د جعفر طیار ( رضی الله عنه) ژوند
جعفر بن ابي طالب رضی الله عنه – د رسو ل الله – صلی الله علیه وسلم – د تره زوی او د علي – رضی الله عنه – مشر ورور و، د بعثت په لومړیو وختونو کې په اسلام مشرف شوی و، د حبشې د مهاجرینو مشر وو، د خیبر له غزا څخه وروسته غزاګانو کې د یو ماهر قومندان او اتل جنګیالي په توګه برخه وال و، د مؤته په غزا کې د زیدبن حارثه ـ رضی الله عنه – له شهادت څخه وروسته یې بیرغ په لا س کې ونیوه او تر هغه مهاله پورې وجنګیده، چې دشهادت ستر مقام ته ورسید.
د مؤته په غزا کې، چې رسول الله – صلی الله علیه وسلم – درې زره کسیزه لښکر د زید بن حارثه – رضی الله عنه – تر مشرۍ لاندې ولېږه په دې لښکر کې جعفر – رضی الله عنه – هم بر خه وال و، د لښکر رخصتولو په وخت کې رسو ل الله – صلی الله علیه وسلم – وفر مایل، که په جنګ کې زید شهید شو، نو جعفر – رضی الله عنه – به د لښکر قومندان وي، که هغه هم شهید شو نو عبد الله بن رواحه – رضی الله عنه – به د لښکر مشري په غاړه واخلي، له یو لوري څخه د مجاهدینو درې زره لښکر او بلې خواته د عیسایي عربو او رومیانو په وسله سمبال لښکر چې شمېر یې سل زره تنو ته رسیده،
د مؤته په میدان کې د حق او باطل لښکرو جګړه پیل کړه د اسلا مي لښکر قومندان زید بن حارثه – رضی الله عنه – په پوره مېړانه او اتلولۍ سره جګړه پیل کړه او پای کې یې د شهادت لوړ مقام تر لاسه کړ، له هغه وروسته د جهاد بیرغ جعفر – رضی الله عنه – راپورته کړ او د دښمن په صفونو کې د یو اتل جنګیالي په څېر ورننوت او په دې مفهوم اشعار یې وویل:
جنت څومره ښه او ښکلی دی، هغه ته نږدې کېدل هغومره خوند کوي، د هغه اوبه ډیرې یخې دي، رومیان هغه خلک دي چې دعذاب نېټه یې نږدې شوې ده، دوی کافران دي نبېره یې ورکېدونکې ده، پر ما دا فرض ده چې ورسره مخامخ شم، ګذار ورباندې وکړم.
په دغه حال کې جعفر رضی الله عنه باندې له هر لوري د غشو، تورو او نېزو باران و، ټول بدن یې زخمي زخمي و، خو له دې سره سره به چې دښمن ورته نږدې کېده، هغه به یې په ګذار راپر ځاوه او د جهنم کندې ته به یې لیږه،
په پای کې دښمن د هغه یو لاس غوڅ کړ، هغه سمدلاسه بیرغ په بل لاس کې ونیوه، بل لاس یې هم ورته غوڅ کړ، هغه بیرغ په خپلو کټ شوو لاسونو په سینې پورې کلک ونیوه په همدې حالت کې چې په بدن کې يې نوي زخمونه وو په ځمکه راولوېده او د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.
لیکوال : محمد الله نوري