د ابو جهل له زوی سره د رسول الله ﷺ چلند

د ابو جهل زوی عکرمة چې رسول الله ﷺ ته ورغی هغه ته یې وویل: اې محمده! دې سړي ما ته خبر راکړ چې تا زه بښلی یم او ما ته دې امن راکړی دی؟ رسول الله ﷺ راته وفرمایل: هو، ته په امن کې یې، عکرمة وایي: ما په هغه ځای وویل: أشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأنت عبد الله ورسوله، وأنت أبرُّ الناس، وأصدق الناس، وأوفى الناس. یعني زه شاهدي وایم چې له الله پرته بل د عبادت وړ معبود نشته، هغه واحد ذات دی، شریک نه لري. او ته د الله بنده او رسول یې، ته ترټولو زیات نېکې کوونکی یې او ترټولو رښتینی او وفادار یې

عکرمة رضي الله عنه وایي دا خبرې مې رسول الله ته په داسې حالت کې کولې چې سر مې ښکته اچولی و، ځکه له ده شرمیدلم، بیا مې ورته وویل: یا رسول الله! ما چې ستا سره څومره دښمنې کړې ده، هغه راته وبښه، یا مې څومره د شرک کارونه کړي دي، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: یا الله! عکرمة چې زما سره هر څومره دښمنې کړې ده هغه ورته وبښه، څومر شرکي کړنې یې چې کړې دي او ستا له دینه یې خلک ګرځولي دی؛ هغه ټول ورته وبښه.

رواه الحاكم (3/270)، والطبري في تاريخه (11/502)، وابن عساكر في تاريخ دمشق

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب