د خاورې د نمونې اخستلو وسایل او طریقه

که څه هم د خاورې د نمونې اخستلو د طریقې سره د نمونې اخستلو وسایل توپیر کوي مګر په عمومي شکل د خاورې په نمونه اخستلو کې له لاندنیو وسایلو څخه استفاده کیږي.
غیرفلزي کڅوړې
د نمونې د انتقال بکس
د خاورې د نمونې فورمه
بیل او بیلچه
فلزي میله
برمه (core)
قاشوق
لابرتایپ
قلم (توش) د نښه کولو لپاره
د ساحې نقشه او کتابچه
د ضرورت په وخت کې الماري او یخچال
نوټ: که غواړو چې د یوې لوی ساحې څخه نمونه واخلو نو ډیرو وسایلو ته اړتیا پیداکیږي چې ډیرې پانګونې ته ضرورت لري.

د خاورې د نمونې اخستلو طریقې
د خاورې نمونې اخستل د اخستونکې د هدف، د ساحې په موقیعت او نورو عواملو په نظر کې نیولو سره توپیر کوي. د خاورې د نمونې اخستلو طریقې په لاندینیو ډولونو ویشل شويدي.
تصادفي (Random): پدې طریقه کې د ساحې څخه په تصادفي ډول نمونې اخستل کیږي او بیا له دوئ څخه یوه عمومي نمونه جوړیږي.

جال ماننده (Grid): په دې طریقه کې ساحه په مربع ډوله ساختمانونو باندې ویشل کیږي. نوموړی طریقه دوه نور فرعي ډولونه هم لري چی په لاندې ډول دي.
Grid cell: پدې طریقه کې د یوې خانې له ټولو برخو څخه نمونه اخستل کیږي.
Grid point: پدې طریقه کې د یوې خانې په یوه برخه باندې ډیره توجه صورت نیسي یعنې هغه برخه چې د ټولې خانې نماینده ګي وکړی شي. په لاندې انځور کې په ښه ډول واضح شوي دي.
پدرنښت
کفایت الله کاکړ

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب