د افغان انجونو زده کړې ستونزې

افغان انجونې په ټول افغانستان کې دښونځيوليسواوپوهنځيوته دتللوپه لارکې ستونزی لری اودزده کړو لپاره ورته لازم شرايط ندی مساعدشوی ځنی مورګانې پلرونه ورونه اومشران خپلی لورګانی اوخويندی نه پريږدی چې ښونځيوته لاړی شی  دلته دوه عمده ستونزی دی يوداچې ددوی علمی سطحه ټيټه ده دانجونو ښونځيوته تلل  ورته بدښکاری حال داچې دابدکارندی علم په نراوښځه فرض دی  دوهم داخلک هم ملامت ندی  يوتعدادلوچکان بدماشان اوحراميان چې دزورواکو جنګ سالارانودکورنيوڅخه دی خپله بی ناموسه دی ناموس عزت اوابرونلری دنوروابرو اوعزت ورته سپک ښکاری اوپه سپکه سترګه ورته ګوری بيکفايته حکومت دداخلی وزارت ياپه بل  عبارت دقاچاقبرو وزارت ددی بی ناموسانو دنيولو اوکنترولو څخه عاجزدی چې مثال يي دپغمان دبیناموسه مثال راوړلی شم قريب يوکال شوو چې دوه بی ناموسان دزورواکوترسينی لاندی پټ دی اوسپی زورواکي تری حمايت کوی افغانان هرڅه زغملی شی په ناموس تيری نشی زغملی پدی خاطر په پښتنو سيمواو ولايتونوکې دزده کونکو انجونوتعداد ورځ تربلی کميږی  دمعارف وزارت دمعارف رياستونه واليان اوولسوالان بايد ډير کوښښ وکړی چې دانجونو دتحصيل په لاره کې خنډونه دمنځه يوسی اولازمی اسانتياوی برابری کړی دليسو مديران اودښونځيو امرين بايد دانجونو دمشکلاتوپوښتنه وکړی چې په لارو اوښونځيوکې خوکوم مشکل نلری دهغوې غټو او وړومشکلاتوته بايد جدی توجه وکړی  نن سباافغان مهاجرين بيرته راستنيږی دهغوی زامن اولورګانې  له تحصيل څخه پاتی کيږی دهغوی پلرونه مورګانی  اوحکومت بايداول دخپلو بچوتحصيل ته شرايط مساعد کړی چې بيسواده پاتی نشی  دامنم چې افغانان ټول غريب دي غريبی به خدای تيره کړی خدای مهربان پاچادی دبچوتحصيل پالنه اوسالمه روزنه ډيره مهمه ده مورګانی اوپلرونه بايد خپلو بچوسره ظلم ونکړی ٠ دافغان سوداګرو اوحکومت څخه می ديوافغان په حيث داغوښتنه ده چې دقلم کتابچی اونوروتحصيلی لوازموکميت کيفيت اوقيمت ته خاصه توجه وکړی ترڅودغريب مظلوافغانانو بچي هم تحصيل وکړی شی ٠

دښځو ولايتی شوراګانی بايد دانجونودتحصيلی اسانتياو دپاره ډير کوښښ وکړی  وخت په وخت دانجونو مشلات اوغوښتنی لوړومقامونوته ورسوی که هغه امنيتی تحصيلی صحی اوياشخصی وی بايدابرومندانه  اومودبانه حل شی دکورنيو عزت اوابرو بايد په نظر کې ونيول شی هغوی چې دښځو په زورولو ترور اواختطاف کې لاس لری بايد سخته سزا ووينی  يوتعدادپردی جاسوسان قصدی دانجونودتحصيل مخه نيسی نن سبا يوتعدادښونځی دپښتنو په ځينوناامنوسيموکې تړلی دی دمعارف وزارت رياستونه واليان او ولسوالان بايددسيمی دمشرانوپه کمک داښونځی بيرته فعالی کړی که دسيمی مشران صادقانه کمک وکړی هيڅ ښونځی به تړلی پاتی نشی دمعارف وزيربايدجدی احساس ومسوليت وکړی ٠ نن سبا افغان حکومت دپاکستانيو ټولو غوښتنوته مثبت ځواب وايي بايد دپاکستان حکومت څخه دسپين بولدک دبانک غله لاس تړلی وغواړی غنی ساده اوپاکستان حرامزاده ده په غنی چل کوی غنی بايد دهرامتياز په مقابل کې امتياز ورڅخه وغواړی ٠

غنی نن سبا ترتاثير لاندی راغلی دی دوطن بيت المال بيځايه مصرفوی دوطن اينده يي په نظر کې نشته اودمامورينو مياشتنی تنخوا نلری ٠ پښتانه درانده اوباعزته خلک دي هيڅکله پردی ناموس ته په سپکه سترګه نګوری دهيچاه دازارسبب نکيږی که کوم حرامزاده پکې پيداشی نورپښتانه ورته نصيحت کوی اوپه کلکه يي مخه نيسی بدبختانه يوتعداد چې دنورو په دام کې لويدلی هغوی دخپلو شوموهدفونو دپاره استعمالوی ٠ اصيلی پښتنی مورګانی خپلوبچوته خپلی شيدی نه وربخښی چې هغوی پردی ناموس ته غله وی  دکورنی قوم اوټولنی دسپکاوی سبب وی پښتنوتل دتاريخ په اوږدوکې حتا په پردی ناموس ننګ کړيدی پښتانه بچي بايد دخپلو نيکونوتاريخ ولولی اوځان پری خبر کړی ٠

په اخرکې خپلو پښتنو خويند اوميندوڅخه غواړم چې په حيا اوپرده کې وګرځی دحيا اوپردی ژوند وکړی خپله ابرواوعزت خپله وساتی دځان کورنی اوقوم دشرم اوخفګان سبب نشی  وخت اوشرايط خراب دی حکومت دلويو غلو اووحشی ځناورو په لاس کې دی که تاسو دهر وزير والی اوقوماندان سابقه ولټوی داهريو قاتل اوډاکو دي غنی ونشو کولی پخپلو وعدو وفا وکړی دمثبت بدلون په ځای منفی بدلون راروان دی وطن په زور دوحشت اودهشت لورته ټيل وهل کيږی اودجنګ سالارانو ګټی پکی تضمنيږی ورځ تربلی امنيت خرابيږی ٠ په درنښت

ميامحمدبشريار

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب