د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره دیني مالومات – ۶ برخه
پوښتنه : کله چي دپرچ الحمدلله واورو په ځواب کي به يې څه وايو؟.
ځواب : ( یَرْحَمُکَ اللهُ) .
پوښتنه : کله چي یو شخص په مصیبت کي ولیدل سی څه ويل کيږي؟.
ځواب : (اَلْحَّمْدُ لِلّهِ الَّّذِیْ عَافَانِیْ مِمَّا ابْتَلاَکَ بِهِ وَفَضَلَنِیْ عَلیٰ کَثِیْرٍ مِّنْ خَلْقٍ تَفْضِیْلاً ) .
پوښتنه : څوک چي ښه درسره وکړي څه به ورته وايې؟.
ځواب : (جَزَاکَ اللهُ خَیْراً) .
پوښتنه : دالله جل جلاله نومونه څودي؟.
ځواب : ۹۹ .
پوښتنه : په قرآن کريم کي څو ځایه (بسم الله ) راغلې ده؟.
ځواب : ۱۱۴ ځایه .
پوښتنه : په قرآن کريم کي دعیسی عليه السلام نوم څوځايه ذکرسوی دی؟.
ځواب : ۲۵ ځايه .
پوښتنه : په قرآن کريم کي څوځله دجنت ذکرسوی دی؟.
ځواب : ۶۶ ځله .
پوښتنه : په قرآن شریف کي څوځله داوریادونه سوې ده؟.
ځواب : ۱۲۶ ځله .
پوښتنه : دقرآن کريم دسورتونوشمېرڅومره دی؟.
ځواب : ۱۱۴ .
پوښتنه : قرآن کريم څوټوکه (جزء) دی؟.
ځواب : دېرش ټوکه (۳۰ جزء) .
پوښتنه : دقرآن کريم دتوروشمېرڅومره دی؟.
ځواب : ۳۴۰۷۴۰ .
پوښتنه : دقرآن کريم دآیاتونوشمېرڅومره دی؟.
ځواب : قرآن شریف ۶۶۶۶ آیاتونه لري .
پوښتنه : دقرآن کريم څوسورتونه په مکه معظمه کي نازل سوي؟.
ځواب : ۸۶ .
پوښتنه : دقرآن کريم څوسورتونه په مدینه منوره کي نازل سوي؟.
ځواب : ۲۸ سورې .
پوښتنه : دقرآن کریم سیدآیت څه نومیږي؟.
ځواب : آیة الکرسي .
پوښتنه : د قرآن کریم ترټولوغټه کلمه کومه ده؟.
ځواب : (لیستخلفنهم ) ( دنورسورة، ۵۵ مه آیه ) .
پوښتنه : هغه توری چي دقرآن کريم په منځ کي راغلی کوم دی؟.
ځواب : د (فا) توری په ولیتلطف کي کارول سوی ( کهف سوره ، ۱۹م ه آیه ) .
پوښتنه : ام القرآن کوم سورت دی؟.
ځواب : فاتحه (الحمدلله) .
پوښتنه : د قرآن کريم منځنی سورت کوم دی؟.
ځواب : دالزلزله سوره .
پوښتنه : دقرآن کريم کوم سورت د(سنام القرآن ) لقب لري؟.
ځواب : بقره .
پوښتنه : کوم سورت دقرآن کريم د زړه (قلب) په لقب مشهوردی؟.
ځواب : یسین .
پوښتنه : په قرآن کریم کي دکوموښارونونومونه ذکرسوي دي؟.
ځواب : دمصر،بابل،مکه،مدینه،مدین،ماُ رب،قدس،سیناء .
پوښتنه : ځينـــي هغه شمېرې چي په قرآن کريم کي ذکرسوي نومونه يې واخلئ! .
ځواب : ۱، ۳، ۴، ۷، ۱۱، ۱۲، ۱۸ ، ۱۹، ۱۰۰ ، ۲۰۰، ۱۰۰۰، ۲۰۰۰، ۵۰۰۰۰ .
پوښتنه : په قرآن کریم کي دکومو ونو يادونه سوې ده؟.
ځواب : دسدر ، نخل اوزیتون .
پوښتنه : په قرآن کريم کي دکومومېوو ذکر راغلی دی؟.
ځواب : دانار ، انځراوخورما.
پوښتنه : په قرآن کريم کي دکوموقبېلونومونه راغلي؟.
ځواب : دقریش ، عاداوثمود.
پوښتنه : په قرآن کريم کي دکوموحيوانانويادونه سوې ده؟.
ځواب : داوښ ، فیل ، خره ، غوا، لېوه ، چونګښي اوخنځير .
پوښتنه : په قرآن کريم دکوم وخزندويادونه سوې ده؟.
ځواب : دمچ مچۍ، مېږي، غوماشي ، غڼي ، مچ ، ملخ اوشپږي .
پوښتنه : په قرآن کریم کي دکومومرغانويادونه سوې ده؟.
ځواب : دچوغکي، ببوکي ، ځیږکي اوشاهین .
پوښتنه : په قرآن کريم کي دکوموغلويادونه سوې ده؟.
ځواب : دغنم اودال .
پوښتنه : په قرآن کريم کي دکوموموسمونويادونه سوې ده؟.
ځواب : دژمي او دوبي .
پوښتنه : په قرآن کريم داونۍ دکوموورځويادونه سوې ده؟.
ځواب : دشنبې اوجمعې .