د اسلام سياسي نظام

د اسلام سياسي نظام په درې بنسټونو ايښودل شوى توحيد ، رسالت او خلافت . ددې اصولو له فهم نه پرته داسلامي سياست تفصيلي پوهه ستونزمنه ده .زه له ټولو د مخه ددغو درې واړو اصولو تشريح وړاندې کوم .

دتوحيد معنا دادى چې الله جلت عظمتۀ دنړۍ او دهغې د ټولو استوګنو خالق ، مالک او پالونکى دى حکومت او واکمني دهغه حق ده هغه دحکم ورکولو اود منعه کولو حق لري د بل چا له شرکت نه پرته د بندګۍ او اطاعت مستحق يوازې دهماغه سپيڅلى ذات دى . زموږ دغه نړۍ چې موږ په کې اوسيږو زموږ جسماني ځواکونه چې موږ ورڅخه کار اخلو زموږ هغه واک او اختيارات چې موږ ته دنړۍ پر موجوداتو په برخه دي او پخپله دغه موجودات چې پر کومو باندې خپل واک استعمالؤو په هغو ټولو کې يو شى هم نه موږ پيداکړى او نه مو حاصل کړى دى او نه دهغو په ور کړه کې له الله تعالى سره څوک شريک ؤ او نه شته له همدې کبله دخپل ژوند دهدف او د خپلو ځواکونو دمصرف او خپلو واکونو د حدودو ټاکل نه زموږ خپل کار دى اونه بل چاته په دې کې د مداخلې حق په برخه ده دا يوازې دهغه سپيڅلې ذات صلاحيت دى چې موږ يې له دغو ځواکونو او اختياراتو سره پيدا کړي يُو او د نړۍ ډير شيان يې زموږ په واک کې راکړي دي.

د توحيد دغه اصول بشري حاکميت په بشپړه توګه نفى کوي . يو انسان وي او که يوه طبقه او ډله او يا پوره قام او يا په مجموعي توګه د ټولې نړۍ انسانان، دحاکميت حق هيچاته په برخه نه دى حاکم يوازې الله عزوجل دى او د هغه جلت عظمتۀ حکم د قانون سرچينه ده .

په کومې وسيلې سره چې دالله عزوجل قانون بشريت ته رسيدلى دهغې نوم رسالت دى ـ په دغې وسيلې سره موږ ته دوه شيان په برخه شوي يو (کتاب) چې په هغه کې پخپله الله عزوجل خپل قانون بيان کړى دى دويم د کتاب مستنده تشريح چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د الله جل جلاله دنماينده په حيث په وينا او عمل دواړو سره وړاندې کړى . دالله عزوجل په کتاب کې ټول هغه اصول او قوانين بيان شوې دي چې پر هغې باندې د انساني ژوندانه نظام ټينګښت مومي او پيغمبرصلوة الله وسلامه عليه ددې کتاب دغوښتنو په برابر په عملي توګه د ژوند يو نظام جوړ کړ او دهغه ضروري تفصيلات يې موږ ته څرګند او زموږ لپاره يې يوه نمونه قايمه کړه په اسلامي اصطلاح کې ددې دواړو مجموعي نوم شرېعت دى او د هغه اساسي اصول او قوانين دي چې پرهغې باندې اسلامي رياست ټينګښت مومي.

اوس خلافت درواخلئ : په عربي ژبه کې دغه لفظ دنيابت لپاره ويلى شي ــ داسلام دسپيڅلي دين په رڼا کې په نړۍ کې دانسان اصل حيثيت دادى چې هغه د زمکې پرمخ دالله عزوجل نايب او خليفه دى يعنې دژوند په ډګر هغه ورکړ شوې اختيارات استعمالوي چې دالله  جل شانه له خوا ور کړشوي دي د ده حيثيت دخپل سري او خپلواکه واکمن نه بلکې د بنده په توګه دى . تاسو چې کله يو  چاته د خپل جايداد   انتظام سپارل غواړي نو په لازمي توګه ستاسو په نظر کې څلور خبرې وي .

لومړى : داچى ددغه جايداد اصلي او واقعي څښتن تاسو ياست.

دويم : داچې ستاسو په جايدادکې دغه سړۍ ستاسو دورکړى شويو لارښوونو په برابرکار کولى شي .

دريم : داچې هغه خپل واک دهغو حدودو په دننه کې په کار راوستلى شي چې تاسو ورته ټاکلي دي.

څلورم : دا چې ستاسو په جايداد کې به ستاسې غوښتنې او خوښه په نظر نيسي دغه څلور واړه شرطونه دنيابت او خلافت لازمي عناصر (توکي) دي .

دنايب د لفظ په ويلو سره پخپله دانسان په ذهن کې راګرزي که چېرې کوم نايب دغه څلور شرطونه بشپړ نه کړي نو تاسوو واياست چې هغه دنيابت له حدودو څخه تيرى کړى او د هغه تړون په ماتولو يې لاس پورې کړى چې د نيابت په عين مفهوم کې شامل ؤ همدغه برابر مفهوم دى چې په هغه کې اسلام انسان دالله جلت عظمتۀ خليفه بللى او د دغه خلافت په تصور کې دغه څلور واړه شرطونه شامل دي

د اسلام دسياسي نظام په رڼا کې چې کوم رياست او دولت په پښو دريږي هغه په اصل کې دالله دحاکميت په سيوري کې انساني خلافت دی او هغه داچې دالله عزوجل د بادشاهۍ په سيوري کې انسان د هغه جلت عظمتۀ د لارښوونو په برابر دهغه د ټاکلو حدودو په چوکاټ کې کار وکړي او د هغه عزوجل غوښتنې دې پوره کاندې.

دخلافت د لفظ د تشريح په لړ کې په دومره خبره ځان پوهول په کار دي چې داسلام په رڼا کې خلافت د کوم فرد کورنۍ او يا دکومې ډل حق نه ، بلکې د ټولې ټولنې د افرادو حق دى چې د توحيد او رسالت په بنسټيزو اصولو ايمان ولري او د خلافت شرايط يې بشپړ کړي اوسي . دغسې ټولنه په مجموعي توګه دخلافت وړ ده داسلامي ټولنې هر فرد د خلافت مستحق ده او هيڅوک د احق نه لري چې له دغو حقوقو اوا ختياراتو څخه يې محروم وګرزوي

دحکومت دچلولو لپاره چې کوم نظم او نسق جوړ يږي هغه د خلکو په خوښه جوړښت مومي او د دوۍ رايه او مشوره په کې ارزښتناکه رول لري . څوک چې د،ولس اعتماد حاصل کړي د هغوۍ له خوا به دخلافت مسؤليت سرته رسوي خو ددې پرعکس څوک چې د، ولس اعتماد او رايه تر لاسه نه کړي دحکومت له منصبه دې ګوښه کړى شي . په دې لحاظ اسلامي جمهوريت يو بشپړ جمهوريت دى چې له اسلامه پرته نور نظامونه ورسره هيڅکله سيالي نه شي کولى . البته کوم شى چې اسلامي جمهوريت دغربي جمهوريت څخه جلا کوي هغه دادى چې د لويديځ سياسي نظريه په جمهوري حاکميت ولاړ ه ده او د اسلام جمهوري نظام دجمهورو (خلکو) په خلافت استوار شوی . هلته دقانون جوړولو واک خلکو ته حاصل دى خو دلته ازاده قانون جوړونه څوک نه شي تر سره کولى بلکې د قانون سرچينه اسماني شريعت دى چې الله عزوجل دخپل پيغمبر په وسيله انسانانو ته راليږلي دى . هلته حکومت دخلکو خوښه او غوښتنه پوره کوي خو دلته حکومت او خلک دالله عزوجل غوښتنه ترسره کوي.

لنډه داچې د لويديځ جمهوريت يو بې واګو خدايې ده چې خپل واک په ازاده توګه استعمالوي ددې پرعکس اسلامي جمهوريت دالله عزوجل د بندګۍ يو پابند نظام دى چې خپل واک دالله عزوجل د لارښوونو په برابر دهغه جلت عظمتۀ د ټاکلو حدودو په دننه کې په کار راولي . زه اوس ستاسو په وړاندې داسلامي حکومت لنډه نقشه وړاندې کوم چې د توحيد ، رسالت او خلافت پر بنسټونو ايښودل شوي ده.

داسلامي حکومت مقصد په قران عظيم الشان کې په څرګنده توګه بيان شوې چې هغه به ټولو ښيګڼو او نيکو چارو ته وده ورکوي چې دهغې په وسيله الله عزوجل انساني ژوندون ښايسته کول غواړي او ټول هغه فسادونه اوبې لارتياوې به له بيخ او بنسټ څخه وباسي چې د ژوند په ډګر الله عزوجل ته ناخوښې دي .

داسلامي حکومت هدف يوازې دمملکت د نظم او نسق ساتل نه دي او نه د کوم ځانګړي قام ټولنيز ې غوښتنې پوره کول دي ددې پرځاى اسلام يو ډير لوړ نصب العين لري چې د هغه د لاسته راوړلو لپاره خپل ټول وسايل او ځواکونه په کار اچوي او هغه داچې الله عزوجل په خپله ځمکه کې دخپلو بندګانو په ژوند کې چې کومه سپيلڅلتيا ، ښکلا، خير او اصلاح ، پر مختګ او نيکمرغي ليدل غواړي هغه ټولې دې رامينځته شي اود فساد او وراني د ټولو اشکالو مخه دې ډب کړى شي چې دالله جلت عظمتۀ په نزد په ځمکه کې د وراني او د هغه عزوجل د بندګانو د ژوند د خرابتيا لامل ګرزي .

ددغه نصب العين په مخکې ايښودلو سره اسلام زموږ پر وړاندې دخير او شر دواړو يو څرګند تصوير په مخ کې ايښى دى چې په هغه کې مطلوبه ښيګڼې او ناروا لارې چارې په واضح ډول په ګوته شوې د دغه تصوير په خپل مخ کې ايښودلو سره په هر وخت او هر چاپيريال کې اسلامي حکومت خپل اصلاحى پروګرام جوړولى شي .

داسلام خپلواکه غوښتنه دادى چې د ژوندانه په هره يوه څانګه کې دې د اخلاقې اصولو پابندي وکړى شي له همدى کبله هغه د خپل حکومت لپاره دغه غوڅه پاليسى ټاکي. چې د هغه په سياست کې به بې الايشه انصاف، سپيڅلتيا د ديانت او ايمان دارۍ پر بنسټ ولاړ وي. هغه د هيواد د انتظامي او ولسي ګټو په خاطر هيڅکله دروغ، دوکه او بې انصافي په هيڅ صورت کې روانه بولي د هيواد په دننه کې د حکومت او ولس تر منځ خپل مينځې اړيکې وي او که له بيرونيو هيوادونو او ملتونو سره په دواړو صورتونو کې ريښتينولي، ديانت، عدالت او انصاف په اغراضو او مصالحو مقدم ګڼل کيدى شي.

د اسلام سپيڅلي دين د مسلمانو افرادو په څير په اسلامي حکومت هم دا پابندي لګوي. چې په خپلو ژمنو او تعهداتو وفا وکړي د اخيستلو او ورکولو پيمانه يو شان کړي. چې کومه وينا کوي هغه په عمل کې پلي کړي چې کوم شى کوي د هغې وينا هم کوي له خپل حق سره خپل مسؤليت هم ياد ساتې د بل چا د مسؤليتونو تر څنګ يې حقونه هم نه هيروي حکومتي ځواک د ظلم پر ځاى د عدل او انصاف د ټينګښت وسيله ګرځوي. حق په هر حال حق پيژني او په سرته رسولو کې يې بيړه کوي. اقتدار او حکومتي ځواک الهي امانت ګڼي او له همدي يقين سره يې په کار راولي چې ددې بشپړ حساب به د الله جل جلاله پر وړاندي ورکوي.

اسلامي رياست اګر که د ځمکي پر يوې ځانګړي برخې کې هم قايميدلى شي. خو هغه نه انساني او ښاري حقوق په يوي ځانګړي جغرافيايې سيمه کې محدود بولي تر کومه ځايه چې د انسانيت تعلق دى اسلام هر انسان ته څو بنسټيز حقوق ټاکلي دي او په هر حال کې د هغې د درناوي حکم صادروي برابره خبره ده چې د اسلامي دولت په حدودو کې دننه اوېا بېرون ژوندتر سره کړي دوست وي او که دښمن د سولي په حالت کې اوسي او که د جنګ، انساني وينه په هر حالت کې د درناوي او احترام وړ ګڼل کيږي او له حق نه پر ته نه بيول کيږي.ښځينه. بوډا، رنځور او زخمي ته په هيڅ صورت لاس اوږدول روانه دي د ښځي عصمت او ابرو په هر حال د قدر وړ ده او هغه نه شي بې پته کيدى وږى د ډوډۍ، بربنډ د لباس او رنځور د علاج مستحق دى.برابره خبره ده چې د دښمن له قام سره يې اړيکه اوسي او که له خپل قام سره داسي نور حقوق هم اسلام انسان ته د بشر په حيث ورکړي دي او د اسلامى دولت په اساسى قانون کې هغو ته د بنسټيزو حقونو مقام په برخه دى.

پاتى شوه د ښاري توب حقونه اسلام يې يوازي هغه چاته نه ورکوي چې ددې دولت په حدودو کې يې نړۍ ته سترګې پرانستي وي. بلکي هر مسلمان ته يې ورکوي چې د نړۍ په کومه ګوښه کې يې نړۍ ته سترګې غړلي وي. هغه د نورو ښاريانو په شان د برابرو حقونو وړ بولي.په نړۍ کې چې څومره اسلامي دولتونه دي د هغوۍ تر مينځ د ښاري توب حقوق مشترک دي. هر مسلمان برابره خبره ده چې د نړۍ په کومه ګوښه اسلامي هيواد کې يې نړۍ ته سترګې پرانستي وي. بل اسلامي هيواد ته په ننوتلو سره پاسپورت ته اړتيا نه پيداکوي. مسلمان له کوم نسلي، قامي او يا طبقاتي اميتاز نه پرته په هر يو اسلامي هيواد کې د لوى نه لوى منصب د مسؤليتونو اهل کيدى شي.

البته د يو غير اسلامي حکومت مسلمان رعيت په هغه صورت کې د اسلامي دولت رعيت ګڼلى شي چې اسلامي دولت ته هجر ت وکړي او دلته تل تر تله استوګن شي.

د نامسلمانو اقليتونو (لږه کيو) لپاره چې د کوم يوه اسلامي هيواد په حدودو کې ژوند ترسره کوي. اسلام څو ټاکلې حقوق ټاکلي دي او هغه په لا زمي توګه د اسلام د اساسي قانون برخه ده.
په اسلامي اصطلاح کې دغسي نامسلمانو وګړو ته ذمي ويل کيږي. مطلب دا چې د هغو د ساتني مسؤليت اسلامي دولت په خپله غاړه اخيستی د ذميانو ځان، مال او ابرو په بشپړه توګه د مسلمان د ځان، مال او ابرو په شان د قدر او عزت وړ ده په عقوباتو  او تعزيراتو کې د مسلمان او ذمي تر مينځ بيلتون نه وي د ذميانو د شخصي ژوند په قوانينو کې اسلامي دولت کومه مداخله نه کوي.ذميانو ته د عقيدې، ديني رسوماتو او عباداتو بشپړه ازادي په برخه ده. ذمي د خپل مذهب تبليغ نه شي کولى. بلکى د قانون په حدودو کې به ژوند سرته رسوي.اسلام ته د انتقاد ګوته هم نه شي نيولى داسي نور ډير حقوق اسلامي قانون نامسلمانو اوسيدونکو ته ورکړي دي دا مستقل حقوق تر هغه پوري له دوۍ څخه نه شي سلبولى. ترڅو پوري چې دوۍ زموږ له تړون او ذمي څخه وتلې نه وي.

نامسلمان حکومت که هر څومره په خپلو مسلمانو اوسيدونکو په ظلم او تيرى لاس پورى کړي. د يو اسلامي دولت په حيث يې په ځواب کې جواز نه لري چې موږ د خپل هيواد نامسلمان استوګن ته لاس ور اوږد کړو.تر دې پورې که چيري زموږ له پولي بيرون ټول مسلمانان ووژل شي زموږ د پولي دننه د يوه ذمي وينه تويول په ناحقه روانه دی.

د اسلامي دولت د نظم او نسق مسؤليت يو  امير ته سپارل کيږي چې د جمهور رئيس په څير پيژندل کيږي. د امير په ټاکنه کې ټول بالغ عاقل نارينه او ښځينه د رايې د ورکولو حق لري کوم چې د اسلامي قانون منلو ته تياروي.

د جمهور رئيس د انتخاب بڼسټ به دا وي چې د اسلام له روح نه د پوهي او د اسلامي سيرت او اخلاقو څښتن، الله جل جلاله نه ويريدونکی، د تدبير خاوند او د زياتو خلکو د اعتماد وړ وي. داسې شخص د ولسي مشرباته لپاره انتخابولى شي. او بيا د هغه د مرستې په خاطر د شورى مجلس هم جوړولی شي چې هغوي به هم خلکو انتخاب کړې وي.

ولس مشرته لازمه ده چې د هيواد د انتظام چلول د شورى د غړو په مشوري سره سرته ورسوي يو امير تر هغه پورى د هيواد حکمران پاتي کيدلى شي چې ترڅو پوري ورته د خلکو اعتماد په برخه وي د عدم اعتماد په صورت کې ورته په کار دي چې له خپل منصب څخه لاس په سر شي خو ترڅو پوري چې د خلکو اعتماد او باور ور په برخه وي د حکومت ټول اختيارات او واک ورته حاصل دى.

جمهور رئيس او د هغه په حکومتي چارواکو، عامو ښاريانو ته د انتقاد  حق په برخه دى په اسلامي رياست کې به قانون جوړونه د شرعي حدودو په چوکاټ کې وي. د الله جل جلاله او رسول الله صلى الله عليه وسلم څرګند احکام به د مطلق اطاعت وړ وي.

د شورى هيڅ يو مجلس او قانون جوړونکى غونډه په کې تبديل او ترميم نه شي راوستلی، په هغو احکامو کې چې د دوو او يا زياتو تعبيرونو احتمال ولري، په هغي کې د شريعت د مقصد معلومول د هغو خلکو حق دى چې شرعي پوهه ولري. داسي مسايل به ولسى جرګي د علماو او اسلامي پوهانو کميټى ته سپاري.

له دى نه وروسته بيا د هغو چارو ارت ډګر دى چې په هغه کې شريعت کوم حکم نه وي ورکړی په داسي چارو کې د شورى مجلس د قوانينو په جوړولو کې ازادي لري.

د اسلام په سپيڅلي نظام کې عدليه او ستره محکمه د حکومت تر لاس لاندي نه بلکى نيغ په نيغه د الله جل جلاله نماينده او هغه جل جلاله ته ځواب ورکونکې ده. سره له دى چې د قاضى القضات تقرر د اجرائي ځواک (جمهور رئيس) له خوا ټاکل کيږي.

خو تر تقرر وروسته يې د قضا پر چوکى د کښيناستلو نه وروسته به د الهى قانون په برابر د خلکو تر مينځ له عدل او انصاف څخه کار اخلى د هغه له انصاف او عدل څخه پخپله جمهور رئيس، وزيران هم نه شي خلاصيدلى د محکمى پر وړاندى به په دى توګه حاضرولى شي څنګه چې عام ښاريان محکمى ته حاضريږي.

ليکوال : مولنا سيد ابو الاعلى مودودي رحمة الله عليه .
ژباړن :   مولوي محمد شريف (رحماني)

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب