د انګورو باغونو اوبخور
د انګورو باغونو اوبخور پړاوونه او وختونه په لاندې ډول ښودل کیږي:
• د ودې شروع څخه د مخه اوبخور
• د ګل کولو څخه د مخه او یا ورسته د ګل څخه
• د ګل القاح څخه وروسته چې د انګورو دانې قطر د 3 څخه تر 5 ملي مترو پورې وي
• د خاورې ډول او اوبو ساتلو توان ته په کتو سره 15 – 25 ورځې وروسته د دوهم اوبخور څخه
• د حاصل د اخیستلو څخه 15 ورځې مخکې اوبخور
• د حاصل اخیستلو څخه وروسته اوبخور