د اولاد د زېږون پر مهال اسلامي لارښوونې
تر ټولو لومړی خپلو ټولو لوستونکو او ټولو مسلمانانو ته له الله جل جلاله څخه د نېک اولاد غوښتنه کوو.
کله مو چې په کور کې ماشوم پيدا کيږي، نو څه بايد وکړو؟
په دې اړه وتلی اسلامي عالم شیخ احمد قوتي وايي:
ماشوم د الله جل جلاله له خوا ډالۍ ده، نو ځکه میندې او پلرونه باید دغې سپېڅلې او عجيبه ډالۍ ته له پوره چمتووالي سره ښه راغلاست ووايي. په دې اړه څو اړينې لارښوونې دي چې بايد عمل پرې وشي تر څو د خالق شکر پر ځای کړل شي، له خپلې کورنۍ او ملګرو سره خپله خوښي شريکه کړل شي، او د اسلامي ژوند محور، د الله يووالی، عام کړل شي.
د کوچني د پيدايښت اړوندې لارښوونې په لاندې ډول دي:
۱- د ماشوم له پيدا کېدو سره سم بايد په نرم او خوندور اواز د هغه په ښي غوږ کې اذان وکړل شي.
۲- د خُرما يا کجورې يو وړه ټوټه بايد د ماشوم د پلار يا کوم بل نيک کس په وسيله نرمه کړل شي او د ماشوم له وريو پورې وسولول شي.
۳- د ماشوم د پيدايښت په اوومه ورځ بايد نوم پرې کېښودل شي، سر يې بايد وخرېيل شي او د وېښتانو د وزن برابرو سرو زرو نرخ يې کوم بېوزله ته خيرات ورکړل شي.
۴- که چېرې يې کورنۍ توان ولري، غوره ده په همدغه ورځ، يوه اوزه يا پسه حلال کړل شي او غوښه يې بېوزلو، کورنۍ او ملګرو باندې ووېشل شي. که چېرې څوک د غوښې د وېشلو پر ځای ترې مېلمستيا برابره کړي او بېوزله، د کورنۍ غړي او ملګري ور ته راوبولي، هم بسوالی کوي. د هلک د زېږېدو په صورت کې د دوو پسونو، او د جلۍ د زېږېدو په صورت کې د يوه پسه حلالول سنت دي.
۵- په پای کې بايد وويل شي چې نړۍ ته د کوچني له راتګ سره سم بايد هغه په يوه داسې اسلامي چاپيريال کې را لوی کړل شي چې د اسلام فهم او ارزښتونه پکې په تلپاتې توګه پلي کيږي.

ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان