د افغان ملت د ستونزو حل

تاريخ دا ښودلې او هر چاته د منلو وړ ده چي په وطن کي هيڅکله يوې ډلي، يو تنظيم، ګوند او يا هم يو قوم په يوازيتوب سره د حاکميت چاري په برياليتوب سره پر مخ نه دي بېولي، نو لازمه ده چي د وطن په بيارغونه کي د افغانستان فرد-فرد په ګډه برخه واخلي. زما په اند صرف يووالی او ورورګلوي کولای سي چي د وطن خلکوته د روانو بدبختيو، کړکېچنو حالاتو څخه نجات ورکړي او بس. داچي څنګه دا يووالی مينځ ته راځي او څوک يې راوستلای سي، کوم علمي وړانديز د دې معضلې اساسي نسخه ده- دا د وطن د بادردو، وطنپالو او خدای پرسته علماوو، مشرانو او ټولو سياستوالو دنده ده چي بدي پرېږدي، مثبتي هلي ځلي وکړي او د افغانستان بشريت د خير لپاره کار وکړي، داسي طرحي وړاندي کړي چي ټولو ته د منلو وړ وي او د افغاناستان هر وګړي ته چي په رښتيني ډول يې د دې وطن ميني په رګ-رګ کي ځای نيولی وي او د همدې پاک احساس په منظور دي ورته د اميدوارۍ او د ژوند کولو زمينه برابره سي. بايد د بې باوريو او اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره مشترک او عملي کارونه ترسره سي.

دا يو څرګند حقيقت دى چي د افغانستان خلک د نظري اختلافاتو د لرلو تر څنګ په وطن مين خلک دي، د هر يوه په زړه کي د وطن د آبادۍ مينه سته، چي په دې لاره کي د هيوادوالو رښتينې مبارزه د قدر وړ ده. زموږ خلکو د وطن، آزادۍ او خدای په لاره کي سرونه قرباني کړل، هستۍ او جايدادونه يې ويجاړ سول، ژوند يې په قربانۍ ورکولو کي تېر سو، خو له بده مرغه په ډېري خواشينۍ سره بايد وويل سي چي د دوی د پراخو او سترو قربانيو څخه تر ډېره نااهلو او خرڅ شوو لېډرانو د ځانو او خپلو مافيايي انډيوالانو په نفعه سوء استفاده وکړه. د وطن، خاوري او اسلاميت ترسپېڅلو او خلکو ته محبوب شعارونو لاندي يې ځانونه د شيشه يي قصرونو او ميليونونو ډالرو خاوندا ن کړل! د وطن با درده سياستوالو! په هر تنظيم کي چي ياست، هر کس چي درته باوري دى؛ دا ستاسو شخصي کار دى، که موږ د خپلي لاري حقانيت بل ته کوو او د نورو څخه غواړو چي زموږ پر لاره دي پل کښېږدي او زموږ رهبر دي و مني، دا به عملي نه وي، ښه به دا وي چي تر يوه شعار لاندي د اسلام په خاطر؛ د افغانيت په خاطر؛ د انسانيت په خاطر؛ د ټولو هغو پاکو شهيدانو چي د خپل هيواد څخه په سرښندنو کي يې خپل سرونه قرباني کړي؛ يوازي او يوازي د همدې هيوادنۍ ميني په خاطر تر خپل مال، نسب، دارايي او بالاخره تر خپل ژونده تېر سوي دي(شهيدان سوي دي) د هغوی د سپېڅلو او پاکو وينو په خاطر، د هغه کونډو، يتيمانو په خاطر، څوک چي د يوې ګولې ډوډۍ لپاره شپه او ورځ په خواري تېروي. راځئ نور دې روانو بې باوريو، تعصبونو، ډلو_ ټپلو او خپلمنځي وژنو ته خاتمه ورکړو. د يو بل د سينو څخه پردي خنجرونه وباسو او د يوه افغان، هموطن او مسلمان تر نامه يو او بل ته د ورورۍ لاس ورکړو، بس همدا مود روانو بدبختيو، بدمرغيو څخه د نجات لاره ده.

همدا مو پر مختلفو تنظيمونو د وېشل سويو خلکو يووالی دى چي د خپلي خاوري پر وړاندي مسؤليت درک؛ په صادقانه توګه د يو او بل سره د وطن د مشکلاتو او ستونزو په هوارولو کي برخه واخلي او يو او بل ته د ورورۍ غېږه ورکړي. دنيا ته وښيي چي افغانان دا استعداد لري او کولای سي چي په شريکه د وطن بېړني، کړکېچن حالات کابو کړي. ان شاء الله د ملي مصالحې او سولي پر لور..

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب