د اسلام اباد نړیوال اسلامی پوهنتون پېژندنه
نړیوال اسلامی پوهنتون
نړیوال اسلامی پوهنتون چې د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې موقیعت لري د ۱۴۰۱هجری کال د محرم الحرام د میاشتې په لومړۍ نیټه چې د ۱۹۸۰میلادی کال د نومبر د میاشتې له ۱۱ مې سره سمون خوری د تأسیس ډبره یې سعودی عربستان د نامتو پاچا شاه فیصل له لوری کیښودل شوه.
دغه پوهنتون چې لومړی ځل د فیصل مسجد سره نژدې په یوه ډیره زړه وړونکې سیمه کې جوړ شو چې په لومړیو وختونو کې یې صرف د ګوتو په شمیر پوهنځي لرل چې عبارت دي له: شرعیات او قانون، اصول الدین، عربی ژبه، اسلامی اقتصاد، دا چې نوموړی پوهنتون په نړیواله کچه وپيژندل شو او یوه موخه یې همدا وه چې د نړۍ د هر هیواد محصلین وکولای شي چې خپلې زده کړې دلته ترسره کړي، همغه وو چې په ډیر کم وخت کې یې په زیاته پیمانه نړیوال محصلین جذب کړل او د زده کړو ترڅنګ یې په داسې اسلامي، اجتماعي، سیاسي، روحیو باندې تربیه کړل چې نړیوال ورته ګوته په غاښ پاتې شول او د نوموړی پوهنتون د دومره پرمختګ یوه وسیله همدغه محصلین ول چې کله خپلو هیوادونو ته ستانه شول او خلکو د هغوی نیکه رویه او علمي ځیرکتیا ولیدله نور هم ورڅخه متأثره شول او هر چا دا هڅه کوله چې خپل بچیان دغه پوهنتون ته راوستوي.
همدا وجه وه چې د نوموړي پوهنتون د محصلینو شمیر دومره زیات شو چې په خپل لومړني تدریسي ځای کې له یو شمیر ستونزو سره مخامخ شول نو بیا په ۲۰۰۰ میلادی کال کې د اسلام آباد په ایچ ټن(H-10 ) ساحه کې چې مکمل یو سکټور ځمکه یې ورته وقف کړې ده اکثره تدریسي او هستوګنځایونه را انتقال کړل او یو شمیر نور پوهنځي یې هم جوړ کړل چې اوس مهال ټول نهه پوهنځي لري چې عبارت دي له: عربي ژبه، ساینس، انجینري او تکنالوجي، د اسلامی اقتصاد نړیوال انسټیټیوټ، تعلیمات اسلامی (اصول الدین)، ژبې او ادبیات، اداره یا منجمنت، شرعیات او قانون، اجتماعي علوم، په نوموړو پوهنځیو کې هر څوک کولای شی چې لیسانس، ماسټري او دوکتورا په نړیواله سطحه ترسره کړي.
نړیوال اسلامي پوهنتون د داسې علمی ماحول په درلودلو سره چې په نړۍ کې ساری نه لري تقریبا د پنځوسو هیوادونو د محصلینو په درلودلو سره ډیر پرمختللی پوهنتون بلل کیږي چې د نړۍ د هر هیواد محصل پکې خپلې زده کړې ترسره کولی شی، او تر ټولو مهمه خو لا دا ده چې د نارینه ؤ او ښځینه ؤ محصلینو لپاره جلا جلا تدریسي بلاکونه او لیلې لري، دا چې په نړیواله سطحه ډیر پوهنتونونه تر سترګو کیږي خو دا یوازنئ پوهنتون دی چې مخلوط نظام پکې نشته دی او کوم محصلین چې له افریقائي، او نورو هیوادونو څخه راځي د دوی د راتګ یوه وجه همدا ده چې په خپلو هیوادونو کې داسې پوهنتون نه لري چې په هغه کې مخلوط نظام نه وي نو ځکه خو دلته راتګ ته زړه ښه کوی اګر چې دا ډیره سخته هم ده چې هر یو پنځه کاله دلته مسافري کوی او داسې هم پکې شته دي چې لیسانس لپاره راغلي دي تر څو چې دوکتورا ونه کړي تر هغه پورې خپل هیواد ته نه ستنیږي، دا هم د دوی په زړونو کې د نوموړی پوهنتون سره د مینې اظهار دی چې ټولټال د هلکانو او جینکيو په شمول ۲۵۰۰۰ محصلین دي.
داخله:
په هر کال کې دوه ځله نوي محصلینو لپاره داخله ورکول کیږي چې لومړی ځل د جون په میاشت کې داخله شروع کیږی او په جولای کې بیا ازموینه اخلي او دوهم ځل بیا په دسمبر کې داخله شروع کیږي او جنوری کې ازموینه اخلي، او تر ټولو مهمه خو لا دا ده چې هر محصل نه د خپلې خوښې په پوهنځی کې ازموینه اخیستل کیږی او د هر محصل لپاره د خپلې خوښې په پوهنځی کې داخله ورکول کیږی.
داسې نظام نه لري لکه دافغانستان د پوهنتونونو چې یوه پوهنځۍ وایې نو په لسو کې ازموینه درڅخه اخلي او بیا هم بې نتیجې شې پداسې حال کې چې ډیر بااستعداده محصلینو د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی وي داسې محصلین هم پکې شته وي چې له ۳۶۰ څخه یې ۳۲۰ او لدې هم زیاتې نمبرې په کانکور کې اخیستي وي خو بیا هم بې نتیجې شي چې دا په حقیقت کې له محصل سره ډیر ظلم دی او اکثره محصلین چې له دارنګه ناخوالو سره مخامخ شي بیا یې له تحصیل نه زړه تور شي او خپل مزدوري کوي د پوهنتون ویلو شوق یې ختم شي پداسې حال کې چې دولس کاله یې مکتب هم ویلی وی او بیا له تحصیل سره د تل لپاره خدای په امانی وکړي، چې دا ټول د افغانستان د حکومت په اداری فساد کې د ښکیلتیا په وجه رامنځته کیږی، ځکه چې د تعلیمی نظام د کروړلیتا لپاره خاصه پاملرنه نه کوي او نه په دومره پیمانه پوهنتونونه لري لکه څومره زده کوونکي چې هر کال له دولسمو ټولګیو څخه فارغیږي نو ځکه یې دا چل ورته جوړ کړی دی چې یوه پوهنځی وایې او په لسو کې ازموینه ورڅخه اخلي او هغه کوم پوهنځي چې کوم محصل ورته بریالی شوی وی هغه هم د حافظ د غونډاری په شان وی.
نو بیا هر محصل د ډانګ او پړانګ ترمنځ وی که چیرې یې ووایې نو په زړه یې نه وی او که یې نه وایي نو بیا په بل پوهنځی کې داخله نه ورکول کیږی، مګر هغه کسان چې واسطه لري او یا هم پیسه لري بیا هر څه کولی شی اګر چې د کانکور په ازموینه کې له سره ګډون هم نه وی کړی چې هر پوهنځی یی زړه وغواړي کولی شی چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي هغه که نو بیا طب وی او که انجینری وی بیا چې کله فارغ هم شی نو هسې خدمت نشی کولی لکه څرنګه چې له ده سره مناسب دی او یا هم چې هیوادوال کوم امیدونه ورته لري ځکه چې نوموړی هسې خپل وخت ضایع کړی وی تش په نوم انجینر او یا ډاکټر وی خو علمی استعداد یې په صفر کې ضرب وی.
تدریسي نظام:
تدریس عموما په انګلیسي او عربي ژبو باندې کیږي مګر هغه پوهنځي چې د بلې ژبې دي لکه اردو، فارسی او پښتو ادبیات بیا په خپله ژبه باندې کوي، داسې معیاري استاذان لري چې د نړۍ د هر ګوټ څخه راوستل شوي دي لکه: مصر، سعودی عربستان، سوریه، لبنان، عراق، سوډان، صومال، ایران افغانستان او داسې نور… د یادونې وړ ده چې په ټولو کې د مصر استاذان زیات دي چې اکثره یې د ازهر له نړیوال اسلامي پوهنتون څخه راغلي دي او هر یو لس او شل کاله په الأزهر اسلامی پوهنتون کې تدریس کړی دی او ښه تجربه لري، له محصلینو سره دومره مینه او محبت لري او په ډیر اخلاص او ورین تندی سره خپلې دندې ترسره کوي چې اکثره محصلین سخت ورڅخه متأثره شوي دي او دا ارمان کوی چې کاش ما ټول تعلیم دلته کړی وای او داسې مهربانه استاذان مې د مکتب په دوره کې هم درلودلی.
کتابتون:
نړیوال اسلامی پوهنتون دوه لوی لوی کتباتونونه هم لري چې یو یې فیصل مسجد سره دی چې د ډاکټرحمیدالله کتابتون په نوم سره شهرت لري او دوهم یې په نوی ځای (ایچ ټن) کې دی چې د مرکزی کتابتون په نوم سره یادیږی په نوموړو کتابتونونو کې په سلهاوو زره کتابونه موجود دي چې په هره څانګه کې په مختلفو ژبو کتابونه لري لکه: تفسیر، حدیث، اصول فقه، فقه، فلسفه، ادبیات، تاریخ، قانون، اشعار ، د فارغ شویو محصلینو مونوګرافونه ( هغه رسالې چې د ماسټری یا دوکتورا لپاره یې په مختلفو څانګو کې لیکلې دي ) د مختلفو ژبو لکه: عربی، انګلیسی، اردو، فارسی، پښتو، او داسې نورو ژبو مهم کتابونه او داسې نور… تاریخي اثار لري چې قلم یې له لیکلو څخه عاجز دی، او په هر کتابتون کې د انټرنیټ او کمپیوټر لب لري چې په عصری کمپیوټرونو باندې سمبال شوی دی او هر وخت محصلین استفاده ورڅخه کولی شی.
د لیلې نظام:
د هلکانو او جینکو لپاره جلا جلا لیلې لري په هره لیله کې جومات هم شته دی او محصلین پنځه وخت لمونځ په جماعت سره اداء کوي، ګرمو اوبو او یخو اوبو سیستم څلورویشت ساعته پکې فعال دی، او په هر مسجد کې هفتوار پروګرامونه کیږی چې د یو شمیر مصري استاذانو لخوا کله پکې احادیث تدریس کیږی او کله بیا عمومی محاضرې محصلینو ته وړاندې کوي چې اکثره محصلین ډیر په شوق سره ورته حاضریږی او د نوموړو استاذانو له علمي استعداد څخه استفاده کوي، د لیلې هر کوټه یې پداسې بڼه جوړه کړیده چې یوازې د مطالعې لپاره ډیره مناسبه ګنل کیږی او په هر کوټه کې څلور، دری، دوه او یو محصل اوسیږي، او په هره لیلیه کې څلورویشته ساعته انټرنیټ موجود دی چې هر محصل ورته لاس رسئ کولی شی.
ټرانسپورټ او سپورتي پروګرامونه:
نړیوال اسلامی پوهنتون ۱۰۰ بسونه لري چې په ټول اسلام آباد کې ګرځي راګرځي هغه شمیر محصلین چې د پوهنتون څخه بهر اوسیږی او یا په مخکیني ځای ( فیصل مسجد سره چې کومه لیلیه ده) په خپل وخت سره را رسوي، د دې ترڅنګ یو شمیر سپورتي پروګرامونه هم لري لکه: والیبال، فوټبال، کریکټ، باسکیټ بال، ټینس، او داسې نور… چې هر محصل کولی شی ګډون پکې وکړی او په ډیره لیوالتیا سره لوبې ترسره کړي، پر دې سربیره صحی کلینک هم لري چې د عاجلو مریضانو لپاره پکې ماهر ډاکټران خدمت کوي او هر محصل چې څه صحی تکلیف سره مخامخ شی څلورویشته ساعته ایمبولانس ورته ولاړ وي او زر تر زره یې مناسب شفاخانې ته رسوي.
د هغه افغان محصلینو لپاره چې په هیواد کې دننه شخصی پوهنتونونه وايي ډیر زرین چانس دی چې په نړیوال اسلامی پوهنتون کې خپلې زده کړې ترسره کړي ځکه چې هلته نه داسې معیاری استاذان شته دي او نه داسې تعلیمی نظام شته دی چې محصل ورنه پوره استفاده وکړي بلکې هسې خپل وخت او پیسې ضایع کوي، نو دوی ته پکار ده چې په نړیوال اسلامي پوهنتون کې خپلې زده کړې ترسره کړي ترڅو چې د افغان ولس راتلونکي نسل ته د زړه له کومي په اسلامی روحیه تربیت ورکړی تر څو چې زمونږ ګران هیواد له هر اړخیزو ناخوالو څخه بیغمه شی او په خپلو پښو باندې ودریږي او د نورو هیوادونو په څیر پرمختګ وکړی او یو سوچه اسلامی نظام پکې پلی شی.
احمد لله سيلاب