د حج مستحبات او آداب
۱. زیاته تلبیه لوستل .
۲. زیاته نفلي قرباني کول .
۳. که افاقي وي مکې ته دننوتلو لپاره غسل کول .
۴. مزدلفه کې د درېدلو لپاره غسل کول .
۵. عرفات کې “جبل رحمت” غونډۍ ته نژدې درېدل .
۶. په عرفات کې دوه لمونځونه (ماسپښين او مازديګر) د ماسپښین په وخت کې جمع کول .
۷. په عرفات کې د درېدلو پرمهال زیاتې دعاوې کول .
۸. په عرفات کې امام ته نژدې درېدل.
۹. داختر په سهار “مشعرالحرام” ته نژدې درېدل .
۱۰. د اختر دورځې (ذوالحجې دلسمې) دسهار لمونځ په مشعر الحرام کې په تیاره کې اداکول .
۱۱. داختر په ورځ (ذوالحجې لسمه) دلمرختلو وروسته سمدلاسه جمرات ویشتل .
۱۲. د اختر په ورځ (ذوالحجې لسمه) طواف زیارت ترسره کول .
۱۳. زیات اذکار لوستل .
۱۴. په مسجدحرام کې دلمونځونو د ادا کولو هڅه کول .([16])
يادونه : له دې پرته دحج نور مستحبات او آداب دي چې وړاندې به يې ځای ځای یادونه کیږي .
د حج د مستحباتو حکم
د حج مستحبات ترسره کول دزیات ثواب لامل دی او پرېښودل یې ګناه نه لري.([17])