د امام بخاري رحمه الله قوي حافظه

د امام بخاري رحمه الله یو له ستړو ځانګړنو چې د تاریخ لیکونکو پام یې ځان ته اړولی او د خلکو پر ژبه یې یاد ډیر دی، هغه د ده قوي حافظه ده.
د امام بخاري رحمه الله استادانو لا په کوچني والي کې د هغه په څیره کې د ذکاوت او استعداد نښې لیدلې او ویل یې:
دغه هلک به ډیر ژر لوړ مقام ته ورسیږي.

(احمد بن حفص چې کله امام بخاري صیب ولید ویې ویل دغه سړی به ډیر ژر مشهور شي). حاشید بن اسماعیل وایي کله چې موږ بصره کې درس ویلی، امام بخاري لا کوچنی و، موږ سره یې درس لوست خو څه یې نه لیکل (نوټ یې نه لیکلئ)، له څه وخت تیریدو وروسته مو ورته وویل چې ته ولې درس نه لیکې؟ امام بخاري وویل تاسو مو لیکنې راکړئ، ما ډیر مه ملامتوئ، کله چې موږ خپل لیکل شوي درسونه چې ټول پنځلس زره احادیث وو؛ ورمخته کړل، نو هغه د حدیثو په لوستلو پیل وکړ او ټول یې حفظ کړي وو، ان تر دې چې مونږ خپلې د نوټ غلطۍ د ده له حافظې څخه سمې کړې.کله چې د امام بخاري رحمه الله ذکاوت او حافظه په اسلامي نړۍ کې مشهوره شوه او د هر چا په ژبه د امام بخاري رحمه الله نوم و، د بغداد علماؤ (بغداد هغه وخت د علومو مرکز او د عباسي خلیفه ګانو پلازمینه وه) پریکړه وکړه چې امام بخاري رحمه الله و ازمایي. هغوی ډیرعلماء راټول کړل، سل احادیث یې انتخاب کړل او بیا یې د حدیثونو متن او سندونه سره ګډوډ کړل. داسې چې د یوه حدیث متن یې بل حدیث سند او د بل حدیث سند یې بل حدیث متن سره راوستل.

وروسته یې لس تنه علماء وټاکل او له هغه سلو احادیثو یې هر یوه ته لس – لس احادیث ورکړل ترڅو هغه حدیثونه امام بخاري ته ولولي او بیا ترې پوښتنه وکړي.

کله چې امام بخاري رحمه الله دعوت شو او مجلس ته حاضر شو، د مجلس له پوره کيدو وروسته له ټاکل شویو کسانو څخه یوه یې احادیث و لوستل او بیا يې پوښتنې شروع کړې، امام بخاري رحمه الله به له هر حدیث اوریدو وروسته ویل دا حدیث نه دی را معلوم. دا وخت ځینې کسانو و انګیرله چې امام بخاري صیب په موضوع باندي پوهېدلی. وروسته نورو نهه کسانو هم خپل احادیث ولوستل او پوښتنې یې ترې وکړې، ترڅو ټول سل احادیث پوره شول.
وروسته امام بخاري رحمه الله لومړي کس ته وویل ستا لومړی حدیث ( دحدیث سند او متن یې دواړه ولوستل ) داسې وو او تا غلط ولوست، بیا یې همداسي ټول حدیثونه صحیح کړل، سندونه او متنونه یې سره سم کړل. علماء او موجود کسان اړ شول چې د ده پر قوي حافظې لرلو اعتراف وکړي او دا ومني چې رښتیا هم بخاري رحمه الله د قوي حافظې او استعداد څښتن دی.

ژباړن: محمد عمران درانی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب