د افغانستان، نړۍ، اسلام او… په زړه پورې معلومات ۱
۱ـ د تبت په يوه سيمه کې يوه قبيله ژوند کوي چې د ميلمنو په وړاندې خپلې ژبې په پړو تړي دا خلک ځکه دا کار کوي چې له شيمات (غيبت) څخه ځانونه وژغوري.
۲ـ په شمالي امريکا کې د ښيښو په ډول ماران شته که انسان لاس وروړي د ښيښې په ډول توېږي.
۳ـ د ميوند غزا په ۱۸۸۰ زېږديز کال د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې پيښه شوه چې د ټولو انګریزانو مورال یې کمزوری کړ.
۴ـ د افغانستان لومړنی اخبار شمس النهار کابل نومېده.
۵ـ سينما افغانستان ته د لومړي ځل لپاره په ۱۸۹۹ ز کال د امير حبيب الله خان پر وخت د هند له خوا ډالۍ شوه.
۶ـ له اسلام څخه وړاندي افغانستان ۱۷ ملک الطوایفي حکومتونه درلودل چې ټولو ځانونو ته شاهان ويل.
۷ـ په ماليزيا کې يوه ښځه اوسيږي چې د خولې پر ځای یې په پوزه توله وهې.
۸ـ مشهور ساينس پوه اومخترخ (ټامس ايډسن ) ورځپاڼه پلورونکی ؤ .
۹ـ د نړۍ تر ټولو سره زر په سويلي افريقا کې دي .
۱۰ـ د نړۍ تر ټولو زيات ښونځې په شيکاګو کې دي.
۱۱ـ په نړۍ کې ۸۶۰۰ ډوله مرغان دي.
۱۲ـ نور محمد ترکې شپون او بزګر ؤ .
۱۳ـ سردار محمد داوود خان د لومړي بريدمن امام الدين لخوا وويشتل شو.
۱۴ـ کعبه شريفه ټول نهه منارې لري.
۱۵ـ محمد ﷺ د خپل عمر په اوږدو کې يو ځل حج کړی دي.
۱۶ـ لومړنۍ ښځه چې پر محمد ﷺ يې ايمان راوړ خديجه کبراي رضي الله عنها وه.
۱۷ـ څوکۍ د لومړي ځل لپاره فرعون جوړه کړه.
۱۸ـ حضرت امام بن حسن – رحمه الله – په ۷ ورځو کې قرآن کريم حفظ کړ.
۱۹ـ يو انسان د خپل عمر په اوږدو کې نږدې يو لک پيالي چای څښي.
۲۰ـ د نارينه وو مغز تر ښځو زيات دی.