د اختر په ورځ مو روغتيا له پامه مه غورځوی
د روژې پايته رسېدو راتلونکي ورځ چې د کوچني اختر لمړۍ ورځ ګڼل کيږي، پدې ورځ د هر مسلمان په خوراک، څښاک او جماع باندې ليږېدلی بندېز پای ته رسيږي، او هر مسلمان د دې ورځي خوښي د يو ديني شعار پرځای کولو په نيت لمانځي او نورو بې وزلو سره هم د دې خوښۍ مهيا کولو کې مرسته کوي.
څرنګه چې خوراک او څښاک وروسته له يوې مياشتې ازاديږي، ځينې ورته بډې وهي او کوښښ کوي چې د خپل زړه تاؤ پدې لمړۍ ورځ کې وباسي، خو نه؛ داسې نده پکار، خپلې روغتيا ته بايد ډېره پاملرنه وساتل شي، د اختر په لمړۍ ورځ ډېرو خپله روغتيا له لاسه ورکړې، د دې پرځای چې دا ورځ په خوښيو کې تېره کړي، په رنځ او درد يې تېره کړې، نو ځکه؛ د روغتيايې چارو پوهان وايې پدې ورځ که چيرې د خوړو کميت او کيفيت له نظره وغورځول شي نو وېره ده چې د هاضمې جهاز کې يې ګډوډي، اسهال، ناهضمي، د معدې سوزېدل، قي، بې هوشي او نورو سختو ناراميو سره مخ شي.
نو ښايې پدې ورځ د خپل صحت څخه بې غوره نشو، او د روغتيايې لارښونو سره سم خپل صحت وساتو.
زه تاسې پام يوڅو مهمو لارښوونو ته را اړوم:
· سهار مهال لږ تر لږه دېرش د قيقې ګرځېدل. ګرځېدل هر وخت فايده لري، خو له روژې وروسته چې د احتمالي هضمي مشکلاتو سره مخ کيدو ويره وي، نو ګرځيدل به دې ستونزې حلېدو کې مرسته وکړي.
· کوښښ بايد و کښل شي ترڅو خوراک خپلو معتادو وختونو ته تدريجا راکښته کړای شي.
· د ډېرو قوي او درندو غذاګانو څخه ځان ساتل.
· د سهار له لمانځه وروسته لږ او نرم خوراک کول، ترڅو معده د ناڅاپي خوړو سره مخ نشي.
· ورپسې يوګيلاس شيدې څښل، او يا د بې غوړو مستې، يا کېلې او پنېر خوړل.
· لوی خوراکونه بايد د روژې د معمولي وختونو لکه: پيشلمي او افطار سره نژدې وختو کې وکړای شي، ځکه معده دې وخت کې افرازات کوي او ځان هضم ته تياروي.
· د څګرټ ـ چې څښبل يې حرام دي، هر مسلمان ته ښايې چې روژه کې يې پراېښی وي ـ له ډېرېدو هم بايد ځان وساتل شي، کېدای شي پدې ورځ د زړه ناروغانو ته نور څه وريښ شي.
· پدې ورځ ډېرې حلواګانې، غوړ او خواږه شيان نه خوړل.
· ډېرې ـ لږ تر لږه درې ګېلاسه ـ څښل، اوبه د بدن تودوخه کموي، او دغه راز لوږه کنترولوي.
· د هر وخت ډوډۍ خوړلو ترمنځ لږ تر لږه ۶ ساته تم کېدل.
· نسبت نورو خوړو ته ترکارۍ ( سبزيجات ) ډېر خوړل ځکه له يوې خوا يې معده ښه هضمولای شي او له بلې جسم ته ښه قوت هم ورکوي.