د بریالیتوب مهمه نښه

د ټولو بریالیو او لویو کسانو ترمنځ یو مشترک صفت موجود دی، کوم چې ددغو کسانو د بریالیتوب او لویوالي سبب شوی دی.

د هر بریالي او لوی شخصیت کیسه او د بریالیتوب رازونه سره توپیر لري، ځکه د بریا معیارونه یې سره توپیر لري لیکن بیاهم مهمه خبره داده چې بریالي دي.

د بریالیو او مشهورو خلکو ترمنځ یو عظیم مشترک صفت چې هغوی یې د کامیابۍ او بریالیتوب تر پړاوونو رسولي دي، هغه یوازې او یوازې پاېښت(همیشه والی) دی او بس.

بریالي خلک خپلې موخې ته د مزل له پیلولو ورسته هیڅ کله ټکني شوي نه دي، چې ګواکې لاره یې خطا ده او یاهم خطرناکه ده.

لویو کسانو خپل مسیر له دې کبله نه دی بدل کړی چې ممکن له دې څخه اسانه مسیر به پیدا کړي، بلکې په پوره عزم او متانت سره یې خپل مزل تعقیب کړی او د کامیابۍ تر منزله یې ځانونه رسولي دي.

د بریالیو کسانو د ژوند کیسې او د کامیابۍ کچې مختلفې دي، لیکن که هرڅومره د بریالیو کسانو هوښیارتوب او مالي وړتیاوې ډیر توپیرونه لري خو یوه نکته چې ټولو بریالیو کسانو ورباندې ترکیز کړی هغه د دوامداره کار کولو ژمنتیا ده چې ټولو بریالیو کسانو د خپلو موخو لاس ته راوړلو لپاره عملي کړې او دوامداره کار یې کړی دی.

نو راځئ چې په خپلو، زده کړو او کارونو کې استمراریت(همیشه والی) پیدا کړو ترڅو خپلو اوچتو موخو ته په آسانۍ سره ورسیږو.

ژباړه: قدرت الله (تنها)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب