د اولاد روزنه او نبوي منهج
كورنۍ د اولادونوپه تربيه کې مهم رول لري ځکه چې ماشومان په همدې کورنيو کې لوييږي او له همدې ځايه د ژوند مهارتونه او اخلاقي ارزښتونه زده کوي.
کورنۍ د انسان د شخصيت جوړونې اوپرمختګ لومړنۍ وسيله ګڼل کيږي، که چېرې يوه کورنۍ صالحه وي او د اولادونو تربيې ته ځانګړې پاملرنه ولري نو هرومرو به ټولنې ته داسې افراد وړاندې کړي چې دا ټولنه به پرې نه يوازې جوړه بلکې د ترقۍ او پرمختګ لوړمقام به ترلاسه کړي.
نو ځکه مور او پلار باندې واجب دی چې د اولادونو تربيې ته ځانګړې پاملرنه وکړي
اولادونه د الله تعالی لوی نعمت دی او د اسلام مبارک دين مونږ د اولادونو تربيې ته هڅوي. الله تعالى فرمايي:
( قوا انفسکم و اهليکم نارا) التحريم: ٦
خپل اولادونه د دوزخ له اورڅخه وساتئ.
همدا ډول رسول الله صلى الله مور او پلار د اولادونو مسئول ګرځولي .
امام بخاري او امام مسلم د عبدالله بن عمر رضى الله عنهما نه نقل کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
((ألا كلكم راع، وكلكم مسئول عن رعيته، فالأمير الذي على الناس راع، وهو مسئول عن رعيته، والرجل راع على أهل بيته، وهو مسئول عنهم، والمرأة راعية على بيت بعلها وولده، وهي مسئولة عنهم، والعبد راع على مال سيده، وهو مسئول عنه، ألا فكلكم راع مسئول عن رعيته))
خبر دار! تاسي ټول شپانه ياست او له تاسي نه به د خپل رعيت په هکله پوښتنه کيږي، د قوم امير هم شپون دى، د هغه نه به د ده د رعيت په هکله پوښتنه کيږي، سړى هم شپون دى له ده نه به هم د اهل او اولاد په هکله پوښتنه کيږي، ښځه هم شپنه ده د خاوند دکور او اولادونو په اړه به پوښتل کيږي، مريی هم شپون دى او د خپل مالک د مال پوښتنه به تري کيږي نو خبردار شئ چې تاسي ټول شپانه ياست او د ټولو نه به د خپل رعيت پوښتنه کيږي.
له دې او دې ته ورته نصوصو څخه څرګنديږي چې د اولادونو تربيه د مور اوپلار لوی مسؤليت دی او له دوی نه به داولادونو په اړه د لږ تقصير اوبی پروايۍ پوښتنه هم کيږي.
امام ترمذی او امام احمد يو روايت نقل کوي چې يوه ښځه د خپلې لور سره رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغله چې د لور په لاس کې يې دوه د سرو زرو کړۍ وې، رسول الله صلی الله عليه وسلم ترې پوښتنه وکړه چې د دې زکات ورکوې ؟ ښځې وويل: نه. رسول الله عليه وسلم ورته وفرمايل: آيا ستا دا خوښه ده چې د قيامت په ورځ الله تعالی تاته د اور بنګړي واچوي، راوي وايي: چې ښځې دواړه بنګړي د لور له لاسونو نه راوويستل او د رسول الله صلی عليه وسلم په وړاندې يې وغورځول او ويې ويل: دا دالله او دالله د رسول د رضا په خاطر صدقه شول.
له دې حديث نه معلومه شوه چې مور هم د اولادونو د کړنو مسئوله ده او دا ځکه چې مور د لور په عمل راضی وه او يا دا چې هغه يې سبب جوړه شوې وه . نو ځکه نارينه ته په کار دي چې د ځان لپاره صالحه ، دينداره او د ښو اخلاقو خاونده ښځه انتخاب کړي.
د صالحې ښځې د انتخاب نه وروسته د يو مسلمان د مهمو مسؤليتونوڅخه د ده د اولادونو سالمه روزنه ده او دا د ده لپاره لويه ابتلاء اوامتحان دی ،هغه څوک به په دې امتحان کې بريالی کيږي چې الله ورته توفيق ورکړي
په يو حديث کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه نقل دي((څوک چې د لوڼو په ازميښت مبتلا شي نو د هغوی ښه تربيت دې وکړي دا به د ده لپاره د دوزخ له اور نه د نجات ذريعه شی))
څوک چې غواړي چې نجات بيامومی نو هغه ته په کار دي چې د نجات لارې چارې اختيار کړي او نجات د رسول الله صلی الله عليه وسلم په پيروۍ کې دی.
د اولادونو سالمه تربيه د هغوی د کوچنيوالي نه په کار ده ، که څوک غواړي چې د امتحان نه بريالی ووځي او د خپل رب سره په داسې حال کې مخامخ شي چې امانت يې پرځای کړى وي نود خپلو کوچنيو اولادونو پرتربيه او روزنه دې اهتمام وکړي.
امام غزالي په خپل کتاب احياء علوم الدين کې ليکيٍ:
هغه څه چې يو ماشوم ورته تر هرڅه زياته اړتيا لري د هغه اخلاقي روزنه ده هغه په هغه څه عادي کيږي چې له خپل روزونکي څخه يې په کوچنيوالي کې زده کړي وي که څوک يو ماشوم په کينه، غصه ، جګړه، تيزۍ، هوس،سرکشۍ، اوځانځانۍ وروزي نو دا صفتونه په کې پاتې کيږي بيا په لويوالي کې ستونزمنه ده چې ترې لاړشي بلکې دغه صفتونه د هغوۍ عادت جوړشي او ځان ورڅخه نه شي خلاصولای د اکثرو خلکو د اخلاقي انحراف لوی لامل د هغوی په کوچنيوالي کې ناوړه روزنه ګڼل کيږي.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم سيرت او ژوند که مطالعه شي دکوچنيانو د روزنې ګڼ مواقف ترې د درسونو په توګه اخيستلای شو .
اول: د لوبو او ټوکو په وسيله روزنه:
د لوبو په وسيله روزنه د تعليم او تربيې له مهمو وسايلو څخه ګڼل کيږي او زيات خلک دا وسيله د نويو غربي تربيت پوهانو ابتکار ګڼي خو په حقيقت کې دغه وسيله رسول الله صلی الله عليه وسلم د کوچنيانو په تربيت کې څوارلس سوه کاله مخکې کارولې ده.
د ابوعمير سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم چلند کې په لوبو او ټوکو کې د ماشومانو د روزنې لوی درس شته .
امام بخاری رحمه الله د انس بن مالک رضي الله عنه نه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د بهترينو اخلاقو خاوند وو او بيا قصه کوي چې زما يو ورور وو چې خلکو به ابو عمير باله، رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله د هغه خوا ته راغی نو ورته به يې ويل: (( يا ابا عمير ما فعل النغير)) ای ابو عميره! نغير دې څه وکړل.
(نغر) يو وړوکی مرغه وو چې ده به ورسره لوبې کولې چې د زيات وړوکوالي نه رسول الله صلی الله عليه وسلم (نغير) په تصغير سره ياد کړ.
دا د رسول الله صلی الله د ماشومانو د روزنې په اړه اهتمام وو چې د هغوی سره به يې په لوبو کې هم د مينې محبت او تشويق په خاطرګډون کاوه.
امام نسايي په صحيح سند سره له عبدالله بن شداد رضی الله عنه نه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به خلکو ته لمونځ ورکاوه کله کله به چې سجدې ته لاړ نو د هغه لمسی سيدنا حسين رضی الله عنه به راغی په اوږو به ورته کيناست نو رسول الله به سجده اوږده کړه تر دې چې خلکو به ګمان وکړ چې څه پيښه وشوه کله به چې له لمانځه نه فارغ شو نو خلکو به ترې د سبب پوښتنه وکړه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم به ورته وفرمايل : زما بچی زما په اوږو سپور شوی وو ما نه غوښتل چې زه د سجدې نه زر سر را اوچت وکړم تر څو چې هغه خپله اړتيا پوره کړي.
دوهم: په نيکو او دخير په کارونو د اولادونو عادت کول:
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وايي: چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي (( خپل اولادونه د لمانځه پابند وساتئ او د خير په کارونو يې عادت کړئ ))
په احاديثو کې د خير په کارونو د اولادونو د عادت کولو ګڼ مثالونه شته چې څو يې ستاسې مخې ته ږدو .
دلمانځه په اړه ابن خزيمه په خپل صحيح کي او امام ابوداود او امام ترمذي په صحيح سند سره د انس بن مالک رضي الله عنه نه روايت کوي چې رسول الله عليه وسلم يوې ميلمستيا ته دعوت شو ، د ډوډۍ خوړلو نه وروسته رسول الله عليه وسلم وفرمايل: (( پاڅيږئ چې تاسې ته لمونځ درکړم )) انس رضي الله عنه وايي: زه پاڅيدم يو پوځکې مې راواخيست چې د ډير استعمال له امله تور شوی وو ، اوبه مې پرې وشيندلې رسول الله صلى الله عليه وسلم پرې ودريد، ما او يو يتيم هلک ورپسې اقتداء وکړه او يوه بوډۍ ښځه هم وروسته راپسې ودريده ، رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته دوه رکعته لمونځ راکړ او بيا لاړ.
فقهاء وايي: د رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه لمونځ فرض لمونځ نه وو بلکه نفل لمونځ وو چې مقصد يې ورڅخه دغه ماشوم او ښځې ته د جماعت د لمانځه ترغيب وو .
همدا ډول رسول الله عليه وسلم مور او پلار ته امر کوي چې خپلو اولادونو ته په اوه کلنۍ د لمانځه امر کوئ او په لس کلنۍ کې که لمونځ ونکړي تاديبي جزا ورکړئ ترڅو د لمانځه عادت واخلي . امام ابوداود په خپل سنن کې د رسول الله عليه وسلم يو روايت نقل کړى دى چې فرمايي (( مروا اولادکم بالصلاة وهم أبناء سبع واضربوهم عليها وهم أبناء عشر ، وفرقوا بينهم في المضاجع))
خپلو اولادونو ته په اوه کلنۍ د لمانځه حکم کوئ او چې کله د لسو کلونو شي او لمونځ نه کوي نو ويې وهئ او د خوب ځايونه يې جدا کړئ )) البته دکوچنيانو دغه وهل چې په حديث کې ذکر دي تاديبي دي نه داسې چې سخت ووهل شي چې لاس يا پښه يې ماته او يا هم زخمي کړل شي
د ابوداود او ترمذي په يو بل روايت کې دي چې ((علموا الصبي الصلاة لسبع سنين)) خپلو اولادونو ته په اوه کلنۍ کې لمونځ ورزده کړئ.
د روژې په اړه امام بخاري او امام مسلم د ربيع بنت معوذ رضي الله عنها نه روايت کوي چې وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم د عاشورا د ورځي په سهار د مدينې خوا او شا کليو ته احوال وليږه چې(( که چا سهارڅه نه وي خوړلي نو د روژي نيت دې وکړي او که چا څه خوړلي وي نو هم د پاتې ورځې روژه دې ونيسي )) دا بي بي وايي: له دې وروسته به مونږ په دغه ورځ يعني د عاشورا په ورځ پخپله هم روژه نيوله او په خپلو ماشومانو بچېانو به مو هم نيوله تردې چې هغوى ته به مو د مالوچو نه نانځکې او ګوډاګي جوړ کړل،کله به يې چې د خوراک پسې ژړل نو هغه به مو ورکړل چې پرې مشغول شي تر څو ماښام شي او روژه پوره کړي.
امام ابن حجر رحمه الله وايي: په دې حديث کې د کوچنيانو په روژه نيولو باندې د عادت کولو د جواز دليل دى.
د حج په اړه امام مسلم په خپل صحيح کې د ابن عباس رضي الله عنه نه نقل کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په(روحا)نومي ځاى کي د يوکاروان سره مخ شو پوښتنه يې ورڅخه وکړه تاسي څوک ياست؟ ځواب ورکړل شو مونږ مسلمانان يو . بيا ترې کاروانيانو وپوښتل چې تاسي څوک ياست ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: د الله رسول يم ، په دې وخت کې يوې ښځې خپل ماشوم راپورته کړ چې يا رسول الله ! د ده حج کيږي ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: (( نعم و لک اجر )) هو اوستا لپاره هم پکې اجر شته.
له دې حديث نه معلومه شوه چې د امکان په صورت کې ماشومان هم حج ته بيول د هغوى په تربيه کي مهم رول لري او په اسلام کې د دې کوم ممانعت نشته بلکې باعث د اجر دى.
دريم: د قصو په وسيله د اولادونو تربيه :
د قصو تربيوي اغيزې په لويانو او ماشومانو يو ډول دی او همدا لامل دى چې الله تعالى په قرآن کريم کې زياتې قصې بيان کړي دي. د سورت يوسف په پاى کې الله تعالى فرمايي : يقينا د پيغمبرانو په قصو کې د عقل د خاوندانو لپاره د عبرت درسونه دي .
او دا ځکه چې قصه انسان ته يو څه د سوچ، تفکير او د عقل د استعمال مجال ور په برخه کوي .
مونږ په خپله ټولنه کې زيات کوچنيان وينو چې د شپې ناوخته د خپلو ميندو او نياګانو نه راتاو وي چې يوه قصه ورته وکړي هغوى ورته داسې خيالي قصې بيانوي چې دې کوچنيانو ترې څو څو ځله اوريدلي هم وي خو بيا هم زړه نيا مجبوروي چې هماغه تکراري قصه ورته وکړي او چې کله يې ورته پيل کړي نو ګورو چې په څومره شوق يي ورته غوږ نيولاى وي .
خو له بل پلوه وينو چې ماشوم پلار ته وايي: چې با با قصه راته وکړه خو پلار يې په نورو عبثو کارونو بوخت وي کمپيوتر ته ناست وي په انټرنيت کې د ملګرو سره په چټنګ بوخت وي په مبايل کې په اوږدو خبرو مصروف وي ، بيا ماشوم مورته مراجعه کوي چې مورې ته راته قصه وکړه هغه هم ورته وايي: ويده شه اوزګاره نه يم تر دې چې ماشوم مات زړه دقصې په ارمان ويده شي ، که مونږ ماشومانو ته د پيغمبرانو ، اصحابو، او سلف صالحينو رښتيني قصې په ساده الفاظو او د ماشومانو په ژبه وکړو او دې ته وخت ورکړو نو يقينا چې دا به د هغوى په روزنه کې لوى رول ولري، همدا ډول نن د ساينس او تکنالوژي په دور کې داسې فلمونه ، قصې او کارتونونه چې په هغې کې د اسلافو ژوند او کارنامي انځور شوى وي خپلو اولادونو ته پيدا او د تلويزيونو د بد اخلاقو سريالونو،ډرامواو دبي هدفه کارتونونو د بديل په توګه يي خپلو اولادونو ته وړاندې کړو .
حقيقت دا دی چې مونږ ته د اولادونو په روزنه کې نبوي منهج خپلول په کار دي چې اولادونو ته د تعليم، تفريح، صحت او هوسا ژوند سره سره اخلاقي او ديني تربيه هم ورکړو تر څو په راتلونکي کې د ټولنې خادمان وګرځي او ټولنه د نيکمرغۍ په لورې بوځي .