د اور خاړی بوټی Purslane
اور خاړی چې په انګلیسي کې ورته Purslane وایي علمي نوم یې((Portulaca oleracea دی.
اور خاړی د هرزه بوټو له جملې څخه دی چې د نړی په زیاتره هیوادونو کې پیدا کیږي. دغه نبات د پسرلي په اخرو او د مني په شروع کې عموماً زیات لیدل کیږي. په افغاستان کې یې زیاتره خلک د سبو (سابه) په څیر استعمالوي. دا نبات پخپل ترکیب کې ویټامن B, C, او E لري او همدارنګه مکنیزیم، کلسیم، پتاشیم او پرتین لري.
هغه څیړنې چې د تکساس په پوهنتون کې په نوموړي نبات شویدي، پایلې یې ښایي چې دا نبات د نورو سبزیجاتو او نباتو څخه د ۱۰ څخه تر ۱۰۰ چنده زیات ملاتونین (Melatonin) مواد لري او همدا رنګه یوه اندازه Omega-3 هم لري.
* ملاتونین هغه مواد دي چې په انسان کې د ویده کیدو او راویښیدو دوران کنترولوي.
دا سابه د یولړ ناروغیو په درملنه کې زیات رول لري لکه:
سر درد، د خیټې درد، د ادرارو په وخت کې درد، د اپنډکس ناروغیو لپاره، د پوستکي ناروغیو لپاره، د شکرې ناروغي ، تبه، د وزن په کمولوکې ګټه لري، د سرطاني ناروغیو درملنه کې، د مفصلونو درد او داسې نور.
اورخاړي پاڼې او تنې په مختلفو طریقو خوړل کیږي یعنې دې پاڼې او تنې د سبو په څیر پخیږي، په تازه ډول هم خوړل کیږي، ځینې خلک یې وچوي او بیا ورڅخه استفاده کوي، همدا ډول په غوړیو کې سورکول.
را ټولونکی: م. ا. مقبل
د کرنې او مالداري پاڼه