د جنگ اقتصاد او د اقتصاد جنگ
د افغانستان د جګړې درې کړۍ دي :
۱ـ نړیواله کړۍ
۲ـ سیمه ییزه کړۍ
۳ـ کورنۍ کړۍ
جګړه په لوی سر کې د نړیوالو لویو ځواکونو ده، دوی غواړي په سیمه کې د افغانستان مهم او ستراتيژیک موقعیت په اختیار کې ولري، چې شمال ته یې د منځنۍ اسیا بډایه او ستراتيژیکه حوزه پرته ده، او دچین و روسیې په وړاندې د سوق الجیش مرکز دی. همدا راز په افغانستان کې د پښې ټینګول منځني ختیځ او پر جنوبي اسیا د کنترول برج هم د دوی په واک کې ورکولای شي.
د لویو قدرتونو جګړه پراقتصادي سرچینو او د درېیمې اقتصادي زریزې له منطق سره سم پر اسیايي مارکېټ د کنټرول سیالي ده. لوی ځواکونه د سیمې هېوادونو ته د جګړې پرمخ بیول په ټیکه ورکوي، سیمه ییز هېوادونه هم د خپلو ګټو ( په سر کې اقتصادي هغه) لپاره د افغانستان جګړه په ټېکه اخلي او نیابتي جګړه روانه ساتي. په درېيمه کړۍ کې هغه افغاني کړۍ، بانډونه، ډلې، مافیايي او تنظیمي جوړښتونه دي، چې د خپلو ګټو او اقتصادي ـ سیاسي ځواک لپاره د تودې جګړې مدیریت کوي. د دغو ډلو او ډلګیو کمال دا دی، چې دایډیولوژیک او عقیدوي پوتنشیل( ځواک) په زور ناخبره افغان ځوانان د جګړو کرښو ته لیږي او پخپله یې د جګړې په مټ لوی کاروبار پیل کړی دی.
د مخدره موادو تر ټولو لویه مافیا، د وسلو پلور او پیر،د زمکو د غصب کړۍ، سړي تښتوونې، د کانونو او ځنګلونو د قاچاقو مافیاوې، دانساني قاچاق مافیاوې، NGO یي سوداګري ( د کډوالو، جنګځپلیو، معتادینو، معلولینو، ماینونو او داسې نورو چارو په نومونو موسساتي تجارت) د جګړې بل اړخ دی، چې په دې میلیارډي سوداګریو کې هم نړیوالې، سیمه ییز ې او افغاني کړۍ پراخه ونډه لري.
لنډه دا چې ټوله جګړه پر ګټو او اقتصادي کارو بار روانه ده، عادي افغانان او هغه ځوانان چې له ډېرې بیخبرۍ څخه د عقیدوي ولولو په خاطر د جګړې کرښو ته راوستل کیږي د دې درې سره کړیو د ګټو قربانیان او اورلړوني دي.
درې سره کړیو، د افغانستان په ګاونډ کې د عقیدوي ولولو رامنځته کولو کارخونې او سټدیو ګانې رامنځته کړي، چې هلته محروم او نالوستي زلمکیان په عقدو او کساتونو لړلي او له باروتو او ګولیو ډک افغانستان ته رااستوي او په دې توګه د دوی او نورو عادي افغانانو په وینو درې لویې ژرندې تاویږي.
ستونزه داده، چې همدې مافیايي ځواکونو د سیاست، اقتصاد او جګړې درې واړو مدیریت انحصار کړی دی. له سیاست څخه د جګړې او له جګړې څخه د سیاست لپاره متقابله ګټه پورته کوي او د دواړو له روان بهیر څخه میلیونونه ډالر خپلو جیبونو ته اچوي.
دا تصادفي نه ده، چې د مخدره توکیو تر ټولو لوی تولیدوونکی ولایت ( هېلمند) د ترټولو لویو او سختو جګړو شاهد دی. بدخشان د خپلو کانونو له امله د ډېرو لویو وسلوالو ډلو د راټولېدلو ځای دی او نورستان، کونړ او ننګرهار د خپلو ځنګلونو او کانونو په تاوان کې د جګړو په تنور بدل شوي دي.
بدمرغي داده، چې خلک په تېره بیا وسله په لاس ځوانان داسې طلسم شوي دي، چې د جګړې ماهیت نه شي پېژندلای. که دوی د جګړې ماهیت او هویت وپېژانده او همدومره په حقیقت خبر شول، چې د دوی وینه د څو کړیو، بانډونو او شخصیتونو د ګټو په خاطر بهیږي، نو دوی به وسله وغورځوي او بیاچې دجګړې بشري ځواک نه وي دغه ستر آدمخور ماشین په ټپه دریدلای شي.
لوی ځواکونه او سیمه ییز قدرتونه د خپلو ګټو لپاره د نړۍ په هرځای کې د همداسې یوې جګړې اور بلول او ژبغړانده ساتل غواړي. له افغانستان سره د نورو سیمو توپیر دا دی، چې هلته ټولیز او ټولنیز سیاسي شعور لوړ دی، هیڅوک خپل ژوند وړیا د نورو د ګټو په خاطر نه بلهاري کوي او هيڅ ځوان د مبهمو کړیو په خاطر د خپل هېوادوال وینه نه بهوي.
پایله دا راوځي، چې جګړه د جګړې د مدیریت کوونکیو د ګټو ده، خو بالقوه ځواک یې د افغانانو ټیټ سیاسي شعور ، ناخبري او ناپوهي ده.
حل لاره :
په درېیو ګامونو کې ښايي دغه جړه مشوړه پرانیستل شي.
لومړی، سوله ییز اقتصادي سکتور باید د مافیايي او جګړه ییز ې اقتصادي مافیا ځای ونیسي. د افغانستان حکومت او نړیوال سوله خوښي ځواکونه باید د اقتصادي فعالیت د جواز ورکولو پرمهال دا په کلکه په پام کې ولري، چې د یوه اقتصادي فعالیت مخامخ یا نامخامخ ګټه جګړه مارو کړیو ته ونه رسیږي .
دوهم، هر هغه تنظیمي، مافیایي او ډله ییز جوړښت چې په یوډول نه یوډول د وسله وال فعالیت او جګړه مارو موخو لپاره جوړ شوي دي، د هېڅ راز اقتصادي فعالیت انحصار ترلاسه نه کړي.
او درېیم، د سیاست کړیو ته باید یوازې متخصصین او لوستي وګړي، چې له ټوپک او پاټک سره سروکار ونه لري راوستل شي، چې د دوی د سیاسي توان او ځواک ګټه په جګړه کې ښکېلو کړیو ته ونه رسیږي او جګړه مار جوړښتونه له سیاسي ملاتړه بې برخې کړای شي.
په دې توګه به د اقتصادي او سیاسي ځواکونو اړیکه له جګړه مارو کړیو سره پرې کړای شي.
موږ باید د اقتصادي جګړې او جګړه ییز اقتصاد اړیکه سره غوڅه کړو او پرځای یې سوله ییز اقتصادي ماشین فعال کړو.
په اقتصادي فعالیت کې پخپله د دولت د ونډې ډېرول یې یوه بله لاره ده. جګړه مار او مافیايي جوړښتونه له بنیادي اقتصادي فعالیتونو سره علاقه نه لري، د بېلګې په توګه په کرنې، اوبو لګولو، برېښنا، لویو لارو او داسې نورو چارو کې ځکه دوی پانګونه نه کوي، چې د دغو فعالیتونو ګټه وخت ته اړتیا لري، او جګړه ییز فعالیت یې ممد او مرستندوی نه وي.
د استقطاب ( Polarization ) د تیورۍ پربنسټ که د منفي جګړه ییز ـ اقتصادي قطب پرځای د تولیدي اغېزناک اقتصادي فعالیت ونډه ډېره شي،له هغه ځایه چې خطر ( ریسک) او بدنامي یې کمه ده، ډېر ژر د جګړه مار او مافیايي اقتصادي فعالیت کرښې له بشري ځواک څخه تشیږي، ټیک همدا وخت دی، چې د ځوانانو د سیاسي او ټولنیز شعور د کچ لوړولو لپاره هم تبلیغاتي ماشین خوځېدلای شي. موږ باید خلک د روانې جګړې پرماهیت خبر کړو او ویې پوهولای شو، چې جګړه د پردیو جېبونو او خيټو لپاره ده او هېڅ راز افغاني ارزښت یې منځټکی نه دی.
چې رالنډه یې کړو، موږ باید په ملي کچ د جګړې د ماهیت پېژندلو فرهنګي هڅه له یوې خوا راپیل کړو او په بل سر کې جګړه د اقتصاد لپاره او اقتصاد د جګړې لپاره باطله او توره کړۍ له یوه ځایه ماته کړو. تولیدي اقتصاد ته لومړیتوب ورکول او د سراسري اقتصاد له منطق سره سم د شته سرچینو تنظیم او د نویو سرچینو د فعالولو لپاره اقدام ددغه اووه سري ښامار د وژلو تر ټولو اغېزناکه لاره ده.