د اهل كتابو د ذبيحې خوړل (فتوى)

پوښتنه:
زه په روسیه کې محصیل یم، دلته چې کوم مسلمانان دی هغه د چرګانو غوښه اخلي، هغه چرګان چې عیسویانو حلال کړي وي. دلته چې کوم مسجد دى هلته چې کله مونږ د جمعې په ورځ لمانځه ته ځو نو ځان ته غوښه راوړو چې هلته یو دوکان کې پیداکیږی هر وخت وې هر سوک کولای شي چې هره ورځ یې واخلی هغې دوکان ته لس روپﺉ کرایه ده خو دلته بعضې دوستان وایي چې کله دا نوره غوښه واخلېی چی په غير اسلامي توګه ذبح شوی وي دوی وایي چې د خوړو په وخت کې پري بسم الله ووایه او خوره یې خو د دې په اړه زه له تاسو نه تپوس کوم. تاسو باید ماته په مفصل ډول معلومات راکړﺉ چې زه یې دوی ته وښایم… معلومات ما ته باید په قرانی ایاتونو او احادیثو باندې استوار وي چې دوی ته یې مفصل تشریح وشودل شي
زه به ستاسو د معلوماتو په انتظار یم

ځواب
قدرمنه وروره! وعليکم السلام ورحمة الله و برکاته!
د اهل کتابو د هغه طعام خوړلو په هکله چې د دوى د مذهبي کار په نتيجه کې منځ ته نه وي راغلى، لکه ميوه، ترکاري او داسې نور، په دې هلکه ټول علماء فرمايي: چې دا جواز لري او همدارنګه هغه اوړه چې دوى خيشته کړي او پخ کړي وي.
او کوم طعام چې د دوى د ديني او مذهبي کار په نتيجه کې لاس ته راځي لکه د دوى د ذبحې غوښه، نو په دې اړه هم اکثره علماء فرمايي چې خوړل يې جواز لري، ځکه چې الله تعالى فرمايي:
“الْيَوْمَ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ حِلٌّ لَّكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلُّ لَّهُمْ” د المائدې سورت ٤ آيت
ژباړه: نن ورځ تاسې ته حلال شوي دي پاک شيان او د هغو کسانو طعام چې کتاب ورکړل شوى (اهل کتابو) تاسې ته حلال دى او ستاسې طعام د هغوى لپاره حلال دى.
خو په دې کې شرط دا دى چې “بسم الله” ورباندې ويلي وي، او که چېرې بسم الله يې نه وي ورباندې ويلي نو دا بيا په اتفاق سره روا نه ده او همدارنګه د دوى د هغې غوښې خوړل مسلمانانو ته روا نده چې پر مسلمانانو حرام وي ، لکه د خنزير غوښه او داسې نور.
او هغه طعام چې اهل کتاب يې پخوي د هغه خوړل هم جواز لري چې اهل کتاب يې پخوي، په دې شرط چې د هغه د حلال والي څخه سړى متيقين وي او د دې څخه هم خبر وي چې بسم الله ورباندې ويل شوې ده او په شرعى طريقه حلال شوى وي او کوم حرام څه هم نه وي ورسره ګډ شوي، لکه د خنزير غوړي او يا غوښه او يا داسې نور
او دا خبره هم ورسره زياتوم چې له دې څخه هم مسلمانان متيقن وي چې اهل کتاب په خپل دين پاتې دي او مشرکان شوي نه دي او که چېرې مشرکان وي، هسې په نوم اهل کتاب وي نو بيا يې هم د حلال شوي غوښه خوړل روا نه دي
والله اعلم

ځواب وركونكى: مولوي مجيب الرحمن منصور

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب