د ایمان پوهنتون – یمن

ایمان پوهنتون یو اسلامي پوهنتون دی چې  قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو ته التزام لري، د قرآن کریم او احادیثو په فهم کې د صحابهء کرامو او د هغوی د پیروانو په نقش قدم روان دی، د ایمان د خدمت لپاره هڅې کوي، غواړي په یمنۍ ، نورو عربي، اسلامي او ټوله نړۍ کې د یو ښه ژوند بېلګه وړاندې کړي، او دا د پوهنیزو بنسټونو او مفاهیمو په رشد، ټینګوالي او ژوروالي سره، تر څو د عربي او اسلامي تمدن په پرمختګ کې کوم چې د ایمان، پوهې، اخلاقو او عمل په ستنو ولاړ وي، برخه واخلي.

د نوموړي پوهنتون په اړه:

۱ – د ایمان پوهنتون بنسټ په ۱۴۱۴ هـ ق کال کې شیخ عبد المجید زنداني د اسلامي امت دغوره او سترو علماوو په مرسته او همکارۍ کېښود.

۲ – د جوړېدو  فرمان یې چې ۲۸ نمبر فرمان و،  د یمن د لوړو زده کړو له وزارت نه  په ۱۴۱۴ / ۷ / ۱۴ هـ ق کې چې له ۱۹۹۳ / ۱۲ / ۱۷ سره سمون خوري صادر شو.

۳ – بنسټيزه سټه یې د یمن په صنعا ښار کې ده، خو په نورو ولایتونو کې هم څانګې لري.

۴ – دا یو  نړیوال اسلامي د خیر ښېګڼې دیني پوهنتون دی.

۵ – د عربي پوهنتونونو د ټولنې غړیتوب لري.

۶ – په نوموړي پوهنتون کې له دولسم ټولګي وروسته درسي پروګرام لس کاله دی، چې په دوه برخو ویشل کېږي:

اـ لومړی پړاو: اوه کاله دی، په دې اوو کلونو کې شاګرد د لیسانس او ماستیرۍ درجې تر لاسه کوي.

ب ـ دوهم پړاو: درې کاله دی، دا د تخصص پړاو دی، شاګرد په دې پړاو کې د دکتوراه سند تر لاسه کوي.

۷ ـ د پوهنتون درسي منهجونه په خورا دقت سره غوره شوي، چې لومړی عام او ورپسې تخصص ته رسېږي.

د پوهنتون مالي منابع:

په الله جل جلاله له توکل او بروسې وروسته، په هغو مرستو، زکاتونو  او صدقاتو خپل کار پر مخ وړي چې خلک یې ور سره کوي.

پوهنتون چې کله جوړ شو، لاندې یوه پوهځنۍ یې لرله:

د ایمان پوهنځۍ، او په کرايي ځای کې یې په کار پیل وکړ، بیا وروسته خپل نوي ځای ته چې د صنعا ښار په شمالي الستین سرک باندې پروت دی انتقال شو.

–        په کوم کال چې پوهنتون جوړېدو، ۲۵۰ نارینه زده کوونکي، او ۲۹ ښځینه زده کوونکې یې لرلې.

–        په لومړي ځل یې ۱۱۳ نارینه زده کوونکي او ۲۳ ښځینه زده کوونکې فارغې کړې.

–        په لومړي کال کې تدریسي پرسونل:  ۳۰ استاذانو تدریس پکې کولو، چې ۲۴ یې یمنیان ۲۰ نارینه او ۴ ښځینه، او ۶ یې غیر یمني نارینه وو.

په لومړي کال کې اداري پرسونل: ۱۱ نارینه او ۵ ښځینه.

د پوهنتون عام اهداف:

۱ – د باتقوا، او با عمله علماوو فارغول او تیارول، چې له اړتیاوو، شرایطو او حالاتو سره سم  په خپلو تخصصاتو کې د اجتهاد وړتیا ولرلی شي.

۲ –  خدای پرسته عالمانې فارغول، چې له اړتیاوو، شرایطو او حالاتو سره سم په خپلو هغو تخصصاتو کې د اجتهاد وړتیا ولرلی شي، کوم چې د دوی له فطرت، کار، په کورنۍ او ټولنه کې د دوی له رول سره مناسبت ولري، او د اسلامي شریعت له احکامو سره په ټکر کې نه وي.

۳ – د هغو شرعي، علمي او عملي تخصصاتو برابرول کوم چې د ټولنې، امت او نړۍ اړتیاوو ته په ځواب ویلو کې برخه واخیستلی شي.

۴ – په ټولنه او امت کې د اسلامي ارزښتونو په ساتنه، رشد او خپرولو کې برخه اخیستل.

۵ – پوهنتون لاندې موخو ته لومړیتوب ور کوي:

ا – دا چې زده کوونکي د ایمان مفهوم د قرآن کریم او نبوي سنتو په رڼا کې، او د صحابهء کرامو او تابعینو د فهم په رڼا کې زده کړي.

ب –  دا چې زده کوونکي د الله جل جلاله کتاب قرآن کریم بشپړ حفظ کړي، شرعي علوم، ددین اصول او عربي ژبه زده کړي.

ج-  دا چې زده کوونکي د تزکیة النفس علم د قرآن کریم، نبوي سنتو، د صحابهء کرامو، تابیعینو، او په اسلامي تمدن کې د تزکیة النفس د وتلیو څېرو د کړنو په رڼا کې عملي کړي.

 د – دا چې زده کوونکي د معاصرو انساني علومو اصول د قرآن کریم او نبوي سنتو، او همدا رنګه د انسان، ژوند، ټولنې، کون، علم او ارزښتونو په اړه د اسلامي تصور په رڼا کې، د عقلي مهاراتونو له مخې زده کړي، تر څو دوی په خپلو تګلارو، او دتګلارو په موخو او دندو کې پوره مهارت تر لاسه کړي، داسې چې  د معاصرو علومو د نقد توان ولرلی شي.

ه – دا چې زده کوونکي د پیغمبرانو علیهم الصلاة والسلام د دعوت اصول وپیژني، تر څو په هغوی پسې اقتدا وکړي، او دمصلحینو او مجددینو منهجونه ولولي.

و – دا چې زده کوونکي د کوني علومو اصول زده کړي، په قرآن کریم او نبوي سنتو کې د علمي اعجاز ځایونه وپيژني، او د علمي اعجاز څېړنې عملي کړي، تر څو له ذخیرو څخه یې ګټه پورته کړي، او د ایماني حقایقو د اثبات لپاره یې و کاروي.

ز – دا چې زده کوونکي علم الادیان زده کړي، تر څو درسول الله صلی الله علیه وسلم په بشارتونو پوه شي، چې بیشکه خاتم النبیین والمرسلین و، او په نورو الهي ادیانو کې د تحریف موارد وپیژني.

ح – دا چې زده کوونکي زړې او نوې مهمې فلسفي مدرسې وپيژني، او د اسلامي عقيدې او اسلامي قانون د ځانګړتیاوو په رڼا کې یې په ژوره توګه ولولي.

ط- دا چې زده کوونکي نن ورځ د مسلمانانو د ژوند مختلف اړخونه وپيژني، د عربي او اسلامي امت له معاصرو قضایاوو سره سم چلن وکړای شي، منحرف ګوندونه، او په قانوني وسیلو سره یې د مخنیوي لارې چارې و پيژني.

ي – دا چې زده کوونکي نظري درس او عملي تطبیق سره وکړای شي.

ک – دا چې زده کوونکي د نویو معلوماتي او رسنیزو وسایلو په استعمال پوه شي، او په مربوطه برخو کې له اړتیا سره سم انګلیسي ژبه زده کړي، رسنیز بنسټوڼه جوړ کړي، د پرمختګ لپاره یې کار وکړي، او د رسنیو پروګرامونه او سیاستونه سم کړي.

ل – دا چې زده کوونکي د اختلاف اصولو وپيژني، مختلف ولسونه وپيژني، د پیژندنې او ګډې همکارۍ اصول و پيژني، د نورو امتونو په منځ کې ژوند کول وپيژني، له خپل دین او هېوادونو څخه دفاع، د حق او عدل د مرستې واجبوالی وپيژني، د قرآن کریم او نبوي سنتو په رڼا کې د الله جل جلاله لوري ته د دعوت مهارتونه تر لاسه او په حکمت او موعظه حسنه سره یې تر سره کړي. په ښه ډول بحث او مناقشه وکړي.

۶ – په نورو پوهنتونو کې د فارغینو له علمي سویو سره د وړ او مناسبو پروګرامو له مخې د هغوی تیارول، تر څو وکولی شي په ایماني او دعوتي چارو کې برخه واخلي، همدا رنګه له نورو پوهنتونو سره د پوهنیزو ګډو مرستو تړونونه لاسلیکول.

۷ – د ایمان د ځواکمن کېدو او تجدید په برخه کې د ټولنې د خدمت لپاره کار کول، د نارینه او ښځینه وو لپاره ځانګړي کورسونه جوړول، په ټولنیزو برخو کې د مهارتونو او مواهبو د رشد، او دستونزو په هوارولو کې د برخې اخیستنې په موخه کنفرانسونه او ټولنې جوړول.

۸ – د هېواد په د ننه او بهر کې د پوهنتونو او  ذی ربطو تعلیمي بنسټونو تر منځ د اړیکو ټینګول، او همدا رنګه د پوهنتون او د اسلامي نړۍ د علماوو تر منځ په مختلفو هغو تخصصاتو او برخو کې چې د ایمان پوهنتون موخو ته خدمت کولی شي تړاو ټينګول.

۹ – استاذانو، شاګردانو او څېړونکو ته په ګڼو ډولونو د علمي څېړنو فرصت برابرول، کوم چې د پوهنتون له نظري او عملي موخو سره تړاو لري، او ددې لپاره د علمي څېړنو  دلازمو مرکزونو د جوړولو په برخه کې لاس په کار کېدل.

۱۰ – د اړیکو او معلوماتو له وسیلو نه په ګڼو نویو ډولونو د شرعي علومو د خپرولو لپاره استفاده کول، لکه آزادې زده کړې، له لیري واټن څخه زده کړې کول، او داسې نور…

۱۱- د نوې ټیکنالوژۍ  په مټ له ټولګیو نه نيغ په نيغه د تلویزیون له لارې د ښځینه وو زده کوونکو برخو ته د درسونو انتقالول، له استاذانو سره د درسونو پر مهال د داخلي اړیکو د شبکې په مټ نېغ په نېغه اړیکې نیول، همدا رنګه له مختلفو ادارو سره د اړتیا پر وخت اړیکې نیول، د تدریس پر مهال له کمپیوټرونو او پروجیکټونو څخه، او همدا رنګه د آرشیف په برخه کې له کمپیوټرونو څخه استفاده کول.

۱۲- په کتاب الله او نبوي سنتو باندې د منګولو ټینګولو او د ټولنې او امت د وحدت ساتلو په چوکاټ کې د اسلامي فقهي مذهبونو له مختلفو اجتهاداتو څخه په مختلفو ټولنو کې دفرد، ټولنې، او دولت د ستونزو د هوارولو لپاره استفاده کول.

د پوهنتون ځانګړتیاوې:

أ-  پوهنیزې ځانګړنې:

۱- ایمان پوهنتون لاندې برخې لري:

تزکیة النفس، ایمان، علمي اعجاز.

۲ – زده کوونکي ته ځیني کتابونه په وړیا توګه ور کول.

۳ – پوهنتون د ورځني پوهنیز او روزنیز پروګرام له مخې د زده کوونکي څارنه کوي، چې د سهار له لمانځه وروسته پیلېږي.

۴ – هر زده کوونکی چې کله له ایمان پوهنتون څخه فارغېږي، د الله جل جلاله کتاب قرآن کریم به یې خامخا حفظ کړی وي.

۵ – په پوهنتون کې د عربي ژبې د زده کړې لپاره یو مرکز شتون لري، تر څو هغه زده کوونکي چې عربي ژبه یې نه وي زده، عربي ژبه زده کړي، او بیا وروسته په پوره توانمندۍ د پوهنتون درسونو ته ور داخل شي.

۶ – پوهنتون په خپلو درسونو کې د نارینه او ښځينه زده کوونکو تر منځ په جلاوالي عمل کوي، او ګډ درسونه د بندو تلویزیونو په مټ مربوطه برخو ته انتقالېږي.

۷ – پوهنتون درسي کتابونه په بشپړ ډول پای ته رسوي.

ب- خدمتي ځانګړني:

پوهنتون مجردو، او ځینو متاهلو زده کوونکو ته د پوهنتون په ښارګوټي کې د لیلي آسانتیاوې برابروي.

پوهنتون په خپل ښارګوټي کې د استاذانو هستوګنې ته ځکه ډېره پاملرنه کړې، تر څو زده کوونکو ته له استاذانو سره د اړیکو ساتل او له هغوی نه استفاده کول آسانه وي.

پوهنتون په خپل ښارګوټي کې د خپلو زده کوونکو، استاذانو او اداري کارکوونکو د اولادونو لپاره بنسټيز ښوونځی هم لري.

پوهنتون په خپل ځانګړي خوړنځي کې خپلو زده کوونکو ته وړیا خواړه ور کوي.

پوهنتون د لومړنیو روغتیايي اړتیاوو لپاره روغتیايي برخه هم لري.

پوهنتون د خورا لږ فیس په بدل کې د خپلو هغو زده کوونکو لپاره د ترانسپورت آسانتیاوې برابرې کړې دي، کوم چې له پوهنتون څخه بهر اوسي، همدارنګه د ښځینه زده کوونکو لپاره د تلو او راتلو ترانسپورتي آسانتیاوې یې هم برابرې کړې دي.

درسي نظام:

پوهنتون په خپل درسي نظام کې هجري قمري تاریخ کاروي.

د پوهنتون تعلیمي کال له دوو درسي سمسترونو څخه جوړ شوی، له دې پرته هر کال یو تطبیقي سمستر هم لري.

درسونه په ورځني ډول، د جمعې له ورځې پرته، د سهار له لمانځه وروسته پیلېږي، او له غرمې مخکې په یوولس نیمو بجو پای ته رسي.

پوهنتون درسي کتابونه د لکچري درسونو په مټ تدریسوي.

شاګردان په څلورم کال په خپلو تخصصي برخو کې نوم لیکنه کوي، تخصصي مضمونونه د ټولو ساعتونو ۲۰٪ کې تدریسېږي، یعني ( له څلورم کال نه تر اووم کال پورې ).

په پوهنتون کې د درس وخت لس هجري قمري کلونه دی، او دا په دوه پړاوونو کې:

أ – لومړی پړاو ( عام پړاو ):

دا هغه پړاو دی چې غواړي داسې یو عالم فارغ کړي چې په خپل دین پوه وي، د خپل عصر او زمانې په اړه معلومات ولري، په خپل علم عمل وکړي، باتقوا او پرهیزګار وي، هغه شرطونه پوره کړي چې د یو عالم لپاره اړین دي، دا پړاو اوه کاله دی، د څلورو کلونو په تېرېدو سره د لیسانیس درجه ور کول کېږي، او د لومړي پړاو په بشپړېدو بیا د ماسترۍ درجه ور کول کېږي، او دا هغه وخت چې یوه رساله ولیکي، او یا په علمي تخصصاتو کې کوم چې په پوهنتون کې تدریسېږي، شامل امتحان ور کړي.

ب – دوهم پړاو د لوړو زده کړو تخصص دی، چې په دې اړه معلومات د لوړو زده کړو په ځای کې یاد شوي. که څوک غواړي هلته یې دې وګوري.

د پوهنتون په اړه عام معلومات:

په ۱۴۳۵ هـ ق کال کې ۲۹۳ نارینه زده کوونکي او ۳۰۰ ښځینه زده کوونکې منل شوي.

په ۱۴۳۴ ه ق کال کې د پوهنتون د ټولو برخو شته زده کوونکو شمیر: ۲۵۳۴ نارینه زده کوونکي، او ۲۰۸۶ ښځینه زده کوونکې.

 فعلا په پوهنتون کې ۱۷۲ استاذان تدریس کوي. او د اداري کارکوونکو شمېر: ۱۵۷ کسان دي، ۱۲۸ نارینه او ۲۸۹ ښځینه.

انور نوري

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب