د الله پر کتابونو د ايمان معنا او مقصد
پر کتابونو د ايمان معنا دا ده چې انسان پوره او پوخ باور و لري چې الله تعالی د انسانانو د هدايت اولارښوونې لپاره پر پيغمبرانو عليهم السلام باندې کتابونه رانازل کړي دي.
په دې ټولو کې لومړى، الله عزوجل پر آدم عليه السلام د انسانانو د هدايت لپاره يو څو صحيفې رانازلې کړې وې او تر ټولو وروستنى کتاب قرانکريم دى، چې الله عزوجل د انسانانو د لارښوونې لپاره راليږلى دی، له قرانکريم څخه وروسته بل کتاب نه رانازليږي اونه بل کوم پيغمبر راځي.
کوم کتابونه چې الله پاک ورته په اجمالي توګه اشاره کړې ده، پرهغوباندې په اجمالي توګه ايمان لرل، په هرمسلمان ضروري دى اوکوم کتابونه يې چې په تفصيل سره يادکړي دي پرهغو باندې په تفصيلي توګه ايمان راوړل ضروري دي.
هغه کتابونه چې په قرانکريم کې د هغو يادونه شوې ده، په لاندې ډول دي:
1- دابراهيم عليه السلام صحيفې
مسلمان بايد په دې خبره پوخ يقين اوباور ولري چې الله عزوجل د هماغې زمانې د انسانانو د هدايت اولارښوونې لپاره پر ابراهيم عليه السلام صحيفې رانازلې کړې وې ترڅو د هغې زمانې خلک، د هغو سره سم خپل ژوند عيارکړي او د دنيا او اخرت کاميابي ترلاسه کړي، په دې اړه الله تعالی داسې فرمايلي دي:
{أَمْ لَمْ يُنَبَّأْ بِمَا فِي صُحُفِ مُوسَى وَإِبْرَاهِيمَ الَّذِي وَفَّى أَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى} النجم: 36-38.
ژباړه: آيا له هغه څه نه دوى خبرندي چې د موسى او ابراهيم په صحيفو کې راغلي، هغه دا چې هيڅ بارپورته کونکى به د بل چا بارپه خپلو اوږو نه پورته کوي
اوپه بل ځاى کې الله متعال فرمايلي دي:
{إِنَّ هَذَا لَفِي الصُّحُفِ الْأُولَى صُحُفِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى } الأعلى: 18-19.
ژباړه:بېشکه دا په مخکېنيو صحيفوکې دې چې هغه د ابراهيم او موسى عليه السلام صحيفې دي
2- تورات:
مسلمان بايد د زړه له کومې، له پوخ باور سره په دې خبره ايمان ولري، چې الله پاک د موسې عليه السلام د زمانې د خلکو د لارښوونې لپاره يو کتاب، چې تورات نوميږي، رانازل کړى وه، ترڅو د هغې زمانې خلک پر هغه باندې عمل وکړي او د دنيا او اخرت سرلوړي ترلاسه کړي، په دې هکله الله عزوجل فرمايلي دي :
{إِنَّا أَنزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ يَحْكُمُ بِهَا النَّبِيُّونَ الَّذِينَ أَسْلَمُوا لِلَّذِينَ هَادُوا وَالرَّبَّانِيُّونَ وَالْأَحْبَارُ بِمَا اسْتُحْفِظُوا مِنْ كِتَابِ اللَّهِ وَكَانُوا عَلَيْهِ شُهَدَاءَ}المائدة: 44.
ژباړه:مونږ پرموسى عليه السلام تورات رانازل کړ چې په کې هدايت او روښنايي ده، او ټول هغه نبيان چې هغوى اسلام ته غاړه ايښې وه د هغې مطابق د هغه چا معاملې حل اوفصل کوي چې له ځان څخه يې يهودان جوړکړي اوپه همدې توګه رب پالونکي او پوهان چې هغوى د تورات دساتنې ذمه واران ګرځول شوي ؤ، اوهغوى پرې ګواهان ؤ.
3-زبور:
مسلمان دا هم بايد له پوره يقين سره ومني چې د تيروکتابونو په څېر د داود عليه السلام د زمانې د خلکو د پند،موعظې او لارښوونې لپاره، پر داود عليه السلام باندې يو کتاب چې په زبور سره نومول شوى دى، رانازل کړى وه، ترڅوخلک د هغه په لارښونو عمل وکړي او په دې سره يې د آخرت کاميابي په برخه شي، په دې اړه الله عزوجل فرمايلي دي:
{وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا}) الإسراء: 55.
ژباړه:اوموږ داود عليه السلام ته زبور ورکړى وه
الله عزوجل په زبورکې د حلالواوحرامو احکام نه وه نازل کړي، بلکې ارزښتناکې موعظې او نصيحتونه پکې ذکرشوي وه او لدې برسيره د الله عزوجل په حمد او ثنا باندى مشتمل وه د احکاموپه اړه به خلکو په تورات باندى عمل کاوه.
4-انجيل:
مسلمان بايد دا هم په پوره توګه ومني چې الله عزوجل د عيسی عليه السلام د زمانې د خلکو د لارښوونې او هدايت په خاطر يو کتاب، چې په انجيل سره نومو ل شوى، رانازل کړى وو، ترڅو خلک د هغه په مواعظو او احکامو عمل وکړي او د کاميابۍ مقام ترلاسه کړي.په دې اړه الله تعالی فرمايلي دي:
{وَقَفَّيْنَا عَلَى آثَارِهِمْ بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنْ التَّوْرَاةِ وَآتَيْنَاهُ الْإِنجِيلَ فِيهِ هُدًى وَنُورٌ وَمُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنْ التَّوْرَاةِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةً لِلْمُتَّقِينَ} (المائدة46) .ژباړه:د تيرو پيغمبرانو پر پله مو عيسى چې د بي بي مريمې ځوى دى د پيغمبر په حيث راوليږه، په داسې حال کې چې دى د موجوده توارت تصديق کونکى ؤ او مونږ هغه ته انجيل هم ورکړى وه، په هغه کې هدايت او رڼا وه په داسې حال کې چې له ده د مخه چې تورات وه د هغه تصديق يې کاوه چې هدايت او پند وه لپاره د پرهيزګارانو.
5- قرآنکريم:
مسلمان بايد په يقين سره دا خبره ومني چې الله عزوجل د محمد رسول الله د زمانې د خلکو او ترقيامته پورې چې څومره انسانان راځي، چې هغه د دنيا په هرګوټ کې وي او که د هر رنګ او ژبې والا وي، د دې ټولو د هدايت او لارښوونې لپاره د قرانکريم په نامه کتاب رانازل کړی دی، ترڅو خلک د قرانکريم او د محمد صلى الله عليه وسلم د شريعت مطابق خپل ژوند عيارکړي او د دنيا او آخرت کاميابي ترلاسه کړي. همدا تر ټولو وروستنی کتاب دى، له قرانکريم څخه وروسته بل کوم کتاب نه راځي اوپه دې توګه قرانکريم د تيرشويو ټولو کتابونو ناسخ دى.
د کتابونو د رانازليدو موخې اواهداف:
مسلمان بايد په دې باور ولري چې الله عزوجل له خپل لوري د انسانانو د لارښوونې لپاره کتابونه رانازل کړي دي، چې د الله عزوجل د توحيد او يووالى په لوربلنه کوي، الله عزوجل فرمايلي دي: {وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنْ اُعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ }النحل: 36.
ژباړه: اوبيشکه مونږ هر امت ته رسول ورليږلى وه، چې د الله بندګي وکړي او له طاغوت څخه ځان وژغوري.
الله عزوجل خپل کتابونه د بشريت د لارښوونې اونيغې لارې ته د رابللو په موخه رانازل کړي دي، بل هدف يې دا دی چې دوى خپل منځي اختلافات پرې له منځه يوسي. د اطاعت په صورت کې د جنت زيرى ورکړي او د عصيان په صورت کې د الهي عذاب خبر ورکړي
موجوده تورات او انجيلونه(بايبل) د عملي کولو وړ نه دي:
اوسنی تورات او انجيلونه چې د کتاب مقدس يا بايبل په نامه ياديږي، د عملي کولو وړ نه دي او دا ځکه چې:
لومړی:
د تيروکتابونو اصلي نصوص او نسخې په دنياکې له سره وجود نلري، مزعوم توارت او انجيلونه د ژباړو په نامه پاتې دي.
دوهم:
په دغو کتابونو کې د الهي کلام سره د خلکو خبرې ګډې شوي دي،هلته د الهي کلام او نورو خلکو کلام اوخبرې سره جلاکول له امکان څخه وتلی کار دی.
دريم:
موجوده مزعوم تورات اوانجيلونه په هيڅ ډول درست سند نلري چې آيا دا د الله کلام دی اوکه د نورو؟، بياپه ځانګړې توګه څلورګوني انجيلونه چې لږترلږه د عيسی عليه السلام له ميلاد څخه سل کاله وروسته د دوهمې ميلادي پېړۍ په لومړنيو وختونو کې د مختلفو ليکوالانو له پلوه ليکل شوي دي اوبيا عيسی عليه السلام ته په داسې زمانه کې منسوب شوي دي چې عيسی عليه السلام د ځمکې پر سر موجود نه ؤ، آسمان ته پورته کړل شوی ؤ. موجوده اناجيل چې د متی، لوقا، مرقس اويوحنا په نامه سره ياديږي پخپل منځ کې خورا زيات ټګرونه اوتضادونه لري او اکثره برخې يې په داسې خرافاتي، خيالي اوبې سنده کيسو باندې مشتمله دي چې نه يې عقل منلی شي او نه نقل.
څلورم:
تېرشوي کتابونه چې په کومو ژبو رانازل شوي دي هغه اوس مړې ژبې دي، په دنياکې هيڅ لوستونکي او ويونکي نلري.چې خلک پرې په سمه توګه پوه شي
پنځم:
تيرشوي کتابونه، ځانګړو قومونو اوپرګنو ته د محدود وخت لپاره رانازل شوي ؤ او د ټولو انسانانو لپاره نه و رانازل شوي.، يهودان پخپله دا عقيده لري چې تورات او د موسی عليه السلام شريعت له مونږ پورې خاص او ځانګړی دی، بل چا ته حق نشته چې زمونږ په کتاب او شريعت عمل وکړي، او نه دوی چاته د دې اجازه ورکوي.
شپږم:
عيسويان يوه ځانګړې عقيده لري چې له مخې يې دوی وايي چې د تورات ټول حکمونه منسوخ شوي دي. دوی پخپله مني چې مونږ په شريعت عمل نه کوو او نه ورته اړتياشته ځکه چې شريعت خو يو لعنت و چې انسانيت ترې د عيسی عليه السلام په راتګ سره نجات وموند.
اوم:
عيسويان دا عقيده لري چې د عيسی عليه السلام له راتګ نه مخکې انسانيت شريعت ته اړتيا درلوده، ځکه چې انسانيت په طبعي او فطري توګه له هغې ګناه سره چې آدم عليه السلام کړې وه دنيا ته راغلی ؤ،کله چې عيسی عليه السلام راغی نو د ده په راتګ سره او بيا په ځانګړې توګه چې هغه په دار وځړول شو او ټول انسانيت لپاره يې قرباني ورکړه، په دې سره انسانيت له هغې طبعي ګناه څخه پاک شو چې ورباندې اخته ؤ،نود هغه له راتګ څخه وروسته په شريعت باندې عمل کولوته اړتيا پاتې نشوه، يو شمېر محدود عبادات،اخترونه او احکام په مسيحيت کې شته چې هغه هم دوی ضروري نه ګڼي اوڅوک ورباندې ټينګار نکوي، که بياهم کوم مسيحي خپل ځان ګناهګار وګڼي، هغه خپل پاپ ته ورځي له هغه نه بښنه غواړي پاپ هغه ته د بښنې چک ورکوي په دې کار سره دوی خپل ځان له ګناه څخه پاک شمېري.
دوی دا عقيده هم لري چې يواځې عيسی عليه السلام ته الوهيت ثابتول، يا هغه د الله تعالی ځوی ګڼل، يا په دريو خدايانوکې يې يو خدای شميرل او يواځې له ده سره مينه کول د انسان د نجات لپاره کافي دي.
اتم:
دا چې تير شوي کتابونه اوشريعتونه د محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم په راتګ سره منسوخ شوي دي لنډه دا چې،له قرآن کريم پرته نور ټول آسمانې کتابونه، له يوه پلوه تحريف، بدل رابدل شوي او له بله پلوه منسوخ شوي دي، نو له همدې امله مونږ وايو چې په هيڅ ډول مزعوم تورات او موجوده اټکلي انجيلونو (بايبل) د عمل کولو لپاره وړ نه دي.
د قرآن کريم ځانګړتياوي:
د قرآن کريم يو شمير هغه ځانګړتياوې چې په نوروکتابونوکې نشته، په لاندې ډول دي:
لومړی:
د ټولو آسمانې لارښوونو خلاصه او نچوړ په قرآن کريم کې راټول شوی دى .
قرآن کريم د هغو ټولو حقو خبرو تائيدکوي چې په نورو آسمانې کتابونوکې يادې شوې دي چې هغه د يوه واحد الله عزوجل عبادت،پر انبياوو ايمان، د قيامت د ورځې تصديق، د حق اقامه اونيکو اخلاقو ته دعوت، اوداسې نور دي.
دوهم
دا چې قرانکريم د ټولو مخکېنيو آسماني کتابونو اوشريعتونو ناسخ کتاب دې، په دې سره پخواني ټول شريعتونه او کتابونه له عمله وغورځيدل.
دريم:
دا چې قرآنکريم د قيامت تر ورځې پورې د ټول انسانيت لپاره لارښود او د عمل کولو کتاب دی. له قرانکريم څخه وروسته د الله تعالی له پلوه بل کتاب نه راځې که څوک داسې عقيده ولري چې له قرآنکريم څخه وروسته کوم بل کتاب د الله تعالی له پلوه را نازليږي او يا تورات او انجيل د عمل کولو کتابونه وبولي، د اسلام له نظره کافر، مرتد او د الله تعالی دښمن او دوزخي ګڼل کيږي.
الله عزوجل د قرانکريم په اړه داسې فرمايلي دي:
{وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنْ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنْ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا} المائدة48
ژباړه: او موږ تاته په حقه سره کتاب درنازل کړى دى، په داسې حال کې چې د مخکېنيوکتابونو تصديق کوي او د هغوى ساتونکى دی نو له همدې امله ته د دوى ترمنځ په هغه څه پريکړې کوه چې الله رانازل کړي دي او د هغوى د نفسي غوښتنو پېروي مکوه، ځکه چې حق له تاسره دی، مونږ د تاسې هريوه لپاره ځانګړی شريعت او تګلاره مقرره کړې ده
مولوي امين الله ازره وال