د افغانستان جنګ

په نولسمه پیړۍ کې برتانیا او په شمله پیړۍ کې شوروي اتحاد پر افغانستان حمله وکړه، او له زیاتو تاوانونو سره مخ شول، چې له دې کبله افغانستان ته د امپراتورۍ هدیره هم ویل کیږي، برتانیا په ۱۹۱۹ م کال د اګسټ پر ۱۹ د غازي امان الله خان پر مشرۍ له ماتې سره مخ شوه، شوري اتحاد په ۱۹۹۱ م کال د اتحاد د ټوټه ټوټه کیدلو سره له افغانستانه په ډیرۍ شرمنده ګۍ پر شا لاړل ، او په یوویشتمه پیړۍ کې امریکا افغانستان ته راغله چې د شلو کلو جنګ څخه وروسته په شرمنده ګۍ د ۲۰۲۱ م کال د اګسټ پر ۳۱ نیټه په دوحه کې له طالبانو سره د یو تړون په اساس له افغانستان څخه ووتل.

په ۱۹۷۹ م کال کې د افغانستان ولسمشر نورمحمد تره کې ووژل شو، د نوموړي په ووژلو سره شوروی اتحاد د افغانستان په چارو کې مداخلت ته راوادنګل، که څه هم د ثور کودتا څخه وروسته د افغانستان چاري د روس لخوا پرمخ یوړل کیدي، نورمحمد تره کې د کمونیست ګوند لیډر وو، چې ددې ګوند بل غړي حفیظ الله امین لخوا ووژل شو، حفیظ الله امین لومړۍ نورمحمد تره کې ګرفتار کړ او بیا یې وواژه. کمونیست ګوند په افغانستان کې په دوه ډلو ویشل شوی وه، یوه ډله یې خلق او بله ډله یې پرچم نومیده، دواړو ډلو ترمنځ خپل مینځی جګړي دوام درلوده، داسې هم نه وه چې نورمحمد تره کې بې ګناه وه، ځکه نوموړي خپله هم څو ځل د حفظ الله امین د وژلو اقدام کړي وه.

په افغانستان کې د کمونیست ګوند خپل مینځي جګړي دوام روانې وي، ددې ترڅنګ د کمونیست او اسلامي ډلې ترمینځ جګړه هم کله کله رامینځته کیدله، په همدې کلونو کې د افغانستان ګاونډي هیواد ایران کې هم انقلاب جریان درلوده، دا انقلاب د  ۱۹۷۹ م کال ایراني انقلاب په نوم یادیږي، په عینې وخت کې د افغانستان او ایران سیاسي حالات په یو ډول ول، یو طرفه ته اسلامي ډله او بل طرف ته کمونیست ګوند شتون درلوده. د ایران پاچا محمد رضا په ماډرنیزم او سیکولریزم نظریاتو عقیده درلوده، نوموړی د خپل هیواد لپاره اقتصادي پرمختګ هم رامینځته کړ، مګر هغه د پاچاهي ډیر لالچې وه، د خپل تخت ساتلو لپاره یې ډير اعتراضیان او مخالف سیاسیون یې ووژل، سیاسي ګوندونه یې غیر قانوني اعلان کړ، او پارلمان یې هم لغوه کړ، نو له همدې وجې نه د نوموړي خلاف انفلاب رامینځته شو، او اسلامي ډلې ایران قبضه کړ.

په ایران کې د انقلاب له امله حفیظ الله امین سره دا ویره پیدا شوه، چې په افغانستان کې هم اسلامي ډله واک ته ونه رسیږي، نو د اسلامي ډلې د خاموش کولو لپاره حفیظ الله امین د مسجدونو جوړولو پریکړه وکړه، په خپله وینا کې يې د الله ج نوم پیل کړ، قران پاک یې خلکو ته ډالۍ کړل، دا هر څه يي په دې خاطر کول چې اسلامې ډله د ځان طرفداره کړي، مګر اصل دا وه، چې خلکو نوموړي نه خوښوو، ځکه نوموړي ډیر خلک قتل عام کړي ول، که متوجي شو نورمحمد تره کې، محمد رضا او حفیظ الله امین د دوی په واکمنۍ کې د واک لالچ وه، او په واک کې پاتې کیدلو لپاره یې هر څه کول  او دا کومه نوی خبره نه ده بلکې اوس هم لیډران او سیاسي افراد د واک لالچیان دي.

مخکي له دې چې اسلامې ډله په افغانستان کې واک ته ورسیږي، د ۱۹۷۹ م کال په ډیسمبر کې شوروي اتحاد پر افغانستان حمله وکړه، او حفیظ الله امین یې له مینځه یوړ، ددې وژنې دوه اړخونه درلودل، د ایډیالوژیکې له کبله کمونیست ګوند د حفیظ الله امین په وخت کې ډیر کمزوری شوي وو، او شوروی اتحاد د کمونیزم ایډیالوژي حمایت لپاره کار کولو، د جیوپولیټیکل له نظره  د شوروي اتحاد او امریکا ترمینځ سړه جګړه هم روانه وه، امریکا په دې فکر کې وه، چې په افغانستان کې د شوروی اتحاد نفوذ مخه ونیسي ځکه په دې سره یو بل هیواد د شوروي اتحاد تر کنترول لاندي راتله، او دا وخت په نړۍ کې د دوو سترو قدرتونو ترمینځ سړه جګړه روانه وه.

د حفیظ الله امین د وژلو نه وورسته ببرک کارمل د نوی واکمن په توګه وټاکل شو، نوموړی هم د ثور انقلاب لیډر وه، د واکمن کیدو سره یې ۲۷۰۰ سیاسي بندیان ازاد کړل، د کمونیست بیرغ یې په نوی بیرغ بدل کړ، او ژمنه یې وکړه چې نوی اساسي قانون به رامینځته کوي، ددې ترڅنګ ازاد انتخابات، بیان ازادي، د اعتراضاتو حق او د مذهبونو ازادي ته قانوني حق ورکولو ژمنه وکړه، داسې ښکاریده چې په افغانستان کې سوله راتلونکي ده، او افغانستان په درسته لار روان دی، مګر په داسې حال کې د افغانستان لیدل امریکا لپاره د منلو وړ نه وه، امریکا داسې فکر کولو چې شوروی اتحاد خپل نفوذ په افغانستان کې غښتلي کوي، او په افغانستان کې د شوروی اتحاد په نسبت امریکا خپل ځان په سړه جګړه کې کم احساس کړ، د شوروی اتحاد د مینځه وړلو لپاره یې په افغانستان کې د کمونیست خلاف ایډیالوژي مجاهدین حمایت کول پیل کړل، که څه هم پاکستان او عربستان له مخکی نه د مجاهدینو حمایت کولو. CIA خپل ځانګړي عملیات د Operation Cyclone په نوم پیل کړل، چې په دې وخت کې د امریکا ولسمشر جیمي کارټر په پټه پنځه لکه دالر په ۱۹۷۹ م کال د جولای دریمه مجاهدینو ته ورکړل.

په ۱۹۸۸م کال کې د افغانستان ولسمشر داکټر نجیب الله احمدزي وه، چې د پاکستان سره یې د جینوا توافق امضاء کړ، دا په اصل کې د سولې تړون هم دي ، ددې تړون له مخې دواړه هیوادونه د یو بل په چارو کې مداخلت نه کوي، ددې سولې تړون له مخې  امریکا سره دا ژمنه هم وشوه، که شوروي اتحاد له افغانستان څخه ووزي ، نو امریکا به مجاهدینو ته وسله نه ورکوی. نهه کاله وروسته ۱۹۸۹ م کال د فبروری میاشت کې شوروی خپل فوځونه د یو تړون په اساس له افغانستان څخه وویستل، چې ددې تر شاه ډير علتونه موجود ول، ځکه شوروی اتحاد پخپله ټوټه ټوټه شوی وه، او نور یې په سړه جګړه کې ځان پرقدرته نه محسوساوه.

داکټر نجیب الله پوره پوره کوشش کوو، چې داخلې جګړه پای ته ورسوی، نو په ۱۹۸۷ م کال کې یې افغانستان لپاره نوی اساسي قانون تصویب کړ، خو افغانستان یو ګوندی هیواد پاتې نه شو، بلکې زیات نور ګوندونه ول، چې د واک ترلاسه کولو لپاره یې هر ډول فعالیتونه کول. په ۱۹۸۸ م کال کې پارلماني انتخابات ترسره شول، او په دې سره ډاکټر نجیب الله ګوند بریا خپله کړه، او په ۱۹۹۰ م کال کې اسلامي جمهوریت یې اعلان کړ، او د کمونیزم ټوله مرجع یې له مینځه یوړله، نوموړی هم په دې هڅه کې وه، چې علما خاموش کړي او د ځان طرفدار یې وګرځوی، په هیواد کې سوله راشي، بهرنۍ مرستي راجلب کړي، او شخصي سکتور فعاله کړي، ددې هر څه باوجود امریکا مجاهدینو ته وسله هم انتقالوله، او مجاهدین همداسې پرمخ روان ول، ډاکټر نجیب الله له انتخاباتو څخه تیر شو او داسې فکر یې وکړ، چې اسلام اوس په خطره کې دي، کورنۍ جګړې شروع شوي دي، نو په دې وخت کې شوروی اتحاد داکټر نجیب الله ته بهرنۍ مرسته ولیږلې، مګر څه فایده شوروی خپله په ۱۹۹۱ م کال کې ټوټه شوي وه.

په ۱۹۹۲ م کال کې مجاهدینو کورنۍ جګړه وګټله، مجاهدین یوه اسلامي ډله وه، چې د مختلفو اقوامو څخه ترکیب شوی وه، خو په دې ډله کې هم د واک تږي ډير ول، په خپلو کې سره په جنګ پیل یې وکړ، بالاخره برهان الدین رباني د افغانستان اسلامي دولت مشری په غاړه واخیسته. د ۱۹۹۲ م کال څخه وروسته په افغانستان کې یوه نوی اسلامي ډله د طالبانو په نوم راپیدا شوه، په ۱۹۹۶ م کال کې طالبان د افغانستان اسلامي دولت مشر له واک څخه لیري کړ. په ابتدا کې طالبانو مشر ملامحمد عمر وه ، چې ۵۰ کسانو څخه یې دا ډله رامینځته کړي وه، چې د وخت په تیریدو سره ځينې افغان مهاجرین له پاکستان څخه راستانه شوی ول، ددې ډلې حصه شوه، دا ډله ډيره افراطې وه، د مجاهدینو به نسبت دا ډله دینې افراطې او له پښتنو څخه جوړه شوی وه، دا ډله هم پاکستان او عربستان سپورټ کوله. په ۱۹۹۶ م کال په سپټمبر کې طالبان واک ته ورسیده، او افغانستان اسلامي امارت یې تاسیس کړ، او په زیاتو مسایلو یې بندیز ولګوو، لکه سینما، تلویزیون، موسیقي ، وي سې ار، فوټبال، شطرنج، ګلې پران لوبه، رنګمالي، عکاسي، لنډ لستوڼي، ږیره خریل، خارجیان، نړیوالي موسسي، ملګروملتونو دفتر او لسو کالو څخه پورته انحونو تعلیم او داسې نورو برخو کې بندیز اعلان کړ.

دا چې طالبان د پښتنو په ایډیالوژي پر بیناد ول، د هزاره قومونو، عیسویانو، هندوانو پر خلاف ظلمونه، د بامیانو مجسمې ویجاړول، او پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله اعدام هغه څه ول چې د طالبانو پر خلاف اواز پورته شو، پاکستان، عربستان او متحده عربې امارات هغه هیوادونه ول چې په دې وخت کې یې په افغانستان کې نوی حکومت په رسمیت پیژانده.

په ۱۹۹۰ م کلونو په جریان کې شمالي ټلواله د طالبانو سره په جګړه بوخت شوه، او شمالي ټلواله د احمدشاه مسعود په مشري رهبري کیدله، په ۲۰۰۱ م کال نوموړی په یوه غونډه کې ووژل شو او شمالي ټلواله له دې سره کمزوري او له شکست سره مخامخ شوه، او له دې دوه ورځې وروسته ۲۰۰۱ م کال سپټمبر یوولسمه په امریکا کې یو تروریستي حمله وشوه. د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن د عربستان څخه وه، چې طالبانو هغه ته پناه ورکړه، اسامه بن لادن امریکا ته یو خط د سپټیمبر پیښې په هکله ولیږه، او په دې خط کې د سپټیمبر یوولسمې پیښې علت بیان کړ، نوموړي د سومالیا، لیبیا، او افغانستان هیوادونو د امریکا ظلم غچ واخیسته، اسامه ین لادن په یادو هیوادونو کې د امریکا لخوا پر مسلمانانو د شوو ظلمونو په بدل کې یاده پیښه ترسره کړه.

امریکا د خپل غچ اخیستلو لپاره پر افغانستان حمله وکړه، او په هغه ځایونو یې بمبارې وکړه، په کومو ځایونو کې چې امریکا فکر کولو القاعده او طالبان شتون لري، مګر داسې نه وه، چې په درست شکل به القاعده او طالبان ووژل شي، بلکې ډير ملکې خلک هم ووژل شو. په ۲۰۰۱ م کال دسمبر میاشتي پوري امریکا د شمالي ټلوالي په مرسته طالبان له میدان څخه بهر کړل، د احمدشاه مسعود ملاتړي کوونکي حامد کرزي د انتقالي حکومت ولسمشر واټاکل شو.  په ۲۰۰۴ م کال کې نوی اساسی قانون رامینځته شو، په لومړي ځل انتخابات ترسره شول، شپږه میلونه افغانانو رایه وکاروله، او حامد کرزي د انتخاباتو له لاري ولسمشر وټاکل شو.

امریکا د القاعدي او طالبانو له مینځه وړلو لپاره په پاکستان کې هم هوايي بریدونه ترسره کړل، چې په ۲۰۱۱ م کال په ایبټ اباد کې اسامه ین لادن د امریکايي عملیاتو په نتیجه کې وژل شو، او همدارنګه په ۲۰۱۳ م کال د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد په پاکستان کې د ناروغۍ له کبله وفات شو. وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو په پایله کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له سپارلو انکار وکړ، امریکا پر افغانستان برید وکړ. د طالبانو مشرتابه په چټکۍ سره د هیواد کنټرول له لاسه ورکړ او سویلي افغانستان او د پولې هاخوا پاکستان ته کډه شو. له هغه ځايه يې په کابل کې د لويديځ په ملاتړ د حکومت، افغان ملي امنيتي ځواکونو او نړيوالو ايتلافي ځواکونو پر ضد بغاوت پيل کړ.

امریکا خپل فوځونه د القاعده ډلې له مینځه وړلو او طالبانو د کنترول، د سولې رامینځته کول، د ډیموکراتیک حکومت حمایت، او ترهګرۍ له مینځه وړلو لپاره افغانستان ته رالیږلې ول، مګر طالبان په مکمل ډول له مینځه ختم نه شول، په مختلفو ځایونو کې ورو ورو واک ته رسیدل، او په مختلفو ځایونو کې چاودنې، حملې او د حکومت سره په جګړه بوخت ول، چې ډير طالبان، حکومتي او ملکې وګړي وژل کیدل. په کال ۲۰۲۰ د فبرورۍ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا طالبانو سره د سولې خبري پیل شوی، له دې داسې ښکاره کیدله چې امریکا نور نه غواړي چې په افغانستان کې خپله بې مفهومه جګړه وغځوي، بلکې له طالبانو سره یې د تړون له مخې په ډيرو مواردو بحث درلوده چې یوه ماده دا هم یوه، چې طالبان به له القاعدې ډلې سره اړیکې ختموی او امریکا به له افغانستان څخه ځې، د امریکا لخوا په میلیاردونه ډالر مصرف په افغانستان کې کیده، د راپورونو له مخې دوه ټریلیون ډالر څخه زیات مصارف په افغانستان کې د امریکا لخوا شوی دی. امریکایان هم په دې قانع شوی ول چې په افغانستان کې د امریکا لخوا جګړه د امریکا لپاره ګټوره نه ده، او بلکې دا جګړه د امریکایانو هم نه ده، دوی په دې فکر ول چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو وژل کیدل او مصارف کول ټول د امریکا لپاره په ګټه نه ول، مګر حقیقت بل ډول دی، په افغانستان کې د ثور کودتا، د خلق او پرچم ترمنیځ خپل مینځي جګړي، مجاهدین او اسلامې ډله د سړې جګړي برخه وه او بالاخره طالبان د نوی سړي جګړي یا د دریمی نړیوالي جګړي برخه ده، بلکې میدان او لوبغاړي له افغانستان څخه ول، خو په اصل کې جکړه د روس او امریکا ده.

کله چې په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا په مشرۍ ایتلاف په رسمي توګه خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه، د افغانستان امنیتي ځواکونه د افغانستان د امنیت مسوولیت په غاړه واخیست. په هرصورت، ANDSF د سیمې په ساتلو او د نفوسو د مرکزونو د دفاع په برخه کې د پام وړ ننګونو سره مخ وو، په داسې حال کې چې طالبانو په کلیو او ولسوالیو بریدونو ته دوام ورکړی وه، او په لویو ښارونو کې ځانمرګي بریدونو جریان درلوده. جګړه په ۲۰۱۷ م کال کې د متحده ایالاتو د لږ شمیر سرتیرو د زیاتوالي، د دوامدارو جنګي ماموریتونو، او د طالبانو د عایداتي سرچینو په نښه کولو لپاره د متحده ایالاتو په نظامي ستراتیژۍ کې د بدلون سره سره، چې د مخدره توکو د لابراتوارونو او د اپینو د تولید ځایونو په وړاندې هوایي بریدونه پکې شامل وو، په پراخه کچه د نږدې شپږو کلونو لپاره یو خنډ پاتې شو.

طالبانو د هیواد په ګوټ ګوټ کې د ولایتونو د مرکزونو په ګډون د سیمې پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړ. دغې ډلې د ۲۰۱۸ م کال د مې په میاشت کې د فراه ولایت مرکز په لنډ وخت کې ونیولو او د ۲۰۱۸ م کال په اګست کې یې د غزني ولایت مرکز ونیولو، مخکې له دې چې امریکايي او افغان ځواکونو بېرته واک تر لاسه کړي، دغه ښار شاوخوا یوه اوونۍ په خپل لاس کې و. په وروستیو کلونو کې افغان ملي امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.

په ۲۰۲۱ م کال پورې ۸۵۰۰۰ زره جنګیالي د طالبانو لپاره جنګیدل، او د افغانستان په زیاتو ساحو کې یې واک درلوده، د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن د ډونالډ ټرمپ پالیسي پرمخ یوړه او له افغانستان څخه امریکايي عسکر د ویستلو هڅې یې پیل کړی، چې بالاخره د همدې کال د اګسټ میاشت پر ۱۵ نیټه د کابل په سقوط سره افغانستان چاري د طالبانو په لاس کې پریوتې، پخواني ولسمشر اشرف غني د هیواد پریښودو ته مجبور شو، او د کابل واک طالبانو د دوهم ځل لپاره واخیسته، د همدې میاشت پر ۳۱ نیټه امریکايي عسکر مخکې له دې چې د سپتمبر یوولسمي پيښې شل کاله پوره شي له افغانستان څخه د تړون په اساس ووتل.

د ۲۰۲۱ م کال د اګسټ دوهمي نیتې څخه تر پنځلسمي نیتې پورې د افغانستان هر ولایت ورځ په ورځ بیل له کوم جګړي څخه طالبانو ته تسلیم کیدل، د پخواني ولسمشر پر وینا نه يې غوښتل چې وینه وبهیږي او کابل ویجاړ شي، بلکې حقیقت دا وه چې د فساد، کمزوري رهبریت، د عسکرو کمه روزنه او د کم مورال موجودیت او داسې نور علتونه ول چې افغان فوځ د طالبانو خلاف ونه جنګیدل، همدارنګه تیر کال د ډونالډ ټرمپ په وخت کې د طالبانو سره د سولې تړون افغان فوځ ته یوه دوکه بازي وه، ځکه افغان فوځ او طالبانو په خپلو کې سره په جنګ ول، او امریکا خپل ځان له صحنې بهر کړ، افغان فوځ لا نور هغه وخت کې بې موراله شو، چې امریکا او طالبانو سره سولې تړون په اساس جنګ پای ته ورسیده او د افغان فوځ او طالبانو ترمینځ هره ورځ جنګ جریان درلوده، مګر د افغان فوځ تر شاه د امریکا سپورټ شتون نه درلوده.

طالبانو په ستراتیژیک ډول د پروپاګنډا او سیکالوژيکې عملیات د افغان فوځ پر خلاف پیل کړل، افغان فوځیانو ته یې پیغامونه ولیږل، او هغه فوځیان چې د طالبانو سره ونه جګیږي، خپله او د کورني غړي به یې په امن کې وی، افغان فوځ د خپل ځان او کورنیو غړو د ژوندي پاتې کیدو ته ترجیح ورکړه، بل طرف ولسمشر اشرف غني هم دومره په خپل ځان ډاډه نه و، چې د طالبانو سره ښکیله جګړه کې بریا ترلاسه کړي، او خپله هم دومره تشویقې نه وو، تر څو افغان فوځ د طالبانو خلاف مورال پورته کړي. که چیرته د امریکا هدف په افغانستان کې د القاعدې ډلې ختمول ول، نو د اسامه بن لادن په وژلو سره به له افغانستان څخه تللې واي، که چیرته د امریکا هدف په افغانستان کې ډیموکراتیک حکومت رامینځته کول او طالبان له مینځه وړل ول، نو د طالبانو سره د سولې تړون به یې نه کولو، په همدې هدفونو کې امریکا بالکل پاتې راغله، ځکه چې اوس طالبان پر افغانستان حاکم دی.

عمران اختر 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب