د اسلام او ساینس توافق

 ولی داسلامي لیکنو سره ساینسي لیکنې یوځای خپریږی؟ (نوریه هالنډ)
موږچې کله داسلام اوساینس کومه لړۍ روانه کړیده، دا ددې لپاره نه ده چې موږغواړو په ساینس باندی خپل ددین حقانیت ثابت کړو بلکې اسلام دمځکې پرمخ یواځنی الهي دین دی چې دژوند هرڅه پکښې دي او وهرشی ته ځای ورکول شوی دی، اسلام دټولومشکلاتو او کړاوونو لپاره یولارښوددي، اسلام دژوند یوه ثابته اوبشپړتګلاره ده، اسلام یواځنی هغه دین دی چې وهرچاته یی مساوي حقوق ورکړیدی، اسلام دمیږي څخه ترزمري پوری دهرژوندي شی اوغیرژوندي مخلوق لپاره قوانین اوضوابط ټاکلی دي، اسلام هغه دین دی چې انسان یی دجاهلیت څخه وسوکالۍ، امن،خوښۍ اوښه ژوندته رهبري کړهمدانن سباچې په زرهاووخلک هره میاشت داسلام په مبارک دین باندی دعیسایت، یهودیت، کنفیوشیزم، بودایت، هندویزم، شنټويیزم، ساټنیزم اونورمذهبونوڅخه په اسلام مشرفه کیږی یوه وجه یی داده چې ودې خلکوته داسلام حقانیت په سترګو، عقل ، دماغ اوزړه باندی ثابت شی بیانودوی اسلام قبلوي؛ په اوسنی وخت کي ډیرساینس پوهان په اسلام مشرفه شویدي، نوداسلام دین الهي دین دی اوحق دي هرهغه څه چې په اسلام کی حرام ګرځول شویدی هغه به ضرورداخروي تاوانونوسره سره دنیوي تاوانونه هم لري ، وبل لورته هرهغه څه چې په اسلام کی جایزاوروادی هغه به داخروي ګټوسربیره دُنیوي ګټې هم لري.

داچې اوس موږداسلامي لیکنوسره ساینسي لیکنې خپرووددې مطلب دادی چې ساینس داسلام لپاره دخادم په صفت نه دمخدوم په صفت، یعنی هغه پټ رازونه چی ساینس راسربیره کړی دي هغه که تاوانونه دي اوکه هغه ګټې دي موږیی داسلامي لیکنوسره لیکو ترڅو:
۱: هغه خلک چې مسلمانان دي دهغوبه پرالهي احکاموباندی لایقین اوباورزیات شي.
۲: هغه خلک چې دالله جل جلاله دذات څخه منکره دي هغه به ودې ته وهڅول شی چې پرالله جل جلاله باندی ایمان راوړی اواسلام قبول کړی.
۳:هغه خلک چې پرالله جل جلاله باندی ایمان لري خواسلام ته دشک په سترګه ګوري اویاهم له اسلامه سره کرکه لري اویاهم داسی ګمان کوي چې ایااسلام به الهی دین وی؟ اویابه اسلام حق دین وي؟ وهغوته قناعت کوونکی اوهدایت کوونکی دي.

دالله جل جلاله دکلام هرحکم رښتنی دی، خوپه ساینس کی بدلون حتمي دي، نوموږهغه ساینسي لیکنې چې دالهي احکاموسره مطابقې وي له نړیوالومعتبرو اوموثقو سرچینوڅخه رااخلواوبیایی داسلامي احکاموسره یوځای خپروو، ترڅودالیکنه ډیره اغیزمنه اوهرچاته یئ ګټه ورسیږی، وبل لورته کله چې موږنیټ ګور، پښتوویب پاڼې اوبلاګونه ګورونوداسلام اوساینس ترسرلیک لاندی پکښې هیڅ نشته داپخپله دټولنې لپاره ښه خدمت اودیوې خلاء ډکول دي.

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب