د اسلامي امت د بقا راز په څه کې ده؟

داسلامی امت دبقـآ راز پــه څــه کـی ده؟

لیکوال:رحیم الله«حقانی»

ډالۍ:

هغه ځوانانو ته چې د خپل مســتقــبل لپاره اندیښمن دي خو د لاس تر زنې کیناستلو پرځای له حوادثو سره دټکر اراده او همت لري.

او هغې مظلومې مسلمانې کونډې خور ته چې تراوسه هم داسلامي امت د ترقۍ لپاره دقربان شوي شهید د کوچنیو یتیمانو پالنه کوي. ټولو هغو با درده مسلمانانو ته چې داسلامي نړۍ د ترقۍ په لاره کې خپله پیل کړۍ مبارزه جاري ساتي.

او خاص دې زما ګران ماما اتل قهرمان شهید ملا بلال احمد حقاني رحمه الله روح ته ډالۍ وي.

سریزه:

اسلام د پرمختګ دین دی او د تل لپاره یې خپل پیروان دیته هڅولي دي ترڅو د خپل ژوند او د ټول انسانیت د هوساینې لپاره هاغه اسباب برابر کړي چې ضرورت ورته لري. اسلام هاغه دین دی چې په راتګ سره یی بشریت دوحشیانه ژوندانه څخه دیو ټولنیز ژوند پر لورسوق کړهاغه ټولنی چی دیو ژوندي انسان خښول یی افتخار ګاڼه داسلام په راتګ سره یی دنوموړي انسان لاسونه ښکل کړل اوپه خپلو تیرو کړنو یی دپښیمانتیا اوښکی توی کړی که په لنډ ډول ووایوچی اسلام هاغه دین دی چی انسان یی دغلامئ له ژونده دبادارئ تر مقامه رسولی دی اوورته یی دیوباعزته سیاسی ټولنیز اقتصادي اواخلاقي نظام تخفه ورکړی ده اوټول انسانیت ته یی دژوند ریښتینی معنا ورښودلی ده . خواوس پوښتنه دا پیدا کیږي اسلام چی دانساني فطرت موافق اودتل لپاره دټولنی دپرمختګ غوښتونکی دی ولی هاغه امت چی خپل دین اسلام ګڼي دذلت اوخوارئ په  طرف روان دی؟ دپرمختګ نه دوروسته پاتی کیدو لامل څوک دی؟ ولی ددی امت اسلاف دانسانیت خیرخواه ګڼل کیږي اواوسنی افراد یی په بیلابیلو توهین امیزه القابو ستایل کیږي؟ ولی دیوواحدقیادت ترسیوری لاندی نه  شی جمع کیدلی؟ په داسی حال کی چی دی امت یو وخت نه یواځی دنړئ په انسانانو بلکی دبحر او وچی په حیواناتو دحکومت واګی په لاس کی لرلی اودیو واحد قیادت او واحدی جنډی لاندی یی په ټوله نړئ کی دالهي قانون د حاکمیت لپاره خپل صفونه منظم ساتل خودغه صفونو هاغه وخت دماتیدو پړاونه وهل شروع کړل کله چی مسلمانانو دخپل دین اساسي لارښونو ته شاه کړله. شاید داسی ډیر عوامل واوسي چی د اسلامي امت دپرمختګ اوترقئ نعمت څخه برخمن کړی چی په څو مختصرو عنوانونو کی تر بحث لاندی نیسو.

موخې:

لومړی بحث:دمسؤلیت احساس کول
دوهم بحـث:د واحـد قــیادت شــتون
دریـم بحـث:خپل منځی اختلافات له منځه وړل
څلورم بحث:دپردیو دفرهنګ دتقلید مخه نیول.
پنځـم بحـث: دعصری او دینی علومو ترمنځ واټن ختمول.
شپـږم بحث:د امر بالمعروف نهی عن المنکر کول.
اوم بـحـث :اســــــلامی تاریخ ذده کـــول.
اتم بحــــث: جهـــــــاد کــــول

بسم الله الرحمن الرحیم

لومړی بحث: د مسؤلیت احساس کول

یو مهم څیز چی اسلامی امت د دپرمختګ لامل ګرزی  هغه دمسؤلیت داحساس ده ځکه رسول (ص)فرمایی«الا کُلُّکُمْ راعٍ وَکُلُّکُمْ مَسؤولٌ عَنْ رَعِیَّتِهِ»صحیح البخاری،صحیح المسلم ژباړه:خبردار هریو ستاسوشپون ده او دهر یونه به دخپلی رمی پښتنه کږی.کله چی مسلمانانو درسول (ص)دی خبری باندی عمل کړی او په زړه کی ریښتنی ځای ورکړی وه یواځی دا نه چی ناکامي یی نه لیدله بلکی دناکامئ تصور یی هم چیرته په ذهن  کی نه ګرځیده. نو ای ددی پرمختللي عصر وروسته پاتی مسلمانه: ای هاغه مسلمانه چی داسلامي امت روانو حالاتو دی دسترګو څخه د ارام خوب اخیستی ای هاغه مسلمانه چی دتل لپاره په دی فکر کی اوسی چی مونږ مسلمانان ولی کمزوری او بی ځواکه شوي یو؟  نوپوه شه چی ددی روانو حالاتو یواساسي لامل ته په خپله هم یی ځکه چی  تا تر اوسه  کله په دی اړه دځان سره فکر کړی چی ددی امت په اصلا ح کی ستا مسولیت څه دی ؟ که چیری دی جواب هو وی نو دا پوښتنه دځان سره مطرح کړه چی څومره دخپل مسولیت په سرته رسولو کی کامیاب راغلی یی؟ اوکه جواب دی منفي وي نو پوه شه چی اوس هم لاوخت تیر شوی نه دی  که ته دوخت ریس جمهور یی  اوکه په ولس کی یو عادي غریبکار انسان،شتمن یی که نیستمن،دیومدرسی طالب العلم یی که دیو پوهنتون محصل دیو اداری امر یی اوکه مامورته باید اول خپل مسولیت وپیژنی اوبیا یی په سرته رسولو کی ذره برابر غفلت اوبی غوري ونه کړی نو لری نه ده چی ستا د زحمت اوخوارئ په وجه به  اسلامي امت یوځل بیا خپل تیر برم ته ورسیږي اوخپل تللی عزت به بیرته لاسته راوړي.

دویم بحث: د واحد قیادت شتون

د واحد قیادت شتون هم اسلامی امت دبقا تر راز پوری رسوی پدی هکله الله(ج) فرمایی«وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا»(آل عمران ۱۰۳)

اسلامي امت نن دواحدقیادت اوسالم رهبریت دنه لرلو له وجی دداسی یو کاروان او قافلی مثال لري چی دسفر لاره یی ورکه کړی وي منزل ته درسیدولپاره په ډیروسختو لاروسفرونه کوي اوتکلیفونه ګالي مګر دا یوداسی سفر دی چی اصلي منزل ته درسیدولپاره سالمه رهبري نه لري نن اسلامی نړئ دپرمختګ ډیر اسباب اوامکانات  په لاس کی لري خو دافسوس ځای دی چی په اسلامي امت کی داتحاد او یووالي نه شتون ددی لامل شوی چی دمسلمانانو خپل امکانات دمسلمانانوپه  ضد استعمال شي. همدارنګه دابه هم صحیح وي چی دراشده خلافت نه وروسته اسلامی خلافتونو زیاتی ستونزی لرلی خوبیا هم دنړئ لادینه قوتونو ته یی داسلامی امت په قلمرو  ت اجازه نه ورکوله داسلامي نړئ ذیرمی اومعدنونه دکفر په خدمت َ دتجاوزکولو دجر کی نه مصرف کیدل کفری تربیتی  مراکزو په ښکاره ډول داسلام دشعایرو سپکاوی نه شو کولای.داهر څه صرف په دی وجه چی دشرق نه تر غربه اودشمال نه تر جنوبه په ټوله  اسلامي نړئ کی دظلم اواستبداد پر وړاندی دمسلمان اواز یواواز اوپاسون یی یو پاسون ګڼل  کیده .داسی نه چی کفري قوتونو هغه وخت نه غوښتل اسلامي نړئ ترخپلی ولکی لاندی راولي بلکی هغوی په دی نه توانیدل چی داسلا م پرضد داسی ښکاره توطئ جوړی کړي.اواسلامي نړئ دوینو په داسی سیلاب کی لاهو کړي چی له کوچنیانونیولی ترسپین ږیرو پوری ټول ددی سور  سیلاب دڅپو ښکارشی.

دریم بحث: خپل منځی اختلافات له منځه وړل

اختلاف هاغه ناسوردی چی مسلمانان یی په یو بل باندی ددرمند کیدو څخه بی پروا کړي اوسني اختلافات دانګریزانو دهاغه شعار دتطبیق عملي مثال دی کوم چی داسلامي هیوادونو دمستعمره کولو لپاره یی درلود چی تفرقه واچوه او حکومت وکړه چی له مخی یی نن کفار په خپل دغه کار کی په سلو کی اتیا فیصده کامیاب شوي دي اولاهم بریالي روان دي نن په اسلامي امت کی داسی یو ډله نه تر سترګو کیږي چی په خپل منځ کی په څه مسایلو اختلاف ونه لري داسلامي امت دعلماوڅخه نیولی ترنظامي ډګره او ان دبزګرانو پوری ټول مسلمانان دخپل هم مسلکه مسلمان په وړاندی دمقابلی اومناظری میدان ته راوتلي دي.نن که یوی خواته دښمن داسلام دختمولولپاره اودخپلو تحریف شوو دینونو اوفاسدو افکارو دخپرولو لپاره ددعوت ډګر فعال ساتلی بل طرفته یی دمسلمانانو توری اوقلمونه دمسلمانانو په خپل منځ کی دیو او بل  پرخلاف مصروف ساتلي دي  په تاسف سره باید ووایو  چی دمسلمانانو دروانو دردونکو حالاتواساسي عاملین  هاغه علما ء دي چی داساسي مسایلو پر ځای یی په امت کی دفروعي مسایلو پر سرموجوداختلاف ته دومره زور ورکړی چی دښمن یی پر دی جرءتمند کړی ترڅوداسلام دختمولو لپاره دنظامي یرغل پرته په یواسانه لاره چی فکري یرغل ورته وایی دمسلمانانو دذلیله کولواوپه خپل دین اوعقیده یی دشکمن کولو لپاره  دمقابلی میدان ته راووځي .خودحیرانتیا خبره داده چی کله دمسلمانانو په منځ کی دروان بحران دختمولو په باره کی پوښتنه کیږي داکثریت رایه هم داده چی په اسلامي امت کی روان اختلافاتو ته دی دپای ټکی کیښودل شي خوددی  سره چی مسلمانانو نن دا درک کړی هم ده چی روان فروعي اختلافات داسلامي امت دبربادئ یو اساسی لامل دی بیا هم ورځ تربلی دغه  اختلافات د پرمختګ په حال کی دي اوداځکه چی مسلمانان په عموم ډول سره دهغه څه په باره کی معلومات نه لري چی ددغه اختلافاتو دپیدا کیدو لامل شوی اوکوم چی په دی اړه څه معلومات لري هغوی تر اوسه پوری ډیر په کم فیصد کی عملي اقدام کړی.

څلورم بحث: د پردیو د فرهنګ د تقلید مخه نیول

هرامت چی خپل فرهنګ اودژوند ادابوته په احترام قایل وي نوم یی دتل لپاره ژوندی وي اوهیڅ کله دنورو قوي امتونو دسلطی لاندی نه راځي خوکله چی یوه ټولنه دخپل فرهنګ پریښودلو ته مخه کوی په قرار قرار خپل ارزښت هم له لاسه ورکوي.ځکه الله (ج) فرمایی (إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَنْ يُفَرِّقُوا بَيْنَ اللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيَقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنُكَفِّرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَنْ يَتَّخِذُوا بَيْنَ ذَٰلِكَ سَبِيلًا)سورت النساء ۱۵۰ ژباړه: بې شکه هغه کسان چې الله او د هغه رسولانو ته کفر کوي او غواړي چې د الله او رسولانو تر منځ توپیر ولګوي، او وایي چې موږ به یوازې د ځینو رسولانو ایمان راوړو او ځینو ته به کفر وکړو، هغوی د هدایت نهمحروم دی. دا آیت مسلمانانو ته وایي چې باید د خپل دین په اصولو ټینګې پاتې شي، پرته له دې چې د نورو کلتورونو یا ایدیولوژیو په پیروي کې ولاړ شي اوهمدارنګه رسول(ص) مبارک فرمایلی دی (من تشبه بقوم فهو منهم)  چی په همدی اساس کله چی اسلامی امت خپل کلتور هیرول شروع کړل ځان یی په تاریخ کی د وروسته پاتی ملتونو په قطارکی دریدلو ته برابر کړ هغه امت چی اسلام یی د ژوند اساسي لار ګڼله اسلام هم ورته دژوندانه دتیرولو لپاره دداسی یو قانون او نظام ډالئ دځان سره لرله چی دژوند هر لوری یی روښانه دعزت اوسرلوړئ نمونه وه اسلام خپلو پیروانوته دعزت داسی درس ورکړی و چی دنړئ متکبر او جابر قوتونه یی دیو عادي سپاهي په مخ کی دخبرو جرئت نه درلود.خو کله چی مسلمانان دخپل اسلامی فرهنګ په رایجولو شرمیږي دغم اوخوشحالیو مراسم دپردیو په فرهنګ لمانځی.همدارنګه په دی حقیقت ځان خبرول په کار دي چی فرهنګي استعمار دنظامي استعمار څخه ډیر خطرناک دی اوداځکه چی که یو ملت په نظامي ډګر کی مستعمره وي ددی امکان شته چی افراد یی یو ورځ په ملت تحمیل شوي نظامي استعمار ته دپای ټکی کیږدي ولی که یو ملت دفرهنګی استعمار له طریقه مستعمره وګرځید نو نسل تر نسل به دغلامئ ژوند ته ولویږي.اودتل لپاره به یی دپرمختګ اوترقئ کاروان دځان څخه شاته پریږدي اوداصرف له دی امله چی دوی به ددښمن دغلط فرهنګ ترتاثیر لاندی راتلو له وجی خپل صحیح فرهنګ تر پښولاندی کړی وي او ددی تیروتنی په وجه به یی ملت د وروسته پاتی والي اوحقارت په لومو کی د  واه معتصما ناری وهي خو بیا به معتصم نه ګوري.نو اوس که دلته د هر یو پردي فرهنګ څخه یادونه وکړو شاید موضوع راڅخه ډیره اوږده شي خولنډه دحل لاره به داسی وړاندی کړو که هر مسلمان دځان سره په دی اړه فکر وکړي چی ترڅومره پوری زه  دپردیو لادینه فرهنګونو په رایجولو اوخپلولو کی اخته یم او ایا زه ده داسی

فرهنګونو پریښودلو ته تیار یم که نه؟ نو که چیری په دی راضي اوسو چی دغو پردیو فرهنګونوته په خپله اسلامي ټولنه کی دپای ټکی  ږدو او هر څوک هغه فرهنګ چی دی یی تر تاثیر لاندی راغلی  پریږدي او دختمولو لپاره یی اقدام وکړي نو دابه داسلامي نړئ دترقئ په برخه کی دیو بادرده مسلمان په صفت  دترقئ غوښتنی یو عملي مثال وي اوداسلامي کلتور اوفرهنګ دپلي کولو یواسانه اوهدف ته رسیدونکی لار وي.

پنځم بحث: د عصری او دینی علومو ترمنځ واټن ختمول

داسلامی امت یو بل مهم دبقآ راز چی ده هغه علم ده هغه که دینی ویی او که عصری البته دا یادونه ضرور ده چی ټولو علومو منشه قران ده ځکه چی کله دبرق کاشف (ADISON)مړ شوه نو د تحقیقاتو ورسته ده هغه دالماری څخه دقران دسورت النور ایتونه را ووتل نو ددی څخه دا معلومیږی چی دبرق دی کاشف هم له قران الکریم څخه داعلم را ایستلی ده.او همدا رنګه رسول (ص) فرمایی:( من سلك طريقًا يلتمس فيه علمًا سهل الله له به طريقًا إلى الجنة )صحیح البخاری.ژباړه: څوک چې د علم په لټه کې یو قدم پورته کړي، الله تعالی به هغه ته د جنت لاره اسانه کړې.نو ددی څخه دعلم مقام معلومیږی.البته

کله چی علومو پرمختګ وکړ اوداسلامی نړئ سترو سترو علماو دقران او حدیث څخه دعصري ټکنالوژئ په ډګر کی په کشفیاتو او ابتکاراتو لاس پوری کړ او هم یی دعصري علومو دپرمختګ لپاره  دمراکزو په جوړولو شروع وکړه   دا هغه وخت وو چی مسلمانانو علمی پرمختګ درلود کفری نړی خصوصأ اروپا د تاریخ په تور دور کی ژوند کاوه او د علم په نوم یی څه نه پیژندل. نو کفري نړئ نوره  هم دمسلمانانو څخه په ویره کی شوه بالاخره په داسی یو پلان یی کار شروع کړ چی څنګه داسلامي امت علمي قشر په خپل منځ کی په یو بل بی باوره کړي.هماغه وو چی دخپلو مبلغینو په ذریعه یی په اسلامي نړئ کی دی مفکوری ته کار شروع کړ چی ساینس دقران سره هیڅ تعلق نه لري او یا دا چی په ساینسی ډګر کی اکتشافات کول دقران داحکامو څخه یو خلاف عمل دی بل خواته یی دعصري علومو دزده کړیالانو او ښوونکو ذهنیتونه داسی وروزل چی ددوی په سینو کی یی دخپلو مذهبی مبلغینو لپاره موجوده مینه او الف وواژه تردی چی دواړو لوریو یو بل ته داحترام لرلو څخه لاس واخیست چی له امله یی اسلامی امت داسی یو زیان ولید چی نن یی هم په حالاتو ځمکه اواسمان ژاړي دی بدمرغه مفکوری یواځی داسلامي امت اقتصاد او صنعت ونه ځپلو بلکی داسلامي نړئ پوهنتونونه او مدارس یی هم شاړ کړل خو دژړا حالت دادی چی  لا هم دا ذهنیت په مسلمانانو  کی ژوندی  دی او که چیری یی داصلاح لپاره هڅه او کوشش ونه شي ډیر نور بد عواقب به دځان سره ولري.

شپږم بحث: د امر بالمعروف نهی عن المنکر کول

یوبل څه چی اسلامی امت خپل پخانی برم ته ور ګرزوی هغه امر بالمعروف نهی عن المنکرالله(ج) پدی هکله فرمایی« كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ» آل عمران۱۱۰

ددی امت اساسي دنده او وظیفه داده چی خلک دبدیو څخه منع او په نیکیو ورته امر وکړي په ټولنه کی دهر ظلم په وړاندی غږ پورته کړي او په اړه یی چوپ او خاموش پاتی نه شي خو کله چی دی امت دخپلی دندی په سرته رسولو کی سستي او تنبلي شروع کړه د باطل پر ضد یی داقدام کولو څخه ډډه وکړه هغه ته یی اجازه ورکړه تر څوپه ژوند یی مسلط شي نو دا امت د ناکامئ په طرف روان شو او دنبی (علیه صلوات وسلام) دهغه حدیث مصداق وګرځیدل چی په کی یی دا امت دهغی ورځی څخه ویرولی و چی دامربالمعروف اونهی عن المنکر د نه کولو په وجه به داسی ورځ راځي چی بیا به مو دعا نه قبلیږي غوښتنی به مو نه پوره کیږي او دالله(جل جلاله)له طرفه به هیڅ مرسته او مدد نه راځي.په داسی حال کی کله چی دی امت په خپله  دنده کی غفلت نه و کړی یو غښتلی او دغلبی څښتن و.دټولو هغه ځواکونو سره په مقابله کی کامیاب او بری مند و چی په ځمکه کی یی فساد غوښته.او ورځ تر بلی

دپرمختګ په طرف روان و.نواوس  بیا هم که غواړو چی امت مو خپل تیر برم ترلاسه کړي باید دترقئ لپاره دغه اساسي اصل ته چی امربالمعروف اونهی عن المنکر دی توجه وکړو تر څو ټولنه مو دهر ډول بداخلاقیو څخه پاکه شي او دالله (جل جلاله) په مرسته او نصرت دیو بادیانته

اومترقي ټولنی خاوندان شوو.

اوم بحث: د اسلام د تاریخ زده کول

داسلام دتاریخ ذدکول دهم دځوان نسل لپاره ډیر اړین او ضروری دی ځکه الله (ج) فرمایی(لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِأُو۟لِي ٱلْأَلْبَابِ) یوسف۱۱۱ ژباړه:خامخا شته په قصه ددوی کښی عبرت دپاره دعقلونو دخاوندانو.

اسلامي تاریخ دماضي هغه روښانه هنداره ده چی په کی  اسلامي نړئ دحال ټول تصویرونه بغیر دکوم تکلیفه لیدلی شي مسلمانانو ته یواځی اویواځی اسلامي تاریخ هم دکړاونو څخه دخلاصون ذریعه کیدای شوه خو مسلمانان تر دی حده داسلامي تاریخ څخه ناخبره پاتی دي چی دخپل پېغمبر دژوند په اړه دیو امتي په حیث پوره اندازه معلومات نه لري دکریستف کولمب تاریخ په شوق او ذوق سره یادوي مګر دخلفای راشدینو او نورو صحابو دفتوحاتو او کارنامو په اړه بی ځوابه دي داروپا ، امریکا او نوری غربي نړئ ښارونه ښه په رسمیت پیژني خو داسلامي خلافتونودمراکزو دنومونو صرف یادونه هم نشی کولی خوکاشکی مسلمانانو دفرانسی او نوری اروپا دتاریخ څخه مخکی خپل تاریخ ته مخه کړی وای خو مسلمانان داسلام د تاریخ پر ځای داروپا تاریخ یادوي اودترقئ لپاره یی یو معیار ګڼي خو ددی څخه ناخبره دي چی لومړی ساعت جوړونکي مسلمانان دي دپوهنتون دجوړیدو مفکوره دمسلمانانو ابتکار دی دبریښنا دکاشف دمرګ څخه وروسته دهغه په الماریو کی دسورت نورایتونه موندل کیږي اوداسی زیاتی تاریخی پیښی موندل کیږي چی دمسلمانانو له طرفه نړیوالوته دعبرت یو درس دی خو دمسلمانانو دبی غورئ او دتاریخ سره دنابلدتیا له امله دا ابتکارات خلک دخپل ځان لپاره دافتخار نښه ګڼي او داهر څه په تاریخ کی په خپل نوم یادوي خو په لنډو ټکو کی به داسی ووایو چی مونږ مسلمانانو دخپل تاریخ په هیرولو سره هر هغه څه هیر کړل چی زمونږ  دپرمختګ لپاره یو اساس ګڼل کیدلای شو یعنی دخپلو مشرانو تجربی چی دنړئ ګوډ،ګوډ ته یی پری داسلام مبارک دین رسولی و د یاده وویستلی او په داسی کارونومشغول شوو چی خپل اصلي هدف مو شاته وغورځوه چی اخري ثمره یی داشوه چی په خپلو منځونو کی داسی سره ښکیل شوو چی اسلامي قلمرو اوسرحدات مو له لاسه ووتل اقتصاد مو له صفر سره ضرب شو امنیت مو دتل لپاره له لاسه ورکړ په سیاسي چارو کی مو دپردیو لاس وهنو او مداخلو زور واخیست خو ددی هر څه سره سره بیا هم مونږمسلمانانو په خپلو دغه تیروتنو کومه پښیمانتیا ونه ښوده

او لاهم دخپل تاریخ څخه په غفلت کی پاتی یو مونږ مسلمانانو عوامو او خواصو ټولو که داسلامي نړئ دترقئ لپاره صرف دومره کار هم کړی وای چی دخپل تاریخ  دلوستلو وروسته مو هغه تیروتنی بیا نه وای تکرار کړی

کومی چی دتاریخ په اوږدو کی یی مونږ له امله څه شکست لیدلی و . هیڅکله به  مواسلامي هیوادونه نن ددښمن دبندیزونو لاندی نه راتلل.

اتم بحث: جـــــــهاد

داسلامی امت یو بل دبقا راز هغه جهاد کول دی. ځکه چی جهاد دکامیابی راز ده الله(ج)فرمایی««وَقَتِلُوْهَمْ حَتَّی لَاتَکُوْنَ فِتْنَةٌ وَّیَکُوْنَ الدِّیْنُ کُلُهٌ لِلهِ»»البقره۱۹۳ایه ژباړه(ای مؤمنانو تاسو ددی کافرانو سره تر هغه پوری وجنګیږی ترڅو هیڅ فتنه درنه پاتی نشی او ټول دین دالله لپاره شی. داسلام پنځه اساسی ستنی دی چی یا بل عبارت داسلام پنځه بناء ویی دی چی هریو یی دجهاد پواسطه ساتل کیږی.اوبل ځای کی الله (ج) فرمایی(وَجَاهِدُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِۦ)سورت حج۷۸ ژباړه:دالله په لار کی جهاد وکړی لکه څنګه چی جهاد حق دی.

هو کله چی مسلمانو جهاد ته شا کړه مسلمانان ضعیف شول هلاک شول په مختلفو نومونو یاد شول او یادیږی کله د ترهګر کله دترور ریست اوکله بیا دشر خوښونکو په نامه یادیږی. داځکه هغه کفار او مشرکین چی دمسلمانانو ده نوم څخه به خوب نه ورته.نن څنګه او په کوم جر‌أت په مسلمانانو له هر خوا څخه را ټول او قسم قسم ظلمونه پری کوی.

او دمسلمانانو اکثر خاوری اشغال اومسلمانان یی د اور خوارک شول. فلسطین اشغال ده،کشمیر اشغال ده،همدارنګه بوسینا قفقفاز بخارا سمرقند اندلس او داسی ډیری خاوری دمسلمانو اشغال دی چی یوازنی دنجات لار یی جهاد ده.نو ددی ویده امت لپاره نن ورځ خوب کول حرام دی ځکه ډیری خویندی مو دکیوبآ،ګونتنامو، او ابوغریب په زندانونو کی بندیانی دی او د  وا معتصمآ ناری وهی او الله(ج) یو بل معتصم پدی نړی کی را پیدا کړی چی ددی مظلمو خویندو ناری واوری او دکفر دا کرغیړن زندانونه یی پر سر را ونړوی.

نو ای مسلمانه ځوانه او مسلمانې پيغلې!

اسلامی امت تاسو ته سترګی په لار دی ستاسی هڅی او کوششونه کولای شي داسلامی امت روان غمونه په خوشحالیو بدل کړي که خپل تاریخ وګورئ نو داسی زیاتی بیلګی به مو تر نظره تیری شي چی دځوان قشرپه وجه څومره مثبت حرکتونه منځته راغلي دي داسلامی دعوت  اکثریت دعوت کوونکي ملاتړ کوونکي اوساتونکي ځوانان وو.نو ته هم یوځوان یی داسی تندر په کفر را پریوزه لکه دعثمانی خلافت ځلانده ستوری سلطان محمد فاتح چی په ډیر کم عمر کی دقسطنطی فاتح شو او دکفر ملایی ور ماته کړه.

ورستی خبره

داسلامي امت په درد دردمند او مخلص بچي ته اخري پیغام دادی چی دخپل ځان سره داسلامي امت دترقئ روحیه ژوندی کول په کار دي داسلامي نړئ روان حالات د زغم وړ نه دي ورځ تر بلی داقتصادي بحران په طرف روان یو صنعت مو په ټپه دریدونکی دی سیاست مو دګواښ سره مخامخ دی علمي کدرونه مو په یو نوم او بل نوم سره وژل کیږي خو ددی ټولو مشکلاتو او ستونزو څخه لوی مشکل چی ورسره مخ کیدونکي یو هغه د اسلام د ختمولو ذهنیت او مفکوره ده چی په اسلامي هیوادونو کی ورته کار روان دی تر څو داسلام نوم داسی معرفي کړل شي چی ګوندی د ویری او وحشت دین دی دترقئ لپاره هیڅ کوم معیار نه لري او داسی نور څه چی په اساس یی داسلام ختمولو لپاره کار کیږي خو مونږ باید مخکی له دی چی دا مفکوره مونږ ودردوي او بیا په خپل حال د ندامت اوښکی تویوو باید دی څو ټکو ته پام وکړو چی هغوی زمونږ دترقئ معیار اسلامي نظام ، قران ، زمږنږ یووالی او وحدت او دخپل خالق سره داړیکو ټینګول ګڼي او کله چی مونږ اسلامي نظام دلاسه ورکړی قران مو دلاسونو څخه واخیستل شي وحدت مو مات شي او دشهواتو په دام کی دومره ګیر شو چی دخپل خالق قهراو غضب مو هیر شي نو هغه ورځ به دنړئ دمخ څخه زمونږ نوم هم ورک شي نو باید ددی هر څه دمخه په خپل حال رحم وکړو او نور داسلامي نړئ دترقئ په لار کی خپل ځان مسول وګڼو.

ماخذونه:

القران الکریم
تفسير ابن كثير
احیاء العلوم- امام غزالي رحمه الله

مشخصات!
لیکوال:  رحیم الله«حقانی»
تائیدی:   لوګر اطلاعاتو کلتور ریاست
دنده:   محصل لوګر پوهنتون
د لیکلو نیټه:  ۱۴۰۴/۲/۲۳هـ شـ
ایمل:rhymallhhqany779@gmail.com


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب