د تور غار (Block Hole) په اړه حیرانوونکي معلومات

کله چې په فضا《آسمان》کې زموږ د لوی لمر څخه ۱۵ ځله غټ ستوری د خپل ژوند نېټه پای ته ورسوي، نو ددې لوی ستوري د جاذبې قوه (د ځان ته ور کشولو) انرژي د هغوی وجود څښي او پر یو کوچني ځای باندې یې ور ټولوي، ددغه جاذبه ځواک د تېزوالي په وجه ماده خورا نرۍ کیږي او د یو ګرځېدونکي (ګرداب) شکل غوره کوي (یعني خپل شاوخوا ته په ډېر قوت سره راڅرخي).

ددې تور غار په منځ کې د جاذبې قوه دومره ځواکمنه دی چې هر شی خپل منځ ته ورکشوي، آن تر دې چې رڼا هم د باندې نشي ور څخه راوتلای او بېرته ددې ویروونکې او ځواکمن غار په منځ کې جذبیږي، چې په پایله کې بشپړه تیاره رامنځته کیږي، نو له دې امله ورته (Block Hole) یا توره غار ویل کیږي.
دا غار (سوړه) دومره قوي دی چې که د ۲۰ کیلو مټره په اندازه پراخوالی ولري، نو تر لمر هم غټ ستوری په خپل ځان کې ننه اېستلای شي، نور نو هیڅوک نه پوهیږي چې هلته (دتور غار په منځ کې) څه رامنځته کیږي.

★ د تور غار (Block Hole) نظریه په لومړي ځل په ۱۹۶۹ کال (یعني شلمه پېړۍ) کې امریکایي فزیکپوه “جان ویلر” له خوا وکارول شوه. چې ورورسته ومنل شوه او بالکل یو ستر هم حقیقت دی.

★ خو په دې اړه قرآنـــکریم ۱۴۰۰ کاله مخکې موږ ته معلومات راکړي. الله تعالی د سورت الواقعة په ۷۵ او ۷۶ نمبر آیاتونو کې فرمایي

فَلَآ أُقْسِمُ بِمَوٰقِعِ النُّجُومِ
ژباړه: نو داسي نه ده، زه د ستورو د پرېوتلو په ځايونو باندي قسم خورم. [سُوۡرَةُ الواقِعَة : 75]⇣
وَإِنَّهُۥ لَقَسَمٌ لَّوْ تَعْلَمُونَ عَظِيمٌ

او كه وپوهېږئ نو دا ډېر لوى قسم دى؛[سُوۡرَةُ الواقِعَة : 76]
★دلته الله تعالی دوو ډېرو مهمو ټکو ته اشاره کړې، لومړی دا چې (دستورو د لوېدلو ځایونه)، که موږ فکر وکړو ستوري خو یوازې او یوازې په (تور غار Block Hole) کې لویږي او یوازې تور غار یې خپل منځ ته ورکشولای شي، نو ذهن خپله دا پرېکړه کوي چې له دې جملې څخه (تور غار Block Hole) عبارت دی.
او دویم مهم ټکی دادی چې الله ویلي (که پوه شه شئ نو دا ډېر لوی قسم دی)، که موږ قرانکریم کې وګورو نو الله تعالی په ډېرو شیانو باندې قسم کړی. مثلاً الله تعالی په سهار باندې هم کړی دی (وَالْفَجْرِ؛؛ قسم په سهار دی). همدارنګه الله تعالی په لمر باندې هم قسم کړی دی ( وَالشَّمْسِ وَضُحٰ‍ـــهَا؛؛ په لمر او د هغه په پرتمينه رڼا قسم دی).
که څه هم لمر ډېر زیات غټ دی، خو الله تعالی چې په لمر قسم کړی نو بیا یې هم ندي ویلي چې (که پوه شئ نو دا ډېر لوی قسم دی).
ځکه د لمر ځواک او زور نسبت د (تور غار Block hole) ځواک او زور ته د یوې ذرې په اندازه هم ندی.

خو د (Block Hole) تور غار په اړه چې الله تعالی یادوونه او قسم کوي نو فرمایي ( قسم دی د ستورو د لوېدلو په ځایونو ؛؛؛ او که پوه شئ نو دا ډېر لوی قسم دی). دلته موږ ته الله تعالی دا جمله چې ساینس پوهانو هم په بشپړه توګه منلې ده چې د ستورو د لوېدلو ځایونه (Block holes تور غارونه) ډېر زیات قوي دی، حتی د یوې اندازې له مخې په یو تور غار Block Hole کې د رامنځته شوي مادې کچه زموږ د لمر له مادې څخه لس کروړه ځله زیاتیږي. او هر رنګه غټ ستوري خپل ځانته ورکشولای شي او په خپل منځ کې یې ننه اېستلای شي، نو ځکه الله تعالی ویلي چې (که پوه شئ نو دا ډېر لوی قسم دی).

* همدارنګه الله تعالی د (سورت التکویر په ۱۵ – ۱۶ – ۱۷ نمبر آیتونو) کې هم په دې موږ ته ددې ستورو د لوېدلو د ځایونو (Block holes) په اړه معلومات راکړي دي.
#الله_اکـــبر.

✧ تور غارونه Block holes ډېر زیات دي، کله چې په لومړي ځل یو تور غار رامنځته شي، نو په ډېري چټکۍ سره پراخیږي، لوییږي او ډېر تېز حرکت کوي، او کله چې دوه تور غارونه سره نږدې شي نو یو له بل سره ګډیږي او چټکتیا او ځواک دوه چنده کیږي، همدارنګه کله ډېر سره یو ځای شي نو همدومره لا نور هم چټک او پیاوړی تور غار ور څخه جوړیږي او په ډېري تېزۍ سره حرکت کوي.

د تور غار تاوېدل او څرخېدل داسي وي، لکه تاسو چې یو کاغذ (سند) په لاس کې ونیسي او سره راویې نغاړي نو هم کاغذ راټول شي او یې په منځ کې یو سوری جوړ شي.
د ساینس پوهانو نظریه داده چې د کائناتو ختم به هم یو لوی Block hole یا تور غار وي، ځکه ټول تور غارونه ډېر چټک یو د بل لور ته حرکت کوي او دوی تل سره یو ځای کیږي، نو کله چې ټول تور غارونه Block holes سره یو ځای شي، يو ډېر قوي، چټک او ډېر زیات ځوکمن او کشوونکی تور غار (Block hole) به ترې جوړ شي، او نور به نور هیڅ ستوری د ستر جاذبه لرونکي ځواک (تور غار Block hole) د مقابلې توان ونلري، او ددې تور غار Block hole د ستر جاذبه ځواک له امله به د هغه خواته ور کش کړل شي او ټول کائنات او نړۍ به ورسره ختمه شي، دا ستر کائنات به په همدې تور غار کې بېرته سره یو ځای شي.

خو په دې اړه الله تعالی ۱۴۰۰ کاله مخکې فرمایلي؛
[سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء : 104]
يَوْمَ نَطْوِى السَّمَآءَ كَطَىِّ السِّجِلِّ لِلْكُتُبِ ۚ

ژباړه: هغه ورځ چي موږ اسمان داسي ونغاړو لكه چي په دفتر کښي پاڼي تاوول کیږي.
* تور غار خو د پاڼو په څېر سره راتاویږي، نو د الله تعالی چې کوم آیت نازل کړی، د نن ورځې د ساینس پوهانو له نظریې سره ژور ورته والی لري. او کټ مټ همداسې ده.
سبحان الله

یادوونه: له آسمان څخه فضا عبارت ده، او فضا له ستورو، کهکشانونو او سترو کائناتو څخه عبارت ده.

★ یاد ولرئ، چې نننیو ساینس پوهانو دا څېړنې په ډېره سخته، عصري تکنالوجي او هر رنګه آسانتیاو په لرلو یوازې ۵۰ کاله مخکې یوازي معلومي کړي او نن یې پراختیا ورکړه.
خو محمد بن عبدالله (حضرت محمد مصطفی ص) ته الله تعالی دا معلومات ۱۴۰۰ کاله مخکې ورکړي دي، په داسې حال چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په لیک او لوست هم نه پوهېده، او کله چې به یې د یو څه دلیکو اراده وکړه نو یو صحابي به یې راوغوښت او هغه به هغه لیکنه ورته وکړه.
نو څنګه بیا محمد بن عبدالله (حضرت محمد ص) په دې اړه دومره دقیق معلومات تر لاسه کړل، چې هیڅ ټکنالوجي او پرمختګ نه و؟
دا هغه پوښتنه چې د نړۍ یو ساینس پوه یې ځواب نلري، او ښه پوهیږي چې اسلام حق دی، خو خپل ضد نیولی او الله تعالی يې پر زړونو مهرونه وهلي دي.

لیکنه: محمدرسول حمزه

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب