د اسلام پنځه بناوې کوم دي؟ د اسلام پنځه بناوې

لومړى: کلمه ویل
اقراراو باور كول دي پدې چې خدای جل جلاله شته او يو دى او حضرت محمدصلى الله عليه وسلم يې رسول او پيغام وړونكى دى او هغه څه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دخدای جل جلاله له لورې راوړي ريښتيا او حق دي .

لا اله الا الله محمد رسول الله کلمه طیبه

دوهم: لمونځ كول
نو هغه سړى چې دلمانځه له فرضوالي منكر وي كافر بلل كيږي , او هغه څوك چې فرض والى يې مني خو كوي يې نه هغه ته فاسق ويل كيږي .

اولاد اسلامي روزنه لمونځ‌

درېيم: درمضان دمياشتې روژې نيول
نو هغه څوك چې درمضان دمياشتې فرضوالى نه مني كافر دى , او هغه څوك چې فرض يې بولي مګر نيسي يې نه هغه ته فاسق ويل كيږي .

روژه خرما رمضان

څلورم : دزكوة وركول
نو هغه څوك چې دزكوة فرضوالى نه مني كافر دى , او هغه څوك چې فرضوالى يې مني مګر وركوي يې نه هغه ته فاسق ويل كيږي .
زکات ۳
پنځم : دحج كول
په هغه چا چې دلارې وس او ځواك ولري , نو هغه څوك چې دحج له فرضوالي منكر وي كافر دى , او هغه څوك چې فرض والى خو يې مني مګر له ځواك درلودلو سربيره يې نه ادا كوي فاسق دى .

حج عمره بیت الله
والله تعالى اعلم باالصواب

 

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب