دغزې درد -شعر

دفلسطين د مظلوم اوښکې وچول په کار دي
اسرايلي وحشت ته مخکې درېدل په کار دي

دا دومره لويه اسلامي نړۍ او ګونګه چوپتيا
لږ خپل ضمير او خپل وجدان نه شرمېدل په کار دي

که مو کفار په ډلو وژني او ويشل مو غواړي
نو مونږ ته ولې بيا غافل ويده کېدل په کار دي

هغه چې غواړي مسلمان کړي تريو حده محدود
هغوی اول اول دستي له منځه وړل په کار دي

غزې!!! دستا درد مې احساس کړلو راورسېده
ستا په دفاع کې يقينآ قربانيدل په کار دي

خو مونږ ته خپل وطن کې هم يهودو غم جوړ کړی
هلته هغوی او دلته دوی سم زغلول په کار دي

اوښکې مې ستا په معصومانو باندې وڅڅېدې
اقصی!! ستا خواوې له يهودو پاکول په کار دي

مشفقه نه راځي پروا نه د تورو نه ټاپو
د مسلمان په درد ضرور زړه دردول په کار دي

مشفق حريتمل
۲۰۱۴/۷/۱


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب