د بدن اطراحیه سیستم

د اطراحیه سیستم

لومړی شکل، پښتورګي د بدن د اطراحی سیستم ډیر مهم غړي دي.

لنډیز

دا درس د زده کوونکو سره مرسته کوي، چی د پښتورګو دندې و د هغوی موقعیت په بولي سیستم کي و څیړي. زده کوونکي به په دې هم پوه شي کله چی پښتورګي خپله دنده په ښه توګه نشی ترسره کولای، یا چاپیریالیز حالات تغییر وکړي، لکه د پښتورګو دنده په فضا کې، نو انجنیران به د څه ډول وسایلو څخه کار واخلی.

انجنیري تړاو

پښتورګي د انسان په بدن کې ډیره مهمه دنده ترسره کوي، ځکه اضافی مواد فلتر کوي او له بدن څخه یې اطراح کوي. کله چې پښتورګي د عدم کفایې سره مخامخ شي، یو مهم ماشین څخه چې د دیالیز ماشین بلل کیږي، د پښتورګو د دندې ترسره کولو لپاره ګټه اخیستل کیږي، چی له وینې څخه یوریا او اضافی مواد خارج کړي. انجنیرانو دغه ماشین هم دیزاین کړی او بل ماشین یی چی مرسته کوي ترڅو په فضا کي د ستورمزلو سره د بیت الخلا ته تګ لپاره مرسته وکړي، هم جوړ کړی دی.

عمومي معلومات او انګیزه

ستاسې پښتورګي په حقیقت کې ډیر په زړه پورې غړي دي، نن موږ غواړو دا موضوع زده کړو چی انجنیران د هغو خلکو سره څه مرسته کولای شي چې پښتورګي یې سمه دنده سرته نشی رسولای. سربیره پر دې موږ غواړو چې یوې مهمې پوښتنې ته هم ځواب ورکړو. په خارجی فضا کی ستورمزلي څنګه بیت الخلا ته ځی؟

پښتورګي د انسان د بدن د بولي یا اطراحي سیستم مهمه برخه جوړوي، او دا هغه سیستم دی چې زموږ له بدن څخه اضافی مواد جدا کوي. لکه کاربن دای اکساید، مالګې، اضافي منرالونه، زهري مواد او هغه اضافي مواد چې کارول شوي نه وي. د بدن اطراحی غړي په لاندې ډول دي: سږي، پښتورګي، ځیګر، او پوستکی، مګر نن موږ غواړو چې یوازې پر پښتورګو باندی تمرکز وکړو. اکثریت خلک دوه پښتورګي لري، چي د ملا په قطني (لاندنۍ) برخه کی واقع دي او د پښتیو په واسطه یې ساتنه کیږي. د لوبیا شکل لري او ستاسي د موټي په اندازه دي. ( زده کوونکو ته ووایی چی خپل لاس موټی کړي)

حالبونه، احلیل، مثانه، ادرینل غدې، د پښتورګو شریانونه او وریدونه هغه نوری برخي دي چې د پښتورګو سره کار کوي. په بنسټیز ډول پښتورګي دوه فعال فیلترونه دي. دوی وینه فلتر کوي او هغه مواد چې زموږ بدن ورته ضرورت نلري د وینې څخه یی خارجوي. که چیرې یو پښتورګي ته ضرر ورسیږي نو هغه بل پښتورګی د دواړو دنده اجرا کولای شی. ادرار هغه مواد دي چی د پښتورګو په واسطه جوړیږی، او اضافی مواد پکی شتون لري. د پښتورګو څخه ادرار مثاني ته تخلیه کیږي، او بیا زموږ له بدن څخه کله چې موږ تشې بولې کوو اطراح کیږي ( کله چې بیت الخلا ته ځو).

انجنیرانو په ځانګړي دول د طبی انجنیرانو داسی ماشین جوړ کړی دی چی د هغو خلکو سره چي پښتورګي یی ستونزې لري مرسته کوي دغه ماشین د دیالیز په نامه یادیږي او د یو مصنوعي پښتورګي په شکل کار کوي. دغه ماشین د بدن څخه هغه وینه چې اضافي مواد لري اخلي بیا یې فیلتر کوي او پاکه وینه بیرته بدن ته لیږدوي. انجنیرانو همدغه راز داسی یو سیستم هم جوړ کړی دی چې د ستورمزلو سره د مرسته وکړي ترڅوپه خارجی فضا کې بیت الخلا ته ولاړشی.

ستورمزلي په حقیقت کې څنګه بیت الخلا ته ځي؟ دا هغه پوښته ده چې کیدای شي تاسې یې هم په هکله فکر کوئ. دا پوښتنه ډیر په زړه پوری ځواب لري، ځکه انجنیرانو ډیر کار وکړ ترڅو داسې یو کموډ جوړکړي چی په خارجي فضا کی د استفادې وړ وي. هغه تشناب چې په فضایی بیړۍ کې ورڅخه کار اخیستل کیږي د WCS یا د فضله موادو د راټولولو سیستم په نامه یادیږي. ستورمزلي باید لومړی دا زده کړي چې څنګه له دغه تشناب څخه کار واخلی. نو له همدی کبله مخکی له پرواز څخه په ځمکه باندي د مشابه کموډونو څخه د استفادی تمرین کوي. یو له دغه مشابه کموډونو څخه یوه کمره لري ترڅو دوی وویني چې هرڅه چې کوي سم دي. او بل مصنوعی مشابه کموډ یې فعال کموډ دی.

لکه څنګه چی په فضا کی جاذبه قوه شتون نلري، نو ستورمزلي باید له یو کش کوونکي ځانګړي ماشین څخه کار واخلي ترڅو ددوی فاضله مواد هلته تخلیه شي. همدغه راز ستورمزلي داسی د نیولو یو ځای ته ضرورت لري، چی ځان په کمود باندی په ناسته یا ولاړه کلک و نیسي. په دغه سیستم کې د پښو د غټو ګوتو د نیولو لپاره ځای شته، همدغه راز پکی یوه میله شته چې سړی پری ځان ټینګ کړی او همدغه راز داسی یوه پټۍ هم شته چی د ستورمزلو له خوریدو څخه په هوا کې مخنیوی کوي. همدغه راز په دغه سیستم کې د بوی د مخنیوي لپاره داسی ځانګړي باد پکي جوړې شوي دي، چې باکتریا او بد بوي خارج ته فیلتر کړي ترڅو د غه بیړۍ بد بویه نه شی.

موږ غواړو چی نن د پښتورګو د دندی په هکله معلومات پیدا کړو، همدغه راز باید انجینران هم په دغه موضوع پوه شي، ځکه چی بیا به د وسایلو په جوړولو کی ستونزه ونلري، لکه د یالیز ماشین او یا د ستورمزلو لپاره د تشناب جوړول.

د درس پس منظر

د انسان بدن د خپلي پاکۍ لپاره له مختلفو میتودنو څخه کار اخلي. د ساه په ویستلو سره د بدن څخه کاربن دای اکساید خارجیږي، مالګه دخولی په واسطه، او غذایی اضافي مواد د غایطه موادو په شکل کی له بدن څخه خارجیږي. همدغه راز د بولی سیستم له لاری اضافی منرالونه، زهریات، او نااستفاده شوي اضافی مواد، د تشو بولو له لاری خارجیږي.

پښتورګی په بولی سیتم کی یو ډیر مهم غړی دی، اکثریت خلک دوه پښتورګي لري، چي د ملا په قطني (لاندنۍ) برخه کی واقع دي او د پښتیو په واسطه یې ساتنه کیږي. د لوبیا شکل لري او ستاسي د موټي په اندازه دي. د بولی سیستم نوری برخی دا دي: حالبونه، احلیل، مثانه، ادرینل غدې، او د پښتورګو شریانونه او وریدونه. خو پښتورګی په دی سیستم کی ډیره مهمه دنده لري. یعنې وینه فلتر کوي. د پښتورګی فیلتر کوونکی واحد د نفرون په نامه یادیږي، چي کپسول، تیوبولونه، او د وینی اوعیه هم لري. هر پښتورګی تقریباً یو میلیون نفرونونه لري.

کلیوي شریانونه پښتورګو ته وینه راوړي ترڅو پاکه شي. وینه د کوچنیو رګونو لخوا او د شعریه عروقو لخوا پمپ کیږي چی د ګلومیرول په نامه یادیږي. دغه کوچني ګلومیرولونه د یوې عقدی په مینځ کی چی د باومن د کپسول په نامه یادیږي، موقعیت لري. د کپسول د جدار او د ګلومیرولونو تر مینځ یوه کوچنۍ فاصله شتون لري. اضافی مالګه، منرالونه او زهریات د شعریه عروقو له جدار څخه تیریږي، او ګلومیرول ته ورځي، بیا د هغه ځای څخه د کپسول د مثقوب جدار څخه قریبه تیوبولونو ته رسیږي. دغه ټوله پروسه د پښتورګی د قشر په برخه کی چې خارجی برخه یی ده واقع کیږي.

قریبه تیوبولونه اضافي مواد د پښتورګی د قشر څخه د پښتورګي مخ (مینځ) ته چی د پښتورګي داخلي برخه ده د یو U شکلی تیوب له لاری چې د هنلی د لوپ په نامه یادیږي انتقالوي. دغه اوږده لاره د دی موضوع سره مرسته کوي چی ضروری منرالونه بیرته جذب شي. او بیا کلیوي وریدونه پاکه وینه بیرته بدن ته و لیږدوي.

قریبه تیوبولونه، اضافی مواد قنات جامعه (collecting duct) ته تخلیه کوي. دغه قنات اضافی مواد، منرالونه، په مایع شکل کی، د پښتورګو څخه حالبونو ته انتقالوي. حالبونه هغه تیوبونه دي چی پښتورګي له مثانې سره نښلوي. حالبونه د اضافي موادو په لیږدولو کې بیا بدن ته یوه موقع برابروي چی ځینی ضروری مواد او اوبه مخکی له دی څخه چی مثانی ته توی شي بیرته جذب کړي،. مثانه په اضافي موادو ډکیږي، او داسی شکل لری لکه یوه پوکڼۍ چی په مخ کې یو شیردان شکله جسم لري. کله چی مثانه انبساط وکړي، نو په سطح کی هغه آخذی تنبه کوي چی د ادرار د کولو احساس رامینځ ته کوي. کله چی بدن د مثانی څخه اضافي مواد تخلیه کوي د احلیل له لارې د بدن څخه خارجیږي.

کله چی پښتورګي خپله دنده، د ناروغتیا یا هم د ضربې له امله ترسره نشي کړای، نو د دیالیز له ماشین څخه کار اخیستل کیږي. وینه له یو شریان څخه اخیستل کیږي او له ماشین څخه تیریږي، او د پښتورګي پشان یی فیلتر کوي. هغه مریضان چی دیالیز ترسره کوي باید څو ساعته او په اونۍ که دری ځله د دیالیز ماشین ته ورشی. ( تړاو لرونکی کړنی وګورئ، د پښتورګو فیلتر او ډیر جزيیات هم د دیالیز د ماشین په هکله وګورئ)

لغتونه/تعریفات

د ادرینل غده: د ا یوه غده ده چی د پښتورګو د پاسه واقع ده او هورمونونه تولیدوي.

مثانه: یوه کڅوړه ده چی د نس په لاندی حصه کی واقع ده او بولی پکی ذخیره کیږي.

د باومن کپسول: یو وړوکی د انساجو عقده ده چی خارجي جدار لري، او شعریه عروق پکی واقع دي. او د یوې فاصلی په واسطه سره جلا شوي دي، د فلتر کولو د سیستم د یوی برخې په شکل کار کوي. او اضافی موادو ته اجازه ورکوي چی له شعریه عروقو څخه قریبه تیوبولونو ته ولاړ شي، او د ویلیم باومن په نامه نومول شوی دی.

جامعه قنات: د پښتورګو په مینځ کې یو تیوب دی چی اضافي مواد د نورو فیلترونو څخه راټولوي او حالبونو ته یی انتقالوي.

دیالیز: په محلولونو کې مواد یو د بل څخه جدا کول د ډیفیوژن یا انتشار په وسیله چی په هغی کی یوه نیمه قابل نفوذ غشا کارول کیږي، او هیمودیالیز هغه عملیه ده چی په هغی کي وینه د دیالیز له لاری پاکیږي.

اطراحي سیستم: دغه سیستم د مثاني، پښتورګو او نورو تیوبونو څخه جوړ دی چې وینه پاکوي، او اضافی مواد د بدن څخه خارجوي. ( د بولی سیستم په نامه هم یادیږي)

ګلومیرول: د وینې د کوچنیو رګونو ضفیره ده چی د باومن په کپسول کی واقع دي، او د مالګي، منرالونو، او د اضافي موادو د خارجولو یو سټیشن دی، او د غه اضافي مواد د همدي ګلومیرول په واسطه اطراح کیږي.

د هنلي لوپ: د U په شکل یو تیوب دی چی د قریبه تیوبولو په مخ کی واقع دی او د اضافی موادو تیریدل کراروي، ترڅو د هغوی بیا جذب ته لاره هواره کړي.

نفرون: یو فلتر کوونکی واحد دی چې د پښتورګو په مینځ کې واقع دی، او وینه د اضافي موادو له شتون څخه پاکوي.

قریبه تیوبولونه: هغه تیوب دی چی ګلومیرول د جامعه قنات سره په پښتورګو کی یوځای کوي.

د پښتورګو شریان: هغه اصلي شریان چی وینه پښتورګو ته راوړي ترڅو پاکه شي.

د پښتورګو وریدونه: هغه وریدونه دي چې پاکه وینه د پښتورګو څخه بیرته زړه ته انتقالوي.

حالبونه: هغه تیوبونه چې پښتورګي د مثانې سره وصل کوي.

احلیل: هغه تیوب چی د مثانې څخه خارجیږي.

بول: هغه اضافي مایع چی له بدن څخه خارجیږي.

بولي سیستم: دغه سیستم د مثاني، پښتورګو او نورو تیوبونو څخه جوړ دی چې وینه پاکوي، او اضافی مواد د بدن څخه خارجوي. ( د اطراحي سیستم په نامه هم یادیږي)

تړاو لرونکې کړنې

د پښتورګو فیلتر: په دی کړنو کی زده کوونکو ته ووایی چی یو فیلتر جوړ کړي، ځکه د فیلتر سیستم د پښتورګو دنده ښیي.

د درس پای ته رسیدنه

لکه څنګه چې موږ نن زده کړل، پښتورګي د بدن مهم غړي دي. موږ سره د اضافي موادو په لیري کولو کې مرسته کوي. ځکه دغه اضافي موادو ته زموږ بدن ضرورت نلري. د چا په یاد دي، چې پښتورګي د بدن د کوم سیستم پورې اړه لري؟ دقیقه ده د اطراحی یا بولي سیستم پوري اړه لري. پښتورګي څنګه زموږ له بدن څخه اضافي مواد ایسته کوي؟ اضافي او ضرری مواد له وینې څخه فیلتر کوی، او وینه یوازی د ګټورو موادو سره پریږدي. اضافي مواد د مایع په شکل کې د بدن نورو برخو ته انتقالیږي، په مثانه کی ذ خیره کیږي، او باالاخره د بولو په شکل زموږ له بدن څخه خارجیږي.

آیا خلک د یوه پښتورګي سره ژوند کولای شی؟ هو او ډیر خلک شته چی یو پښتورګي لري. انجنیرانو د دیالیز ماشین هم دیزاین کړی دی. او د هغو خلکو لپاره چی پښتورګي یې سم فعالیت نشی کولای د مصنوعي پښتورګي په توګه کار کوي. د ناروغ وینه د هغی له بدن څخه ماشین ته ورځي، هلته فیلتر کیږي، او بیرته پاکه وینه بدن ته داخلیږي.

همدغه راز انجنیرانو د ستورمزلو د مرستی لپاره یو ځانګړی تشناب ډیزاین کړی دی، ترڅو هغوی په خارجی فضا کی د ستونزو سره مخامخ نشي. د چا په یاد دی چې د دغه تشناب نوم څه شی و؟ هو WCS یا د اضافي موادو د ټولولو سیستم. دغه تشناب څنګه کار کوي؟ ستورمزلي باید یو کش کوونکی سیستم ولري او همدغه راز د ځان د ټینګولو وسایل هم لري ترڅو پري له خوریدو پرته کیني او یا ودریږي.

موږ کیدای شي پوه نه شو چی څومره فکر او انجنیري ډیزاینونه پکار دي ترڅو ستورمزلي خارجی فضا ته واستول شي. انجنیران باید د بدن د هرې برخې په دندو پوه شي او په فضا کې داسې یو سیستم جوړ کړي ترڅو دغه ټول سیستمونه په ښه ډول دنده ترسره کړي. او په ځانګړي ډول کله چي فضایی سفر کوي.

ارزونه

د درس څخه وروسته ارزونه:

پوښتنې او ځوابونه: د زده کوونکو څخه وپوښتئ او ورته ووایی چی لاس اوچت کړي

  1. پښتورګي د بدن په کوم سیستم پورې اړه لري: (ځواب اطراحیه یا بولي سیستم)
  2. څوک پوهیږي چې پښتورګي مو چیرته موقعیت لري؟ ( ځواب د خپلی ملا لاندینۍ برخې ته اشاره وکړئ)
  3. پښتورګي څه کار کوي؟ (ځواب، د فیلتر په ډول فعالیت کوي او اضافي مواد له بدن څخه لیري کوي.)
  4. څو پښتورګي لرئ؟ (ځواب، اکثریت خلک دوه پښتورګي لری، خو ځینی خلک یو پښتورګی هم لري)
  5. ایا تاسې د یوه پښتورګي سره ژوند کولای شئ؟ ( ځواب، هو که چیری یوه پښتورګي ضربه وویني او یا ایسته کړل شي، هغه بل پښتورګی د دواړو کار کوي).
  6. هغه کوم وسایل دي چې انجنیرانو ډیزاین کړي دي او موږ ورباندې نن خبرې وکړي (ځواب، د دیالیز ماشین او په فضایی بیړۍ کې د تشناب سیستم.)

د درس د لنډیز ارزونه

انجنیري وسایل: وینه او د اضافي موادو جریان په اطراحی سیستم کی باید د مثال په ډول ذکر شي، موږ څنګه کولای شو چی د یوې مادې جریان په یو سیستم کې په نښه کړو؟ موږ د حرکت سمت په غشیو ښودلای شو. لکه د مثال په ډول موږ د اوبو د جریان په هکله زده کړل، او پوه شولو چی اوبه څنګه د اوبو په دوران کې جریان لري څنګه په غشیو ښودل کیږي. انجنیران غواړي چې د شیانو په جریان پوه شي. انجنیران غواړی د دوران مسیر تعقیب کړي. زده کوونکو ته ووایی چې د فلو چارت څخه ګټه واخلئ. په یوه فابریکه کی د محصولاتو جریان پلان کړئ ، چارتونه رسم او تقیسم اوقات جوړ کړئ او د دیالیز ماشین په جریان پوه شئ او یا هم نور داسې شیان چی ستاسی په ذهن کۍ مو ګرځي د مثال په توګه راوړئ، چې انجنیران غواړي د هغوی د جریان سمت معلوم کړي. (ممکنه ځواب، د کور په نل کې د اوبو جریان، په یو تعمیر کې د هوا جریان، د برق جریان په برقی مزي کې او داسې نور)

د پښتورګي بررسي (رسمول) که چیرې وخت اجازه درکړ، د پښتورګو او اطراحی سیستم لوی رسم په تباشیر باندی بهر وباسئ بیا د ټولګي څخه په نوبت ووځئ او په هرځای چې قدم ږدئ نوم یې اخلې او دنده یې ذکر کوئ.

اضافي مسایل

د زده کوونکو سره مرسته وکړئ ترڅو د لاندی ساینس پوهانو او موضوعاتو په هکله څیړنه وکړي:

  • ویلیم باومن (۱۸۱۶-۱۸۹۲) انګریزي جراح چې په پښتورګو کې یې کپسول کشف کړ.
  • مارسیلو مالپیګي (۱۶۲۸-۱۶۹۴) پرمختللی مایکروسکوپیست
  • د ادرار ترکیب او روغتیایی حالت
  • د پښتورګو ناروغۍ او درملنه یې
  • غذایي مواد او د پښتورګو دنده
  • د دیالیز ماشین ډیزاین

د زده کوونکو څخه غوښتنه وکړئ چې یو فلوچارت رسم کړي او پکې وښايي چې د پښتورګي د شریان څخه د ځیګر له لارې څنګه وینه راځې، دغه موضوع هم تشریح کړي چې اضافي مواد چیرته زیرمه کیږي، څنګه د بدن څخه خارجیږي او بیا پاکه وینه چیرته ځی؟

 

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب