د حجاب کولو ګټې او نه کولو تاوانونه

 

له حضرت عبدالله  بن مسعودرضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم ارشادوفرمایه :نظر(نامحرموته کتل) دشیطان  له غشو څخه  یو زهرجن غشی دی،دکوم چاچي زړۀ غواړي خوبیاخپل هم نظر راوګرزوي(یعني کوم څه ته چي کتل نارواوي هغه ته ونه ګوري)نوالله تعالی به ددې په بدل کي هغه ته داسي پوخ ایمان ورپه برخه کړي چي دهغه خوندبه په خپل زړۀ کي محسوس کړي ۔  (ابن کثیر)

په صحیح مسلم کي له حضرت جریربن عبدالله بجلي رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چي هغه نبي اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم څخه روایت کړی که ناپامه (بې ارادې)پرکومه نامحرمه ښځه نظرولګیږي،نوڅه کول پکاردي،نبي اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم حکم وکړچي خپل نظرورڅخه واړوۀ ۔ (ابن کثیر)

دحضرت علی کرم الله وجهه په حدیث کي چي راغلي چي اول نظرمعاف دی،دویم ګناه دی،دهغه مطلب هم همدا دی چي لومړی نظرچي بې ارادې ناپامه ولګیږي هغه دناپامۍ په وجه بخښ دی،که نه په قصدسره لومړی نظرهم نه دی معاف،نبي اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم فرمایلي دي چي دالله تعالی ارشادمبارک دی چي ای دآدم اولاده ! لومړی ځل (ناپامه)کتل درته بخښ دی له دویم ځل کتلوځان ساته که نه ستالپاره دهلاکت سبب ګرځي ۔       (دځوانۍ دضائع کولونقصانات،دارسلان اخترمیمن)

حضرت مولانااشرف علی صاحب تهانوي رحمه الله تعالی دبدنظري دناروغي،نامحرموته دلذت(نفساني خواهش)په نظرکتلودناروغۍ دسختۍ  اوخطرناکوالي په اړه فرمايي :”دا داسي یوشردی چي دټولو طاعاتو(عباداتو)انوار تاریکوي”(توروي يې)۔ (انفاس عیسی ص: ۱۴۳)

مفتي تقي عثماني صاحب دامت برکاتهم په یوځای کي لیکي چي په کومه ورځ چي کوم انسان دبدنظري په ګناه اخته وي په هغه ورځ دهغه په طاعاتو(عباداتو،نېکیو  اونورو)کي نور نه وي اودهغه طاعت دنیوي ګټې هغه  نه شي ترلاسه کولای ۔               (بدنظري اودهغه علاج)

دنبي اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم دحدیث مفهوم دی چي : څوک چي بدنظري کوي پرهغه دي هم دالله تعالی لعنت وي اوڅوک چي دبدنظري لپاره خپل ځان وړاندي کړي،خپل ښایست نوروته ورښکاره کړي پرهغه دې هم دالله لعنت وي ۔ (مشکوه ص:۲۷۰)

(دالیاؤ له ښېراڅخه وېرېدونکو!  دسیدالانبیا له ښېرا څخه وویریږئ)۔

که بدنظري کوم وړوکی جرم وای نونبي اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم به ښېرانه ورته کوله چي رحمۀ للعالمین دی،دهغه صلی الله تعالی علیه وسلم ښېرا ددې دلیل دی چي دا کار ډېرمبغوض دی،اودلعنت معنا دالله تعالی له رحمت څخه لیروالی دی،امام راغب اصفهاني په” مفردات القرآن” کي دلعنت معنالیکي” البعدعن الرحمۀ” نوڅوک چي دالله تعالی له رحمت څخه لیري شوهغه دنفس اماره له شرڅخه نشي خلاصېدای،ځکه دنفس اماره له شرڅخه هغه څوک خلاصېدای شي چي دالله تعالی درحمت په سیوري کي وي .

دنبي  اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم ارشاردی :” بدنظر ي دسترګو زناده” (رواه البخاري ومسلم)

دنبي اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم دحدیث مفهوم دی :دقیامت په ورځ به هره سترګه ژاړي مګر(پرته له هغې)چي له بدنظري څخه ژغورلې وي اوهغه چي دالله جل جلاله په لاره کي ویښه اوله کومې چي دالله تعالی دوېرې له وجې دمچ دسرپه اندازه وښکه ووزي(رواه الاصبهاني بحواله الترغیب والترهیب)۔

یوه کس په تلوتلوکي یوې ښځې ته کتل،مخامخ له دېوال سره ټکرشو،پزه يې ماته شوه،هغه وويل: په الله قسم ترهغه به خپلې وینې پاکې نکړم ترڅومې رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم ته خپله قیصه نه وي اورولې،بیاهغه حاضرخدمت شواوخپله قیصه واوروله،نو رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل چي دا ستادګناه سزاده۔ (درمنثور،روح المعاني)

څرنګه چي نارینه ؤ ته ضروري دی چي دنامحرموښځوله کتلوبه ځان ژغوري،دغه ډول ښځوته هم حکم ورکړل شوی دی چي نامحرمونارینه ؤ ته له کتلوڅخه به ځان ژغوري ۔  (ماخذ،حدیث عائشه رضی الله تعالی عنهااو ام سلمه رضی الله تعالی عنها،رواه ترمذی،ابوداؤد)

په دې اړه یوه خبره داده چي که دښځې دایقین وي چي که پردې سړي ته وګورم نوشهوت(نفساني خواهش)نه راځي،نوپه دې صورت کي کتل روادي،مګرکه دشهوت دراتلویقین وي،یاخطروي،یاشک هم وي نوپه دې صورتونوکښي کتل ناروادی ۔ (معارف القرآن ج ۶ص۴۰۰)

دحضرت مولاناحکیم اخترصاحب  رحمةالله تعالی علیه لومړي شیخ حضرت شاه عبدالغني پهولپوري رحمةالله تعالی علیه به فرمايل چي دزرغونې ونې  خواته اور بل کړۀ  نو تراوتازه پاڼې به  وچې شي،بیاهغه سي زرغونې کېدل به يې ډېرګران وي،که ټول کارانبارونه ورکړې بیاکه چرته را زرغونه شي،دغه ډول په ذکر،عبادت اوداهل الله په مجلسونوچي په زړۀ کي کوم انوارپیداکیږي،که یوځل بدنظري وشي باطن تباه کیږي،په زړۀ کي دایماني خونداودالله  د ذکرانوار بيرته راژوندي کولوکي ډېروخت لګیږي،دبدنظري تاریکي په ډېره ګرانه لیري کیږي،له ډېروتوبو،استغفار،ژړا،زاریو اوبیابیادنظر ساتلووروسته  دوهم ځلي زړۀ ته ایماني ژوند  ورپه برخه کيږي۔ (دبدنظري اوعشق مجازي تباهۍ اودهغوعلاج دمولاناحکیم اخترصاحب)

علامه ابن کثيررحمة الله تعالی علیه لیکلي دي:ډېرواسلافوبه لغړزنو هلکانوته له کتلوڅخه په کلکه منعه کوله،اوډيروعلماؤ داحرام بللی دی(غالباًداپه هغه صورت کي چي په بدنیت اودنفس په خواهش سره کتل وي ۔ والله تعالی اعلم ۔معارف القرآن ج :۶)

مفتي رشیداحمدرحمة الله تعالی علیه دوخت په مشهورکتاب”شرعي پرده” په ۲۴مخ کي لیکلي دي”زه وایم چي کله انسان باهر راوزي،نوکه کله دنارواشي دکتلولیوالتیا(خواهش)ورته پیداشومګرهغه دالله تعالی دويرې له وجې خپل نظرلاندي کړ،نودادومره سترمقام دی اوله دې څخه دومره دقرب(الله ته دنژدې والي)درجې ترلاسه کيږي چي دسلګونوکلونوپه نفلونوسره دامقام نه شي ترلاسه کېدلای،کله چي دیوې ګناه په پرېښودلو اودیوې ګناه دتقاضا(غوښتنې)په وخت کي دځان ورڅخه ژغورلوباندي دومره سترمقام ترلاسه کیږي،نوددې دترلاسه کولوفکرکول پکاردي ۔

امام ابونعیم اصفهاني په حليةالاولیاءکښي داحدیث نقل کړی دی، ژباړه:حضرت انس رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چي هغه صلی الله تعالی علیه وسلم صحابۀ کرامورضی الله تعالی عنهم ته وفرمایل :وویاست دښځې لپاره ترټولوغوره څه شی دی؟مونږددې سوال په جواب نه پوهېدو،حضرت علی رضی الله تعالی عنه له هغه ځایه ولاړشواوحضرت فاطمې ته ورغی،هغې ته يې ددې سوال یادونه وکړه،حضرت فاطمې رضی الله تعالی عنهاوفرمایل:تاسوداجواب ولي نه ورکاوه چي دښځولپاره ترټولوغوره شی دادی چي هغه پردیوسړیوته ونه ګوري اونه دوئ څوک  وګوري،حضرت علي رضي الله تعالی عنه بیرته راغی اونبي اکرم صلی الله تعالی علیه ته يې داجواب واوراه،نبي اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل داجواب تاته چاووایه؟ ويې ویل :فاطمې رضی الله تعالی عنها،ويې فرمایل :فاطمه خوآخرزمادزړۀ ټکړه ده ! ۔ (حلیة الاولیاء ، ج:۲ ، ص:۴۰،۴۱)

حافظ شمس الدین ذهبي رحمة  الله تعالی علیه  په خپل مشهورکتاب “الکبائر”کي داحدیث نقل  کړی دی،چي خلاصه يې داده،چي یوځل حضرت علي اوحضرت فاطمه رضی الله تعالی عنهماله نبي کریم صلی الله تعالی علیه وسلم سره دملاقات لپاره دهغه صلی الله تعالی  کورته تشریف یو وړی،حضرت علي رضی الله تعالی عنه فرمايي چي کله مونږ دحضورصلی الله تعالی علیه وسلم په خدمت کي حاضرشوو،نووموولیدل چي نبي کریم صلی الله تعالی علیه وسلم په ژړا دی،کله چي مادحال ولیدی نوعرض مې وکړچي یارسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم زماموراوپلاردې پرتاقربان شي تا(صلی الله تعالی علیه وسلم)څه شي ژړولی يې،اوپرڅه باندي ته داسي ژاړئ،هغه صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل”مادمعراج په شپه دخپل امت ښځې په جهنم کي په ډول ډول عذابونوکي مبتلاوليدې،هغوئ ته چي کوم عذاب ورکول کېدی هغه دومره سخت اودردوونکی وو چي دهغه یادوولو سره ماته  ژړاراتله،تردې وروسته حضورصلی الله تعالی علیه وسلم دهغه وضاحت وفرمایه چي ماپه جهنم کي ښځې په څه څه ډول عذابوکي مبتلاولیدې،هغه صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل: “مایوه ښځه ولیده چي په خپلووېښتانوپه جهنم کي راځوړنده وه اوماغزه يې دکټوې په شان اېشېدل ۔

(یوخوپخپله په جهنم کي کېدل څومره دردوونکی عذاب دی،الله تعالی دې مونږټول ورڅخه وساتي،آمین،بیاپه وېښتان ځرېدل،داډېره ربړوونکې سزاده،اوبیادماغزواېشېدل،دادرېیمه سزاده)بیانبي اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم د دوهمې،درېیمې،څلورمې ،پنځمې اوشپږمې ښځې دحال یادونه وکړه چي هغوئ ته په څه څه ډول په جهنم کي دکوموکوموګناهونوپه وجه عذاب ورکول کېده،(دتفصیل لپاره دمفتي عبدالرؤف سکهروي صاحب مختصره رساله شپږګناه ګارې ښځې وګورئ)،تردې وروسته حضرت فاطمې رضی الله تعالی عنهاعرض وکړ، اباجانه ! هغوښځوته عذابونودهغوئ  دکوموعملونوپه وجه ورکول کېده،دهغوئ کوم اعمال وو چي په وجه يې هغه صلی الله تعالی علیه وسلم  هغوئ په داسي سخت اودردوونکي عذابونوکي اېثارې ولیدې؟ ددې په جواب کي حضورصلی الله تعالی علیه وسلم ارشادوفرمایه چي هغه ښځه چي دسرپه وېښتانومې ځوړنده په جهنم کي ولیده اوماغزه يې دکټوې په شان اشېدل،هغې داعذاب دکورڅخه دلوڅ سردوتلوپه وجه ورکول کېده،هغې ښځې به له نامحرمونارینه ؤ څخه خپل دسروېښتان نه پټول ۔

هغه ښځې چي ځان ډول اوسنګارکړي اوپه دې هیله  باهرروازي چي نامحرم نارینه موږ ته وګوري اوموږ هغوته وګورو،اونامحرمه نارینه ؤپه زړۀ کي هم داهیله وي چي هغه داسي ښځوته وګوري،نوهمداښځه دخلګودبدنظري لامل(ذریعه)جوړیږي،ځکه څومره نارینه چي دې ښځې ته ګوري اودبدنظرۍ په ګناه کي ککړيږي ددې ټوګناهونوپه اندازه ددې ښځې ګناه وي ۔

په یوه حدیث کي ارشادفرمایل شوی دی چي خپل نظرونه ټیټ وساتئ،اودخپلوشرمځایونوساتنه وکړئ،که داسي نه کوئ نوستاسومخونه بې نوره کړل شي ۔ (طبراني)

لیکوال : مفتي ابو الطیب

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب