دوه خطرناک اختلافه
په ټوله کي هر منفي اختلاف بد دی خو په اسلامي ټولنه کې دوه اختلافه ډېر خطرناکه دي:
1 – د علماو ترمينځ منفي اختلاف؛ چې په اسلامي ټولنه کي د درځ او وېش سبب جوړيږي او مسلمانان د ډېرو ناخوالو سره مخامخ کولای سي.
2 – د مجاهدينو تر مينځ اختلاف؛ چې مسلمانان د بې سرنوشت حالت سره مخامخ کوي او کور په کور نفرتونه ورڅخه پيدا کيږي.
موږ ټول مسلمانان بايد دې ټکي ته ډېره پاملرنه وکړو چې په خپله ټولنه کي دغه دوو اختلافونو ته ځای ورنکړو، د علماو ترمينځ تل همږغي موجوده وي او د فقهي اجتهادي اختلافاتو څخه په استثناء بل هيڅ ډول اختلاف ته په خپل مينځ کي لاره ورنكړو او د مجاهدينو تر مينځ مو داسي ورورګلوي موجوده وي چې په يوه آواز پر کفارو سخت وي او پر مسلمانانو زړه سواندي او تر خپل مينځ داسي سره وغواړي لکه د يوې کورنۍ غړي.
مولوي نورالحق مظهري