دیابت (شکره) زړه رنځوروي

دیابت (شکره) زړه رنځوروي

شکره چي د انسان د رګونو د شخیدو او تنګېدوسبب کېږي، د اترواسکلروز بلل کېږي او هغه وخت پیښیږي چي په وینه کي د کلسټرولو اندازه زیاته شي.
تاسو به د HDL   او LDL  په نوم څه اورېدلي وي .
LDL  د بدو کلسټرولو په نوم  شهرت لري ،او کلسټرول دویني په مټ هغه ځاي ته رسوي چي هلته ورته ضرورت (اړتیا) وي .

HDL چي د ښو کلسټرولو په نامه هم یادیږي، هغه کلسټرول چي له استفادې لویدلي وي،یني ته لیږدوي .
په وینه کي د کلسټرولو دا ندازې له لوړېدو سره سم پردې تشکیلیږی ،ددې پردو په وسیله ، دوینو عروق تر عادي حالت نازک کیږي او د  کږېدلو  توان یي کمیږي . په دي سبب د ویني لخته کیدل ،د زړه حمله او مغزي سکتي رامنځته کېږي.
کلسټرولو کلکه څارنه وکړي
کله چي څوک  د شکري په ناروغي اخته شي ، په وینه کي د خوږو د زیاتیدلو  له امله یي  د ویني LDL سریښناک کېږي او سریښناک والي یې د دې لامل ګرځي چي کلسټرول د عروقو په دیوال کي زیات سریښ شې او رګونه تنګ کړي ،په همدي خاطر د شکري مریضان باید د ویني د کلسټرولو کلکه څارنه وکړي او هغه درمل استعمال کړي چي د کلسټرولو اندازه په وینه کي کموي .
په وینه کي د کلسټرولو طبعي اندازه
د LDL   کلسټرولو اندزاه باید ۱۰۰ ملي ګرام په یو دیسي لیتر باندي وي.
د HDL اندازه  په ښځو کي ۵۵ ملي ګرام  او په نارینو کي  ۴۵ ګرامه په دیسي لیتر ده .

څه ډول کولای شو د ویني کلسټرول کم کړو؟

•    سالمه  تغذیه .
•     له اشباع شوو غوړو څخه ځان ساتنه، لکه : دغوښي سپین ،نباتي غوړي (باید تیل استعمال کړي ) د خرما تیل او د کوپري تیل .
•    د غذا د پخولو په وخت کي  دغوړو لیږ استعمال.
•    سبوس لرونکي غلي یا وړه استعمالول.
•    له سپینو یا بي سبوسو وړو نه تیار شويوخوراکي  شیانو د استعمال څخه ځان و ساتي.
•    د کمو غوړو لرنکو لبنیاتو نه استفاده کول.
•     دسپینو غوښو له خوړلو ځان ساتنه.
•    د چرګانو بي پوستکي غوښه ،ماهي ،لوبیا،دال او داسي نور پروتين لرونکي خوراکونه زیات  خوړل.
•    په دې برسیره باید میوې او سبزیجات زیات استعمال شي.
نور هغه کارونه چي د شکري د کمولو لپاره یی کولاي شئ:
•    کم تر کمه دورځي دیرش ۳۰ دقیقي بدني فعالیت یا ورزش کول.
•    سیګرټ څکول پریښودل.
•    له خپل ډاکتر سره همیشه اړیکي لرل او دخپلو کلسټرولو تل څارنه کول.
•    کومه دوا چي د ډاکتر له لوري درته ښول شوې په منظم ډول یی استعمالول.

د شکري ناروغ باید هغه نښي وپیژني چي هغه دزړه دحملي او یا د عصبي سکتي سبب ګرځي.

1-    هغه نښي چي د زړه د حملي سبب کیږي:

–    فشار ، دوجود دروند والي،د کهالي احساس او یاهم  د سیني په قفس کي در د.
–    په یوه یادواړو لاسونو کي تکلیف ،همداراز د غاړي ملا او یا معدي نا ارامي.
–    یخه خوله ،دسر د سپک والي احساس .

2-    هغه نښي  چي د مغزي سکتې ښکارندویي کوي :

–    په لاس پښه او یا د بدن په یوطرف کي بي حسي یا کمزوري.
–    ناڅاپي سرګرځي او خبرو کي د مشکل احساس .
–    د یوي یا دواړو سترګو د دید ناڅاپي کمیدل .
–    په تګ کې ستونزه  یا د تعادل له لاسه ورکول .
–    که مو دا نښي په ځان کي حس کړې ژر تر ژره خپل معالج ډاکتر ته ځان ورسوئ .
د شکري ناروغ باید د خپلو پښتورګو هم خاص خیال وساتي ،ځکه هغه کسان چي په دې ناروغي اخته وي او تر دریو کلو زیاته موده پري واوړي نو د پښتورګو په ناروغي اخته کیږي، هغه هم په داسي کسانو کي رامنځته کېږي چي په وینه کي د کلسټرولو د کنټرول خیال نه ساتي .
انسولين او  جانبي عوارض یي
د شکري ډیری ناروغان چي د لومړي ځل لپاره ورته  انسولین تجویز شي، دهغوی له استعمال ډیر اندیښمن وي ځکه چي په لومړیو ورځو کي په بدن او په خاص ډول دستني دلګیدو ځاي کي څه عارضي تغیرات محسوسیږي ،خو په واقعیت کي دانسولينو کشف له مهمو لاس ته راوړنوڅخه ګڼل کېږي، چي استعمال يي د ډېرو مریضانو د صحت سبب شوی، خو البته د انسولینو د استعمال په باره کي پوره معلومات تاسو دهغوي له جانبي عوارضو ژغورلای شي. دانسولینو تجویز او د مصرف اندازه باید د یوه متخصص ډاکتر له خوا وشي تر څو یی له جانبي اثراتو ځان وساتئ .

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب