د اسلام اخلاقي نظام

 له بده مرغه په اوسني وخت كې نړۍ په هغه پوله ولاړه ده، كومه چې د اسلام له راتگ وړاندې وه، كه له يوې خوا ساينس او ټكنالوجۍ له باور پورته صنعتي وسيلې رامنځ ته كړې، نو بلې خوا ته خرص، تمې، سخت زړى او بې دردۍ د انسان مقام له داړونكي ځناور نه بدتر كړ…

 مولوي سميع الله داغ

 اخلاق څه دي؟

اخلاق د خلق جمع ده، د انسان هغه خو ى او خصلت ته وايي، چې ميراثي او فطري نه، بلكې عام عمل وي، چې انسان يې د خپل چاپېريال او ناستې پاستې څخه اخلي او په غېرې ارادي توګه، يا په معمولي اشاره وخت په وخت څرګنديږي. نو كه دا پاخه عادتونه نېك او ګټور وي، انسان د اعتماد او باور وړ ګرځوي او په حسن اخلاق كې حسابيږي او بر عكس، لنډه دا چې انسان له ټولو حيواني ډولونو په ښو اخلاقو ځان جلا كوي. همدا لامل دى، چې د تهذيب په تاريخ كې هرې ټولنې په ښو اخلاقو اتفاق كړى دى.  دروغ، وعده خلافي، ظلم، بخل،  بې صبري يې بد ګڼلي دي او همدا ښه او بد اخلاق  د انسانيت ګډ ارزښتونه دي .

له اسلام نه وړاندې د نړيوالو اخلاقي حالت:

د نبي پاك له راليږلو مخكې په نړۍ  كې ډول ډول اخلاقي نظريات رواج وو، يو داسې ټولى هم و چې د الهامي هدايت پر ځاى يې يواځې انساني عقل  د  حق او صداقت  چورليد ( محك) بللو ، دا خلك له  يوناني او رومي فلسفو  څخه دومره اعيزمن  وو چې ځينو به نفس پرستى ، قوت پرستى او ظاهري حسن او ښكلا ته ښه اخلاق ويل چې پايله يې  موډپالنه  او د نفساني خواهشاتو  پيروي وه او په دې نظرياتو ولاړ خلك د ټولنيزې بې نظمى څاه ته وروغورځيدل او بد اخلاقي پكې داسې كچې ته ورسيده چې ځينو خلكو د ګډ ژواندنه  پر ځاى  د دې لپاره ځانځاني  او يواځيتوب غوره وباله  چې په ازادى سره هر رنګ لوبې ترسره كړي ، د دې  خلكو په مقابل داسې ټولى هم و چې د دين او مذهب پيروان وو خو اصل هدايت ورڅڅه په خرافاتو  او د وهمونو په تيارو  كې پټ و. په هندي مذهب كې د خلكو وېش په لوړذاتو او ټيټ ذاتو، مندر او شاهي دربار د اخلاقي جرمونو په مركزونو بدل كړل. شراب خوړنې او شهوت پرستۍ د مذهب جامه په بل مخ واړوله. ددې په څنګ كې د بده او د عيسويانو نفس وژنې او رهبانيت د روحاني كمال د ذريعه جوړولو په نتيجه كې اخر د دين او دنيا په منځ كې يو پراخ خليج رامنځته كړ  دې مذاهبو خلك فرار ته د هڅولو پرته د يادولو وړ بل كار ونه كړ او نور خلك يې د دين او اخلاقو د دايرې څخه ازاد كړل، د يهودو په نزد د دوى قوم د نيكۍ او ښه چلند حق دار وو او  ويل به يې (ليس علينا في الاميين سبيل) ژباړه: په موږ باندې د اهل كتابو نه علاوه، له بل چاسره هيڅ ديني او اخلاقي پابندي نشته، د عربو مشركين په شراب خوړلو، جوارى، خانه جنګي او د لوڼو په ژوندى خښولو مصروف وو، د ايران اتش پرستانو پر طبقاتي وېش سربېره اجتماعي بديو داسي خرابى رامنځ ته كړې چې په متمدنه او معتدله ټولنه كې هيڅ كله نه ترسره كيږي.  دوى له خپلې لور، خور او مور سره په ازدواجي تعلق هيڅ شرم نه محسوسوه لنډه دا چې په هغه وخت كې د ځمكې پرمخ داسي قوم وجود نه درلود چې د شرافت او عالي اخلاقو څښتن وي، پداسي په عالمګيره تياره كې خداى(ج) محمد (ص) د وحې او رسالت په نور سره د انسانيت د لارښوونې لپاره راوليږه، د الله (ج) ارشاد دى (كتٰب انزلنه اليك لتخرج الناس من الظلمت الى النور) ژباړه: ما قران كريم پر تا نازل كړ چې دا خلك له تيارو څخه رڼا طرف ته راوباسي. د رسول الله (ص) د راليږلو په نتيجه كې نوى ژوند، نوى تمدن او نوى ټولنه ور په برخه شوه. په الله(ج) ايمان او د قران په لوړو تعليماتو او د نبي (ص) په بي مثاله تربيت په ټولنه كې د اعلى اخلاقو او انساني كرامتو بېلګې ډير زر را څرګندې شوې. حرب البسوس څلوېښت كلنه جګړه چې د يوې مرغۍ په وړه هګۍ رامنځ ته شوې،په ورورۍ بدله شوه، سړي د ښځو ذمه دار او منتظم جوړ شول، ښځې امانتدارې او وفادارې شوې، په ټولنه كې د ذمه دارى بهترين احساس پيدا شو، چې په لنډ مهال كې كامل او جامع اشخاص ډګر ته راووتل، څوك عادل حكمران، څوك امين خزانه دار، څوك متقي عسكر او څوك  عبادت ګذار سپاه سالار لنډه دا چې دغه جاهل او نابينا قوم د قيادت او مشرتوب وړ وګرځيد.

د اسلامي نظام اخلاقي ځانګړنې:

اسلامي نظام د ژوند په هره برخه ګېره اچولي ده، د كائناتو تصور د خير او شر اندازه، قوت نافذه او قوت محركه كه دا ټول سره يوځاى كړ نو، فلسفه او اخلاق به د يوه عملي نظام شكل غوره كړي او اسلام موږ ته دا سبق راكوي، چې د انساني ژوند او مرګ ټول مقصد د اعمالو او اخلاقو ازموينه ده ( الذي خلق الموت و الحياة ليبلوكم ايكم احسن عملا) ژباړه: الله مرګ او ژوند ددې لپاره پيدا كړل، چې معلومه كړي چې د اعمالو او اخلاقو په اعتبار څوك بهتر دى؟.
عرض دا چې ښه اخلاق د ژوند هدف دى، كه چيري دا حاصل نه شي نو تمام ژوند بې ګتې دى په اسلامي نظام كې د اخلاقو بل خصوصيت دا دى، چې يواځې عقل د خير او شر معيار نه ګڼي، كه چيري هر انساني ټولګى د خپل ځان لپاره اخلاقي ظابطې وضع كړي نو ټولنه به د انتشار سره مخامخ شي له دې كبله اسلام هر انفرادي او اجتماعي ميدان ته جامع او مفصل حيات وړاندې كړى دى، چې د هغې اساس او بنياد د قرانكريم د نبي پاك اسوة حسنة
( د غوره اخلاقو نمونه) دي، چې د هر امير او غريب لپاره يو شان اجرا كيږي.
– دريمه ځانګړنه يې داده چې د حكومت او پوليسو له زور پرته د اخلاقي ظابطو د عملي كولو، هر انسان نګران او ذمه وار جوړ كړي.
له هر انسان نه به د ژوند د هرې شيبې په باره كې پوښتنه كيږي، كه نيكې يې كړي هم به يې وويني او كه بدي يې كړي وي هم به يې وويني (فمن يعمل مثقال ذرة خيرا يره و من يعمل مثقال ذرة شرا يره).

– څلورمه ځانګړنه:  په اسلامي نظام كې له الله (ج) څخه وېره، په اخرت عقيده، په سوال او ځواب ايمان، ډير قوي ذرايع او  قوي وسيلې دي، د قوت نافذه او محركه حيثيت يې غوره كړى دى. له خداى ويره داسي زبردست قوت دى، چې ډير ګناهونه د عملي شكل اختيارولو نه وړاندې ختم  كيږي په اوسني عصر كې د اخلاقي جرمونو د بندولو لپاره په ميلياردونو روپى لګيږي، ددې په عوض چې جرايم كم شي مجرم افراد ورځ تر بلې زياتيږي، خو ددې په مقابل كې اسلام بې غير د زور او تشدد انسانى ضمير بيداروي او په خپله د جرمونو ګراف راټيټيږي، په اصطلاح په متمدنه نړۍ كې څومره ادارې د ښه نظم سره سره په خپل كار كې پاتې راځي، نتيجه يې ستاسې په وړاندې ده، خو د دې ترڅنګ اسلام د ايماني قوت په ذريعه په  شرابو كې ډوبه عربي ټولنه بلې خوا ته بوتله،  پيالې او خمونه يې مات كړل او  بيا چا شرابو ته په شا هم ونه كتل، د يادونې وړ ده چې د چارچ كنګرس په يوه لويه غونډه كې مشر پادري اسحاق اعتراف وكړ، چې د شراب خوړنې په بندولو كې يواځنى ټولنه اسلامي ټولنه ده، د اسلامي اخلاقو په تعليماتو كې حقوق، فرايض، فضايل او د ژوند اداب شامل دي، اسلام هر وګړي او طبقې ته حقوق او فرايض څرګند كړي دي، د مور پلار حقوق، داولاد حقوق ، د ميړه او ښځې حقوق، د حاكم او محكوم حقوق، دګاونډي حقوق دغه حقوق داسي برابر شوي چې په ترسره كولو سره يې هر چاته خپل حق رسيږي، همدا راز اسلام د داسي غوره اخلاقي فضائلو حكم كړى دى، چې د انسان لپاره د عزت، منزلت، اجر او ثواب ذريعه وي، مثلاً اخلاص، رښتينوالي، د ويلو او كولو برابروالى ، حيا، سخاوت او داسي نور او له داسي كارو چې انسانيت مسخ كوي لكه دروغ، خيانت وعده خلافي، غلا، رشوت، تكبر په كلكه منع كوي. د ادابو په سلسله كې ناسته پاسته، خبرې كول، خوراك څښاك هم راځي  او اسلام داسي مفصل بيان كړي دي، چې ژوند مهربانه، ښايسته او اسانوي. دا  اخلاق او اداب به موږ په قران مجيد او سيرت طيبه كې مطالعه كوو.

د اسلامي اخلاقو ضرورت:

له بده مرغه په اوسني وخت كې نړۍ په هغه پوله ولاړه ده، كومه چې د اسلام له راتگ وړاندې وه، كه له يوې خوا ساينس او ټكنالوجۍ له باور پورته صنعتي وسيلې رامنځ ته كړې، نو بلې خوا ته خرص، تمې، سخت زړى او بې دردۍ د انسان مقام له داړونكي ځناور نه بدتر كړ.  يو مغربي ډاكټر الكس كيرل ليكي: زه له ډير مودې راهسي په دې عقلي او اخلاقي انحطاط كې مبتلا يم، كومو قومونو چې صنعتي تمدن لوړو پوړيو ته ورسوه، همدا قومونه په اخلاقي لحاظ ډير كمزوري او ناتوانه دي او په ډيرې تيزۍ سره د وحشت او بربريت خواته روان دي موږ چې د ماديت څومره علم لرو د هغې په مقابل كې د ژوند علم چې انسان څرنګه ژوند وكړي، ډير كم دى. دا ميخانيكي طبعي او كيمياوي علوم  بس نه دي چې موږ ته ذهانت، اخلاقي نظام او عصبي توازن امن او سكون راوبښي، له بده مرغه د الله (ج) له هدايت نه د محرومۍ په نتيجه كې د انسان علم او دماغ د بم په ګوليو په كيمياوي، بيولوژيكي اسلحو په خوشايې بمونو او د ناتوانه قومونو پر خلاف په سازشونو كې مصرفيږي، همدا وجه ده چې په يوه وړوكي جرم برى ګران شوى دى، د امريكا په شان په اصطلاح په متمدن؟ ملك كې د نيويارك په ښار كې په هرو پنځو دقيقو كې يوه غلا او په هرو څلرويشتو ساعتونو كې يو قتل كيږي، معلوميږي دا چې د اسلام اخلاقي نظام تر سيورې لاندې د كورنۍ او ټولنې اصلاح يوازينى لاره ده او دا تشه به يواځې  اسلامي نظام او اسلامي اخلاق ډكوي او همدا اسلام د دنيا او اخرت د خوښۍ ضامن دى.

د ښو اخلاق ضرورت او اهميت:

په اسلام كې ښكلو اخلاقو كليدي او مركزي رول لرلى، د دې خبرې ثبوت د نبي پاك (ص) څخه معلوميږي، ژباړه: زما ليږنه د ښو اخلاقو د تكميل په موخه شوي ده، بل ځاى فرمايې ژباړه: په تاسو كې غوره هغه څوك دى چې د اخلاقو په لحاظ غوره وي، بل ځاى فرمايې: ژباړه: د قيامت په ورځ به په تله كې د ټولو اعمالو نه دروند شى ښه اخلاق وي. الله (ج) نبي پاك ته فرمايې: بېشكه ته د ډيرو ښو اخلاقو خاوند يې او همدار راز مسلمانانو ته حكم دى چې د نبي پاك د ښو اخلاقو پيروي وكړي، ځكه چې ستاسو دپاره د الله د رسول په ذات كې غوره نمونې دي.

د نبي كريم (ص) اخلاق:

دا خبره د اسلام نه وړاندې ټولو كفارو او مشركينو د زړه له تله منلي وه. ژباړه: موږ په تا بار بار تجربې كړي دي تا هر ځل ځان امين او رښتيونى ثابت كړى دى، زه د ده ښكلو اخلاقو څو بيلګې د يو داسې چا له خولې رانقل كوم، چې د نبي پاك يې لس كاله خدمت كړى دى، هغه حضرت انس دى، دى  فرمايې:
ما لس كاله د نبي پاك خدمت كړى دى په دې دومره موده كې نبي پاك ماته اف قدر هم نه دى كړى او نه يې راته ويلي چې دا كار دې ولې وكړ او دا كار دې ولې ونه كړ؟.  فرمايې: د نبي پاك سره روان وم په نبي پاك يو غټ څادر وو، ناڅاپه يو صحرايې سړي نبي كريم ص په څادر كې دومره په زوره كش كړ چې دده په ورمېږ مبارك كې دواړو خواوو  ته كرښې جوړې شوې، ورسره سم يې وويل چې اې محمده! تا سره چې د الله كوم مال دى، له هغې نه څه راكړه، نبي (ص) هغې ته په خندا وكتل او ويې ويل چې مال د الله حق دى زه يې دركوم خو تا چې ماته كوم تكليف را ورسولو دا خو زما حق دى چې زه به درنه غچ اخلم، صحرايې وويل چې تاسو غچ نه اخلي، بيا نبي پاك په سامان بار شوي دوه اوښان هغې ته وركړل، بل ځاى فرمايې د مدينې غلامانو به په لوښو كې اوبه راوړلې او نبي پاك به د بركت لپاره لاس په كې واهه، كه ډيره يخني به هم وه نبي پاك به هيڅ كله انكار نه كولو بل ځاى فرمايې: نبي پاك ته به چې چا لاس وركړو، تر هغې به يې خپل لاس نه خلاصولو ترڅو به چې مقابل لوري نه و خلاص كړى او تر هغه وخته به يې مخ نه اړولو، چې بل سړي به مخ نه و اړولى، فرمايې چې نبي پاك كله هم چا په غځېدلو پښو  په مجلس كې نه دى ليدلى، په رواياتو كې راغلي چې نبي پاك به كله ليونيو سړيو او ښځو په ساعتونو ساعتونو ايسار كړى ؤ او رنګ رنګ خبرې به يې كولې، خو دى مبارك به چپ ولاړ ؤ، روايت دى چې نبي پاك به د ميلمه سره تر اخره پوري ناست ؤ، د بيبيانو پوښتنو ته به يې لبيك وايه، له ماشومانو سره به يې ستړي مه شي كوله، يو ځل د يوه وړوكي هلك عمېر نومي مرغۍ مړه شوي وه، چې د هغې نوم نعير ؤ، نبي پاك يې د غم رازۍ په دود ورته وويل، چې (يا ابا عمېر ما فعل النعير؟)
ژباړه: ابو عمير په سرې مرغى باندې څه وشول؟

د نبي پاك ددې قافيې سره د هغه د زړه ساتنه وه، نبي پاك يو ځلې ښكار ته لاړو يوه ملګري ښكار حلال كړ، چا غوښه جوړه كړه چا اوبه راوړلې ، چا د پخولو ذمه داري واخسته ، نبي پاك څه وخت نه ؤ، چې څه وخت وروسته يې د لرګيو ګيډۍ په سر مبارك راوړه، صحابه خپه شول، نبي پاك وفرمايل: الله داسي څوك نه خوښي چې بل چاته امر كوي او په خپله ارام كيني، عايشه (رض) فرمايې چې نبي پاك هيڅكله هم خپله بي بي او غلام نه دي وهلي او نه يې چيرې د خپل ځان لپاره د چا نه بدله اخستي، فرمايي: نبي پاك به خپلې جامې په خپله ګنډلې او په كور كې به يې هم كار كولو او څرنګه چې تاسي خلك يې كوئ!.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب