دیده او نادیده نعمتونه
د بدن هر غړی ستر نعمت دی . مثلأ زړه یو اتومات ماشین دی چی نه چارجېدل غواړی نه تیل غواړی ، نه موبلایل غواړي ، نه برق او نه ګاز غواړی چی په وچلیږی . زړه هره ورځ یو لک ، درې زره او شپږ سوه اتیا (۱۰۳۶۸۰) واره غورځی او ضربان کوی .
همدا رنګه سترګی یوولس ملیونه رنګونه لیدلای سی . په همدې ترتیب پزه ، غوږونه ، ژبه ، سږي ، پښتورګي ، معده ، کولمې ، اینه ، تورئ او هر غړی مدنظر ونیسه چی څومره ستر نعمتونه دي . دا ټول وړیا دي ، پخپله کار او خدمت کوی .
نو د الله څخه د نادیده نعمتونو پر غوښتلو ټینګار مه کوه ، که یې دغه نعمتونه چی اوس یې لرې ، نه وای درکړي څه به دې کول ؟ نو بیا د خپل رب د بې حسابه او سترو نعمتونو شکر ولی نه ادا کوې ؟
ډاکټر نثار احمد صمد واصفي