د بې وسۍ کريغې – ولور کیسه

د شپې دولس بجې دي، تکه توره شپه ده، د سيمې ډېری خلک په درانه خوب ويده دي، د ځينو خټينو کورونو له کړکيو د څراغونو راوتونکې رڼا د سړي پام ځان ته اړوي. په اسمان کې ځلېدونکي ستوري لکه د پېغلې په ټيکري سريښ شوې ستورې شغلې کوي. په حجره کې ناست سپين‌ږيری له ډېرې خوشالۍ سره او سپين شي، غواړي په شپه کې د دې کور د يوې پېغلې ژوند د سيمې د رواجونو په قالب کې واچوي او وروسته يې د خرڅولو نرخ معلوم کړي.

آه زما خدايه!

سپين‌ږيری موافقې ته رسېږي، د جينۍ پلار د ډېر ولور له امله هر څه ته غاړه ږدي او بلاخره پېغله د پنځوس کلن سپين‌ږيري په نوم کېږي. د خير لاس پورته شو، له دې سره د يوه بې‌وسه انسان د ارمانونو نړۍ اور اخلي او په هغه بله کوټه کې د يوې خرڅې شوې پېغلې له خولې کريغې پورته کېږي. په سپينو اننګيو يې د بې‌وسۍ اوښکې خړو خاورو ته منډې وهي او له ډېره درده د سر ويښتان وباسي.

شپه د ديوالي ساعت له ستنو تېره شوه، سحر ته ورغاړې وته، د پورې کلي له بامونو د ډزونو اوازونه پورته شول، په سيمه کې د بې‌وزله پېغلې د کوژدې خبره خوره وره شوه. د سيمې خلک ډلې ډلې د سپين‌ږيري کور ته د مبارکۍ په موخه ور روان دي. د سپين‌ږيري په کور کې د خوښۍ تمبلونه غږېږي او د هر سړي په شونډو موسکا خوره ده.

په کوټه کې ناسته بې‌وسه پېغله په ژړا ژړا کې د خپلو ارمانونو او مين خبره کوي، د سيمې په رواجونو او د پلار په پرېکړه لعنت وايي او د ضعف غېږې ته لوېږي.

اسدالله غيرت


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب