دوه سوالګر!
دوه سوالګر چې د پاچا په دروازه کې به ناست وو، یو به ویل چې یا الله ما باندې خپل فضل او کرم وکړه! دوهم سوالګر به ویل یا الله ما باندې د پاچا د میرمن فضل او کرم وکړه!
د پاچا میرمن چې د دوی خبرې واوریدې نو ډیره خوشاله شوه، بیا یې هره ورځ لومړي سوالګر ته د ورځې دوه درهم او دوهم سوالګر ته د ورځې یو کباب شوی چرګ او په خیټه کې یې لس درهم ایښودل او ورلیږل.
د چرګ واله سوالګر به خپل چرګ په لومړي سوالګر په دوه درهم خرڅ کړ، نوموړی په دې نه پوهیده چې د چرګ خیټه کې لس درهم هم شته دي.
لس ورځې تیرې شوې، د پاچا میرمن به چې دواړو سوالګرو ته خپله خپله برخه رالیږله، یوولسمه ورځ د پاچا میرمن راغله او د سوالګرو احوال یې واخیست ترڅو چې کوم یو سوالګر خپل نصیب باندې راضي دی.
د پاچا میرمن دوهم سوالګر ته چې هره ورځ به یې یو کباب شوی چرګ او لس درهم ورکول وپوښتل چې آیا زما فضل او کرم باندې راضي یې؟
سوالګر ورته وویل ستا فضل او کرم څه شی دی؟
پاچا میرمن ورته وویل چې لس ورځې مې تا ته هره ورځ یو چرګ او لس درهم درلیږل او هغه بل سوالګر ته مې یوازې دوه درهم ورلیږل.
دوهم سوالګر ډیر خفه شو! او بیا یې ورته وویل چې ما خو یوه ورځ هم چرګ ونخوړ او نه مې لس درهم ترلاسه کړل، ما به خپل چرګ په لومړي سوالګر باندې د دوه درهمو بدل کې خرڅول!
د پاچا میرمن مسکۍ شوه او بیا یې وویل: رښتیا هم چې چا د الله تعالی فضل او کرم وغوښت هغه باندې الله تعالی خپل فضل او کرم وکړ او چا چې د بنده فضل او کرم وغوښت هغه تاوان وکړ!
نو چا چې خلکو باندې اعتماد وکړ ذلیل به شي، چا چې خپل مال باندې اعتماد وکړ نو کم به شي، چا چې خپل علم باندې غرور وکړ نو ګمراه به شي، چا چې الله تعالی باندې اعتماد وکړ نو نه به ګمراه شي، نه به ذلیل شي، نه به فقیر شي بلکې د هرې نګاه نه به الله تعالی فضل او کرم ورباندې وکړي!
فضل الهي