د انترنيټ مضر او خطرناک عوارض!

 انترنیټ د دې ترڅنګ چې ډېر معلومات ورڅخه ترلاسه کوو او زده کړې ورڅخه کوو، ځینې زیانونه هم لري؛ په تېره بیا له انترنیټ څخه زیات کار اخیستل یا کمپیوټر ته زیاته ناسته زموږ بدن ته ښه نه ده.

څه وخت چې موږ انترنېټ ته ناست يو نو نه يوازې ګوتې او سترګې مو فعاليت کوي بلکې ټول بدن مو په فعاليت باندې اخته وي، مګر له بده مرغه چې زموږ دغه فعاليتونه په ورزش کې نه حسابېږي.

هغه کسان چې زيات انترنېټ کاروي په يو شمير جسمي او رواني مشکلاتو باندې اخته کېږي چې ځينې ناروغۍ يې په لاندې ډول دي:

1 ـ د سترګو ستړيا:

که له سترګو څخه زياته استفاده وکړو نو ستړي کېږو، دا د تعجب خبره نه ده چې کله د انترنېټ د کارولو په مهال سکرین یا صفحې ته زیات ګورو نو سترګې مو سوځي

د مايو کلينيک د ډاکترانو په باور دا کوم خطرناک مشکل نه دى او له څه اندازه استراحت کولو وروسته خپله سمېږي.

2 ـ د خپلې سلامتۍ په اړه پريشاني:

ځينې کسان انترنېټ د کارولو پر مهال په بدن کې د درد احساس کوي. ارواپوهان دې ډول حس ته د درد ناڅاپه پېښېدل وايي.

له سلامتۍ څخه وېره او پريشانې دا ده چې فرد داسې حس کوي چې يو سخت روغتيايي مشکل لري. او دغه ډول پرېشانې د ډاکترانو د طبي معاینو په نتيجه کې له منځه نه ځي.په انترنېټ کې د ناسمو معلوماتو د حجم د زياتوالي له امله ځينو کسانو ته رواني مشکلاتپیدا کېږي.

3 ـ سردردي

د انترنېټ له کبله 3 ډوله سر دردي منځته راځي:

*1 د خلق تنګۍ سردردي:

دا ډول سر دردي د فشار په نتيجه کې منځته نه راځي اکثره وخت د غاړې د عضلو د کشېدلو او يا هم د سترګو د دردونو په نتيجه کې منځته راځي.

د مايو کلينيک د ډاکترانو په باور دا ډول سر دردۍ له 30 دقيقو څخه تر يوې هفتې پورې دوام مومي.

*2 د ورځنيو کارونو عاجز کوونکي سر دردونه :

د ډاکترانو په باور د دې ډول سر درد لرونکو کسانو د هغو ورځو شمير چې دوى پکې سر درد لري د هغو ورځو په نسبت چې دوى پکې سر درد نلري زيات دى. دا ډول سر دردي د سر درد له بدترينو دردونو څخه شمېرل کېږي.

*3 ستريس او فشارډوله سردردي:

د سردرد پيدا کېدل له فشارسره زياته رابطه نلري. فشار خپله په انترنېټ کې د معلوماتو د رااخيستلو د انتظار په نتيجه کې منځته راځي.

د ځينو انټرنيټي صفحو سستوالى، د کمپيوټرنو خرابوالى او نور د دې ډول سر درد لاملونه شمېرل کېږي.

4- د شا دردونه:

کمپيوټر ته ناسم کېناستل په ځانګړي ډول هغه مهال چې له چاغوالي، د ورزش کموالي، او د سګرېټ څکولو سره مل وي نو د شا دردونه منځته راوړي

د دې ډول درد سرچينه معمولاً عضلات، اعصاب، هډوکي او د ملا د تير بندونه وي. د زيات وخت لپاره انترنېټ ته ناسم کېناستل دا ډول دردرونه زياتوي.

5 ـ فېسبوکي خپګان :

د هغو خبرونو په اساس چې په ديلي ورځپاڼه کې چاپ شوي دي فېسبوک او ځينې نورې ټولنيزې شبکو کم عمره نجونې په پرېشانۍ او خپګان اخته کوي.

د دې مقالې په اساس د پېغلوټو په منځکې تکراري بحثونه په ځانګړي ډول د مینې د ناکامۍ په باره کې د هغوى حال نور هم بدوي او هغوى ته منفي هيجانونه ورکوي.

6 – په انترنېټ باندې معتاد کېدل:

دا يو ډېر جدي او ځينې وخت وژونکى مشکل دى دا ډول معتاد کېدل کېداى شي له زيات ټاپينګ کولو، او څو کسیزو لوبو څخه پيدا شي.

دا دومره جدي مشکل دى چې اوس د دې لپاره روغتيايي مرکزونه جوړ شوي دي. په انترنېټ باندې د معتاد کېدلو مسئله په جنوبي کوریا کې په وروستيو کې د يوې ملي مسئلې په توګه مطرح شوې ده.

عبدالرشید رشاد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب