
د تاریخ ماخذونه او ډولونه
مبارک علي پخپل کتاب (د تاریخ پوهاي) کي لیکي: چي علم له پراخېدو وروسته په خورا لویو لویو څانګو وویشل سو، او هله نور هم د پرمختګ پوړۍ ته ورسېد چي د رنسانس دوره پر اروپا راغله. دی مخته زیاتوي چي د علم په دې ګرم انقلاب کي تاریخ جلا مسلک او بیا پر څو څانګو پسي وویشل سو. مبارک علي شلمه پېړۍ د تاریخ د علم په پراختیا کي بیخي موثره بولي او وایي چي پر تاریخ سربېره شلمي م پېړۍ د نورو علومو په پرمختګ کي هم ښه رول ولوباوی. د مبارک علي په وینا سیاست او لرغونپوهنه یو وخت د تاریخ دوې جلا څانګي وې. خو وروسته دواړې ترې بیلي سوې او هري څانګي ځانته د یوه علم شکل غوره کړ. دا چي مبارک علي پخپل اثر کي تاریخ پر بېلا بېلو څانګو او ډولو ویشلی بولي نو ځکه به اړتیا وي چي د تاریخ ډولونه او څانګي و پېژندل سي تر څو د یاد علم په پېژندنه کي هر اړخیز مخته ولاړ سو.
لرغونپوهانو د بشري تاریخ د ژورې مطالعې وروسته د انسانانو ټول او اوږد تاریخ پر دوو لویو دورو ووېشه، چي یوه ئې تر تاریخ وړاندي دوره (قبل التاریخ) او بله ئې تاریخي دوره و نوموله.
تر تاریخ وړاندي دوره:
تر تاریخ وړاندي دوره (قبل التاریخ) د انسان د پیدایښت څخه پیل بیا د لیک او لوست تر رامنځته کېدو یا د مدنیت تر عام کېدو پوري رسېږي چي لکونه کاله په بر کي نیسي. تر تاریخ وړاندي دوره کي انسانانو بوخت خو ساده ژوند درلود، د دوی ګزاره په غرونو، سمڅو او ځنګلونو کي وه. د ژوند ورځنۍ چاري به ئې د وحشي ژوو د ښکار او میوو ټولولو له لاري پوره کولې. د حیواناتو د پوټکو څخه به ئې جامې جوړولې او کوم نظامي سیسټم ئې تر منځ نه وو موجود. دا چي لیک او لوست شتون نه درلود نو د تاریخ د وړاندې دورې پېښي موږ ته نه دي رسېدلي او په اړه ئې مُورخین هم ټول په یوه خوله نه دي. تر تاریخ وړاندي دوره لرغونپوهانو پر درو دورو ووېشله:
۱ – د ډبرو د توږولو دوره (له یو میلیون ق. م. څخه شروع کېږي، بیا تر ۱۰۰۰۰ ق. م. پوري. مانا دا چي دا دوره یو میلیون کاله وړاندي تر میلاده پیل بیا لس زره کاله وړاندي تر میلاده ئې ادامه کړې چي انسانان په غرونو او سمڅو کي اوسېدل او د اوسني عصر په پرتله ئې غیري انساني ژوند درلود.)
۲ – د ډبرو د صیقل دوره (له ۱۰۰۰۰ ق. م. څخه شروع کېږي بیا تر ۵۰۰۰ ق. م. پوري.)
۳ – د فزاتو دوره (له ۵۰۰۰ ق. م. څخه شروع بیا تر ۲۳۰۰ ق. م پوري ادامه کوي.) د فلز څخه ګټه اخیستل په اصل کي انسان د مدنیت پړاو ته ورساوه. او په شعوري لحاظ ئې و مختلف النوعه بدلونونو ته اماده کړ. ځکه د انسانانو د اوسني عصري زمان په منځته راتګ او پیشرفت کي د فلزاتو د دورې ۵۰۰۰ ق. م ۲۳۰۰ ق. م) ونډه له پامه نسو غورځولای.
تاریخي دوره:
تاریخي دوره د لیک او لوست د رامنځته کېدو یا د لومړنیو انساني مدنیتونو د پیدایښت څخه پیل بیا تر اوسه دوام کوي. دا چي انسان اشرف المخلوقات نومول سوی او یادېږي هم، نو ئې د نورو ژوو او وحشي حیواناتو په پرتله پخپل ژوند کي پرمختګ را وست او د مدنیت تر پړاوه ئې ځان ورساوی. د لیک او لوست را منځته کېدنه په اصل کي د بشر لویه کامیابي او لاسته راوړڼه وه او د بشر د همدغه نامیتوب برکت وو چي انسان ئې تر فضا او آن تر نورو سیارو ورساوی. دا چي تر تاریخ وړاندي دوره لرغونپوهانو په درو لویو دورو وویشله، نو ور سره هم مهاله تاریخ لیکونکو دا اړتیا محسوس کړه چي تاریخي دوره هم پر ډولونو ووېشي ځکه خو ئې د یادي اړتیا له مخي تاریخي دوره پر څلورو پېړیو ووېشله چي پر تفصیل ئې دلته تم کېدنه بې ګټې نه ده:
۱ – لومړنۍ پېړۍ: د لیک او لوست د منځته راتلو څخه چي درې زره کاله پخوا تر میلاده زمانه ده پیل بیا تر پنځمي میلادي پېړۍ پوري رسېږي.
۲ – منځنۍ پېړۍ: د پنځمي میلادي پېړۍ څخه پیل بیا تر پنځلسمي میلادي پېړۍ پوري رسېږي.
۳ – نوې پېړۍ: د پنځلسمي میلادی پېړۍ څخه پیل بیا تر اتلسمي میلادي پېړۍ پوري رسېږي.
۴ – معاصره پېړۍ: د اتلسمي میلادې پېړۍ (د فرانسې د لوی انقلاب) څخه پیل بیا تر اوسه دوام کوي.
د تاریخ د لوی وېش څخه وروسته بیا ځینو مُورخینو د تاریخ ځیني ډولونه هم مشخص کړي چي ګواکي تاریخ څو ډوله کېدای سي. د اسلامي تاریخ لیکوال اکبرشاه نجیب آبادي پخپل کتاب (د اسلام تاریخ) کي تاریخ د کیمیت له پلوه پر دوو برخو ویشي: عام تاریخ او خاص؛ دی پر هر ډول د لا روښانتیا په باب ښه سم تم سوی او داسي ئې لوستونکو ته ور پېژني:
عام تاریخ: هغه تاریخ ته ویل کېږي، چي د ټولي نړۍ حالات پکښي ذکر یا وړاندي سي. مانا دا چي په نړیواله سطحه پېښي را وسپړي هغه که د نړۍ سیاسي حالات وي، یا نورې نړیوالي پېښي.
خاص تاریخ: مولانا آبادي وایي خاص تاریخ بیا هغه ته ویل کېږي چي د یوې سیمي، هیواد یا یوې واکمني په باب مالومات پکښي وړاندي سي. لکه په افغان تاریخ کي د یوه ټبر یا قوم تاریخي شالید وړانډي کول، یا د ځینو افغان واکمنیو څېړل او مالومات وړاندي کول. مولانا آبادي تاریخ د کیفیت له مخي هم پر دوو برخو ویشي: روایتي او درایتي.
۱ – روایتي تاریخ: هغه تاریخ ته ویل کېږي چي راوي (د پېښي وړاندي کوونکي/ سپړونکي، څېړونکي) خپل بیان د مشاهدې (لیدني) پر بنسټ لیکلی وي او د هغه پېښي د پېښیدو په باب د منلو وړ او باوري اسناد مُورخ ته په لاس ورغلي وي، او یا مُورخ په مستقیم ډول هغه پېښه لیدلې وي. مولانا آبادي روایتي تاریخ خورا ګټور بولي او وایي چي دغه ډول تاریخونه تر ټولو ګټور او د منلو وړ ګڼل کېږي او په هغې کي په اټکلونو پسي نیلي ځغلول او نامعلومو خبرو ته د رښتیا د جامي اغوستلو له هڅي نه هم سړی خلاص وي. که هم روایتي تاریخ تر یو حده باوري او بامفهومه ښکاري خو هله نور هم غوښن او معیاري و برېښي چي راوي پېښه تر لیدلو وروسته بې قضاوته وړاندي کړې وي.
۲ – رایتي تاریخ: هغه تاریخ چي د پخوانیو آثارو، نقلي او عقلي اټکلونو (قیاسونو) پر اساس ترتیب سوی وي، رایتي تاریخ بلل کېږي. دا ډول تاریخ که څه هم ګټور بلل کېدای سي خو باوري علم او اخذ تر اخیستل به تر ډېره نا ممکن کار وي.
د تاریخ ماخذونه:
د تاریخ لیکل او د تاریخي پېښو وړاندي کول او سپړل که له یوې خوا یو لوی مسولیت دئ. خو له بلي خوا بیا ستړیا، پاشلې سرګرداني او یو لوی هنر هم دئ. هغو مُورخینو او تاریخ پالو چي ځانونه ستړي کړي او مستند مواد ئې د تاریخ تر مینوالو رسولي، نن ئې وینو چي د خورا درانه او ښه نوم خاوندان دي. برعکس بیا هغو مُورخینو چي ځانونه ئې ستړیا ته نه وي ور کړي او په تا ویلي او ما ویلي پسي تللي وي، نو تر ډېره د خلکو او لوستونکو له آنده بې باوره ښکاري. تاریخ لیکنه خورا ژورې مطالعې او ښې ډېري ذهني ستړیا ته اړتیا لري. د هغو مُورخینو آثار چي پر مستندو او قوي منابعو ولاړ او روایات ئې حقیقي اړخ ولري تر ډېره د لوستونکو تر منځ ګرم بازار لري، او علت ئې هم د مُورخ پاشلې خواري او د روښانو منابعو استعمال دئ. په دې باب دکتور حلیم تنویر هم د یوه اکاډمیک تاریخ لیکونکي لپاره د قوي سرچینو او شواهدو موندنه چي د تاریخي پېښو په مستند کولو کي مثبته اغېزه ولري او د فکر او څېړنو په پرتله ورته اشاره وسي اړینه بولي. ځکه خو تاریخ پال او تاریخوال اړ دئ چي د تاریخ د ښه وړاندي کولو په پار د ښو او مستندو ماخذو څخه استفاده وکړي. د تاریخ د ماخذو د ښه پېژندني لپاره اړ یوو چي هغو ته په لنډ ډول کتنه وکړو تر څو ئې په اګاهي او پېژندنه کي په بشپړ ډول مخته تللي و اوسو.
د تاریخ ماخذونه په عمومي ډول پر درو ډولونه ویشل سوي:
۱ – لیکل سوي آثار: د لیکل سویو آثارو څخه هدف ټول لیکل سوي شیان دي لکه کتابونه، یاداښتونه، امرونه، فرمانونه، اسناد او داسي نور… په افغان تاریخ لیکنه کي تر ډېره بریده د لیکل سویو آثارو څخه استفاده زیاته ښکاري او د لرغونو ځایونو په باب بیا مُورخین اړ کېږي د تاریخ دوهم ماخذ (لرغونو آثارو) ته مراجعه وکړي.
۲ – لرغوني آثار: د لرغونو او پخوانیو آثارو څخه مخصد د تېري زمانې، او مدنیتونو نښي نښانې دي. لکه ویجاړ ښارونه، کلا ګاني، پخواني کورونه، پخوانۍ ودانۍ، سکې، لوښي، مجسمې او داسي نور… د پخوانیو آثارو د پاته شونو مثال کولای سو چي موږ په افغانستان کي بالاحصارونه، د آی خانم او غلغلې ویجاړ ښارونه، د میرویس نیکه او احمدشاه بابا پاته کورونه، د یوناني او کوشاني دور څخه را پاته سکې او پخوانۍ کلا ګاني یادي کړو.
۳ – منقوله آثار: د منقوله آثارو څخه مخصد د خلکو خبري لکه کیسې، اشعار او متلونه دي. لکه فلانکۍ پېښه خوشحال خان خټک پخپل شعر کي داسي بیان کړې او ورته نور مثالونه ئې کولای سو چي په هکله یاد کړو.
په تاریخ کي د قوي منابعو څخه کار اخیستنه، که له یوې خوا تاریخ لیکنه بډایه او روښانه کوي؛ خو له بلي خوا بیا پر مُورخینو او د پېښو پر راویانو د خلکو باور زیاتوي، چي دا کار تاریخ د خُرافاتو او ناسمو قضاوتونو څخه چاڼ او د سپېڅلتیا خوا ته پسي بیایي.
“د برلاسو تاريخي څېړونکو يوه ځانګړ تيا داده چي د پېښو پر مهال ليکل سويو اثارو ته پوره پام اړوي، او د لومړي لاس منابعو په توګه د هغو اثارو څخه زياته ګټه پورته کوي چي د پېښي مهال ته نژدې او يا پر يوه مهال وي.”
مرحوم پوهاند رسول باوري
ماخذونه:
۱ – د تاریخ پوهاوی، د ډاکټر مبارک علي اثر، د میر احمد یاد ژباړه.
۲ – د اسلام تاریخ، لیکوال: مولانا اکبرشاه نجیب آبادي، ژباړن: سید فضل مولا لټون.
۳ – د افغانستان معاصر تاریخ، ترتیب کوونکی: ثابت واصل.
۴ – د تاریخ لیکونکو ځانګړتیاوې څه دي؟ د دکتور حلیم تنویر لیکنه.
۵ – علامه رشاد د تاریخ لیکني په ډګر کي، د مرحوم رسول باوري لیکنه، پښتو ویکپیډیا.
ذبیح الله شفق
۲۰۲۵/۱/۱۹ – یکشنبه.