات فکر کول هم د غوسې لامل کېدای شي.

۶۸ ـ کله چې خوشاله ياست له هماغه شېبو خوند واخلئ، کله هم دا فکر مه کوئ چې خوشالي يو بې ګټې او غلط کار دی .

۶۹ ـ د انتقام په اړه فکر مه کوئ.

۷۰ ـ خلکو ته بښنه وکړئ او تېر وتنې يې معاف کړئ .

۷۱ ـ اجازه مه ورکوئ چې د آب هوا بدلېدل او تغير مو ذهن او اخلاق هم تغير کړي.

۷۲ ـ لږ تر لږه په مياشت کې يو کتاب خامخا ولولئ.

۷۳ ـ په هره اونۍ کې لږ تر لږه له دوه داسې کسانو سره خبرې وکړئ چې مخکې مو نه وي ليدلي.

۷۴ ـ هره مياشت د ماشومتوب له يوه ملګري سره ووينئ، او يايې مېلمه کړئ.

۷۵ ـ د قدم وهلو په وخت په موبايل کې ګوتې مه وهئ دغه شان د موټر چلولو په وخت کې هم .

۷۶ ـ ژوره ساه واخلئ او هڅه وکړئ چې هره ورځ يوه ځل خامخا عميق نفس وکاږئ.

۷۷ ـ د البرت انشټين دا وينا مه هېروئ: (( تاسې په خپل ژوند کې دوه لارې لرئ يو دا چې په ژوند کې هرڅه معجزه دي او دويم دا چې هېڅ شی معجزه ندي، خوتاسې يې اوله لار وټاکئ))

۷۸ ـ که څوک ستاسې پيغام او يا هم ټليفوني اړيکې ته ځواب نه درکوي مه غوسه کيږئ، زغم ښه شی دی.

۷۹ ـ په ټوله اونۍ حد اقل پنځه ځله ورزش وکړئ ان که ستاسې هر ځل ورزش کول لس دقيقې هم وي کاپي دي.

۸۰ ـ زښته زياتې اوبه وڅښئ د اوبو څښل ګټې لري.

۸۱ ـ کله چې د قضاوت لپاره بلنه در کول کيږي لومړی ټولې خبرې واورې او بيا پرېکړه وکړئ بې فکره نظريې وړاندې کول حماقت دی.

۸۲ ـ د ژوند معنوي اړخ ته پاملرنه وکړئ، لمونځ په خپل وخت وکړئ، کله نا کله خپل جاینماز نوی کړئ او ښايسته جاينماز انتخاب کړئ.

۸۳ ـ د نورو په عقايدو پورې مسخرې مه کوئ او ذوقونه يې تر پوښتنو لاندې مه نيسئ.

۸۴ ـ په اونۍ کې لږ تر لږ له اووه کلنو د ټيټ عمر له ماشومانو سره خبرې وکړئ، له ماشوم سره خبرې کول خوشالي درکولی شي.

۸۵ ـ هره اونۍ کې يو ځل له داسې کسانو سره هم خبرې وکړئ چې عمر يې تر اويا کلنو لوړ وي.

۸۶ ـ هڅه وکړئ چې د شپې لخوا وختي ويده شئ او سهار وختي پاڅيږئ .

۸۷ ـ کله نا کله سړي ته د شپې خوب نه ورځي، پداسې مواردو کې جګ شئ او د خپلې خوښې يو کار وکړئ، مثلا کتاب ولولئ او يا هم ګلانو ته اوبه ورکړئ.

۸۸ ـ د يوه بل کس لپاره يو مهم کار تر سره کړئ، که هره ورځ نشئ توانېدلی دا کار په اونۍ کې يو ځل وکړئ، مثلا په ملي بس کې خپل څوکۍ هغه کس ته خوشې کړئ چې تر تاسې زيات ستومانه دی او سر يې د ملي بس په منځ کې ولاړه ميله لګولی دی.

۸۹ ـ پرته له څېړنې بل کس ته مشوره مه ورکوئ .

۹۰ ـ د بل په اړه تر هغه وخته قضاوت مه کوئ تر څو مو چې ښه پېژندلی ندی، او که ممکنه وه هېڅ وخت د بل په اړه قضاوت مه کوئ.

۹۱ ـ هره ورځ يوه نوې کليمه زده کړئ .

۹۲ ـ دا بايد ومنئ چې په ژوند کې هروخت له ښو پېښو او حادېثو سره نه مخ کيږو، نو اړينه ده چې د خپګان وختونه د خوشالۍ د تر لاسه کولو په هيله تېر کړو.

۹۳ ـ پارک ته لاړ شئ، په څوکۍ کېنئ، مرغانو ته وګورئ، پيشوګانو ته غذايي توکي ورکړئ، ماتې څانګې قيچي کړئ … او تږ ګلونو ته اوبه ورکړئ.

۹۴ ـ هره ورځ يوه کس ته وواياست چې مينه ورسره لرئ، مور، پلار، بچيان، مېرمن، وروڼه… او ملګري د همدې خبرې د اورېدو انتظار باسي.

۹۵ ـ وخاندئ که څه هم چې يوازې ياست .

۹۶ ـ دا هم ومنئ کوم کار چې تاسې يې ترسره کوئ د ټولو کسانو د خوښې کار ندی، نو له هر کس د خپل انجام کړي کار په اړه د تائيد نظر مه پوښتئ، که چېرې ستاسې کار خوشالي در کولی شي همدا کاپي ده، د نورو نظر بايد ډېر درته مهم نه وي.

۹۷ ـ په ياد ولرئ نور کسان چې ستاسې په اړه څه ډول فکر کوي هغسې نده او زيات اهميت مه ورکوئ.

۹۸ ـ ځان په څو کارونو مه بوختوئ، په يوه کار تمرکز کول، تر هغه ښې پايلې لري چې تاسې په يو وخت غواړئ څو کارونه تر سره کړئ.

۹۹ ـ تاسې تر هرڅه مهم ياست هڅه وکړئ اول خپل ځان ښه و اېسوئ يانې له خپل ځان سره مينه وکړئ او بيا له نورو سره مينه وکړئ.

۱۰۰ ـ کله چې خوشاله ياست هېڅ شي ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسې خوشالي له تاسې واخلي او هېڅه وکړئ چې تل خوښ و اوسئ .

ژباړه: محب الله آرمل

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب